نوموړي وویل، پاکستان پرله پسې توګه د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم دې غونډې ته وویل، افغان دولت دا وخت له سختو ننګونو سره مخامخ دی، خو ټولې ښکېلې غاړې باید د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې غونډه کې چې د افغانستان د حالاتو لپاره ځانګړې شوې وه، افغان استازي محمود صیقل په رسمي ډول له پاکستانه د شکایت په اړه وویل، چې په دې هېواد کې یې د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
نا اعلان شوې جګړه
له تېرې جنورۍ راهیسې موږ د پاکستان د پوځیانو له لوري د افغانستان له حریمه د سرغړونو لږترلږه ۵۹ پېښې ثبت کړې دي. محمود صیقل, د م. م امنیت شورا کې افغان استازی
ښاغلي صیقل وویل، د افغانستان لانجه یوه کورنۍ ستونزه نه ده، بلکې دده په وینا، د یوه ګاونډي هېواد له خوا د یوې نا اعلان شوې جګړې پایله ده، چې په وینا یې موخه یې د ترهګرو پرضد د جګړې پڅول او د افغانستان د سیاسي بهیر کمزوري کول دي.
محمود صیقل دغه راز تور ولګاوه چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ترهګرۍ له وروستیو پېښو وروسته له کومې پلټنې پرته افغانستان ته ګوته نیولې او د سوداګرۍ د نړیوالې ادارې هغه تړونونه یې تر پښو لاندې کړي چې په وچه کې ایسارو هېوادونو ته سمندر ته لاسرسی ورکوي:
''افغانانو تل پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله له خپلو پاکستاني خویندو او وروڼو سره غمرازي کړې، خو د پاکستان حکومت سم لاسي له پلټنو او ښکاره شواهدو پرته پړه پر افغانستان اچولې ده. له افغانستان سره د تګ راتګ او ترانزیتي لارې یې تړلې. پاکستان ته تلونکي او یا هلته مېشت زموږ هېوادوال یې ځورولي. دا په وچه کې د ایسار یوه هېواد د نړیوالو حقونو او د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې له قوانینو ښکاره سرغړونه ده.''
ښاغلي صیقل د پاکستان د ځینو پځوانیو او اوسنیو چارواکو خبرې رانقل کړې چې دده په وینا، ددغه هېواد د استخباراتو له خوا د طالبانو په رامنځ ته کولو دلالت کوي.
نوموړي وویل، پاکستان څو ځلې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړې ده او ددغه هېواد له هوايي حریم یې سرغړونه کړې ده:
''له تېرې جنورۍ راهیسې موږ د پاکستان د پوځیانو له لوري د افغانستان له حریمه د سرغړونو لږترلږه ۵۹ پېښې ثبت کړې دي. په دې کې زموږ له هوايي حریمه د سرغړونې درې پېښې هم راځي. پر افغان خاورې له پاکستانه څه د پاسه ۱۳۷۵ توپچي ډزې شوې، چې د هېواد په ختیځ کې له لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۴۵۰ کورنۍ په ساړه ژمي کې بې ځایه شوې، زموږ ځنګلونه یې سوځولي او ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې ناقانونه ودانۍ جوړې کړې دي او د ټانکونو او درنو وسلو په مټ غلیمانه مانورې شوې.''
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د خبرو په ترڅ کې د افغان دولت لاسته راوړنې وشمېرلې، خو لایې هم دده په وینا سختو ننګونو ته او ستونزو ته ګوته ونیوه:
''اجازه راکړئ هغو درو برخو ته اشاره وکړم چې د افغان دولت په تړاو یې څرګند ګامونه پورته شوي: د فساد پرضد مبارزه، ټاکنیز بهیر ا و د مېرمنو وسمنول. خو خرابېدونکی امنیت وضعیت د اندېښنې وړ دی. زه د هغو رپوټونو په اړه خورا اندېښمن یم چې راتلونکي پسرلي کې یوه سخت جګړه ییز فصل ته اشاره کوي. څرګنده ده چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د جګړې له لارې حل نه شي ترلاسه کېدای. دا باید ومنل شي چې دوامداره جګړه یوازې د افغانانو لپاره بدمرغي راولي. زه له ښکېلو هېوادونو، په تېره بیا له ګاونډیانو غواړم چې د افغان حکومت د ګټو ملاتړ وکړي. د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر له لارې وټاکل شي.''
پر همدې مهال، ملګرو ملتونو کې د پاکستان مرستیال استازي نبیل منیر د افغان استازي تورونه رد کړل او د سولې راوستلو کې یې دده په وینا، پر یو بل پړه اچول اغېزمن ونه بلل.
راپور: بي بي سي
