WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

SAPAND څپـــــــــــــــــــــــــــاند | دی ۱۳۹۷

ملي امنیتي ځواکونه هغه وخت واقعاً «امنیتي ځواک» بلل کېدای شي چې لازم امکانات ولري او یوازې هغه وخت واقعاً «ملي» کېدای شي چې امکانات یې د ملت په استازولۍ د ملي حکومت په واک کې وي.

سره له دې چې په تېرو، څه کم، دوه لسیزو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زرګونو ځوانانو د سر په بیه وکړای شول چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د ولسواکۍ نظام په ساتلو کې نسبتاً بریالی نقش ولوبوي خو له دې امله چې د دغو ځواکونو تمویل سل په سلو کې په بهرنیو مالي امکاناتو کېږي، له درندو قربانیو سره سره، هم د ملت ډېری وګړي او هم د هېواد سیاستوال وېره لري چې د بهرني ملاتړ له ختمېدو سره به دغه ځواکونه له ناکامۍ سره مخ شي.


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و نهم دی ۱۳۹۷ و ساعت 13:24 |
 ګرانو هیوادوالو ددغه څیړنی دمطالعه وروسته خپل نظریات او پوښتنۍ مطرح کولای شی۔ درنو دوستانو او دریاضي دزده کړي مینه والو دپاملرني وړ !دتقسیم قابلیت په ۱۳. ۱۷. ۱۹. ۲۳. ۲۹. ا۳ او ۳۷...په لاندی ډول د ریاضي استادانو او مینه والو ته وړاندي کیږې.۱-په ۱۳لپاره دیو عدد د لمړی رقم پرته ورستنی رقمونه په ۳ کې ضرب کوو او اول رقم ورڅخه تفریق کوو.کله چې پوه شو چی عدد په ۱۳ تقسیم شي.نو مطلوب عدد په١٣ پوره تقسیم کیږې.او دهغی نه بغیر عدد په ۱۳ د تقسیم وړ ندې.دمثال په ډول ۶۳۷ نظر کی نیسو.۶۳*۳=۱۸۹ -۷=۱۸۲ عملیه دوام لری.اوس ۱۸۲په نظر کی نیسو.۱۸*۳=۵۴-۲=۵۲ پاتی شو۔ ۵*۳=۱۵-۲=۱۳.څرنګه چی ۱۳ په ۱۳ پوره د تقسیم وړ دی.نو ویلای شو چې عدد په ۱۳ دتقسیم وړدي.دافکر د۱۳ عدد څخه راته پیدا شوې.لکه۱۳عدد په نظر کی نیسو.۱*۳=۳-۳=۰ به همدی ډول د۱۷...۳۷ ټولو عددونو دتطبیق وړ دې.ضروری ده چی دعدد ترکیب به نظر کی ونیول شي.مثال په ډول ۱۷ وروستنی رقمونه په۷ کي ضرب او لمړنې رقم ور نه تفریق شی.اوعملیه ته دوام ورکړل شي.دټولودوستانو څخه احترامانه غوښتنه کوم.چی په دی هکله خپل نظرونه ما سره شریک کړي.تر.څو د درستوالی په صورت کی دریاضی دزده کوونکو دګټی وړ وګرزي.

محمد آصف جهش دقیام الدین خادم د لیسې د ریاضې ښوونکې.

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و دوم دی ۱۳۹۷ و ساعت 18:22 |

نظر ؛

 ژباړه : نوروهاب څپاند

د امریکا د متحده ایالاتو ویبپاڼې ډيلې کالر کې ( د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره  کړ ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پې اچ ‌‌‌‌‌‌ډې لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ‌‌‌‌‌‌ډګروال دی ، د ‌‌‌‌‌‌ډيسامبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړي چې د هغې غټ ټکې ستاسو د معلوماتو له پاره خپروم .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه شانزدهم دی ۱۳۹۷ و ساعت 7:24 |

د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د دارالانشا وړاندیز

کابل ـ  افغانستان

د ۱۳۹۷ کال د لیندی ۱۱ مه

 

هېوادوال ، د ګوند د مشرتابه او شوراګانو غړي پوهېږي چې زموږ ولس د تپل شوو  جګړو له امله  ، په مقطعې توګه د لږې مودې له پاره په  سوله کی ژوند کړیدی . زموږ زړور خلک ډیرئ وختونه د تیرې کوونکو او یرغلګرو په بیرته تمبولو او ماتولو اخته شوي چې په هېواد کې د ابادۍ او دموکراسۍ اوډموکراتیک نظام  د راوستلو چارې ورڅخه نیمګړي پاتې شوي دي . دغه فکټور افغانان وروسته پاتې او بې وزله ساتلې او په تاریخې حساسو شیبو کې یې د هېواد او خلکو د ملي لوړو ګټو د خوندیتوب دایري ته په پوره ځیرتیا ، له پاملرنې محروم کړي دي . موږ پوهېږو چیرې چې سوله او‌ډموکراتیک نظام موجود وی نو هرومرو   سوله او دموکراسې خوا په خوا یو پر بل د ودي او پیاوړتیا لامل ګرزی .


ادامه مطلب
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه شانزدهم دی ۱۳۹۷ و ساعت 7:22 |