WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | تاریخی لیکنی

ګرانو هیوادوالو دهیواد دخپلواکۍ ورځ چې د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ سره برابره ده د افغانستان پاچا غازي امان الله خان  دبریتانوي حکومته خپلواکي بېرته واخیستله  او دیولوی او شاندار جشن په ترڅ کی چی دزاړه کابل دزرافشان قصر (دزرنګار پارک) کی جوړه شوی وو د شاه امان الله خان د لاسلیک اوتوشیح پروخت اعلان شوه اوغازی امان الله خان وویل ''زه خپل ځان او خپل هېواد په بشپړ ډول خپلواک اعلانوم" او دنړیوالو لخوا افغانستان د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو. 
ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه سوم شهریور ۱۳۹۷ و ساعت 9:32 |
۰۲٫۱۰٫۲۰۰۷
د ملګرومیلتونو سازمان څرنګه سازما ن دۍ ؟
==========================سیا ست پو ه او څیړونکی د دغه سا زما ن په ما هیت باند ې ښه پو هیږې؛ هیله من یو څه لو ستو نکی هم د دې سا زما ن په کړو او وړو لا ښه خبر شی ؟
دغه سا زما ن د دو همی جګړې په در شل کی په ۱۹۴۲ په سا ن فرانسیسکو د ۲۶ استا زو په ګډ ون حقو ق او تړونونه او عمده نړۍ وال اړکی ؛ د هیوا دونو د خپلواکۍاو مساوا ت سره ؛د زور واکې څخه ډ ډ ه کول او نورو عمده واو لو یو اصولو سره منځ ته را و ست۰


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه ششم اردیبهشت ۱۳۹۶ و ساعت 11:53 |

په معاصره نړۍ کې دوه ډوله ټولنې موجودې دي؛ چې یو ډول یې قبیلوي او بل ډول یې غیر قبیلوي یا مرکزي. قبیلوي هغه یې  داسې وي چې ولس یې د قوم او ټبر په نوم سره ویشلی وي، چې بیا هر قوم او قبیله د یو ځواکمن کس تر مشرۍ لاندې له ښارونو څخه لرې په صحرا او د غرو په لمنو کې، له نورو قبایلو سره په پریکه یا کمرنګه اړیکه ژوند کوي. 

افغانستان هم یو له هغو ګوته شمیر هیوادو څخه دی چې ولسي جوړښت یې له ډیر پخوا کلونو څخه، قبیلوي او غیر متمرکز جوړښت دی. افغانانو دغه ډول ژوند هغه وخت غوره کړه چې  د چنګیز تر مشرۍ لاندې د مغولي لښکرو تر سخت یرغل لاندې راغلل. د نورو ملتونو په وړاندې د چنګیز خان پالیسي دا وه چې "یا به تسلیمیږي یا به له منځه وړل کیږي ". د چنګیزي لښکرو له شر نه د آمان په موخه، افغاني قبایلو له ښارونو څخه صحرا او د غرو لمنو ته  پناه ویوړه چې له هماغه وخته بیا تر اوسه یې دوام وکړ.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه بیست و دوم اسفند ۱۳۹۵ و ساعت 7:49 |

Drzirakyar

سي. آې. أې. ته د ځیرکیار وړانـدیـز: ۱۱ نومبر ۲۰۱۵/۲۰لړم ۱۳۹۴

ما ځیرکیار  یوه څیـړنه تقریبَا دوه نیم کالونه وړاندې د ۲۰۱۳د اپریل په ۶ (وری ۱۳۹۲= جماد لاولی ۱۴۳۴) په اِیـنـټـرنیټ کې په دې سرلیک خپره کړې وه:« د سي. آی. أې. د حـقایقـو  د کتاب څیـړنه: د پښتون- دښمنې دسیسې څـڼــډې». بیا مې دغه څیـړنه د امریکې یو سناټـور ته ولیـږله چې له ډیر وخت راهیسې مې ورسره په امریکا کې د ټولنیزعدالت په اړه لیکلي تماسونه نیولي وو. دغه شان ما له دغه سناټور نه لیکلې هیله کړې وه چې د خپل دفتر له لارې زما د ۲۰۱۳  اپریل/وری ۱۳۹۲پورتنۍ څیـړنه  د امریکې د ولسمشر بارک اوباما، د سي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و هشتم دی ۱۳۹۵ و ساعت 12:43 |

ننګرهار د افغانستان ختيځ کې د ختيځ طول البلد د ۷۰ درجو او ۲۸ دقيقو او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجو او ۵۶ دقيقو تر منځ پروت دى، چې د سمندر له سطحې څخه يې لوړوالى ۵۹۹ متره او پراخوالى يې ۷۹۱۶ كيلومتره مربع دى او مرکز يې جلال اباد ښار دی.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و یکم دی ۱۳۹۵ و ساعت 12:58 |

ليک: جنرل عمرزی
ژباړه:    سيد عبدالله باچا
د حفيظ الله امين نيول کېدل او د پاڼې ژول

حفيظ الله امين (1979 – 1929) په خټه پښتون ، په قوم خروټی، د کابل د پغمان د ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ. لوړې زده کړې يې د امريکا په ايالتونو کې تر سره کړی وې. پلار يې د کابل ولايت د زندان مامورؤ. مشر ورور يې عبدالله پوځي افسرؤ، د محمد ظاهر شاه د سلطنت په وکت کې د کوم جرم له امله له اردو څخه ګوښه کړای شوی ؤ، د قطغن د ولايت رئيس تنظيمه چې په قوم خروټی ؤ او د محمد هاشم کان د صدارت په زمانه کې يې د ناقلينو په واسطه د قطغن ولايت د کرنيزو ځمکو په جوړولو او آبادولو کې ډېر لوړ خدمتونه تر سره کړی وو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه چهاردهم دی ۱۳۹۲ و ساعت 12:34 |


د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند د مسودې  بشپړ متن
افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د مسودې پرمتن سلا شوې دي او نن به همدا متن په مشورتي لویه جرګه کې د جرګې غړیو ته وویشل شي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن په واشینګټن کې خبریالانو ته وویل چې د چارشنبې په ورځ یې له ولسمشر حامد کرزي سره ټیلفوني خبرې کړې ، دواړه خواوې د امنیتي او دفاعي تړون په مسودې سلا شوې او اوس باید دافغانستان لویه جرګه دا متن تصویب کړي .



ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه سی ام آبان ۱۳۹۲ و ساعت 8:9 |

دا نړۍ د ازمایښت ځاي دی. هغوي چې یو ځل راغلي او بیا بیرته تللي ، دلته یي له ځانه یو څه پریښې دي. چا میړانه کړي ، بیا نورو تیروتنې کړي. هر څه چې شوي ، د دې خاوریني کوري پر سر د هر ژوي په تیره بیا د انسان د کړو وړو څخه حکا یت کوي. ولي هر وګړی یو ځل راځې او د ازمایښت د ټاکلي دوري وروسته بیا بیرته ځې او د هغه په کالبوت کې ژوند بیرته نه تکراریږي. دا ځکه چې د هر ژوي ، په ځانګړي توګه د هر وګړي ژوند د نړۍ د ازمایښت یوه برخه ده.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه یکم مرداد ۱۳۹۲ و ساعت 9:15 |
پوهندوی محمد عابد حیدریبر اساس گزارشات منابع امنیتی افغانستان، مدتی قبل نیروهای نظامی و ملیشای سرحدی پاکستان در ولسوالی گوشته ولایت ننگرهار، با عبور از نقطه صفری مرز دیورند و تصرف ساحات وسیع از جغرافیای افغانستان در منطقه (کونڅری) ولسوالی گوشته، دست به تاسیس پوسته های امنیتی و استحکامات نظامی زده، بعدآ هم در عمق چند کیلومتری در داخل خاک افغانستان دست به اعمار دروازه عبوری سرحدی زدند
که این اقدام غیر مسوولانه و دشمنانه دولت پاکستان از طرف دولت افغانستان محکوم گردید (چیزیکه دیگر برای کرزی و حکومتش به یک عنعنه پوچ تبدیل شده است)، و از پاکستان تقاضا شد تا پوسته های جدیدآ تاسیس شده را که در داخل قلمرو افغانستان اعمار نموده اند، برداشته و دروازه خود ساخته عبوری را تخریب و به ساخت و ساز های غیر مسوولانه در قلمرو افغانستان خاتمه بدهند.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و یکم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 12:23 |

كله چي موږ د خپل ټاټوبى تاريخ لولو نو داخو راته څرګنديږي چي پښتو او پښتون د څو زرو كلو څخه په دي خپل ټاټوبى باندى ژوند كوي او خپله پښتو يې هر څه دي د هر څه څخه مطلب دادي چي د دوي هر څه په پښتو راګرځي چي هم يې پټ دي هم يې ايمان دي او هم دوددي هم يې لوزدي هم يې د ژوند تګ لاره ده خو ددي هر څه سره سره د پښتون افغان تاريخ او د ژبى ډېر پخوانى كړي يې اوس هم وركي او بې دركه دي داسې نه چي افغان كهول دومره پخوانى نه دي لكه موږ چي اټكل كوو يايې ژبه دومره پخوانى نه د لكه موږ چي ګڼو بلكې موږ دا وايو او ويل شو چي پښتو او ځيني نوري ژبى دومره پخوانى ژبى دي چي داشارو ورسته چي وشيانو ته نومونه وركول شول او د يوه او بل د پوهني دپاره د غوښو ژبى خپل استعمال او كاريدل پيل كړي د دهغه ژبو مور هم خپل ځان ورسره جوړول پيل كړو چي ورو ورو يوې بشپړه ژبى يوه ځانګړي بڼه خپله كړه .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیستم فروردین ۱۳۹۲ و ساعت 9:44 |
د انګریزد استعماري جنګونو تر ټولو مشهوره رسامي


دا د «لیدي جین بټلر» په لاس رسم شوې صحنه د انګريز هغه جنګ افغانانو ته ور په یادوي چې په ۱۸۴۲کال د انګريز ۱۶۵۰۰ کسیز سرتیري په افغانستان کي ماته وخوړه او ټوله د افغانانو له خوا ووژل شول . د دوی له جملی نه يو تن چی ډاکتر ويلیام برايډن نومیده و کولای شوای چی د آس په وسيله له کابل نه د جلال آباد پر خوا و تښتي او برطانوي هند ته ولاړ شي .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه بیست و هفتم آذر ۱۳۹۱ و ساعت 10:21 |