WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | مهر ۱۳۹۶

Image may contain: one or more people and text
ګرانو لو ستونکو انسان یو اجتماعي موجود دی همداراز ټولنیزواواجتماعی اړیکو ته اړتیا لري الله پاک خپلو بنده ګانوته دډیرو سترونعمتونواو استعدادونو ترڅنګ یی فکر، شعور، ټاکنه اود انتخاب صلاحیت او توانمندی هم ورکړی همدارنګه که چیری مونږ مثبت فکر، مثبته ټاکنه وکړو کیداشی پایلی هم مثبتی وی همدارنګه مثبتو افکار په خپلولوسره کولای شو ټولنیزی اړیکی پیاړی کړوله هغه کسانو سره ناسته ولاړه او ملګري وکړو چې مثبت فکر کوي.څرنګه چی په هره ټولنه کې منفي افکار کولای شي د هغې ټولنې مثبتی کړنی له مینځه یوسی، څرنګه چې هر قوم خپل برخليک په خپله ټاکي، زمونږ په هیوادکې روان ناورين, تاوتریخوالی، کورنۍ جګړې اوکړکیچونه، وژنې، تښتونې او وحشت او دنورو لخواپرمونږ تحمیل شوی جګړه هم زمونږ د منفی افکارو نتیجه ده . څرنګه چی منفي افکاراو منفي نظریات د یوه ، سازمان ، کاروباری ځایونواو ادارې پرکاري چاپیریال باندی بده اغیزه او منفی تاثیرکوی ،همدا رنګه دیو انسان په ټولنیزی شخصیت هم ډیرژور تاثیر اواعیز کوی .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و پنجم مهر ۱۳۹۶ و ساعت 11:47 |