نقلي اتلان
ادامه مطلب
نقلي اتلان

خصوصی پوهنتونو نه انستیتوتونواو ښونځیو ته یوه لنډه کتنه !
دڅو لسیزو جنګ جګړواوسیاسی بحرانونو څخه وروسته په ګران هیواد افغانستان کی دنوی باب په پیلېدو سره د مساعدي سیاسی فضا، دسولی،بیاجوړونې، پرمختګ ، د ښوونې او روزنې د دودی له پاره زمینه برابره شوه . دا زمونږ دهیواد دغم ځپلو اما په عین حال کې معارف پالونکوخلکو لپاره یو ښه شګون اوزیری دی چې ددولتي پوهنتونونو،انستیتېوتونو او ښوونځیو ترڅنګ ، خصوصي تعلیمې سکتورونه هم ایجاد شوي او په فعالیت یي پیل کړی دی اوپه زیات شمیر خصوصي تعلیمي موسسې دهیواد په پلازمینه او ولایتونو کې پرانستل شوي دي چی په ټولنه او ځوانانو باندي یی مثبته اغیزه کړی ده .دویدیو فلمونودصالونونوځاي اوس کورسونو، ښوونځیو، انستیتېوتونو او پوهنتونونو ونیولو .

د نورمحمد تره کي د څو لنډو کیسورمجموعه چاپ اوخپره شوه.د موچي ترنوم لاندې دلنډو کیسو دغه مجموعه په ۱۵۴ مخونو کې په ښکلې بڼه په روسیه کې دافغانانو دفرهنګي ټولنې په نوښت د دانش کتاب خپرندويي ټولنې د تخنیکې څانګې په مرسته له چاپه راووته. د دغه وتلي ادبي اثرپه پیل کې ددغې لیکنې دلیکوال (ش،حصین) او دښاغلي زرین انځور پرسریزو برسیره دښاغلي ډاکترشاه زارلیوال په ژباړه دطلعت مصداقف ددوکتراتیزس چې دارواښاد نورمحمد تره کې په ادبي کړنو لیکل شوی اودغه شان دروسيي دنامتوژبپوه پروفیسور کنستانتین لیبیدف یوه پخه څیړنه دډاکتر شیرحسن حسن په پشتو ژباړه ځای لري.

سرچینه : رشېین ټوډی نیوز
لیکونکی : ویلیم انګډل
د پاکستان او چین تر منځ اړیکې داسې وده کوي چې د هغې له امله د سیمې اقتصادي نقشه یو مخیزه بدلېدلی شي. اوس دا اړیکې د بیلتون پالنې تر ګواښ لاندي راغلي او ښایي دا بیلتون پالنه په ناڅاپې توګه په یو بل ترهګریز ډګر واوړي .
د پېښور کارخانو د افغانستان د جګړې په منتظره قطعه بدل شوې، په زرګونو طالب اورپکي او مشران یې هلته مجلسونه کوي، وسلې اخلي ـ خرڅوي، د دوا په بوتلونو او لاسي غوټو کې چاودېدونکي توکي تر پولې دېخوا ته را قاچاق کوي.
په کارخانو کې د یوه دوربین بیه یو لک او شل زره کلدارې، یوه بسته مرمۍ څلورویشت زره او یوه امریکایي تفنګچه تر یو لک او اتیا زره پاکستانۍ کلدارې پلورل کېږي.