WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | بیلا بیلی موضوعگانی

کارل مارکس جرمنی فيلسوف، انقلابې اقتصاد پوه و چي د پیسو د استعمال او مالي منابعو په برخه کي یې زیاته مطالعه کړي وه او ورسته یې د علمي سوسیالیزم۱ بنسټ هم کې ښود؛ د کارل مارکس افکار د مارکسیسزم په نامه سره یادېږي.
مارکس هین ریچ مارکس په پروشیا Prussia یا اوسني جرمني کي د مې په ۵مه د ۱۸۱۸م کال کي د یهودیانو په یو مذهبي کورني کي وزيږېد. د مارکس پلار هین ریچ مارکس له خپل دین څخه په ۱۸۱۷م کال کي وا وښت او Lutheranism یې قبول کړ ؛ مارکس هم له خپل پلار سره تر ۱۸۲۴م کال پوري په یوه کلیسا کي عیسویان ته د یو خاص غسل ورکولو په برخه کي مرسته کوله؛ په ۱۸۲۴م کال کي چي شپږ کلن وو د مارتین لوتر په لومړني ښوونځي کي چي د لوتر له افکارو څخه اغېزمن شوي و شامل شو خو په پای کي یو 2atheist او 3materialistورڅخه جوړ شو؛ یهودي او عیسوي دینونه یې رد کړل او دین یې د خلکو تاریاک وبلل.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه یکم اسفند ۱۳۹۵ و ساعت 13:45 |

سریزه 

په دې لیکنه کې د تفکر، تعقل، تدبر چې په دری واړو په قرآن عظیم الشان کې تاکید شوی او نن سبا په نړیوالو پوهنتونو کې د ژور فکر (Critical Thinking) په نامه پیژندل کیږي او درس ورکول کیږي، بحث کیږي. په خواشینۍ سره ژور فکر کول تر ډېره زموږ له سیاسی، ټولنیز او ان دینی فرهنګ څخه کوچ کړی او په اصلي ماهیت او ګټو یې زیات خلک خبر نه دي.  

د ژور فکر کولو مفهوم او ګټې 

د ښوونې او روزنې یو نړیوال کارپوه وایي: له هغه شاګرده چې هیڅکله داسې څه نه وي غوښتل شوي چې دی یې نه شي کولای، هیڅکله هغه څه چې ورته ممکن دي نه شي ترسره کولائ. د دې معنی داده چې شاګردان باید چلنج شي، تفکر او تعمق ته و هڅول شي، د تیروتنو او فکر کولو له لارې زده کړه کوي، تجربه ترلاسه کوي او پوهیږی چې ننګونو ته څنګه ځواب ووایي او ستونزې څنګه حل کړي او په دې توګه یې ذهن رشد او وده کوي، په ځان باور او په ستونزو بریا مومي. 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه سی ام بهمن ۱۳۹۵ و ساعت 7:39 |

د پارک دیواله ته یې ډډه وهلې وه. د پښو پر سر ناست و. زوړ جامپر کې یې زنګنونه پټ کړي وو. له پلاستیکي چپلکو یې خیرنې ګوتې راوتلې وې. د باران څاڅکي یې په جړو  ویښتانو کې ورکیدل. خدای خبر ځوان له کوم وخت راهیسې دلته ناست و او تر کومې به ناست و؟ نو هغه به چیرته تللی و؟ د هغه څوک وو؟ هغه ته خو شاعر هم دا غږ نشو کولای چې: راشه د ننه یاره بیرون باران دی – هر مساپر چې ګورم ماښام حیران دیدی هم مساپر و؛ خو د یو طرفه جادې. د داسې واټ چې بیرته راګرځیدل پکې نه کیږي، باید د ژوند تر پایه همدې ستړي کوونکي مزل ته ادامه ورکړي.

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه یازدهم بهمن ۱۳۹۵ و ساعت 14:9 |

Enlightening-Movement-27-may-16

د کابل په دهمزنګ کې د جنبش روشنايې پرونی لاريون د سلګونو هزاره هيوادوالو په ټپي کيدو او شهادت پایته ورسيد. د ورکړل شويو شميرو له مخې په بريد کې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان دي. د هزاره قوم  هغه مشرانو چې د نظام برخه دي؛ د لاريون له ترسره کيدو وړاندې د لاريون د لغوه کيدلو خبر وکړ خو د روشنايې غورځنګ په نوم څو تنو خودغرضو د اعلاميې په خپرولو سره له هزاره هيوادوالو وغوښتل چې په لاريون کې ګډون وکړي او لاريون به ترسره کيږي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه چهارم مرداد ۱۳۹۵ و ساعت 9:27 |

په ژوندون تلویزیون دلوېې څارنوالۍ له لورې کړنې اوهمدارزا دځینو کسانو لخوا دتورونو لګولو له ځینو خلکو لاره ورکه کړې په ځآنګړې توګه له ځینو هغو اشخاصو چې ځان افغان هیواد، افغان ملت، افغان ارزښتنونو ، افغان ګټو ته ژمن بولي . ځینې ډاریږي چې ژوندون خفه نه شي ، ځینې له ټلوالې اوجنګسالارانو ډاریږي ، ځینې بې تفاوته دي لکه دتل په څیر اوځینې بیا فرصت طلبه دې حالاتو ته ګوري چې تله په کومه خوادرنیږي .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیستم آذر ۱۳۹۲ و ساعت 14:34 |


منځنی ختيځ د"عصريتوب" بحران سره لاس او ګريوان دی،د اولسي انقلابونو (بدلونونو) لارښود ځوانان نه تر سترګو کېږي، او يا هم ځپل شوي دي. او د ځينو واکمنو او د بېلابېلومخالفينو فکري فلجتيا ته په کتو سره، کولای شو تر دې د لا ډېرو نړونکو انقلابونو په تمه شو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه هفدهم آذر ۱۳۹۲ و ساعت 12:50 |

د زمان په تیرویدو سره ډیر حقایق راسپړل کیږي او دخلکو اذهان او افکارد روښانه کیدو خواته سمت او حرکت مومي ډیر داسې حالات لیدل شوي دي چې د حقایقو دراوتلو مخه پکښې نیول شوې او یا داسې فضا او ماحول برقرار شوئ چې حقایق او واقعیتونه پکښې په لوۍ لاس پټ ساتل شوې او یا عمداً او قصداً تحریف شوې او د معینو مقاصدو او هدفونو له کبله کاملاً په غلطه توګه تفسیر او ارزونه ورنه شویده . دا دپوهو او نووښتګرو روښندویانو دنده ده چې د زمان په بهیر کې په درسته او سالمه توګه لورئ او خوا وټا کي او دخپل ولس دملي ګټووسره سم خپل وړاندیزونه اوموخې ( اهداف او پلانونه ) په بربنډه او زغرده توګه بیان کړي .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و هشتم آبان ۱۳۹۲ و ساعت 14:26 |

امنیتی تړون.. د موافق او مخالف دریځ  په ترڅ کې د ملت بېعلمي 
تاریخ شاهد دی، هرکله چې استعماري ځواک د ځمکې پر مخ په کومه  سيمه او یا کوم هېواد باندي نظامي یرغل تر سره کړی دی، په داسې حال کې چې تر یرغل لاندې هېواد اوسیمه د اقتصادي لحاظه شتمنه اوستراتیژیکه سيمه هم وي، نو خپل یرغل او اشغال ته ئې د ستراتیژیک تړون د لاسلیک  څخه پرته چې امنیتي  او دفاعي برحخه یې تر ټولو ټاکونکې برخه ده،  د پای ټکی نه دی ايښی  او له کومه ځایه چې د بشپړ نظامي یرغلونو او اشغالونو تداوم  ډیر لوړ لګښت او ځاني تلفات لري، نو د خپلو اقتصادي ګټو د تأمين لپاره تر بشپړو نظامي یرغلونو او اشغالونو دایمي اډې غوره ګڼي او هڅه کوي خپل نظامي یرغل او اشغال ته د دایمي اډو د لاسته راوړنو په بدل کې د پای ټکی کېږدي او لدِې لارې په دپام وړ سیمه کې خپلې اقتصادي ګټې خوندي او ستراتیژیک پلانونه بشپړ کړي .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه بیست و نهم مهر ۱۳۹۲ و ساعت 13:4 |

دخوست ولایت پرمختګ ،بیارغونې په وړاندې  نه زغمونکې خنډونه او ستونزې 
 خوست ولایت دافغانستان  د خپلواکۍ په تاریخ کې،د اقتصاد،سیاست او امنیت  په برخه کې خورا مهم ستراتیجیکې موقیعت لري . خوست د لراوبرو پښتنو په تاریخ کې د تګ راتګ ،ملي یوالي او ملي  سیاسي ویښتیا په لاره کې یوستره نه ماتیدونکي مرکز  بلل کیږي . دخوست  توریالي  قومونه د هیواد دخپلواکي  په جګړه کې تل  په خپله خوښه د دښمن په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دریدلي دي .    


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه شانزدهم مهر ۱۳۹۲ و ساعت 15:6 |

د پېښور کارخانو د افغانستان د جګړې په منتظره قطعه بدل شوې، په زرګونو طالب اورپکي او مشران یې هلته مجلسونه کوي، وسلې اخلي ـ خرڅوي، د دوا په بوتلونو او لاسي غوټو کې چاودېدونکي توکي تر پولې دېخوا ته را قاچاق کوي.

په کارخانو کې د یوه دوربین بیه یو لک او شل زره کلدارې، یوه بسته مرمۍ څلورویشت زره او یوه امریکایي تفنګچه تر یو لک او اتیا زره پاکستانۍ کلدارې پلورل کېږي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه پنجم شهریور ۱۳۹۲ و ساعت 10:7 |

گرانو هیوادوالو دهرڅه نه مخکی  دهیواد دسیاسی خپلواکی دبیرته اخیستنی 94 کلیزه مو مبارک شه

قدرمنو هیوادوالو تاسی ته بهتر ه معلومه ده چی دهیوادخپلواکی مونږ ته چا په خیرات او یا سوغات کی نده راکړی  دا دهغو باهمت او با شهامت افغانانو دوینو اوککریو په قربانیو اخیستل شوی او تر لاسه شوی ده چی په کال1919 کی د ستر رهبر او دازادی سپه سالار غازی  امیر امان الله لخوا داسد په  28 نیټه رسمآ اعلان شوه  او  دافغانستان دحکومت لخوا دغه  نیکمرغه او پرتمینه ورځ په دیرو شاندارو او پرجوشه مراسمو سره دیو ملی جشن  په توگه لمانځل کیده او دغه ورځ کی به دهیواد په گوډ گوډ جشنونه او میلی  به وی . مگر په ډیر تاسف او خواشینی سره دا څوکاله د حکومت او هم د تش په نوم سیاسی اپوزیسیون لخوا ډیره پیکه لمانځل کیږی . 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و نهم مرداد ۱۳۹۲ و ساعت 12:42 |

مقدمه
یو له هغه مشکلاتو او پرابلمونو څخه چی عامه اداره(ددولت اداره) ور سره لاس او ګریوان دی هغه فساد دی.
فساد په یوه ټولنه کی منابع ضایع کوی او له منځه یی وړی، ښه حکومتداری له چلنجونو سره مخامخ کوی، اقتصادی پرمختیا تحدیدوی اود عامه المنفعه خدماتو وړاندی کول د موانعو سره مخامخ کوی بلاخره د ټولنی نظم او امنیت تهدیدوی.
د فساد پر وړاندی مبارزه په لمړی قدم کی ددی ایجاب کوی چی ددی پدیدی په اړه دقیق، علمی اوعملی مطالعات صورت ونیسی ترڅو د فساد ریښه او منشاء په ټولنه کی په ښه ډول درک شی او د فساد علل او عوامل په په واقعی ډول د اجتماعی، اقتصادی او فرهنګی شرایطو به تطبیق سره و څیړل شی.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه شانزدهم مرداد ۱۳۹۲ و ساعت 14:55 |
د سپین بولدک او چمن تر منځ یوه دروازه ده چې پاکستانیانو ورباندې د باب دوستي نوم ایښی دی. تېره اونۍ چې په رسنیو کې افغانستان ته د پاکستاني مقام سرتاج عزیز د سفر خبرې تودې وې، باب دوستي ته نږدې د یوه جومات څنګ ته یوه زوروره چاودنه شوه چې لږ تر لږه دوه کسه پکې ووژل شول او اته تنه ټپیان شول. ټپیان د چمن روغتون ته ورسول شول او دغه وخت پولیسو روغتون ته څېرمه یو بل بم کشف کړ چې د روغتون د تباه کولو لپاره ایښودل شوی و. پاکستاني مطبوعاتو په دې باره کې څه نه دي ویلي چې دغه بمونه چا ایښي وو خو په دې باندې هر څوک خبر دي چې په پاکستان کې داسې قوتونه هم پیدا شوي دي چې د ډیورند د کرښې دواړو غاړو ته په جوماتونو کې بمونه الوزول او په روغتونونو باندې انتحاري حملې کول ورته بده خبره نه ښکاري.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه سیزدهم مرداد ۱۳۹۲ و ساعت 12:33 |


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه هشتم مرداد ۱۳۹۲ و ساعت 11:55 |

نن ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ، سلب صلاحیت کړ، هغه غونډه چې د ولسي جرګې د رئيس په مشرۍ جوړه شوې وه، ټولو حاضرو غړو څخه يې ۱۳۶تنو پتنګ ته د عدم اعتماد او يوازې ۶۰تنو استازو موافقې رايې ورکړې، ولسي جرګې ته د کورنيو چارو د پخواني وزير مجتبی پتنګ د غوښتلو اصلي ټکي (په لویو لارو کې د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې پر پاتې راتلو او په کورنيو چارو وزارت کې د فساد پرشتون و)، ښاغلي پتنګ په ځواب کې داسې ووئيل (د لویو لارو ساتنه یوازې د کورنیو چارو وزارت دنده نه ده بلکې د ملي امنیت او ملي اردو مسوولیت هم دی)، پتنګ خصوصي امنیتي شرکتونه تورن کړل چې وسله والو طالبانو ته پیسې ورکوي څو پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه ونه کړي، نوموړي په خپل وزارت کې فساد رد نه کړ، ویې ویل دا پدیده په ټولو ادارو کې شته او د ده تر مشرۍ لاندې کورنیو چارو وزارت ته هم په میراث ورپاتې ده، په وينا يې چې بايد له فساد سره د مبارزې لپاره د ټولو اورګانونو همکاري وکړي، خو د پتنګ خبرو د جرګې د غړو قناعت حاصل نه کړی شو او په پای کې يې د اعتماد رايه ځينې واخيسته، د يادې غونډې په پای کې د ولسي جرګې رييس له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې د ښاغلي پتنګ پر ځای د کورنیو چارو وزارت ته بل څوک ورمعرفي کړي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه دوم مرداد ۱۳۹۲ و ساعت 12:14 |

کله چې د جنګ د ډزو ږغ د مشر تر ځايه ورسيږي، نور جګړه نه ګټل کيږي، او که ګټل کيږي هم با وجدانه مشران يې د ځان له پاره شرم ګڼي چي له هغه وروسته هم واک او جنګ ته ادامه ورکړي

 پرون ماسپښين له يو پخواني مشر جهادي څيري سره موږ څو تنه ناست وو، هغه ويل چې د تاريخ استاد وم، تاريخ مې ډير کتلی، په دي برخه کې يې د دوهم نړيوال جنګ هيټلر خبره وکړه. استاد وويل د هيټلر اړوند يو روايت داسي هم دی چې هيټلر د جنګ مشري کوله، د نړئ ډيرې برخي يې تر کنټرول لاندي راوستلي، د روسانو څخه يې شکست وخوړ، کله چې يې د خپل هستوګنځای (د المانيانو دمشر د اوسيدو) ځای کې ډز تر غوږ شو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه یازدهم تیر ۱۳۹۲ و ساعت 9:53 |
3

راپور: خالد نجیم
راپورونه وایي، په شمال کې يوځل بيا پخواني جنګسالاران د واک د تصاحب هڅې کوي، وسلې وېشي او په خپلو ليکو کې د جنګياليو د جذب ساحه پراخوي، ځوانان د دفاع په نوم په خپلو جنګي ليکو کې ګوماري.

په شمال کې د وسلو وېش او د جنګياليو منسجم کېدو ته په کتو سره اوس ويل کېږي، چې په حکومت کې دننه ځينې لوړ پوړي چارواکي د نور څه تر څنګ د نظام د نسکورېدو هڅې کوي او حکومت ننګوي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه یکم تیر ۱۳۹۲ و ساعت 10:1 |
Durand

له بي بي سي څخه

هېڅ يوه مقدمه بغير د وکيل نه نه جوړېږي_ خو د بده مرغه د پاکستان د زېږېدو نه وړاندې او وروسته زموږ مقدمه نه چا جوړه کړې ده، نه يې چاته وړاندې کړې ده.

فقط يو ځل افراسياب خټک چې ځان سره په لومړي ځل د خپل ګوند مشر اسفنديار ولي خان امريکا ته بوتلو نو و یې ويل چې د پښتنو مقدمه مو امريکا ته وړاندې کړه.

د مقدمې پايلې پښتنو ولسونو د پنځو کالو د حکمرانۍ په شکل کې وليده خو تاوان يې دا وشو چې د پښتانه مشران پنځه کاله د خپلو ولسونو نه لرې پاتې شول.



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و هشتم خرداد ۱۳۹۲ و ساعت 14:35 |

نکل دی چې کله حضرت یوسف ع د وروڼو په لاس کوهي ته وغورځول شو او بیا بیرته راوویستل شو، نو چا نه پیژانده چې دی د خلکو د ستر لارښود حضرت یعقوب ع زوی دی. خلک له دې ښکلي ماشوم ځنې نه و خبر چې دا به یو وخت د خلکو مشر، د خالق تعلی پیغمبر، یو مدبر انسان او د مصر واکمن وي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه شانزدهم خرداد ۱۳۹۲ و ساعت 12:45 |

په دې كسانوكې يوشميرخبريالان اوملي سودا گرشامل وچې د دوشنبې په ورځ يې د يوې غونډې په ترڅ كې له دولت څخه وغوښتل چې د هلمند اوکونړد سيندونواوبه مهاراوپخپل هيواد كې ترې گټه پورته كړي.

د دوى په وينا چې په تيره يوه لسيزه كې دولت په دې ونه توانيد چې د هيواد زرګونه جريبه ځمكې چې د اوبود نشتوالي له امله شاړې پاتې دي خړوبې اود يادوسيندونواوبه ورپورته كړي په داسې حال كې چې د هلمند اوکونړد سيندونواوبه گاونډيوهيوادونوايران اوپاكستان ته بهيږي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه چهاردهم خرداد ۱۳۹۲ و ساعت 10:31 |



خدمتګار ورځپاڼې پخپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې افغان دولت د خپلو ګاونډيانو پر وړاندې خپل صلاحيتونه نه كاروي، په داسې حال كې چې ګاونډيو هېوادونو تل د افغانستان پر وړاندې د فشار وسايل ترتيب كړي او كار ترې اخلي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه چهاردهم خرداد ۱۳۹۲ و ساعت 10:25 |

راپور تره : کېرل کروویلا

منبع : ډېلی نیوز ( نیویارک )

نېټه ۲۹ / ۵ / ۲۰۱۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د ګوانتانامو یو محافظ مسلمان سو

 

د ګوانتانامو زندان دغه ګارډ چی مسلمان سوی دی ، د بندیانو د خلاصون غوښتنه کوی . ټیری هولبروک د ګوانتانامو په لوی محبس کی پر بندیانو پیره داري کوله . د اریزونا ایالت د فینیکس دغه اوسېدونکی اوس یو عابد او متقی مسلمان او په اعتراضي توګه د دغو بندیانو د حقوقو مدافع دی .

ټیری هولبروک د ۲۰۰۳ په ډسمبر کی وروسته له هغه مسلمان سو چی د ګوانتانامو په زندان کی یې د هغو بندیانو سره خبری کولې چی ده پیره پر کوله .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه دوازدهم خرداد ۱۳۹۲ و ساعت 11:35 |


اسامه بن لادن چې په ننګرهار کې هستوګن وو، او د طالبانو تر ورستي وخت پوري همدلته پاتي شو، هغه د مولوي خالص بابا د فاميليو په سيمه کې په هغه خټينه کلا کې اوسيدی کوم چي د مرحوم مولوي خالص بابا له خوا يې ځمکه  ورته ورکول شوي وه.

د اسامه بن لادن د خټو او خامو خښتو څخه جوړ کور عادي کور نه وو، هغه د تاريخ يوه برخه وه، او برخه به يې وي.



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه بیست و نهم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 8:24 |

نواز شریف پخپل ټاکنیز کمپاین کې پرله پسې په دې خبره ټینګار کړی چې که چیری بریالی شي، پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې له ټلوالې او لیکو څخه راوباسي. نوموړي همداراز د روان کال د مۍ په اتمه د پېښور په سوابۍ کې د خپل ټاکنیز کمپاين يوې غونډې ته وويل « که چېرې په ټولټاکنو کې بريالی شي کابل او پېښور به د موټور وې (لويه لار) له لارې سره ونښلوي» ( ۱ )
اوس ټولټاکنې شوي او نواز شریف په داسې یو طرفه ټولټاکنو کې چې هلته د کوزو پښتنو د ملتپاله ملي عوامي ګوند او نورو سیکولرو ډلو لاسونه، د استخباراتي پلانونو سره سم د مذهبي توندلارو په ګواښونو او ځانمرګو بریدونو تر شا تړل شوي وو، په نسبي ډول زیات وټونه ګټلې او د خپلو همڅنګو یارانو سره د یو اتلافي حکومت په جوړولو لګیا دي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و هشتم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 15:35 |
له پنجابي ښکېلاک څخه د ګوشتې ولسوالۍ د پوستو په ازادۍ کې د افغانستان د ملي اردو د ډیورنډ ضد وسلوال ټولګیو (۱) میړانه چې سرتیري اتل قاسم، د خپلې افغاني سپيڅلې وینې په تویولو سره هغه سوبمنه، رنګینه او ابدې کړه؛ په افغان تاریخ کې د یوې بلې تلپاتې ملي ویاړنې په نوم ثبت شوه. څو پورې چې افغانان ژوندي وي او افغانستان پایښت ولري د ۲۱ پېړۍ د مغل، تورمخي پنجاب په وړاندې به ګوشته کې دا عادلانه جګړه، د شهید قاسم اتلولي او د ملي اردو د ډیورنډ ضد وسلوال ټولګیو سرښندنه، ټولو افغانانو ته د ازادۍ الهام او سرچینه وي!


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه هفدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 9:9 |