WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

محور ورځپاڼه: د کابل د لوبې آس ، ملا فقير به ولوبولای شو؟سیدعبدالله نظامي
سیدعبدالله نظامي

دا اندېښنه په شدت وجود لري چې د مولوي فقير محمد نيونه به د  انګلستان په منځګړتوب د افغان او پاکستان ولسمشرانو ترمنځ د پيل شوو بې اعتماده بحثونو ترتيب بيا ګډوډ کړي.

مولوي فقیرمحمد له خپلو ملګرو سره یو ځای غوښته چې د باجوړ له سرحدي سیمو د ډیورنډکرښې په غرنیو لارو د اورکزیو ایجنسۍ ته لاړ شي چې افغان څارګرو ونيو.

مولانا فقیر له افغان طالبانو سره ښې اړیکې درلودې او په افغان طالبانو شک دی چې د کرښې له پاکستاني لوري ملاتړ لري. بله دا چې مولوي فقیر د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د هغه سیمې اوسېدونکی دې چې په افغان خاوره کې هم ددغه سیمې خلک مېشت دي او یواځې د ډیورنډ کرښې یی جلا والی راوستی.

په کابل کې او د پاکستان په رسنيو کې هغوی چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته د واقعي سیاست له دیده ګوري، د ملا برادر او ملا فقير هتکړۍ څه مختلفې انګېري اما اوس یې د سياستونو د زور د يو توازن په معيار ولاړ ويني. کابل ملا برادر ته د سولې لپاره او د خپل وګړي په سترګه ګوري خو پاکستان ښايي په فقیر ملا چندان ځان خوار ونه ګڼي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی مرستیال او ددغه غورځنګ تر ټولو مخکښ قومندان مولوي فقیرمحمد افغان امنیتي ځواکونو د خپل هېواد په ختیځه څنډه ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې نږدې له یوشمېر وسلو او وسلوالوسره ونیوه. ویل کېږي چې دا د خپل ډول کم مثاله پېښه ده. خبریالان وایي، نوموړی دا وخت هاغسې د پاکستان د حکومت لپاره نښه نه وه څومره چې پخوا په باجوړکې د پاکستاني حکومت په بنسټونو د بریدونو پر وخت ترنورو جنګیالیو مطلوب ګڼل کېده او دا ځکه چې اوس یی  لوری د خپل حکومت پر وړاندې نرم کړی و او دغه څه ددې لامل شو چې مولوي فقیر محمد د باجوړ د جنګیالیو له مشرۍ  او وروسته د تحریک له مرستیالۍ هم اېسته شو. د ده د نیونې له خبره وروسته پاکستانۍ وزیرې حنارباني کهر پخپل افغان همسیال غږ وکړ چې سړی یې ژر ور وسپاري خوافغان چارواکو دغې غوښتنې ته د نه سر خوځولی او اوس شنونکي دا ګڼي چې ددې نیونې کیسه به د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې کړي. خو هغه اندېښنه هم کمزورې بلل کېږي چې ګوندې د ملا فقیر نیونه به د کرښې په افغان اړخ کې د پاکستاني جنګیالیو د شتون سند شي.

د ملا فقیر اول:

د باجوړپه ډمه ډوله کې ددغه ځوان ملا نوم د خلکو په خوله شو هغه وخت چې څومره بریدونه په باجوړکېدل ملا فقیر یی په خپله اف ام راډیو د پړې ټټر واهه. هغه دغه مهال په ټولو خلکو غږ کاوه چې دده له خولې د پاکستان د مرتد او کافر نظام پر وړاندې جګړه وکړي، دده د څنګ یو بل ملګری مولوی لیاقت و چې د مولوی فقیر له نوم سره غبرګ یادېده. باجوړ کې پیل شوي بریدونه و خو هله یې زور واخیست چې امریکایي الوتکو په دوه پرلپسې بریدونو کې د ډمه ډولې مدرسه بمبارد کړه او په دویمه پېښه کې مولوی لیاقت هم ووژل شو. دا وخت د ډېرو غوسه د پاکستاني نظام پر وړاندې راپورته شوه او ډېرو دغلته خپلو بریدونو ته زور ورکړ، خو ددغه ملا د فعالیتونو رنګ ورو، ورو کمېده. دده په وړاندې د تحریک د نورو سړیو شکونه پیدا شول او چې کله د بېنظیر بوټو د مرګ مسولیت یې یو وارپر غاړه واخېست او بیایې په دې ټکو رد کړ چې ( موږ په تورسرو لاس نه پورته کوو) موده وروسته د باجوړ د جنګیالیو له مشرۍ لیرې شو او پر ځای یې ملا داد الله وټاکل شو. خو څو ورځې وروسته د هغه وخت د تحریک مشر بیت الله مسید ملا فقیر خپل مرستیال اعلان کړ خو وروسته څرګنده شوه دغه ټاکنه یوه دلاسه کېدنه وه او له نوموړي ټول واکونه واخیستل شول. نوموړي له ملا دادالله سره سخت اختلاف پیل کړ خو کله ناکله یې خپل جنګیالي ورسره بریدونو ته لېږل. څه وخت وروسته مولوي فقیر یواځې د پاکستانیو او بریتانوي رسنیو لپاره یو ناست جنګیالی شو. د باجوړ یو سیمه ییز جنګیالي خبریالانو ته ویلي چې کله د باجوړ له مشرۍ ملا لیرې شو نو بې واکه مرستیالۍ چندان خوند نه ورکوو، له پاکستان حکومت سره د سولې د خبرو اعلان د مولوي فقیر د تش په نوم مرستیالۍ دنده هم له ده واخیسته او دده ملګرو وېره ښوده چې ګوندې پاکستاني حکومت ملا په راز کې اخیستی دی.

 

 خو کله چې ملا دادالله د ناټو ځواکونو په هوایي برید کې و وژل شو مولوي فقیر یو وار بیا پخپل پخواني خوب د باجوړ د جنګیالیو د مشرۍ اوازه خپره کړه چې د تحریک ویاند احسان الله احسان دغه خبر رد او ویې ویل چې د باجوړ مشري یې مولوي ابوبکر ته ورکړې .

 

د هغه نیونه:

یوې پټې سرچینې ویلي، مولوي فقیرمحمد له خپلو ملګرو سره یو ځای غوښته چې د باجوړ له سرحدي سیمو د ډیورنډ کرښې په غرنیو لارو د اورکزیو ایجنسۍ ته لاړ شي، کله چې په یوه سیمه کې افغان لوري ته اوښتی و د ننګرهار ملي امنیت مولوي فقیرمحمد له یو شمېر ملګرو سره ونیوه. افغان او پاکستاني چارواکو دغه نیونه ومنله خو طالب ویاند احسان الله احسان لاخو د نه په دریځ ټینګ دی.

سپارنه:

د نیونې له خبر وروسته د پاکستان د بهرینو چارو وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته په تلیفون وویل چې مولوي فقیر دې ژر تر ژره دوی ته وسپارل شي. افغان چارواکو د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې او لا نور وخت ته یی پرېکړه پاتې کړې.

د ملاساتنه:

د مولوي فقیرمحمد نیول کېده ښايي پاکستان ته دا سند ورکړي چې په دومره لویه کچه پاکستاني جنګیالي په افغان خاوره کې شته خو شنونکي په دې باور دي چې دغه اندېښنه ځکه دومره غښتلې نه ده چې مولانا فقیر له افغان طالبانو سره ښې اړیکې درلودې او په افغان طالبانو شک دادی چې د کرښې له پاکستاني لوري ملاتړ لري. بله دا چې مولوي فقیر د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د هغه سیمې اوسېدونکی دی چې په افغان خاوره کې هم ددغه سیمې خلک مېشت دي او یواځې د ډیورنډ کرښې یی جلا والی راوستی.

ښایي افغان چارواکي د مولوی فقیر محمد په ساتنه پاکستان وننګوي او که د افغان طالب بندیانو خبره غبرګېږي نو د پاکستاني هغو یادونه به هم ورسره وي، خو د ډېرواندېښنه ده چې د انګریز مشر په منځګړیتوب د کرزي او زرداري په خام تار تړل شوې انډیوالي به د ملافقیرمحمد پرسر لا خامه شي.

www.taand.com

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه پنجم اسفند ۱۳۹۱ و ساعت 14:31 |