مدیر څوک دئ ؟ مدیر په لغت کي اداره کونکی او لارښود ته وایي او په اصطلاح کي مدیر هغه شخص دئ چي د یوې ډلي(ټیم) کاري مسؤلیت په غاړه ولري. کامیاب مدیر کومی ځانګړتیاوی لری؟ کامیاب مدیر هغه څوک دئ، چي خپل ټول فکر او غم د هدف د تر لاسه کولو په لار اچوي یاني همېشه د هدف د تر لاسه کولو په فکر کي وي، کامیابه مدیران دوه لاندنۍ ځانګړتیا وي لري: ۱.سپارل سوي کارونه او دندي سم تر سره کوي. ۲.دندي او کارونه له تر ټولو کم فشاره او اسانه لارو څخه تر سره کوي. مدیریت څه ته وایي ؟ مدیریت په لغت کي اداره کولو او په یوه اداره کي لارښوني ته وایي او په اصطلاح کي مديریت هدف ته درسېدو لپاره د انساني او مادي منابعو همږغي کول دي تر څو په حداقل مصارفو او کمترین وخت کي خپل هدف ترلاسه کړي. یا په بل عبارت مديریت د ادارې د ارکانو (هدف، پلان، وظایف او منابعو ) تنظمول او سازماندهي کولو ته وایي. سیستم څه ته وایي؟ سیستم د یوې ادارې د ټولو هغه داخلی ارګانونو او ډیپارټمنټونو څخه عبارت دئ، چي ځانګړو او ګډو اهدافو ته د رسېدو لپاره له یو لړ مشخصو قواعدو او مقرراتو څخه پیروي کوي اوپه ګډه یو له بل سره کار کوي.
ادامه مطلب


