WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | ملی شخصیتونه

امان الله خان King Amanullah Khan

د بي بي سي لندن ودانۍ ته "د افغانستان شهزادۍ راغلې". د دې له اورېدو سره د بي بي سي ځینو غیرافغان کارکوونکو تمه درلوده چې یوه پېغله به پر مخ ورشي، خو چا چې د افغانستان په اړه مطالعه درلوده یوازې همدا ورته کافي ول چې د افغانستان شهزادۍ اوس هم ژوندۍ ده.

د فبرورۍ پر ۲۳ شهزادۍ هندیه چې پښتو څانګې ته راورسېده، هغه چلند ورسره وشو چې دې له پلار سره کاوه.

"زموږ په کور کې د افغاني دود پر بنسټ مشر ته درناوی او ورته درېدل عام و" شهزادۍ ددې له ویلو سره د امان الله خان په کور دننه یو عادت بربنډ کړ او زیاته یې کړه " نو زه به د پلار لپاره ډېره درېدم، ځکه چې هغه ډېره انرژي درلوده هر دقیقه به تلی او راتلی."

د میز ګردچاپېره زه او همکاران مې د شهزادۍ هندیې هرې خبرې ته غوږ وو. موږ ټولو خپلې خپلې پوښتنې درلودې او دې هم نه غوښتل د چا پوښتنه بې ځوابه ترې پاتې شي.

په کرارې یې خبرې کولې، که به يې څه په یاد نه ول اعتراف به یې کاوه او که به پر څه ډاډه نه وه، د بل چا وړاندیز شوې کلمه به یې نه تکراروله.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه سیزدهم فروردین ۱۳۹۷ و ساعت 16:0 |

بهرنی سیاست دهېوادونو لپاره هغه وخت زیات اړین او مهم شو کله چې دنړیوالو اړیکو باب په نړۍ کې پیل شو او دا باب ددي لامل شو ترڅو هېوادونه له یو بل سره دتقابل پرځای دهمکارۍ فضا رامنځ ته کړ او هېوادونه له دې لاري څخه وکولي شي چې دګډو همکاریو او ګډو ګټو په رامنځ ته کولو سره د تقابل پرځای دهمکارۍ نقطي ته وګرځي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه هفتم اسفند ۱۳۹۶ و ساعت 8:19 |

Noor Mohammad Tarakai alm billede

نورمحمد تره کی د ژوند په کومو شرایطو او خواریو کي راګېر وو، کوم کارونه یې کړي دي؟ د ښاغلۍ نورمحمد “ تره کي” په مخالفت کي دهغه سیاسي او قلمي مخالفین(حریفانو) یو څه او بل ډول غلط ولیکل په خاصه هغه وخت کله چي څرګنده شوه دافغانستان د خلق ګوندحاکمیت پلاس کي واخیست. یوشمېرغیري پښتنو(متعصبو) خو لکه دهرپښتون په خلاف چي ئې خولې خلاصي کړېدي هر پښتانه ته د (فاشیست ) کلمه په کار وړي، د نورمحمد تره کي په باب همدغه ناروا کلمه وکاروله. بل شمېرد توپېر پرستۍ په ناجوړۍ ککړکسان چي هیڅ وخت هم د پښتون د ښو کارونو یاد پر خوله نه سي راوړلای، ان که پښتون لیکوال په دري ژبه کوم څه ولیکي، نو دوی هغه ناسم، غولوونکي او بل ورته لیکلي څه شمېري ( مانا دا چي بل چا ورته لیکلي دي).

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه نوزدهم تیر ۱۳۹۶ و ساعت 10:50 |

 

له نلسن ماندیلا داستعمار او نژاد پالنې پرخلاف داوږدې درنې اوبریو ته رسیدلې مبارزي له وتلي او تاریخي شوی شخصیت څخه خبرې کوو . هغه ماندیلا چې اوه ویشت کاله ېې په یوه لرې پرته جزیره کې په یواځې توب کې دجیل دتنبو شاته تیر کړل خو هیڅکله داستبداد، ظلم ،تیري او ناورا په وړاندې خم نه شو.ماندیلا هغه چې پرون يي د۹۵ کلونو په عمر له دي لړلې نړۍ سترګې پټې کړې، یواځي دافریقا دلويي  رنګارنګ استعمار ځپلې وچې «بابا» نه وو بلکې دژوند ویاړنو ېې دزماني دنارواوو په وړاندې هغه دملیونونو انسانو زړونو ته ور نږدې کړی و.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه شانزدهم آذر ۱۳۹۲ و ساعت 14:42 |

د شهیدانو اونۍ

                       

شهيد محمد هاشم وطنوال

د وطن د ترقۍ ملي ګوند غړي ، مینه وال ، خواخوږي او نور هیوادوال خبر دي چې د افغانستان په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو د پخوانې استازي او د وطن د ترقۍ ملي ګوند د مشرتابه د یو مهم غړي اروا ښاد محمد هاشم وطنوال د شهادت ( ۱۷ جولاي ۲۰۱۱ ) او د یو لړ نورو وطنپالو ګوندیانو د شهادت له امله د جولاي د میاشتي دریمه اونۍ د دغه ګوند د شهيدانو د اونۍ په ویاړ لمانځل کیږي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه سی ام تیر ۱۳۹۲ و ساعت 15:1 |


د وطن شهید

ښاد روان وطنوال د وطن شهید دی. هغه په خپلو وینو د هېواد د سولي او ترقۍ ګلانو ته اوبه ورکړي. هغه د خپل وطن او خلکو سره هوډ کړی ؤ چې د وینوتروروستې څاڅکې به د افغان اولس له پاره د سولي او پرمختګ کاروان تر منزله رسوي. هغه تر وروستۍ سلګۍ پوري همداسي وکړل. په جرګو ، مرکو کې د ناستې پاستې پر مهال او د ولسي جرګې د تریبیون له لاري هغه د وطن او خلکو د زړه اواز په پوره امانت دارۍ نړۍ ته ورساوه. غلیم هغه په غوره شوي سپیڅلي لار پل په پل تعقیب کړ او د هغه د ژوند د اخستو په لاره کې یي ناځوانمردانه او په ډیره پستئ عمل وکړ.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه سی ام تیر ۱۳۹۲ و ساعت 8:20 |
Photo: ‎د ګوشتی شهید، شهید قاسم خان خاورو ته وسپارل شو:

وروسته له هغی چی ناټو هغه پوستی چی دوی په کی اوسیدل، پاکستاني ځواکونو ته وسپارلی او هغوی په کی دروازی جوړی او د لا مضبوطولو په موخه یی هلی ځلی پیل کړلی، د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ روان خراب وضعیت لا پسی ترینګلی شو نو هماغه وو چی د افغانستان د قواوو سر اعلی قومندان ولسمشر حامد کرزي امنیتي ځواکونو ته د پوستو له منځه وړلو امر وکړ. په پوله د څو ساعته جګړی په نتیجی کی افغان د ملي اردو سرتیری قاسم خان شهید شویدی خو پاکستاني لوري ته یی درانه زیانونه اړولی دي او هغه ټولی پوستی یی چی پاکستان په پوله جوړی کړی وی له منځه وړی دي. د شهید د جنازی مراسم په خورا شور، او زوږ سره د جلال اباد په عیدګاه کی ترسره شول. د شهید د جنازی په مراسمو کی زرګونو خلکو برخه اخیستی وه او د پاکستان خلاف شعارونه یی ورکول.‎
په ګوشته کې شهيد محمد قاسم خان چې د انګليس له مرتد حراموني څخه يې د خپلې ناموس (خاورې) ساتنه وکړه، په اصل کې د غازي امان الله خان له خوا د خپلواکۍ له ګټلو څخه کمه نه ده چې افغانستان يې له انګليس څخه خپلواک کړ . شهيد محمد قاسم هم د خپلو وينو په بيه له خپلو سرلوړو ملګرو سره د وطن خپلواکي ډادمنه کړه او د انګليس مرتد حراموني او نړيوالو ترهګر ته يې داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ چې د لر او بر افغانستان هر وګړي ته وياړ وګرځيد . په ډاډ سره ويل کېدای شي چې که په افغانستان کې د ورور توکمونو تر منځ يووالی کېدون ولري، نو همدا ورځ د ټولو هغوی د يووالي ورځ وه . د ولس هر وګړي په شهيد محمد قاسم او اتلو ملګرو يې وياړ کوه او پر پنجابي مرتدانو يې لعنتونه اورول.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه چهاردهم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 15:27 |

دوطن دلاري دشهيد مرحوم  قاسم جان  ياد دي ابدي وي
وياړ پر وطن مينو او سرښندونکوافغان شاه زلمو

 

 

«مرګ په پاکستان ،مرګ په هغه چا،چې د پاکستان غلامي کوي، موږ دخپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوو ژوندي دې وي دوي .» داهغه شعاردی چې نن دننگرهاراوگوشتي ولسوالی  په زرگونوغښتلو لاريون کوونکوخلکو پداسي حال کښي چې دوطن دشهيد قاسم خان جنازه چې دخلکولخواپه گلونوکي پټه وه سوې وه دجلال اباد په تاريخي ښار کي پرخپلو اوږو ترگرځولو وروسته ترعیدګاه جومات  پوري دجنازې دلمانځه دادا کولولپاره وړل .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه چهاردهم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 15:9 |

Aaaaaaaaaaa

افغانستان خو له پیړیو راهیسی د غازیانو، شهیدانو او اتلانو کور دی خو پدی وروستیو لسیزو کی ځینو تش په نامه افغانانو په مختلفونومونو خپل هیواد فرهنګ تاریخ او هرڅه د خپلو شخصی ګټو په خاطر وپلورل او د خپلو نیکونو هغه ګټلی نوم او عزت یی له خاورو سره خاوری کړ.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه چهاردهم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 15:5 |

یادونه: د نړۍ په کچه د دوهم ستر مفکر پېژندني په پار دا ژوندلیک خپروو:
په دې وروستيو کې د پرسپکټيو مجلې له لوري د نړۍ د سلو هېوادونو د مفکرينو په لړ کې ډاکټر اشرف غني احمدزي دوهم دريځ خپل کړ. دا د افغانستان د ولس لپاره د وياړ ځای دی چې نړۍ ته ښيي چې موږ يوازې د جګړې نه بلکې د فکر او سولې اتلان هم لرو.
له هومره وياړونو او لاسته راوړنو سره سره چې ډاکټر اشرف غني احمدزی ئې لري، بيا ئې هم ډېر افغانان نه پېژني او له لاسته راوړنو څخه ئې ناخبره دي. له همدې کبله له ويکيپېډيا څخه د افغانانو د دې ستر وياړ پېژندګلوي له لږ سمون سره ستاسې په وړاندې اېږدم. هيله ده د خپلو ژونديو په قدر وپوهېږو او خدای مه کړه له مرګه وروسته ورپسې لاسونه ونه ټکوو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه یازدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 15:47 |

Photo: ‎له تاريخي البم نه ،‎

په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود د وژل کېدو له امله د هغه په ياد غونډه کې گڼو سياستوالو نوموړى هيواد دوست مشر وباله او د هغه د ترسره کړو کارونو ستاينه يې وکړه .

محمد داود په ١٣٥٧ لمريز کال کې د يوې کودتا په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ووژل شو، او له هغې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جگړې پيل شوې چې له امله يې میليونونو افغانانو ته د مرگ ژوبلې تر څنگ همدومره نور بې کوره او د خپل هېواد پريښودو ته اړايستل شول.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه یازدهم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 9:17 |


پوهاند 
ډاکټر عبدالصمد حامد د ۱۹۲۹ میلادي كال د جنورۍ په ۸ مه نېټه د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ كې د نايب الحکومه عبدالرزاق خان آغا کره زېږېدلی. په خټه محمدزی و. لومړنۍ زده كړې يې په اماني (نجات) لېسه كې ترسره كړي، لوړې زده کړې یې په سویس کې وکړې. 

ډاکټر حامد  په ۱۹۵۷ كال په سويس کې په قانونپوهنه كې دوكتورا  ترلاسه كړه.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه یازدهم دی ۱۳۹۱ و ساعت 10:45 |
بسم الله الرحمن الرحیم

Photo


ګرانو وطنوالو:

د نورمحمد تره کی بریښنا ټال پاڼه (ویب پاڼه) د دی وطنی شخصیت د ښه پیژندولپاره د یو لړ ځوانو افغانانو او د نورمحمد تره کی د فکری بنیاد په مرسته په داسی حال کی خپریږی چی دده په باب د خورا ډیرو منابعو له خوا د انصاف نه لری ناسم معلومات او تورونه خپریږی.

نورمحمد تره کی د نوی افغانستان د تفکر د بنسټ ایښودونکو په ډله کی راځی. دده په نوښت او ګډون د ویښ ځلمیانو ګوند او د خلکو دموکراتیک ګوندونه جوړشول. دغو ګوندونو د معاصر افغانستان د سیاسی جوړښت اساسات مینځ ته راوړل.نورمحمد تره کی د امانیه ددوری نه وروسته لمړنی شخصیت وو چی د هیواد په سیاسی ژوند کی یی د ټولو وروڼو ملیتونو د فعال او واقعی ګډون لپاره کار کاوو.



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و پنجم آذر ۱۳۹۱ و ساعت 12:53 |



زه ماشوم وم په څه نه پوهېدم، زما ټوله نړۍ زما مور پلار او د ټبر نور غړي وو. د پلارمي صرف نوم اورېدلی

وو او نورو ماشومانو چي به د خپلو پلورو خبري کولې زما به هم د خپل پلار په اړه دا خواهش وو چي کاش زه خپل پلار ووینم. هر وخت به مي له موره د خپل پلار په اړه تپوس کاوو او هغې به په یوه اوبله پېلمه زما پام اړوو او کله بې ویل چي دلته دی، کله هلته، کله نن راځي کله سبا راځي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و دوم آذر ۱۳۹۰ و ساعت 13:3 |