WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

دکرزي وروستی فيګور - محمدحسن حقيار
دکابل ادارې مشر حامد کرزی چې په درې اړخيزه غونډه کې دګډون لپاره لندن ته تللی وپه لندن کې له ګارډين له ورځپاڼې سره په يوې ځانګړې مرګې کې دعارفانه تجاهل اوياښايي دطنز په بڼه ويلي دي چې ده ته تراوسه دا نه ده روښانه چې لوېديځ ځواکونه ولې له افغانستانه وځي؟ اياددې لپاره چې فکرکوي په افغانستان کې بريالي شوي،طالبان او ددوی په وينا،تروريزم يې مات کړی ،دجګړې موخه يې ترلاسه کړې،خپل هېوادونه او ولسونه يې ددوی په وينا، دترورستانوله ګواښ څخه خوندي کړي،اوکه پردې حقيقت پوه شوي چې دوی دجګړې ځای او ادرس غلط کړی او په افغانستان کې ددوی ماموريت يوه سهوه وه .
 زما په باور حامدکرزی تر هرچا پر دې حقيقت ښْه پوهېږي چې امريکايان ولې او دکومو موخو لپاره افغانستان ته راغلل،دلته يې څه غوښتل اواوس څه غواړي ، ناټوولې او دکومو موخو لپاره ورسره ملګرې شوه امريکا له کله راهيسې دلته دراتللو فکر درلود او ددې موخې دتحقق لپاره يې کومې حربې او پلمې وکارولې.
زه ډاډه يم چې کرزی پردې پوهېده او پوهېږي چې القاعده او تروريزم افغانستان ته دامريکا دراتللو او دژورو او لويو موخو لپاره يوه پلمه وه او امريکايان دلته هرو مرو راتلل.امريکا دنړۍ په ګوټ ګوټ او په ډېرهېوادونو کې دايمي هډې او سياسي او پوځي حضور درلود اودافغان مجاهد او مېړني ولس پرمټ دوخت دسوپر پاور(لوی ځواک ) شوروي اتحاد له ماتې وروسته امريکا ځان دنړۍ يواځينی لوی ځواک وليدنو دلته راتلل يې دخپلې امپراطورۍ دپراختيا لپاره ترهرڅه اړين بلل. جنوبی اسيا او منځنۍ اسيا هغه سيمې دي چې دامريکا ډېرې ګټې اوموخې ورپورې تړلې دي . دامريکايي استراتيژستانوپه آند دپاکستان او ايران مذهبي افراطيت او اتومي ځواک ، دچين ورځ پر ورځ پياوړی کېدونکی اقتصاد ، دمنځنۍ اسيا طبعي سرچينې،کانونه، خام توکي اوتش بازارونه دامريکا اوږدې موخې وې او دي او ددې موخو لپاره امريکا ، افغانستان دژاندارم دنقطې په توګه کاراوه او همداسې يې وکړل .، حامد کرزی پردې حقيقت او دې ډرامې ترهر چا پوه و او دی.
 دا چې کرزی اوس عارفانه تجاهل کوي اويا طنز وايي دډېرو نورو لاملونو ترڅنګ يو لامل يې دادی چې هغه غواړي د خپلې دورې په وروستيو کې ځانته برائت ورکړي او داسې وښيي چې ګويا دی دامريکا او ناټو پر موخو نه پوهېده (عذر بدتر از ګناه)،اويا امريکايانو ورسره چل وکړ او دوی يې يواځې پرېښودل .
 همداراز هغه غواړي چې نړۍ او افغان ولس ته ځان ديوخپلواکه ولسمشر په توګه وروپيژني ، دهغه وروستي فيګورونه ددې حقيقت څرګندوی دي .
 حقيقت دادی چې کرزي او ډلې يې له امريکايانو ډېر وغوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي اودوی دمخالفينو رحم او کرم ته يواځې پرېنږدي که نه ددې کار پايله له همدې اوسه جوته او ددوی دحاکميت (چې دامريکا او ناټو سيوری دی )پای دی. خو پر امريکايانو سياسي ، اقتصادي ،اخلاقي ،نظامي اوولسي فشار دومره ډېر دی چې نوردلته په دې بڼه شتون ورته سياسي انتحار دی،او په هېڅ ترتيب په دې بڼه پاتې کېدل نه غواړي کله چې هغوی دکرزی داغوښتنه ونه منله نو ده هم دځان دسپيناوي لپاره خوله پرانسته .
افغانان له هماغه پيله پوهېدل چې دتروريزم مفهوم او لغت دامريکايانو پيداوار او دلته دراتللو لپاره پلمه ده . امريکا نشي ثابتولی چې يو افغان دې ترورست وي او يادې په ترهګرۍ کې لاس ولري.او يا دې ددوی په وينا،ديوه مشهور ترورست په نوم وژل شوی وي ، داسامه ، ابوالفرج الليبي او.... په شمول هغه کسان هم چې امريکايان يې ترورستان بولي دډيورنډ له کرښې اخوا وژل شوي او نيول شوي دي .نو ددې معناداده چې کرزی ددې دسيسې يو لوبغاړی ،په دې ټوله دسيسه کې شريک اودافغانانو په کچه لومړی درجه مسؤول دی.
 داچې کرزی اوس چې امريکايان تښتي وايي چې امريکا دجګړې ادرس غلط کړی دی نو داخبر يې ولې هغه وخت نه کوله چې دلته امريکايان نه وو راغلي اويا هغه وخت چې دلته دومره وينې نه وې تويې شوې، دومره مو وطن نه و وران شوی ، دومره ميندې نه وې بوره شوې، دومره مو مادي او معنوي ارزښتونه له منځه نه وو تللي ؟ اوس چې دوی پر وېش وران شول ، اوبه له ورخه تېرې شوې ، دده وخت پوره دی ، امريکايان وځي، داخبرې کوي .
افغانان پوهېږي چې کرزی ددوی له غمه مړ نه ، بلکې ددوی په وژنه کې سهيم دی او دا فيګورونه او اکتونه ده ته برائت نشي ورکولی.
محمدحسن حقيار

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و یکم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 12:21 |