په هلمند کې د پنبې تر ټولو لويه تصدي له کاره لوېدلی ده. د بُست تصدی مسولین وایی، د پانګې د نشتوالي له کبله یې په روان کال کې توليد صفر و، پخوا به دغه فابريکې په ۲۴ ساعتونو کې ۷۰ ټنه پنبه پروسس او ۱۱ټنه باکيفته غوړي توليدول.
د۱۳۹۰ کال ۲۹۴۰ ټنه پروسس شوې پنبې ته يې لاهم بازار نه دی مندل شوی او د فابريکې دوراني سرمايه هم پکې بنده ده، چې د پلورلو واک يې له سوداګرۍ وزارت سره دی.
که افغان دولت د بُست تصدۍ په فعاليت کې مرسته ونه کړي، نو د پنبې کروندګر به د کوکنارو کر ته مخه کړي، چې دا يو لوی بحران دی.
دهلمند د بُست تصدۍ مسوولين وايي، په روان کال کې يې له دې امله هېڅ ډول توليد نه دی کړی، چې د تېر کال توليد شوې سلګونه ټنه پنبې ته يې بازار پيدا نشو. دوی وايي، سږکال د بُست تصدي په ټپه ولاړه ده او د فعاليت لپاره يې له ماليې وزارت څخه ۶۰۰ ميليونه افغانۍ په پور غوښتې وې، خو هغوی نه دي ورکړې.
د بُست تصدۍ په ۱۳۴۲ لمريز کال فعالیت پیل کړی، چې په لومړيو وختونو کې يې د پنبې توليد په لوړه کچه وو او ان له ګڼو نړيوالو هېوادونو لکه، بلغاريا، روسيې، چين او لندن سره يې تړونونه لرل، خو اوس هر څه په ټپه ولاړ دي او تېر څو کلونه دغه توليدات په کور د ننه په مصرف رسېدل. د هلمند پنبې په نړيوال مارکېټ کې د مصر تر هغه وروسته لومړی مقام لرلی، ځکه د کيفيت له اړخه ډېره عالي ده.
دغه تصدي له مالوچو غوړي، تېل، صابون، پندانه، صاف مالوچ او کنجاړه جوړوي، چې پخوا به د هلمند د ټولو کرونده ګرو مالوچ همدې فابریکې پېرل، خو اوس هغه ډول نشي کولای، ځکه له اقتصادي اړخه خورا کمزورې ده.
د بُست تصدۍ تخنيکي مرستيال انجینر سعدالله محور ورځپاڼې ته وويل، دغه فابريکه اوسمهال په کال کې له ۲۵ تر ۳۰ زره ټنه پورې پنبه پروسس او علاجي کولای شي:(( په ۲۴ ساعتونو کې کابو ۷۰ ټنه پنبه پروسس کوي او ۱۱ټنه باکيفیته غوړي توليدوي.))
د بُست تصدۍ د مسوولينو په وينا، سږکال دوی هېڅ ډول توليد نه دی کړی، دا ځکه چې په ۱۳۹۰ کال کې ۲۹۴۰ټنه اخیستل شوې او پروسس شوې پنبه تر اوسه نده پلورل شوې او په دې سره د يادې فابريکې ټوله دوراني سرمايه بنده شوې ده. دوی وايي، دا چې دغه پنبه په لوړ قېمت اخیستل شوې، اوس په نړيواله کچه د پنبې نرخ لوېدلی او د دغې پنبې د پلور واک هم د افغانستان له سوداګرۍ وزارت سره دی.
ددې تصدۍ د چارواکو په خبره، سږکال دوی نه دي توانېدلي، چې له بزګرو پنبه واخلي او دا مهال د هلمند په څو محدودو ولسواليو کې له ۱۰زرو نيولې تر ۱۵زره ټنه پنبه بزګرانو ته په کور پاتې شوه، چې د خرڅلاو بل مارکېت يې هم ونه موند.
د بُست تصدۍ تخنيکي مرستيال انجينير سعدالله وويل، په دې موخه چې وکولای شو په بزګرانو ټپ شوې پنبه واخلو، نو له ماليې وزارت نه مو په سرطان مياشت کې د ۶۰۰ ميليونه افغانيو غوښتنه وکړه:(( وزارت د ۳۰۰ميليونه افغانيو توافق وکړ، چې دوی دا مسئله د چارو ادارې ته وړاندې کړه، خو تر اوسه يې د نتيجې کوم درک نشته.))
په ورته وخت کې د ماليې وزارت د تصديو د برخې رييس يوسف عثمان محور ورځپاڼې ته ومنله، چې ماليې وزارت له بُست تصدۍ سره د ۳۰۰ميليونه افغانيو توافق کړی وو، خو دی وايي، د چارو ادارې ته ددې مسئلې تر وړاندې کېدو وروسته د وزيرانو شورا و پتيله، چې بايد د تصديو له اکونټ څخه د انکشافي کرنيز بانک د جوړېدو لپاره پيسې ورکړل شي:(( د تصديو دوراني سرمايه به هم دې بانک ته راځي او په دې حالت کې چې کومه تصدي سرمايه ونه لري، موږ ورته پيسې نشو ورکولای.))
كه څه هم هلمندوال پنبه د (سپينو زرو)په نامۀ يادوي، خو اوس اوس کروندګر وايي، که يې د پنبې لپاره بازار پيدا نشي او بُست تصدي يې پنبه په سمه بيه وانخلي، نو اړ دي، چې د کوکنارو کر ته لاس اوږد کړي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمه نيازۍ وايي، په هلمند کې د کوکنارو بديل پنبه ده، خو که دولت ورته د بست تصدي فعاله نه کړي، نو څرنګه به د کوکنارو د کرمخه ونيسي. دا وايي، د بُست تصدۍ د فعالېدو په برخه کې اړوند دولتي ارګانونو هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
نوموړې په دې باور ده، چې ددې فابريکې له فعالېدو سره به له يوه لوري، توليدات پراخه شي، د نشه يي توکو د کښت مخه ونيول شي او له بل لوري به سلګونه کسانو ته په کور د ننه د کار زمينه برابره شي. لسګونه کلونه وړاندې په دغه فابریکه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو دنده لرله؛ خو اوس يوازې ۱۶۰ تنه کارکونکي لري، چې ۴۰ تنه يې په روان کال کې د بودجې د نشتوالي له امله تنقيص شوي دي.
