WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

دزلموپاڅون ټولني لخوا دطارق بزګر ستاينغونډي راپور - هيوادپال ملکزی

د زلمو پاڅون ټولنې په نوښت ، د ژمنې سره سم د ۲۰۱۱ کال د ډيسمبر په لسمه په سټوکهولم کې د ګران هیواد افغانستان د ویاړمن فرهنګي شخصیت او نومیالي ژورنالیست ښاغلي محمد طارق بزګر په درناوۍ ، ستاینغونډه جوړه شوه . دې غونډې کې د سويډن د مالمو ښار او د سټوکهولم له بېلا بېلو کمیونونو څخه افغانانو ګډون کړی وو .

ډیری ګډونوال د هیواد ځوان پښت وو . یو شمیر يي د زلمو پاڅون ټولنې غړي او په ټوله کې د هیواد راتلونکي علمي او فرهنګي شتمني ده چې پخپل ګډون سره يي غونډه لا پرتمینه کړې وه .

د راغلو میلمنو په منځ کې ښاغلی حبیب الله غمخور له مالموښار څخه دې غونډې سره د مالمو میشتو افغانانو د یووالي او پیوستون بېلګه انځور کړې وه .

غونډې ته د ناکې کمیون ( Nacka kommun ) د لوړ ښوونځي ( لیسه ) په کنفرانس هال کې تیاری نیول شوې و چې د زلمو لخوا په پوره نظم او ترتیب سره مخې ته بیول کېده .

غونډه په یوه بجه د ښاغلي قاري واسع لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پيل شوه ، ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږول شو .

روسته ښاغلي انعام هوسا چې د غونډې د کوربه توب چارې يي پرمخ بیولې ، ښاغلي محمد طارق بزګر ، ښاغلي حبیب الله غمخور او ښاغلي سرلوڅ مرادزي ته بلنه ورکړه چې د غونډې په دریځ ( لوژ ) کې خپلو ځایونو ته ولاړ شي . ورپسې ښاغلي هوسا  د پاڅون ټولنې یو مشر غړي نصرت الله ننګرهاري ته بلنه ورکړه چې د ټولنې په استازیتوب میلمنو ته ښه راغلاست ووايي او د زلمو پاڅون ټولنې په اړه د غونډې برخوالو ته لنډ مالومات ورکړي .

د غونډې دوهم ویناوال ښاغلی سرلوڅ مرادزی و چې د سټوکهولم د استوګنو په استازیتوب يي ښاغلي بزګر او د غونډې نور ګډونوالو ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه . نوموړي د بزګر صاحب د ۲۳ کلن ویاړمن فرهنګي خدمت ستاینه وکړه . هغه ، ښاغلی بزګر د هیواد ملي ګټو او د افغانانو ملي یووالي ته ژمن شخصیت وباله او د مهاجرت په شرایطو کې يي د ښاغلي بزګر په نوښت او میړانه د د عوت د جریدي او په را روسته کې ورسره د بریښاپاڼې په بریا چلولو کې د نوموړي هڅې او زیار د قدر وړ وګڼه . هغه په وینا کې زیاته کړه ، دا چې بزګر صاحب غواړي نږدې راتلونکې کې په پښټو ملي ژبه یو نړیوال تلویزیون فعال کړي او په دې لار کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي ، داسې زیار يي د ټولو افغانانو زړه ته لار کړي .   

له دې روسته یو زیات شمیر پیغامونه چې د نړۍ له بېلا بېلو هیوادونو او لویو وچوڅخه د هیواد دردمنو لیکوالانو ، شاعرانو ، ژورنالیستانو ، د ادبي او فرهنګي ټولنو مشرانو او استازو د ښاغلي بزګر په ویاړ او درناوۍ رالیږلي وو او په هغو کې د بزګر صاحب ۲۳ کلن فرهنګي هڅې او د ژورنایزم په ډګر کې د نوموړي د زیار او هاند ستاینه شوې ، د ځوانانو لخوا غونډې ته یو په بل پسې په لاندې ډول ولوستل شول چې په اوږدو چک چکو بدرګه شول :

ښاغلي سیف الرحمان شیرزاد د ښاغلي پوهنمل رحمت ځواکمن پيغام له هالنډ څخه

ښاغلي بشرکار د ښاغلي حاجي ولي محمد ( ګلستان ) پیغام

ښاغلي همایون ننګرهاري د نیک هدایت ځاځي پیغام

ښاغلي سمندر خان د ښاغلي انجینر فضل احمد افغان پیغام له کاناډا څخه

ښاغلي جاوید مومند د عمر پاڅون پیغام

له دې سربېره د وخت د کمښت په لامل د یو شمیر نورو پیغامونو لنډيز د غونډې د چارو د کوربه ښاغلي انعام هوسا لخوا ولوستل شو چې ګډونوالو پخپلو تودو ولولو بدرګه کړ .

د غونډې ورپسې ویناوال له مالموښار څخه راغلی دروند میلمه ښاغلی حبیب الله غمخور و چې په زړه پورې وینا سره يي د غونډې ګډونوال برخمن کړل .

نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل : زما له نظره ښاغلي محمد طارق بزگر نه يوازې فرهنگی شخصيت دی بلکې يوکارنده ژورنالست او تکړه ليکوال هم دی . د دعوت جريدې لپاره ټولي سرمقالې د همدې بزگرصاحب په قلم ليکل شوي چې د ده د پوهې او وطني مينې ښکاره بېلگه يې گڼلای سو .

ښاغلی محمدطارق بزگر نه يوازي د بيلو بيلو مقالو په ليکلوسره بلکې د ( ۲۳ ) کاله په پرله پسې توگه د افغانستان د ډله ايزو رسنيو په اسمان کښې د دعوت په نوم جريدې د خپرولو شمع روښانه ساتلې ده او له دې لارې یی نه يوازي دا چې د خپلو ليکوالو او سياسي څېړونکو نظريات  تر هيوادوالو او نړيوالو رسولي دا دي اوس یی د۱۹۹۷ کال رادې خوا د دعوت  جريدې د خپرېدو تر څنگ  دعوت ويب پاڼه پرانيستې او له دې لاري هم د افغانستان او نړۍ په گوټ گوټ کښي افغان ليکوالو ته د خپلو نظرياتو، علمي او ادبي ليکنو د خپرولو پوره امکانات برابر کړي دي .

ښاغلي غمخور بزګر صاحب ته راوړې ډالۍ ورکړه ، چې ښاغلي بزګر په ډېرې مننې سره واخیسته.

بل ویناوال ښاغلی حفیظ الدین پیرزاده و چې د بزګر صاحب د فرهنګي او ژورنالیستي ګټورو خدمتونو ستاینه يي وکړه او د ستر لیکوال او شاعر ګل پاچا الفت په خوږو شعرونو سره يي غونډه توده کړه .

همداراز ښاغلي ډګروال حلیمي صاحب هم پخپل وار سره د بزګر صاحب د فرهنګي هڅو په ویاړ خپلې څرګندونې نذرانه کړې او د ښاغلي بزګر د تېز او غوڅنده قلم ستاینه يي وکړه .

د غونډې د چارو کوربه د چای او دمې لپاره نیم ساعت اعلام کړ او له چای روسته د ښاغلي بزګر په ژوند یو لنډ مستند فیلم وښودل شو چې زلمو پاڅون ټولنې جوړکړی وو .

د غونډې په روستۍ برخه کې بزګر صاحب وینا وکړه او د خپل ژوند لنډ سفر قصه يي میلمنو ته بیان کړه چې د ګډونوالو د پوره پاملرنې وړ وګرځېده .

بزګر صاحب د زلمو پاڅون ټولنې څخه د غونډې د کوربتوب په اړه مننه وکړه . همدارنګه ښاغلي بزګر د هغه افغاني ویاړمنو شخصیتونو او فرهنګي ادبي ټولنو څخه چې دده په ویاړ يي پیغامونه رااستولي وو ، دوی ته کوروداني ووایه او د دوی له پیغامونو څخه يي بیا بیا مننه څرګنده کړه .

بلخوا بزګر صاحب له خپلخوا څخه د دعوت اخبار یو کولیکسیون ، د زلمو پاڅون ټولنې ته ډالۍ کړ او په همدې توګه يي یو کولیکسیون ښاغلي غمخور صاحب ته هم ډالۍ کړ .

په پای کی د زلمو پاڅون ټولنی لخوا یو ستاینلیک ښاغلی بزګر صاحب ته د ښاغلی ډاکټر سرلوڅ مرادزی او د ښاغلی حبیب الله غمخور په لاس ورکړ شو .

غونډه د څلور بجو شاوخوا کې پایته ورسېده .

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه بیست و چهارم آذر ۱۳۹۰ و ساعت 11:14 |