WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | خرداد ۱۳۹۶

د ۲۰۱۴کال د جولای د میاشتې په یولسمه نیټه دالمان حکومت په جرمنی کی میشت د سې اي ای مهم جاسوس ته له جرمنی څخه د وتلو غوښتنه وکړه . په غبرګون کې د جولای په دولسمه نیټه دامریکا حکومت په دې اړوند خپل ژورخپګان وښودلو . همدارنګه د جولای په دیارلسمه نیته  دالمان مشهورې ورځپاڼې بیل خبرورکړو چی  دالمان  په وزارتونو کی دلسو نه زیات جاسوسان ځاې پرځاې شوي دي . ميرکل په ايټاليا کې د جي ـ ۷ سرمشریزي او د ناټو په غونډه کې له ولسمشر ترمپ سره تر ليدنې وروسته له امريکا سره د اړيکو په هلکه مايوسي څرګنده کړه . په دغو غونډو کېې ترمپ له اروپايي شريکانو سره پر ګنو موضوعاتو د نظر اختلاف وښود چی د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې کړکیچن شول او بې باوري یي رامینځ ته کړه.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه پانزدهم خرداد ۱۳۹۶ و ساعت 8:10 |

مدیریت ساینس دی او که هنر؟

لیکنه: رحیم الله امین
مدیریت څه مانا؟ ایا مدیریت ساینس دی او که هنر؟ د Management او Administration کلیمې څه توپیر لري؟‎

مدیریت څه مانا؟
مخکي له دې چې د مدیریت تعریف وکړو او په نورو موضوعاتو یې خبري وکړو اړینه ګڼم چی په لنډ ډول په دي خبري وکړو چی مدیریت له کله پیل شوی:

Origin of Management د مدیریت پیل/ اصلیت
د پوهانو په آند مدیریت د انسانې ژوند له پیل سره یو ځای پیل شوی ده خو ډیرۍ ستونزي پکي وي یا د مدیریت په ژبه سیستماتک (منظم) نه وه او زیاتره خلګ په دي نه پوهیدل چې پیچلی کړني او دندي څنګه قدم په قدم (سیستماتیکي) سرته ورسوي خو په ۱۹ پیړۍ کې د مدیریت یو پوه چې فریډریک ټایلر نومیده د مدیریت په اړه يي څیړنه پیل کړه په سازمانونو او کاري سیمو کې یې پخوانی ستونزي لکه (د واک او مسولیت د ویش ستونزه او نوري..) له څیړني لاندي ونیولی له څیړنو وروسته يي یو کتاب ولیکه چې د سایسني مدیریت د اساساتو(Principles of Scientific Management) په نوم یي ونوماوه ، نوموړي څلور اساسه یا پرنسیپلز وړاندي کړل چې اوس یي د ټایلر پرنسیپلز بولي. فریډریک ټایلر ته د اوسني مدیریت پلار هم ویل کیږي له نوموړي وروسته او مخکي نورو پوهانو هم د مدیریت د څیړني په ډګر کي کار کړی چې هینري فیویل ، لوډر ګولیک ، کونټزاوډونیل يي منل شوی څيري دي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه هفتم خرداد ۱۳۹۶ و ساعت 8:24 |

رهبري او مدیریت هغه مفاهیم دي چې کله ناکله مترادف یا د یو او بل پر ځاي استعمالیږي او ډیری وخت ددوي تر منځ بنسټيز توپير نالیدل شوی انګیرل کیږي، حال دا چې داسې نه ده بلکه ددې دواړو تر مننځ توپیر شتون لري. مدیریت د موخو ترلاسه کولو لپاره مدیریت د مادي او انساني قوې همغږي کولو ته وایي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه دوم خرداد ۱۳۹۶ و ساعت 13:10 |

داموضوع دهغي ورځي را اخلو چي کله انسان دځمکي پرمخ ژوند پیل کړی دی. انسان نړۍ ته لومړی دمامور په توګه راغلی او ورپسې بیا دچارو دپراخېدو له امله یې دمدیر حیثیت هم خپل کړی دی. کله چي ادم (ع) ځمکې ته راکښته سو، نوپه سرکې یې دمامور اوبیا یې دبي بي حوا دیو ځای کیدو سره سم دمدیربڼه خپل کړه. که څه هم چې یو څوک مامور وي، نو په عین وخت کې هغه مدیر هم وي، داپه دې معنا چې هرمامور دخپلو چارو او مسولیتونو دسمبا لولو اوپرمخبیولو په وړاندې مدیر هم دی، کنه نو ماموریت ترپوښتني لاندې راځي او ان ویلای سو چې له مدیریت پرته، ماموریت نیمګړی دی.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه دوم خرداد ۱۳۹۶ و ساعت 13:8 |

page01

د یو ښه مدیر لپاره ما ځینې مهارتونه په ګوته کړي چې واقعاً د یو مشر، مدیر، او رهبر سره کومک کولای شي چې په یوه اداره او یا ټولنه کې یو مؤثره  مدیر شي، مخکې له دې چې د هغو مهارتونو یادونه وکړو کوم چې د یو ښه مدیر په جوړیدنه کې کلیدې رول لوبوي اړینه ده چې مدیر او مدیریت وپیژنو.

 مدیر: د یوې ټولنې، ادارې او یا د خلکو د یو ګروپ د کنټرول مسؤل ته مدیر ویل کیږي.

مدیریت: د یوې ټولنې، ادارې او د خلکو ټولې د کنټرول فن ته مدیریت وایي او یا د پلان جوړیدنې، تشکیلیدو، د خلکو د کنټرول، او د هغوی د تشویقولو فن ته مدیریت وایي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه دوم خرداد ۱۳۹۶ و ساعت 13:6 |