هو، ټول دري ژبي لیکوال تنګ نظره او متعصب ندئ اما د متعصبو شمېر ئې لږ ندئ. موږ یوشمېر پښتانه لیکوال هم لرو چي په ورته ناروغیو اخته دي، خوزیات نه دي. داسي خلګوته له ځانه پرته نور د منلو نه وي.
یو لږ شمېر بې فکرو پښتو او دري ژبو دواړو په ډېره ساده، عامیانه ان بازاري لیکنو او خبرو سره د ښاغلي نورمحمد تره کي، د کورنۍ بېوزلي، بزګري، شپني توب، غریبي، د سرکاري شهاد تنامو نه لرونکئ بللۍ دئ، همدا شان یې ښاغلي نور محمد تره کي ساده، کوچي او ان دهغه جسمي جوړښت ئې په طعنو اړولۍ، پنډ، شین سترګئ او دې ته ورته نور کوڅي پېغورونه ورته لیکلي دي. دغه ډول لیکوالو ته به څه نوم او څه شخصیت ورپاته وي. پر ته له دې د ښمن وبلل سي.
زما په باور د ښاغلي نورمحمد “ تره کي” ژوند باید په څلورو برخو کي وڅېړل شي.
لومړی: دهغه شخصي غریبانه ژوند، کار، زحمت، زده کړي او د ځان رسونه.
دویم: د لیکوالۍ د فن او هنر برخه، چي په ریالیستي داستان لیکنه کي ئې ځان د پښتو داستان لیکونکو په او ل او دویم کتار کي راوستۍ وو.
دریم : د سیاسي زد کړو، سیاسي تشکیل او سازمان جوړولو برخه ئې چیری چي د ده استعد اد او هنر دی تر خپلو همزولو سیاسیونو مخته کړی وو.
څلرم: دواکمنۍ تر لاسه کول او بیا تر شهادت پوري دهغه هڅي، کړني او تېروتني.
مخکنی کار او فرهنګي تلاښونه خو یې خدای بخښلۍعبدالروف بینوا په خپل ا ثر(او سنی لیکوال ) کي چي په ۱۳۴۰ هـ، ش کال کي په درو ټوکو کي چاپ سوئ دئ هلته په ۲۲۰مخ کي د نورمحمد تره کي پېژند ګلوي داسي کړې ده :
“ ښا غلی نورمحمد “ تره کی” د پښتو ژبي حساس او داجتماعي مضامينو ښه نثر لیکونکۍ دئ. دی په خپلو لیکنو کي تل زیارباسي چي داولس د حقیقي اوعوامي ژوند تصوېر وباسي او د یوې جامعې په اجتماعي ژوند کي دافراط او تفريط عیبونه او نقایص وښئي.
تره کي صاحب په فارسي او انګریزي او ترډ یره حده په اردو هم ښه پوهېږي. او دانګریزي د ترجمانۍ په څانګه کي یې خو په ۱۹۵۹کال چي( د ۱۳۳۸ هـ، ش سره سمون خوري). دامریکي داورسیز ټرانسلیشن انستیتیوت څخه ۳۷لمبر لیسانس اخیستئ دئ او په دې لاره کي ښه تجربه لري.
ښاغلي نورمحمد تره کي د “ خلق” دموکراتیک ګوند تر جوړښت مخکي یې پر لاندي بیلا بیلو چوکیو کار کړي وو.
۱ په ۱۳۱۳ هـ، ش کال کي په بمبي کي د پښتون شرکت په نماینده ګي کي کاتب وو
۲ په ۱۳۱۶ هـ، ش کال کي د تجارت په وزارت کي داقتصاد د مجلې محرروو
۳ په۱۳۱۷ هـ، ش کال کي. د کانو په وزارت کي سرکاتب وو
۴ په ۱۳۱۸ هـ، ش کال کي بېر ته داقتصاد د مجلې محرر شوو.
۵ په۱۳۲۰ هـ، ش کال کي د مطبوعاتو په مستقل ریاست کي د نشراتو د دویمي څانګي غړۍ و
۶ په ۱۳۲۱ هـ، ش کال کي په هغه ریاست کي د نشراتو د لومړۍ څانګي غړۍ وټاکل سوو
۷ په ۱۳۲۲ هـ، ش کال کي په کابل راډیو کي د پښتو مرستیال وو
۸ په ۱۳۲۳ هـ، ش کال کي د باختراژانس د مؤ سیسې غړي سوو
۹ په ۱۳۲۴ هـ، ش کال کي د فواید عامې په وزارت کي د خصوصي مدیراو د خارجي ارتباط مدېر وو
۱۰ په ۱۳۲۶ هـ، ش کال کي د پطرولو لوی مدېر سوو
۱۱ په ۱۳۲۸ هـ، ش کال کي. د مطبوعاتو په ریاست کي د بولتین مدېر سوو
۱۲ په ۱۳۳۱ هـ، ش کال کي د باختراژانس لوی مدېر سوو. «۱»
۱۴ په ۱۳۳۲ هـ، ش کال کي په واشنګټن کي دافغانستان په سفارت کي مطبوعاتي اتشه مقرر شوو
۱۵ په ۱۳۳۴ هـ، ش څخه تر ۱۳۳۸ هـ، ش پوری په کابل کي د یونو(u. n ( (ملګرو ملتو) د تخنیکي مرستي یونسکو په څانګه کي د سکرټراو تر جمان په حیث کار کاوه.
۱۶ تر رسمي دندو وروسته یې د ( نور) په نوم دارالترجمه خلاصه کړه.
«۱»: ( ټول دوستان باید په دې خبره پوه وي چي په هغه وخت او زمانه کي د باختر اژانس د لوی مدیریت دنده داوسني وزارت اطلاعات او فرهنګ سره برابره یوه دنده وه). داچي ناپوه یا د ښمنان لیکي چي نورمحمد تره کي سوادنه لاره، امید چي هغوی له شرم وکړي،په ۱۳۳۱ هـ، ش کال کي د باختر آژانس لوي مدېریت کوچنې او ساده وظیفه نه وه چي ظاهرشاه ده ته سپارل.
د نورمحمد “ تره کي” قلمي اثار
دغه لاندي ۲۴ ا ثرونه د ښاغلي نور محمد تره کي څخه خپلي ټولني ته پاته دي.
۱ د کارګری طبقی ګوند
۲ زنده ګی نوين “ نوی ژوند “
۳ د بنګ مسافری د جائزې کټونکی دا ستان
۴ سپین. داستان
۵ څړه. داستان
۶ عروسی من درخیبر. داستان
۷ د زلميانولارښود. داستان
۸ خاطرات جنګ چرچل : ژباړه
۹ نطق ويشنسکي. ژباړه
۱۰ سنګسار. داستان
۱۱ بي تربيته زوی داستان
۱۲ موچي داستان
۱۳ د غوايی لاندي داستان
۱۴ زمابرخه. داستان
۱۵ د سمټ موراو پلار داستان
۱۶ یوه کاسه او دري ډوله خواړه داستان
۱۷ د کورګټه د لاهورګټه داستان
۱۸ په پای کي بډای سوو داستان
۱۹ د نوی کال خوب داستان
۲۰ په ځان باور داستان
۲۱ زه او زما ورور داستان
۲۲ د ادي خد مت داستان
۲۳ زوږه جوړشوه داستان
۲۴ د بزګرلور داستان
او هغه له شمېره وتي علمي لیکني، ارزوني، ژباړي او څیړني چي دوخت په رسنیو کي خپرې شوېدي. الله (ج) دي ښاغلی نورمحمد تره کی و بخښی
