قاري صاحب ویل چې د مجاهدینو د پښو دوړه د جنت د عطرو وږمه ده، د مجاهدو د وجود سیوری د جنت د چنارونو یخ سیوری دی او څوک چې په رښتیا جهاد کوي ځای یې په جنت کې دی. هر څوک چې په دې کې شک لري نو پر ایمان دې ووېرېږي.
کله چې به د قاري صاحب احساسات را و ایشېدل، نو د وعظ په وخت کې به یې خبرو ته مترنم اهنګ ورکړ او نورو مجاهدینو چې د قاري صاحب وعظ او نصیحت ته یې غوږ نیولی وو د احساساتو په وخت کې چیغه کړه ، چې نعره یې تکبیر، د غونډې برخه والو به درې ځله تکبیر شریف الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر ووایه.
بیا به یې چیغه کړه، چې د ناره رسالت او برخه والو به د یا رسول الله فریاد درې ځله تکرار کړ.
قوماندان سیدک چې د قاري صاحب څنګ ته ناست وو د کلاشینکوف د شاجورونو ښایسته چانټه تر ملا تړلې وه د ناره ی رسالت تر خلاصېدو وروسته یې میدان ته را ټوپ کړه او چیغه یې کړه، چې ناره ی قوماندان سیدک.
هېچا یې هم د چیغې د تکرار او بدرګې کړاو پر ځان رانه ووړ، قوماندان خفه شو.
ده فکر کاوه چې تر خدای او رسول وروسته څوک چې باید چیغه یې پورته شي هغه سیدک او مجاهدین دي، ځکه قاري صاحب مجاهدین دومره وستایل چې واجب الاحترام یې وبلل او مجاهدین یې له هره اړخه سپیڅلي، پاک او له ګناهونو څخه فارغ یاد کړل. د مجاهد احترام یې پر ټولو فرض کړ.
د قوماندان سیدک ناره ی پرون د کابل د پروان کارتې پر چوک پر یوه لوی تلویزیوني سکرین باندې د آمر مسعود تر هغو انځورونو پورې را یاده شوه، چې وار په وار به راڅرګندېدل.
بس د تلویزیون پر سکرین باندې همدا د آمر صاحب انځورونه وو چې اخوا دېخوا کېدل. راسره سپور ټکسي ډریور چې په خپله هم د پنجشیر وو د تلویزیون سکرین ته تر کتلو وروسته زما خواته وکتل او د یوه ساړه اسویلي تر اېستلو وروسته یې وویل: بیادر جان، اینها امر مسعود را دوست ندارد، پول می کپانه از خاطر پول این تلویزیون را در ایجا نصب کده.
ده وویل، څوک چې دې خلکو ته روپۍ پیدا کړي ورته سجده هم کوي، زه نه پوهېدم چې د ټکسي ډریور ته څه ووایم. هغه رښتینی وو، هغه رښتیا ویل، له تېرو یوولسو کالو راهیسې چې په کابل کې د خرڅلاو لپاره کوم مواد زیات عرضه کېږي، نو هغه شهیدان دي.
هر څوک یو شهید لري او هر څوک د خپل شهید د خرڅلاو لپاره مارکېټ لري. د وحدت حزب مزاری مخ ته کړی دی او د افغانستان د سولې او عدالت شهید یې بولي. د نظار شورا د مسعود پر عسکونو سیاست کوي. دوستم خو په خپله ژوندی دی، خو د سیاست په مارکېټ کې بیا د ازبکو د محرومیت پر کارت باندې روپۍ راټولوي او په خپله نه د ازبک په کیسه کې دی او نه یې د محرومیت.
د پښتو مارکېټ هم له چانه کم نه دی، پښتانه کمېشن کاران بیا د پښتو او پښتنو نوم د شعار او بازار وسیله ګرزوي او غواړي چې د خپلو ناکامو معاملاتو د تاوده مارکېټ وسیله یې وګرزوي.
خو په دغه کار کې افراط خپل وروستي حد ته رسېدلی دی، نږدې ده چې د خدای او رسول تر نومونو وروسته د سیاست د چټل بازار پر ټغر مقدسات او نا مقدسات سره ګډ وډ شي.
اوس چې د جنګي او جهادي ګروپونو، جهادي او مقاومتي بازار ورځ پر ورځ له جمود او رکود سره مخامخ کېږي، ځینو خلکو بیا هڅه پیل کړې چې د ۲۰۱۴ ع کال د بلا اوخ ته د اتنیکي او سمتي تعصباتو تاویز را وکاږي او په دې ترتیب سره عام خلک یو ځل بیا د ځان خواته را مات کړي، خو د دغو تاویزونو پدل هم مات شوی دی.
یوازې د قدرت پر ډګر د مافیایي ډلو کار و بار اخلاف او د بهرنیو استخباراتو د جاسوسۍ نسخه ده، چې لا په مارکېټ کې یې سکه چلېږي او د دغې سکې د چلاو لپاره سر له همدا اوسه هغه تحرکات بیا په نویو رنګونو رنګېږي، چې افغانستان ته د غمیزو د را زېږولو او جنګي ډلو ته د پانګو د راجلبولو وسیله ګرزي.
په دغو تحرکاتو کې یو ځل بیا د شهیدانو کارت میدان ته لوېږي او د شهیدانو د سیمه ییزو سکتاریستي رنګ په جلوه کې د جهاد او مقاومت سورنا ته ګډا جوړېږي.
خو راغلو قدرتونو د جهاد او مقاومت مهرې په ډګر کې دومره نڅولې دي، چې نور یې نو ګډا او نڅا یوه بېخونده او بې رنګه ننداره ده.
او د نویو نندارو د نویو لوبغاړو پر سینګار او کردار باندې کار شروع شوی دي، هسې معلومېږي چې یو ځل بیا د سیدک قوماندان د ناره سیدک په ځواب کې خلک چوپ پاتې کېږي او ناره یې د اورېدلو قبولیت او مقبولیت نه پیدا کوي.
خو چاره نشته حتمي باید د قدرت د لیونۍ لوبې لیوني لوبغاړي د ناره سیده پر خره سپاره شي.
وګورو چې تاریخ د قوماندان سیدک پر ناره باندې د کومیډي کومه ډرامه د کوم ډایرکټر لخوا نندارې ته وړاندې کوي.
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.
