لیکوال : نثار احمد صمد
د ښځی زورورتیا
د حضرت عمر (رض) د خلافت په وختو کي يو سړی و چي همېشه به يې ښځي آواز پر لوړاوه ، يعني ښځي به يې پر عادي او معمولي موضوعاتو شور او غالمغال کاوه . سړی چي د ښځي د دغه عادت څخه ډېر په عذاب سوى و ، نو يوه ورځ له کوره ووتى او د ځان سره يې وويل : والله زه به و تا ته عمر بن خطاب (رض) راولم چي ادب درکړي .
هغه د حضرت عمر (رض) د کور پر طرف روان سو چي د خپلي ښځي شکايت ور ته وکړي او ور ته و وايي چي راسه زما ښځي ته يو څه ادب ورکړه . خو کله چي ده دروازه وټکول وايې ورېدل چي د حضرت عمر (رض) ښځي پر حضرت عمر (رض) باندی آواز پورته کړى دى . سړي له ځان سره وويل چي دا د اميرالمؤمنين حال دى نو ما ته به څه ګټه را ورسوي ؟ سړی بيرته د خپل کور پر طرف روان سو .
په دغه وخت کي اميرالمؤمنين د کور څخه را ووتى ، و يې ليدل چي سړی رهي دى . نو يې ور ږغ کړه : سړيه لکه چی زه دي په کار وم ؟ هغه ورته وویل چی هو، يا اميرالمؤمنين .
حضرت عمر (رض) ورڅخه وپوښتل چی ولي بيرته روان سوې ؟
سړي ورته وویل چی يا اميرالمؤمنين ! ما غوښتل چي د خپل حال شکايت در ته وکړم ، خو و مي ليدل چي ستا حال زما ترحال کم نه دى .
اميرالمؤمنين حضرت عمر (رض) ور ته وويل : دا زما مشکلات تحمل کوي ، کالي را مينځي ، زما کور پاکوي او ترتيبوي یې ، اولادونه مي تربيه کوي ، خواړه را پخوي ، د خوب بستر مي آواروي او ټولوي یې . پر دې ټولو کارو سربېره بيا هم زما قهر او غصه زغمي ، نو آيا که دا يو وخت آواز هم پورته کړى زه يې و نه زغمم ؟
هو ، که ښه ځیر سو نو ښځی په اسلام کی پوره حقوق ، عزت او حیثیت لری . که صرف له یوې زاویې ورته متوجه سو ، نو نن عملأ ګورو چی د غربی هیوادو د هغو زرګونو کسانو څخه چی هره ورځ په اسلام مشرف کیږی ، ۶۵٪ یې ښځی دي چی دا پخپله د همدې ادعا یو ثابت ثبوت دی .
مأخذ : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) ، ناچاپه .
