WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | د مطیع الله عابد  لیکنی

هغه وطن چې پکې د  کتاب نه د کباب قدر ډېر وي. کتابچې سپکې او تمانچې گرانې وي. خلک د دماغ په ځای د خیټې نه خبرې جوړوي. نامې په ځای جامې ته گوري. اخبارونه ارزانه او نوټونه قیمتي وي. قلمکار خوار او داړه مار شهسوار وي. نو هلته به څوک څه ولیکي، چاته به ېې ولیکي او څومره به ېې ولیکي؟ چې غوږونه کاڼه شي او حق نه اوري، ژبې گونگې شي او حق نه وايي او سترگې ړندې شي او حقیقت نه ویني، نو هلته د قلم  څه حېثیت او د لیکوال څه وقعت؟


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و پنجم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 13:37 |
افغانستان هغه وطن دی چې د اتلانو او قهرمانانو نه زيات خاینان او غداران لري. د یوې کوڅې اتل د بلې کوڅې غل دی او د بلې کوڅې وفادار د دریمې کوڅې داړه مار . د تاریخ په هره دویمه پاڼه د یو قهرمان سره یو خاین لرو او د وطن په هره ادیره کې  هیرو او بدمعاش څنگ په څنگ ښخ وینو.  عجبه دا ده چې خاین تر هغې خاین نه یادیږي چې ترڅو مړ شوی یا د واکه راغورځیدلی نه وي.  موږ تل په مړو ټاپې لگوو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه هجدهم دی ۱۳۹۱ و ساعت 8:6 |
مطیع الله عابد 13.11.2012 23:25

Rabbani_kayani_ispr_670


صلاح الدین رباني  زما همزولی دی. موږ هم هغه وخت په پیښور کې وه چې مرحوم استاذ رباني د  پیښور فقیراباد کې وسیده. د شاهي باغ په کرکټ میدان مو د صلاح  الدین رباني سره د کرکټ ډیرې لوبې کړیدي . یو بل کره تلي راغلي یو. خو بیا د زمانې گردش او  سیاستونو هغه یو خوا او موږ بل خوا ته ورسولو. نن صلاح الدین رباني د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر دی او موږ ې خبرونه لولو.هغه پاکستان چې صلاح الدین  رباني پکې خپل ماشمتوب او هلکتوب تیر کړیدی. مکتب او درسونه ې پکې ویلي دي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و یکم آذر ۱۳۹۱ و ساعت 8:13 |