د روژې لومړنۍ
تحفه
ګرانو دوستانو
، د تیرو درو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د روحانی او معلوماتی تندی د ماتولو لپاره
خدمت ته حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او مغفرت څخه ډکه میاشت کی
به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم چی زما د
ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستل کیږی .
ښه درنو لوستونکو
، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی تیره سوه او بله دا ده راورسیده . څومره ګران
خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي ؟
آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا آینده روژه به ژوندي
یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی
چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .
د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی لومړنۍ
یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده . څنګه چی نن د
رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو باید له خدایه رحمت طلب کړو او هره ورځ په خپلو تسبیحاتو
کی « یا حی یا قیوم برحمتِک استغیث » ، « سُبحان الله و بحمدهِ سُبحان الله العظیم
» ډیر ووایو . نو دا هم په همدې هیله د لومړۍ روژې لومړنۍ تحفه ، ( ن . صمد )
ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و ششم تیر ۱۳۹۲ و ساعت
16:18 |