له
محور ورځپانې په مننې سره
پر کابل د سړو او سایبر یایي څپو یو نوی پړاو را برابر شوی وو. د ژمي یخه څيله شروع شوې وه او د اسمان پر شنه ګنبزه د نورو وریځو پيڅولونه پراته وو. د کابل په سیند کې اوبه یخ وهلې وې او د کابل پر لمن د هستوګنې انسان په رګونو کې وینې کنګل شوې وې. د کابل د شیر دروازې غره د زمان د ناپایه وحشتونو یوې تازه نندارې ته کتل، تېز او د زړه بوږنونکو بادونو د وږو چغالانو په څېر انګولل. د ښار انساني څېره پر بل مخ اوښتې وه، مرګونه بې پوښتنې وو او د ژوندانه سلګۍ له ډېرې ناوړه قحطۍ سره لاس او ګرېوان وې. په ښار کې انساني ارواګانې د مرګونو له بلاګانو سره لاس په لاس په جګړه اخته وې او مرګ د زور او وحشت پر ستیج ټینګ ولاړ وو. زیړې او زبېښلې انسانې څېرې چې څومره د ژوندانه د نجات لپاره خوځېدلې هغومره د مرګي زور لا پسې سیوا کېدلو. هو! ژوند د غمیزو، دردونو، ویرونو او فریادونو د طوفان په ځنګنو څپو کې را ایسار شوی وو. د ښار حکمرانان چې په درجنونو وو د وینو په بیه او د خپل وطن د انسان د مرګ په بیه د جنت د حورو د حاصلولو په هڅو لیګاوو. خپل جوماتونه، خپل واټونه، خپل بازارونه، خپل پارکونه، خپلې حجرې او خپلې هدیرې یې پخپله سره فتحه کولې او بیا یې پر فتحه د الحمدلله ثناء او صفت هم ویلو. هو، کابل داسې وو! کری ورځ به راکیټونه پرې را اورېدل، کرۍ ورځ به د وسله والو د توپکو تر خولې د اور ژبې راوتلې او ماښام به د ښار پاچا چې د ډکو په لغم کې ناست وو، د کابل راډیو له لارې اعلان وکړ: زه به د یوې ورځې لپاره استعفا ورنکړم، ځکه زما په استعفا په کابل کې د قدرت خلا رامنځته کېږي؟! کابل له هر څه ډک وو، له مرګونو، له فریادونو، پر ناموسونو له یرغلونو د خلکو پر کورونو، له شورونو او ناتارونو، خو کابل له یوه شي خالي او تش وو چې هغه د ادارې قدرت وو، د حکومت قدرت وو، د مملکت د عزت قدرت وو. کابل د مرګونو ډګر وو، پکول پر پکول برید کړی وو، ږیرې ږیره راشکوله، مسلمان د مسلمان د ښمن وو، مجاهدینو مجاهدین وژل او بیا یې خپلو مرګونو ته د شهادت پرتګونه ور اغوستل. د ورځې مرګونه دي او کله چې شپه د کابل پر زخمونو د خاموشۍ تور څادر وغوړوي، نو د ګیلم جم او ټغر جم پوځونه د شهوتونو په سیند ورګډ شي، د هېچا عزت خوندي نه دی، د هېچا پر ناموس باندې رحم نه کېږي، څوک د عزت د نجات لپاره له پنځم پوړ څخه او څوک له څلورم پوړ څخه پر مځکه را لوېږي حتی د دارلمجانین پر لیونیو ښځو هم د شهوت اینده ځناور شوڼېږي. کابل تشېږي، له کابل څخه د تېښې لارې ډکې دي او میړه هغه دی چې سر وباسي. د سر د اېستلو لپاره د کور او کهول او د ژوندانه د پوښ او ستر ټول وسایل د ښار په کوڅو کې لیلامېږي او حتی عفتونه هم د لیلام بازار ته وتلي دي او په ارزانه لیلامېږي، داسې معلومېږي چې د صوابۍ د صنوبر کاکا اروا په کابل کې دا هرڅه ویني او بیا ورته وایي: خدایه دا بازار تالا کړې په مغلو د مفلس حسن په یو موټي چڼو ځي له کابل څخه د تېښتې لړۍ روانه ده، پر کابل اب او دانه هم بنده شوې ده. د جنوب لخوا د اوړو غوړو پر وړلو بندیز دی، د شرق لخوا هم کابل ته د هر ډول خوراکي موادو وړل منع دي، د لویدیځ لخوا د پکتیکا او پکتیا د لرګو لارۍ نه پرېښودل کېږي، چې کابل ته د سون مواد ورسوي. د شمال لخوا ګیلم جم او پنجشیریان دي. کابل د تاریکو ښار دی، د برېښنا مزي یې هم غلا کېږي او د پاکستان د کباړ په مارکېټونو کې خر څېږي. د ژمي یخه څیله ده د ۱۳۷۱ د جدي یوولسمه ورځ ده. د کابل د تلویزیون له تپې څخه د ښار پر خټینو کورنو باندې د توپونو او رایکتیف دستګاوو ضربه یي ډزې نه خاموشه کېږي. د نظار شورا جنګیالي په افشارو کې د بکارتونو د څېرلو کیسې کوي او د وحدت لنډه غري په پوهنتون او سیلو کې د سینو د پرېکولو خاطرې یادوي. د مړو رقصونه د جنایي نندارو یوه بله صحنه ده چې کابل یې وینې او ننداره یې کوي، پر سرونو د میخونو د وهلو طریقې هم د انسان د جنایي کرکټر یو بل اړخ راڅرګند کړی دی. کابل د تراژیدي تیاتر دی. په هره څنډه کې یې تراژیدي کرکټرونه نوي نوي ناټکونه نندارې ته وړاندې کوي، خو د تراژیدي د تیاتر پر سټیج باندې څو تنه کومیډي لوبغاړي لوبه کوي. سهار وختي د شش درک له لارې د محمود خان پله ته روام وم، چې لغمان ته ولاړ شم. د شش درک پر لوی سړک یو نوی پکول پروت وو. ملګري مې پکول راپورته کړ. څه ګورو چې تر پکول لاندې د انسان سوټه پرته ده او آخوا د کابل د کوڅو ظریف او ټوکمار ماشومان چېغې وهي، پکول ګو کده پکول ګو کده! او ما د تاریخ د تراژیدۍ پر سټیج د کومیډۍ او تمسخر عجبهصحنه ولیده. دا د تاریخ ستره مسخره وه-.

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه بیست و هشتم بهمن ۱۳۹۱ و ساعت
13:30 |