دهېواد د وتلي متفکر، لیکوال او شاعر ښاغلي استاد ګل پاچا الفت د زوکړې د ۱۰۱ مې کلیزې ته ئې ډالۍ کوم .زمــــــانه چي په مــــدار د کیـــــــــــنې راســـــــي
د کـــــــــمال پر مـــــــنارو ټکـــــي پرېباســـــــــي
ډیـــــرکلونه دي په کار چي په دې ملک کي
بـــیا “الفت” غوندي شــیوا شاعر پیدا سي
علامه عبدالشکور رشاد
گل پاچا الفت څوک وو؟
په ډير وياړسره بايد يادونه وکړم چي په ۲۰۰۰ م کال کي دلومړی ځل لپاره دلته دسويډن دمالموپه ښارکي ددې منلي او وياړلي ستر ملي شخصيت په وياړ نړيوال علمي سمينار جوړ سوی وو، تر هغه وروسته دالړی گوډه , گوډه دوام لري .
