تاریخ تل په ریښتیني ډول تېرې پېښې په خپله سینه کې ځکه موږ ته
ساتلې او وروسته له دې به یې هم ساتي چې انسان فراموش کار او ظلوم الکفار
دﺉ . کېدی شي چې خپل ژوندي او لیکلي کړه وړه او تېر یادونه یاخو په خپله له
یاده وباسي او یا یې هم په قصدي توګه بل څوک ترې غلا او چورلټ لکه د پخوا
په څېر ورمسخ کړي . په داسې حال کې د تېرو پېښو یادونه ځکه اړینه ده چې په
بشري پېښلیک کې هغه ډول ، او یا هغې ته ورته ډېرې پېښې بیا پېښېدونکې دي ،
الله تعالی هم په خپل را لېږلي مؤ من بهِ کتاب ( قرآن عظیم الشأ ن ) کې د
قصصو په نامه د تېرو امتونو یادونه ځکه کړې چې وروستي راتلونکي نسلونه پند
ونه عبرتونه ترې واخلي .
خو په تأسُف باید ووایم چې زموږ اوسنیو مشرانو
له خپلو سترګو لیدلیو ( ۴۰ ) کلنو استعماري ناخوالو اوبدمرغیو هېڅ درس
وانه خیست . بلکې ددې پرخلاف د استعمار نیواکګر چاړه په لاس قصابان ورته
ولاړ ، او دوی یې یو پر بل پسې څوک ترخپلو باروتي لتو لاندې کړل ، څوک یې
ژوندي ترتېغ تېرول . پرچایې د مکر او تمساح اوښکې ور وڅڅولې . څوک یې د
خپلې مستې لېونۍ کفري د یموکراسۍ د څوکیو ، اداري ، اخلاقي او مافیایي
فسادونو په ورشو ګانو کې وراېله کړل او هغوی په تېرو څلوېښتو کلونو کې خپل
روبلونه ، کلدارې ، ریالونه ، یوروګانې ، پونډونه ، ډالرې او ینونه وخوړل
او ځانونه یې داسې پرې وپړسول چې اوس یې له کبله په ښکاره د خپل آرام سا نه
شي ایستلی . خپلې کتې ، تبنګونه او کجاوې یې په کې په بلند منزلونو او
نړیوالو شرکتونو بدلې کړې . پرچایې بمونه و ؤرول ، کورونه او پلرنۍ جونګړې
یې ور ړنګې کړې . څه یې ووژل ، څه یې بندیان کړل ، اوځینې یې سیمې پرېښودو
ته اړکړل . د افغانستان اوبه ، هوا ، خواړه او په افغاني نظام کې یې خپل
حقوق پرې حرام کړل . دغو افغان مشرانو په خپلو سترګو ورته کتل چې نا بللي
استعمار څه ډول ددوی رژیمونه یو پر بل پسې د کومو اهدافو له پاره را وپرځول
!
یو ځل یې د کمونېست او مجاهد په نامه سره وجنګول . بیا یې د ټوپکي ،
پاټکي او شر او فساد په نوم سره وجنګول ، ورپسې یې د ترورېزم او القاعده
په نوم ډرامې ور ته جوړې او تر ننه پورې یې په خپلو کې سره جنګوي . خو دا
لا معلومه نه ده چې وروسته به یې په کومو کومو نومونو سره وجنګوي ؟ د نړۍ د
سترو طاقتونو ترمشرۍ لاندې (۴۹) هېوادونو د ترورېزم په وړاندې د بې تعریفه
اومجهولې جګړې په پلمه پریوې داسې وړې جغرافیې ( آزاد افغانستان ) باندې
نړیواله غدۍ اچولې چې د نړۍ په تاریخ کې ساری نه لري . ملي خپلواکي ، ملي
هویت ، ملي قانون ، اسلامي شریعت ، ځمکنی اوهوایي بشپړتیا ، ملي شتمنۍ ،
ننګ اوغیرت ، ناموس او هرڅه یې ترې اخیستي . افغانستان یې پر (اتو) زونونو
باندې په خپلو کې سره وېشلی . ځمکه او هوا یې پر افغانانو باندې سره تبۍ
ګرځولې ده . کله یې په یوه توکم کې پوځونه او ملېشې جوړې کړي ، ها بله خوا
یې ور باندې ټکولې . او کله په بل قوم کې ملېشې جوړوي او بل لوری ور باندې
وهي .
په تېرو لسیزو کې روسانو د د ستګیرپنجشېري ( شورای نظارګروپ ) ،
اوزبک او هزاره ملېشې جوړې کړې ، پښتانه یې ور باندې وځپل . بل ځل پاکستاني
استخباراتو د طالب په نوم د طالبانو ، د آی اس آی د استخباراتي تشکیلاتو
او القاعدې څخه ګډه ملېشه جوړه کړه ، او روسي پلوه او اېران پلوه پخوانۍ
ملېشې یې پرې وځپلې .
په خپلمینځي جګړو کې خو یې داسې نخره را مینځته
کړه چې د حفیظ الله امین ( سیاف ) ملېشه د سلطان علي کشتمند ( عبدالعلي
مزاري ) له ملشې سره ، او د زرداد او حقاني ملېشې د دوستم او شورای نظار
له ملېشو سره و جنګېدلې . چې په نتیجه کې ټول کابل وران ، او هر کور د خپل
کور د اوسېدونکو له پاره هدیره جوړه شوه .
کله چې خلک د مجاهدینو له
غیراسلامي کردارڅخه ترپزې پورې را ورسېدل ، د چاپندازانو او پهلوانانو
ملېشې د تاجکستان کولاب ته وتښتېدلې او طالب ملېشې پرشېرخان او حیرتانو
بندرونو ور ته ودرېدلې ، چې وروسته بیا د (B-52) پرمټ راوستل شویو پخوانیو
جنګ سالارانو په ډېره بې شرمۍ سره د همدې ړنګ ښار په کوڅو او ناحیو کې د
انتخاباتو له پاره د رأیو خپل صند قونه کېښودل او د هغو قربانیانو له پاتې
کورنیو یې د اعتماد رأیې غوښتلې چې دوی په (سکر بیست او سکر سي) توغندیو
په خپل لاس ویشتلي، ړنګ کړي او وژلي وو . پرپت اوعزت باندې یې تېری کړی ؤ .
او ترننه پورې د لا لا په پوځي ملاتړ واک هم ورباندې چلوي . زه داسې سترګو
ته حیران یم . پخوا به چې چا کوم بد کار وکړ له شرمه به ترډېره پټ ؤ چې
څوک یې ونه ګوري . خو اوسني ځینې مشران لاهم خپل ځانونه حق په جانب ګڼي ،
باټې ولي ، د امریکایي اوښ پر پچه ناست او کشمیر ولي او دغه تر پردي وزر
لاندې واک د خپل ځان پلرنی میراث بولي .
پرون یې د روسانو په ملاتړ
جهادي خنډونه له خپلې مخې د کمین نیولو او پټو ترورونو په واسطه له مینځه
یووړل ، د مرغیو خزه یې په بلند منزلونو ، کوهدامنۍ موشه خره یې په لنډ
کرویزرو، لیلامي پطلون او خولۍ یې په پکول ، نېکتایي یې په بدعتي برګ ګردن د
ستمال او کړاچۍ یې په شهرکونو بد له شوه .
اوس یې زړه دﺉ چې راتلونکې
واک یو ځل بیا د پرد یو پټو استخباراتو او کینه کښو ګاونډ یانو پرمټ تر یوې
نیمې لسیزې پورې نورهم د ځان کړي . ځکه له ډېرې مودې را په ایسته هم ایران
اوهم پاکستان ته په افغانستان کې د ګوتو وهلو چل ورغلی . ایران خو کله
افغانان اعداموي . کله افغاني تذ کرې وېشي . کله تېلېفوني اړیکې غلا کوي ،
کله د خیریه کارونو نمایشي نخرې را مینځته کوي ، کله د افغان تولیدانو او د
اوبو بندونو د بیا رغونې مخه نیسي . کله د افغان دولت پر ضد وسلې را لېږي .
کله مذهبي او فرهنګي سریالونه او کمپاینونه پرمخ وړي چې ښې بېلګې یې موږ
په افغانستان کې د ایرانیانو په نامه د جادو نومول ، او افغان ژورنالېستانو
ته د تبلیغ له پاره دعوت ورکول په ګوته کولی شو . کله افغان حکومت ته په
آمرانه لهجه وایي چې په نړیوال او سیمه ییز سیاست کې دا وکړۍ ! دا مه کوۍ
! په دې وروستیو کې خو یې د ایران مېشتو یهودو او اسرا اْیلو په دسیسه یي
ملاتړ دا ادعأ هم وکړه او د افغانستان او افغانانو په (۶۰۰۰) کلن تاریخي
موجودیت یې سترګې ور پټې کړې چې ګواکي افغانستان د شرقي یهودو برخه ده .
انګلیس او امریکه هم پر افغان حکومت باندې د فشار د آلې په څېر له دې تبلیغ
څخه کاراخلي . پاکستان خو له افغان مشرانو سره د خپلو ناولیو موخو په خاطر
واک ته د رسېد و پر سر پټې سیاسي او نظامي وعدې او معاملې هم کړې دي .
همدا اوس یې د آی اس آی اصلي غړی او د مذهبي اړخ د ملېشو مشر مولانا فضل
الرحمن قطر ته د افغان طالبانو د نظر اړولو په خاطر لېږلی . خو که
امریکایان هغه ته په خپله پوځي چاوڼۍ کې د دخول اجازه ورکړي . خدای خبر چې
نوموړی به د آی اس آی څه پیغام افغان طالبانو ته ورسوي ؟
د روان هجري
لمریز کال په دوهمه ربع کې نجیب الله کابلي د شمالي ټلوالې له پټو ملي ضد د
سیسو پلو پورته او ویل یې : زه ځکه له شمالي ټلوالې ووتلم چې شمالي ټلواله
د افغانستان په تجزیه کېد و کې ښکېل ده .
د دوهم بن د غونډې له پیلېدو
مخکې د جرمني یوې تحقیقاتي ادارې لطیف پدرام ، یونس قانوني ، ضیأ مسعود
سیما سمر محقق او ډاکټرعبدالله ته ددې له پاره بلنه ورکړې وه چې له انګرېزي
او امریکایي سنا تورانو لکه رورا با کر او نورو سره د افغانستان پرتجزیې ،
یا فدرالي کېدو او خود مختارۍ باندې خبرې وکړي . خو بیا له شدیدو عکس
العملونو سره مخ او خوله یې پټه ونیوله .
د مخه په چاپي رسنیو کې هم د
محمدي په تخلص یوه پنجابي ډوله غوړبېجن مخي سړي د ډېورنډ کرښې په نامه
لومړی پرله پسې څو مضامین د پا کستاني استخباراتو په مالي ملاتړ نشرکړل ،
او ور پسې همدا اوس په طلوع نیوز تصویري رسنۍ کې وروسته له هرې وقفې ناست
وي او دده په وینا وایي چې : ( از لحا حقوقی وتاریخی اوطرف خط دیورند
افغانها یک وجب هم حق ندارد . )
له نن څخه یوه اوونۍ وړاندې د
افغانستان د استخباراتو پخواني مشر امرالله صالح رسنیو ته وویل چې احمد
ضیا مسعود ، جنرال عبد الرشید دوستم ، عطا محمد نوراو حاجي محمد محقق ته
پاکستان پیسې ورکړې ، مالي او استخباراتي ملاتړ یې کړی او ور ته ویلي یې دي
چې په مزار شریف کې لویه غونډه پرې را وبولي ، او ترې غوښتي یې دي چې دوی
دې د افغانستان د شمال خوا ته یو ایتلاف په خپلو کې سره جوړکړي ، او موږ
به د افغانستان د جنوب خواته پر پښتنو باندې زور راوړو . ځکه یې د پېښور د
شمشتو په نصرت مېنه کې د حزب اسلامي حکمتیار، په پېښورکې مېشت افغان مخالف
طالبان او د کوېټې شورا غړي په خپلو کې سره کښېنولي . غواړي دوی د افغان
حکومت خلاف د شمال ټلواله له طالبانو او نورو مخالفینو سره یو ځای ، اوپه
افغانستان کې یو ګډ ایتلافي حکومت د پاکستان په خوښه د انګرېزانو په ملاتړ
مینځته راولي ، ترڅو په افغانستان کې د پاکستان او انګرېزانو سترا تیژیکې
او سیمه ییزې ګټې ور سره خوندي شي . چې په دې پټه لوبه کې د ایران د
آخوندانو او روسانوهم لاس شته .
له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیوچارو
وزیرې حنا کهررباني هم ډاکټرعبدالله عبدالله ، محمد یو نس قانوني ، احمد
ضیأ مسعود ، حاجي محمد محقق او ځینو نوروته د اسلام آباد بلنه ورکړې وه .
څه موده وروسته بیا محمد محقق له جعلي پاسپورټ سره په یو له ګاونډیو هېوادو کې پرته له بلنې ونیول شو .
پاکستاني
مشرانو هم څو څو ځلې د طًالبانو د نظر اړولو په موخه قطر او ترکیې ته
سفرونه کړي . دوی د ترکیې په طالبانو مستقیم اغېز لري ، خو د قطر طالبان لا
هم د امریکې په ؤلکه کې دي .
افغان حکومت هم پاکستان ته ځان ور نږدې
کول غواړي ، خو پاکستان چې هرځل د خپلو کورنیو او بهرنیو ستونځو ددوو ژرندو
ترمینځ راغلی ، نو بیا یې د خپل خصلت له مخې تل د خپلو امتیازاتو ترلاسه
کولو په خاطر د خپل پخواني پلار (انګرېز) د څادرپیڅکې ورغوټه کړې ، ننواتې
یې پرغولي ناست ، او د انګرېز په منافقانه او مغرضانه منځګړتوب یې د
افغانستان تورې او سپینې ټولې ور پرې کړې دي .
دا ځل هم افغانستان
ددفاع وزیر بسم الله جان محمدي د پینځو ورځو له پاره ، او د افغانستان د
علمأ وو شورا په سفر پاکستان ته ور واستاول . او پاکستان له ښاغلي محمدي
سره د (۲۴) تنوپوځي دکتورینو د روزلوژمنه وکړه ، هغه هم داسې چې آخر به دغه
دکتورین هم د بابه جان او مومن خان ځای ناستي وي . خو د علمأوو شورا ایله
له پاکستانيو مفتیانو څخه دا فتوا راوړه چې ویلي یې دي : ( په پاکستان کې
جهاد نه شته او حرام دﺉ ، خو په افغانستان کې جهاد روا دﺉ .)
طالبانو
هم څو څو ځلې پردې ټینګار کړی چې موږ له افغان حکومت سره ځکه خبرې نه کوو
چې واک او صلاحیت ور سره نه شته . بلکي له امریکایانو سره خبرې کوو . خو
کله چې له امریکې سره سترا تیژیک تړونونه لاسلیک شول ، پر طالبانو یې امر
وکړ چې له افغان دولت سره دې د سولې خبرې وکړي . خو اوس چې د امنیتي تړون
خبره خنډ شوه ، ور سره جوخت یې خپله ژبه واړوله ، او اوس وایي چې موږ د
شمال له هغې ټلوالې سره خبرې کوو چې څه موده وړاندې پاکستان له موږ سره
خبرو کولو او ایتلافي حکومت جوړولو ته آماده کړي دي .
امریکا هم افغان
دولت ته دا مهال په بېلچه کې مستې کړې ، او ور ته وایي چې که په پټو سترګو
زما شرطونه منې ، ویې منه ! او که نه نو د طالبانو حکومت ضد زور او د اداري
فساد تورونه او ټاپې خو شته چې در باندې ولګول شي .
د امریکې د خارجه
چارو اوسني وزیر ( رورا باکر ) خولا دا هم ویلي چې : (( که د سولې خبرې دا
پلا ناکامې شوې ، موږ به له بلې لارې کار واخلو ! )) ددې خبرې معنا پرته له
دې چې (د افغانستان ددفاع وزارت په لاس به سپینه یا سره کودتا وکړي ) بل
څه کېدی شي ؟؟؟!!! .
هو ! افغان چارواکي دې دا خبره په یوه غوږ واوري ،
تر بل یې دې نه باسي ! چې کله په درېیم بن غونډه کې بل نوی حکومت جوړ شي ،
ور پسې به د انټرپول د پولیسو په متروکو د احتساب لړۍ ور باندې پیل شي .
له افغان چارواکو سره به د ( یوولس کلنو ) مرستو ټول حساب کتاب کېږي ، او د
خپلو افغانانو په لاس به د صدام او قزافي په څېر وژل کېږۍ هم . ځکه حکومت
خپل بنسټ پر داسې خښتو نه دﺉ اېښی چې د قایْم پاتې کېدو ، باور ، مقابلې او
ؤلسي ملاتړ تمه ترې وشي . اوسني حکومت له یوې خوا خپل عمر د بې اعتمادیو
پر لېوانو باندې خوړلی او داړلی دﺉ ، او له بل پلوه یې ټول کاري او مشورتي
ټېم په هر اړخیزه فساد باندې ککړ دﺉ . د ؤلسمشر په دربار کې د ؤلس او
بهرنیانو د اختلاف او بې باوريو په غمونو بار اوښ هم دده د نا اهلو
مشاورینو او ده ته د غلط تصویر وړاندې کولو له امله چو دﺉ . که نه نو
ؤلسمشر حامد کرزي خو د انتخاباتو سیستم ، ملي وثیقه ، د قلم او بیان آزادي
او د نوروپه پرتله ډېرې نورې لاسته راوړنې هم لرلې . خو اوس یې د سیاسي
ژوند ډېرې وروستۍ شېبې دي . او پردوی باندې دغه تېر ساعت د اعتبارخوړلیو په
کوف او چوف ، او د ټنګ ټکورپه څو تنو سندر غاړو بېرته نه را ګرځي . همدا
اوس یې پارلمان وزیران استیضاح کړي ، پیسې یې ترې شکولې ، او بهرنیو
هېوادوته د ژمنیو رخصتیو په پلمه په مېلو چړچو تللي . نن وي که سبا
توراستعمار به هم ددې حکومت جنازه د نجیب د حکومت په څېر وربار کړي . او
ددې حکومت مړی به امریکا او انګرېز له پاکستان ، ایران ، او روسي پلوه
ګاونډیانو سره د معاملو او نا مقدسو ایتلافونو په صورت کې د خپلو اوږد
مهالو موخو نذرانه او قرباني کړي . ځکه خو امریکا له خپلو ایتلافیونو او د
افغانستان له ګاونډیانو سره په ګډه دا تصمیم نیولی چې نور د افغانستان
اوسنی حکومت په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې نه چلېږي .او وایي چې نورموږ
مجبور یو د خپلې اړتیا پر بنأ دغه ډول پرازیت ډوله حکومت ته که خاندي یا
ژاړي د درېیم بن په محکمه کې ثلاثه طلاق ورکوو . خو ځای به یې داسې چاته ور
وسپارو چې تر (۲۰۲۴ ) میلادي کال پورې موږ خپل هدف ته پرې ور لنډ شو . هو د
امریکې په مشرۍ د غربیانو هوډ منه سترا تیژي همدغه ده .
له تول افغان نه په مننه سره
