په هر سازمان او اداره کې د ستراتيژيو، پلانونو، طرزالعملونو جوړولو لپاره يو مشخص کميسيون او يا هم یوه ځانګړۍ کمیټه عمومأ د ستراتیژیکې پلان ګذارۍ پروسه رهبري کوي. د پلان جوړونې متخصصین وړاندیز کوي چې په کمیټه کې د تصدۍ دننه د ټولو برخو استازي بايد شامل وي او په خلاص او شفاف ډول کار وکړي چيري چې معلومات له پیل څخه تر پای پورې مستند شوي وي . کمیټه هغه معلومات څیړي او راټولوي چې د سازمان د اوسني وضعیت او فکتورونو په اړه چې په راتلونکي کې به یې اغیزه وکړي پوه شي. کمیټه باید د معلوماتو د ارزونې تصدیق کولو یا ننګونې لپاره د نظرونو او طرحو غوښتنه وکړي.
ادامه مطلب




