WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | بهمن ۱۳۹۲
د متحده ایالاتو یوې معتبري ورځپاڼي کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ د ډان مرفي په نوم خپل یوه مشهور خبریال رپوټ خپور کړی او لیکي چي د کام ایر شرکت د ټولو تورونو څخه براءت تر لاسه کړ او کولای سي چي د متحده ایالاتو څخه د قراردادونو اخیستلو ته درخواستي ورکړي. خبریال لیکي چي د دې فیصلې له چټکی څخه په لومړي سر کي څرګنده وه چی دا یوه سیاسي تصمیم وو.

ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه هفدهم بهمن ۱۳۹۲ و ساعت 10:53 |

د Politiken ( سیاست ) پنامه ډنمارکۍ ورځپاڼی په ۷ / ۱ / ۲۰۱۴ نیټه د برټانیوي چارواکو له قوله تر دی سرلیک « موږ په هلمند کی جنګ بایلو » لاندی چی د هلمند څخه تر وتلو وړاندی یی اعترافونه ښیی ، د دوی دغه اعترافونه د یوه مطلب په ترڅ کی راوړي دي چي دسیاسي پلوه ډیر په زړه پوري ښکاري . دا اعترافونه په ټولیز ( کلي ) ډول د ټول ناټو ، ایساف او په افغانستان کی د ټولو شکیلو وسلوالو هیوادو د ټیټ مورال څرګندونه کوی . خبره به نه اوږدوم . دا تاسي او دا هم د نوموړي لیکني پښتو ژباړه :
د برټانیې لوړ پوړي قوماندانان او د لومړۍ لیکي سیاستوال په هلمند کی و خپلو ماته خوړلو جنګیالیو ته چی د ډنمارکی وسلوالو ټولګیو سره په ګډه هلته په جګړه بوخت دی ، خبرداری ورکوی .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه هفدهم بهمن ۱۳۹۲ و ساعت 10:50 |

افغانستان ته ورتګ تېروتنه وه ، خوهلته تر ۲۰۱۴ وروسته پاته کېده هم تېروتنه ده
تر دې سرلیکي لاندي د اروپا » آی پي جي« ورځپاڼي مقاله لیکلې :
ژباړه : احمدالله رحماني

کوم وخت چي د امریکا پر متحده ایالاتو په کال ۲۰۰۱ کي برید وشو ، نړي د شوک سره مخ شوه . ځکه امریکا هغه مغروره ټولنه وه چي هیڅ هیواد دهغې پروړاندي ګام نه شوای پورته کولای . خو د تاریخ جبر ښکاره کړې چي فرعونان هم نسکوره شوي دي . اسامه بن لادن د القاعدې مخکښ د اوسني زمانې پر فرعون (امریکا) واوښت او  هغوی یې و پوهول چي نور فرعونان هم شتون لري . تر دې برید وروسته امریکا وتوانېده چي بن لادن د نړي په نظر کي د بلا په شان و ځلوي او هغوی ټول د القاعدې پر وړاندي راوپاروي .



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه شانزدهم بهمن ۱۳۹۲ و ساعت 14:18 |

راسموسن: کرزی له اور سره لوبې کوي

د ناټو سرمنشي اندېښنه وښوده چې له امريکا سره د امنيتي تړون ځنډېدل ښايي له افغانستان سره د نړيوالو مالي ژمنتیا کمزورې کړي.

اندېرس فو راسموسن د ولسمشر حامد کرزي له خوا د دغه تړون نه لاسليکېدل د افغانستان په زيان وبلل چې له اور سره لوبېدو ته ورته برېښي.

دغه تړون تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د يو لږ شمېر پاتېدو ته قانوني چوکاټ چمتو کوي. خو ښاغلي راسموسن ټينگار وکړ چې له دې حالت سره سره هم د ناټو چارې په دغه هېواد کې سمې پرمخ ځي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه شانزدهم بهمن ۱۳۹۲ و ساعت 14:10 |

دافغان ټیلې کام دGSM او 3G د خدمتونه پیل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خپلو هیوادوالو ته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ویاړي چې افغان ټیلې کام دولتي شرکت سر له نن څخه د GSM او 3G خدمتونه وړاندې کوي، د افغان ټیلې کام شرکت دغه نوې خدمات د (سلام ) سیمکارت تر نوم لاندې نن د جلالتماب جمهور رئیس له خوا پرانیستل شول.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه شانزدهم بهمن ۱۳۹۲ و ساعت 14:3 |

د پاکستان د لومړي وزيرنواز شريف سلاکار سرتاج عزيز په واشنګټن کي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کېري سره په خبرو کي ويلي، که امريکايان افغانستان يوازي پرېږدي، نو د ده په وينا يوځل بيا ! به پاکستان د شخړو په منځ کي  ونښلي.

پوښتنه داد، چي ولي پاکستاني حکمرانان په داسي وخت کي له افغانستان څخه د امريکايانو پر وتو خواشيني څرګندوي؟



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه دهم بهمن ۱۳۹۲ و ساعت 8:59 |
د افغانستان لومړنۍ سپوږمکۍ افغان سټ ۱ 
ګرانو وطنوالو سلام
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خپلو هیوادوالو ته د لازیاتو چوپړتیاوو د برابرولو په موخه ویاړي چې نن یې د یوټل سټ شرکت سره په فضایي مدار کې د لومړنۍ سپوږمکۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. 
یاد شرکت د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې ددې تړون ګټونکی شو. دغه شرکت په فضایي مدار کې سپوږمکۍ ځای په ځای کوي چې نوموړې سپوږمکۍ د افغان سټ۱ په نامه نومول شوې ده. دغه شرکت دنده لري چې په یوه میاشت کې افغان سټ ۱ سپوږمکۍ په فضایي مدار کې ځای په ځای کړي چې له خدمتونو به یې ډېر ژر هیوادوال برخمن شي.
د افغان سټ۱ سپوږمکۍ په وسیله به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې وتوانیږي چې د افغانستان هر ګوټ ته په خاصه توګه لیرې پرتو سیمو ته لاندې خدمتونه ورسوي:

• مخابراتي او انترنیټي اسانتیاوې
• په مستقیمه توګه د خلکو کورونو ته د راډیو او تلویزیون خپرونې
• د ټولو دولتي او خصوصي ادارو نښلول
• د نظامي قواوو د اړیکو د ټینکولو لپاره  

د پورته اسانتیاوو تر څنګ، د افغانستان تلویزیونونه به وتوانیږي چې د افغانستان د ګاونډيو هیوادو تر څنګ په مرکزي آسیا او منځني ختیځ هیوادونو کې هم خپرونې وکړي.

نخستین ماهوارهافغانستان  افغان ست1 (Afghansat1) 
هموطنان عزیز سلام
وزارت مخابرات و تکنالوجی  معلوماتی به هدف عرضه خدمات بیشتر برای هموطنان عزیز ما افتخار دارد که امروز با شرکت یوتل ست ( Eutelsat) تفاهمنامه نصب نخستین  ماهواره  در مدار فضایی برای افغانستان را امضا نمود. 
شرکت یاد شده به اساس پروسه شفاف داوطلبی برنده شناخته شده است . این شرکت  در مدار فضایی ماهواره ای جا بجا می کند که به نام افغان ست 1 Afghansat1)) نام گذاری شده . شرکت یوتل ست (Eutelsat) مسوولیت دارد که طی مدت  یک ماه، ماهواره افغان ست1  را در مدار فضایی جا بجا کند تا از خدمات آن به زود ترین فرصت هموطنان ما بهره مند شوند. 
وزارت مخابرات و تکنالوجی معلوماتی به وسیله ماهواره افغان ست1 می تواند که در هر گوشه و کنار کشور و بخصوص در مناطق دور دست خدمات ذیل را فراهم کند: 
• سهولت های مخابراتی و انترنتی
• نشرات رادیو و تلویزیون به شکل مستقیم در خانه های مردم 
• وصل نمودن تمام ادارات دولتی و خصوصی 
• تامین ارتباطات قوای نظامی کشور 
در پهلوی سهولت های یاد شده، تلویزیون های افغانستان در کشور های همسایه و همچنان در کشورهای آسیای مرکزی و خاور میانه  نیز نشرات داشته باشند.


د افغانستان لومړنۍ سپوږمکۍ افغان سټ ۱

ګرانو وطنوالو سلام

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خپلو هیوادوالو ته د لازیاتو چوپړتیاوو د برابرولو په موخه ویاړي چې نن یې د یوټل سټ شرکت سره په فضایي مدار کې د لومړنۍ سپوږمکۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد شرکت د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې ددې تړون ګټونکی شو. دغه شرکت په فضایي مدار کې سپوږمکۍ ځای په ځای کوي چې نوموړې سپوږمکۍ د افغان سټ۱ په نامه نومول شوې ده. دغه شرکت دنده لري چې په یوه میاشت کې افغان سټ ۱ سپوږمکۍ په فضایي مدار کې ځای په ځای کړي چې له خدمتونو به یې ډېر ژر هیوادوال برخمن شي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه دهم بهمن ۱۳۹۲ و ساعت 8:41 |