WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | تیر ۱۳۹۶

Developing a Positive Attitude and Self-Concept

سرچینه :لراوبرویبپاڼه

 سلوک ‌Behavior: سلوک هغه څه ته ویل کیږي چي تاسو ئې دکار پر مهالاجInterne linkرا کوئ. مکتب ته تلل یو سلوک دئ. دمکتب په اړه مثبت یا منفي نظر لرل روش دئ. مور او پلار ته سلام اچول یو سلوک دئ. جنت دمور و پلار تر پښو لاندي دئ، دغه بیا روش دئ. سلوک د عمل او روش د فکر څرکندويي کوي.سلوک دلیدلو وړ او ډېر ژر تغیر پکښي راځي مګر روش دلیدلو او تغیر وړ نه دئ. سلوک له روش څخه جوړیږي یعني څه چي ستاسو په فکر کي وي، هغه څرګندوئ. د روش دبدلون په اړه ارواپوهان پر دوو برخو وېشل کیږي. لومړۍ ډله ارواپوهان وايي چي روش دتغیر وړ نه دئ. دوهمه برخه بیا وايي چي په روش کي تغیر راتلای سي خو ډېر وخت نیسي. دغه لیکنه هم په دې اړه ده چي څنګه په خپل روش کي تغیر راوستلای سو.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه بیست و هشتم تیر ۱۳۹۶ و ساعت 9:38 |

Image result for اوبه

 مخکی له دی چی د داوبو دویش او دملی یووالی دحکومت لخوا داوبو دمهارولو په پلان لیکنه وکړوغواړم داوبو په هکله ګرانو هیوادوالواو عزتمندو لوستونکو ته لنډاو ګټور معلومات داوبو په اړه وړاندی کړم.

اوبه :  يوه کيميايي ماده ده چې کيميايي فورمول يې H2O دی. دا يو داسې ماليکيول دی چې د آکسيجن له يوه او د هايډروجن له دوؤ اټومونو د کوالېنټ تړنگ په پايله کې رامېنځ ته کېږي. په ثابتې تودوخې او حالت کې اوبه د يوه مايع په بڼه وي، خو په زمکه باندې اوبه د مايع تر څنگ په جامده بڼه لکه يخ او کنگل او د گاز په بڼه لکه بړاس هم موندل کېږي. اوبه په اوب-کرکجنو هوارو د مايع کرېسټالونو په بڼه هم موندل کېږي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه بیست و ششم تیر ۱۳۹۶ و ساعت 8:25 |

Noor Mohammad Tarakai alm billede

نورمحمد تره کی د ژوند په کومو شرایطو او خواریو کي راګېر وو، کوم کارونه یې کړي دي؟ د ښاغلۍ نورمحمد “ تره کي” په مخالفت کي دهغه سیاسي او قلمي مخالفین(حریفانو) یو څه او بل ډول غلط ولیکل په خاصه هغه وخت کله چي څرګنده شوه دافغانستان د خلق ګوندحاکمیت پلاس کي واخیست. یوشمېرغیري پښتنو(متعصبو) خو لکه دهرپښتون په خلاف چي ئې خولې خلاصي کړېدي هر پښتانه ته د (فاشیست ) کلمه په کار وړي، د نورمحمد تره کي په باب همدغه ناروا کلمه وکاروله. بل شمېرد توپېر پرستۍ په ناجوړۍ ککړکسان چي هیڅ وخت هم د پښتون د ښو کارونو یاد پر خوله نه سي راوړلای، ان که پښتون لیکوال په دري ژبه کوم څه ولیکي، نو دوی هغه ناسم، غولوونکي او بل ورته لیکلي څه شمېري ( مانا دا چي بل چا ورته لیکلي دي).

 


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه نوزدهم تیر ۱۳۹۶ و ساعت 10:50 |

په کال۱۹۹۲کله چی د جبل السراج اتیلاف دیو تعداد جنګسالارانو او معلوم الحاله تنظیمی څیرو لخوا دروسیه ایران پاکستان او فرانسه په ملاټړرامینځ ته شو او دملګرو ملتونو دسولی دپلان دسبوتاژه کولو ترڅنګ  یی دملی اردو منحلول چی د پاکستان یواځینی ارمان وو چی باید له مینځ یوسی همدارنګه  د ډاکتر نجیب الله حکومت باید سقوط شی ، ددولت راتلونکی ریاست باید احمد شاه مسعود ،صدارت  عبدالعلی مزاری ، دفاع وزارت عبدالرشید دوستم ته  او مشترکه اداره باید لمړی په شمال کی اوبیا مرکز کابل کی  رامینځ ته شی ،ځینی نوری داقتدار ، سمتی ، ژبنی ،تنظیمی او شخصی ګټو غوښتنی یی درلودلی. ((جنګهای کابل، د جنرال سید عبدالقدوس لیکنه، ۲۱۸ ــ ۲۱۹ مخونه))


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه نوزدهم تیر ۱۳۹۶ و ساعت 10:44 |

سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت دی او د عرب دټاپووزمې تر ټولو لوی هېواد دی. د سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین سره، په جنوب ختیځ کی د عمان سره، په ختیځ کی د قطر سره او په شمال کی د عراق، کویت او لاردن سره گډې پولې لری. مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع دی. پایتخت یی الریاض دی. د سعودی عربستان سطح اواره ده. د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی. د هېواد په لویدیځ کی غرونه سته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی د عسیر غره شته. په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نسته.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در دوشنبه نوزدهم تیر ۱۳۹۶ و ساعت 10:40 |