WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

د مشرتابه پر سر په ملي جنبش کې ژور اختلاف رامنځته شوی

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش مشر سید نورالله سادات تور ولګاوه چې جنرال عبدالرشید دوستم له خپل پوځي واک څخه په استفادې د ګوند په چارو کې لاسوهنه کوي.

سید نورالله نوري وايي، په داسي حال کې چې دی د ملي جنبش مشر دی، جنرال دوستم د اصولو او مقرراتو خلاف د ده پر ځای بل څوک د ګوند مشر ټاکلی دی حال دا چې جنرال دوستم د ګوند مشر نه دی.

ښاغلي سادات وایي چې دوستم د خپلو شخصي ګټو لپاره د ګوند په چارو کې لاسوهنه کوي. د ده په وینا جنرال دوستم په خپل کور کې په یوه غونډه کې په خپل سر د ګوند د مشرتابه نهه غړي له خپلو دندو لېرې کړي او غواړي چې په دې وسیله د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې یو وار بیا د ملي اسلامي جنبش پر رایو د پیسو په خاطرمعامله وکړي.

ده وویل چې د ګوند په مشرتابه کې هرراز بدلون د ګوند په کانګریس پوري اړه لري او له کانګریس(کانګرې) پرته هیڅوک  د تغییراتو واک نه لري.

ښاغلي سادات د ملي اسلامي جنبش ګوند په چارو کې د جنرال دوستم د مداخلې د مخنیوي غوښتنه وکړه، ویې ویل:« د ګوند سیاسي کمېټه او دارلانشا د جنرال دوستم دا غیرعاقلانه اقدام د ګوندي اصولو او مقرراتو خلاف بولي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عدلیې وزارت له مقامه تمه کوي چې د هیواد نافذو قوانینو ته په پام سره د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د سیاسي ګوند په چارو کې د بې بنده وبارو پوځیانو د مداخلې مخه ونیسي.»

سید نور الله سادات جنرال دوستم ته همداراز خبرداری ورکړ چې که له مداخلو یې لاس وانخیست  د افغانستان له خلکو، ملي جنبش ګوند، او د بشري حقونو پرضد د ده ټولې غیرقانوني کړنې او جنګي جنایتونه به د افغانستان خلکو ته څرګند کړي.

ده وویل چې یوه لویه غونډه به دایره کړي او د افغانستان له خلکو، ګوند سره د دوستم جنایتونه به افشا کړي.

www.taand.com

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و هشتم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت 9:5 |