WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

په بلوچستان کې د امریکا د سیاسي تخریب لوبه - سید سلیمان اشنا

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د  دیموکراسۍ د ترویج ملي ادارې NED  په ښکاره توگه د بلوچستان د پرمختگ مرکز BIFP سره مالي کومک کوي. دا هغه مرکز دی چې په بلوچستان کې د دیموکراسۍ، پرمختیا او بشري حقونو لوی بنسټ بلل کیږي. پر دې سربیره چې د دیموکراسۍ او بشري حقوقو په اړه په رسنیو کې د (نیډ او بیفپ) دواړو ادارو گډ کلني ورکشاپونه خپریږي، د بلوچستان دا مدني مرکز وايي د امریکا پرمختیايي ادارې د بلوچستان له ملي اسمبلۍ سره یې په دې هدف مالي کومک هم کړی چې د رسنیو یو لوی مرکز فعال کړي او د خپلو غونډو پوره راپورونه خپاره کړي.

ډاکټر وحید بلوچ په لندن کې میشت په شمالي امریکا کې د بلوچ ټولنې مشر دی او په دې باور دی چې بلوچستان د ایران او پاکستان د حکومتونو لخوا اشغال شوی. د هغوی خیریه ټولنې واشنگټن ته په یوه لیکلي وړاندیز کی ویلي چې د ایران یا پاکستان او یا د دواړو په مقابل کې داسی یوه وسله واله تباه کوونکې لوبه پیل کړي چې د اکثره امریکايي تحقیقاتي مرکزونو لخوا هم په جزییاتو پلان شوې ده.

ولی بلوچستان؟

په جنوب لویدیځ کې د گوادر د چین بندري خدمات ترسره کوي او د پاکستان نه تر چین پورې دا د یو کوریډور حیثیت لري. د ایران، پاکستان او هند د گازو پایپ لین د لویدیځ څخه پیل کیږي د بلوچستان په زړه تیریږي او د چین د خوښې لارې چې په شمالي سرحد کې یې د تقاطع ساحه ده، ور رسیږي او بیا همداسی تر هند پورې غزیږي. د بلوچستان په بی ثباته کولو کې کیدی شي په ډیر اغیزناکه ډول  د څلور واړو هیوادونو جیوپولیتیکی هیلی د خاورو سره خاوری کړي.

سلیگ هاریسن، د نړیوالې پالیسئ د مرکز غړی دی. هغه د بلوجستان د خپلواکئ د وسله وال بیلتون په اړه دوه څیړنې خپرې کړي.دوه کاله وړاندې هاریسن د ازاد بلوچستان په نوم یوه مقاله کې وویل چې د بلوچستان د شپږ ملیونه وسله والو سره چې د پاکستان نه د بلوچستان د ازادئ او د ISI د ځپنی په هدف جنگیږي، باید کمک وشي. هاریسن واېي، پاکستان د بلوچستان په زړه کې د چین لپاره په گوادر بندر کې یوه اډه ورکړی. نو یو خپلواک بلوچستان به د امریکا د ستراتیژیکه گټو لپاره د اسلام پاله وسله والو ډلو په ځپلو کې یو بیړنی گام وگڼل شي.

هاریسن په بله مقاله کې وایي، ددی لپاره چې په پاکستان کې د چین د فعالینونو مخه ونیول شي، امریکا باید د عرب بحیرې په څنډه کې د یو خپلواک بلوچستان تحریک ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغو بلوچو وسله والو سره کمک وکړي چې د گوادر له بندره د چینایان وشړي. بیجینگ غواړي د گیلگیت او بلوچستان کې د گوادر له لارې عرب بحیرې ته د خپل لمړني گام په توگه ځانته لاره هواره کړي.دا ډول څیړنې به ځکه نن د خلکو په غوږونو کې کړنگاه وکړي چې پاکستان تیره میاشت چین ته د گوادر بندر وسپارو. او د هاریسن د وینا مطابق د په سیمه کی وسله والو ډلو خونړي بریدونه او ناری پیلی کړي او د لویو فرقوي تباهیو له لارې به کیدی شي د خپل گوادر بندر نه چینیان هم وشړي.

د امریکا او سعودي دغی تروریستي دسیسو د نیویارک نه نیولې تر افریقا او منځني ختیځ پورې او بیا اوس تر پاکستان او تر هغی هاخوا هم زیاتی وینی تویې کړي دي. که چیرته خلک دا دقیق ونه ارزوي او په نهایت کی ددی خودخواه  گټو مخه ونه نیسي، نو د هغوی پلانونه او دا ډول لوبې به دوه برابره شي او د هغوئ دا منظم جوړ شوی هرج ومرج به په جبري توگه او مخ په زیاتیدونکي ډول زموږ د ټولو ژوند حتی په انفرادي توگه اغیزمن کړي.

www.taand.com

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه شانزدهم اسفند ۱۳۹۱ و ساعت 9:55 |