1ـ فطري وړتيا: له دې نه موخه دا ده، چې ځينې شيان له آره په دې برخه کې د يو شخصيت لپاره په کار دي او چې څوک يې ونه لري، بيا هم د شخصيت خاوند کېدای نه شي .
د بېلګې په توګه ناسته ولاړه، د څېرې اغېز، په خبره ژر پوهېدل، د بل خبرې ته غوږ نيول، له خلکو سره مينه، د بېوزلو ملګرتيا، جابر او ظالم ته رښتيا ويل او دې ته ورته په لسګونو ټول هغه څه لرل، چې په ټولنه کې ورته په درنه سترګه کتل کېږي.
۲ـ اخلاقي سپېڅلتیا: په دې برخه کې ټول هغه څه راتلای شي، چې ټولنې ښه ګڼلي. د ښو چارو خپلول او له بدو د ځان ژغورنه.
۳ـ د يوه سپېڅلي ټولنيز ارمان لپاره مبارزه کول: له دې نه مقصد دا دی، چې يو شخصيت غواړي، چې د خپل مسلک په لړ کې د خپلې ټولنې لپاره داسې څه وکړي، چې په هغه برخه کې ډېرو هلو ځلو او کړاوونو ته اړتيا وي. هغه ټول خنډونه مات او که په دې برخه کې له هر راز کړاوونو سره مخ شي، نو له خپلې موخې ونه ګرځي او ماته ونه مني. د هغه دغه ارمانونه بايد د ځان نه، بلکې د نورو لپاره وي او تر لاسه کولو کې يې له چا وياړ ونه غواړي.
۴ـ داسې څه کول، چې د عامو خلکو له وړتيا پورته وي او هغه يې په خپل فطري قابليت او د خپلو لوړو ارمانونو د مجبوريت له مخې کوي. ۵ـ زړورتيا: د شخصيت خاوند بايد داسې مناسب جرات او زړورتيا ولري، چې په کولو يې ټولو ته ښه ښکاره شي. د شخصيت په اړه کتابونه خبرې کېدای شي، خو د دې لپاره چې خبره اوږده نه شي، نو اصلي موضوع ته تر راتګ دمخه د دې خبرې يادول اړين ګڼم، چې ډېر هغه خلک چې سره له دې پانګوال، د لوړو زده کړو او لويو دندو خاوندان وي، بيا هم د شخصيت خاوندان نه وي، خو دا کېدای شي، چې يو ډېر بېوزله او د لږې زده کړې څښتن دې د شخصيت خاوند شي. ارواښاد رحيم غمزده هم د داسې خلکو په ډله کې و، چې تر ډېرې کچې پورې حساب پرې کېدای شي. هغه د داسې يوه خواږه او لوړ غږ خاوند و، چې د نغمه ييزو هنري نازکيو ټول خواږه يې خدای په غږ کې ايښي وو. له هغه سره چې څوک بلد وو، نو د نوم په اورېدو يې د انسان په ذهن کې سم له واره د هغه خودي، تقوا او د خوږې موسيقۍ دغه درې اصله پر ځای کېدل. که چا د غمزده صيب د موسيقۍ پروګرامونه ليدلي وي، نو دا به ورته څرګنده وي، چې د هغه په دغه محفلونو کې چا هم له ډېر ادب او د هغه د اغېز له امله سپڼ هم نه شو کولای، حال دا چې د نورو سندرغاړو په محفلونو کې به دا خبره نه وه.
هغه په دغه کار سره اورېدنکو ته دا جوتوله، چې د هنر دغه برخه لکه څنګه چې په پښتني ټولنه کې ورته په سپکه کتل کېږي داسې نه ده او له کوچني نه کوچني سپکاوي ته هم حاضر نه و. په پخوا وختونو کې معمول داسې و، چې سندرغاړي به هارمونيه په غاړه په ولاړه مجلس کاوه، غمزده استاذ په ختيز زون کې لومړنی سندرغاړی و، چې د سټېج او غږ سېستم يې رواج کړ. دا معلومه خبره ده، چې د سندرغاړو ژوند په همدې تامينېده، تر څو هغوی ته د موسیقۍ په بدل کې روپۍ ورکړي، خو هغه ته تر پيسو خپل عزت او درنښت لومړيتوب او ارزښت درلود. هغه کله هم چا د نورو په څېر په دې نه ليدلی، چې هارمونيه په غاړه دې يو چا ته ورشي او پيسې دې يې واخلي. سره له دې چې د غمزده استاذ په مينه والو کې ډېر لوی خلک هم شامل وو، خو هغه کله هم د چا دربار ته و نه درېد. نه يې له چا نه کومه نومره ځمکه وغوښته او نه هم مرسته.
د انقلاب سيليو هغه هم په څپېړه وواهه او يو وخت چې پېښور ته کډوال شو، نو په داسې حال کې چې د مجبوريت ناخوالو ډېر لوړ سرونه هم د پيسو پر وړاندې ټيټ کړي وو، خو استاذ د يوه ښه پوخ کور او موټر په مقابل کې هم دا ونه کړل او خپل ملي غرور يې چې ډېرو بايلود، هغه وساته. يو وخت چې کله بېرته جلال اباد ته راغی، نو د خپل يوه دوست سره مې ستړې مه شۍ ته ورغلو. د راتګ پر وخت مې دوست پنځلس زره کلدارې هغه ته د مېلمستيا په نامه ونيولې، هغه له ډېر ټينګار سره سره وانخيستې او د دې لپاره چې د هغه زامن يې وانخلی، د خدای پامانۍ پر وخت له کوره بهر راووت. د هغه خپله خبره ده، چې ويل يې، کله چې ما پښتو موسيقي پيل کړه، نو په هغه وخت کې زموږ په موسيقۍ کې پرته له داستان، چارپيتې او سروکو نور هېڅ نه وو. همدغه علت و، چې چا به ورته غوږ نه نيوه. يو وخت په دې فکر کې شوم، چې څنګه دا تشه بايد ډکه شي، هماغه و، چې په نورو باندې مې د اورېدو په خاطر په هندي کمپوزونو کې ورته پښتو شاعري وکړه. له دې سره راباندې خلک رامات شول. په حقېقت کې غمزده استاذ لومړنی پښتون سندرغاړی دی، چې پښتو موسيقي يې له کليوالي پولو راوويسته. هغه ډېرې شهکار سندرې په رادېو افغانستان کې وويلې او د غني خان دا شعر چې ( سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي...) خو جوړه نه لري.
هغه د پښتو موسيقۍ او ژپې د ودې لپاره دومره مبارزه کړې، که په دې برخه کې ورته د پښتو د نوې موسيقۍ لارښود ووايو، بې ځايه به نه وي. په ځينو چارو کې د تقوا ساتل اسانه خبره نه ده، حال دا چې هغه د موسيقۍ له مسلک سره يو وخت لمونځ او تهجد هم په خپل ټول ژوند کې نه و قضا کړي. ټول عمر يې د قرآن کريم تلاوت کاوه او سر بېره پر دې د تصوف د لارې کلک لاروی او مخلص هم و. غمزده استاذ ډېرې ملي او حماسي سندرې هم ويلي. داسې هارمونيه او رباب يې زده و، چې جوړه يې نه وه. په راوروسته کلونو کې د پښتو موسیقۍ له بهيره سخت خوابدی و. له همدې امله له ډېرو کلونو راهیسې داسې ښکاره کېده، لکه له موسيقۍ چې يې زړه تور شوی وي. هغه په دې هم ګيله من و، چې د هغه ډېرې سندرې نورو سندرغاړو د هغه په کمپوزونو کې وويلې، خو د هغه نوم يې ياد هم نه کړ. د هغه په شاګردانو کې داسې څوک هم شته چې اوس د استاذۍ مقام ته رسېدلي. لنډه دا چې د پښتو د موسيقۍ دا ستوری په داسې حال کې چې چا يې پوښتنه هم ونه کړه، د هنر له اسمانه پرېووت. سره له دې چې هغه سره چا څه هم ونه کړل، خو خپلو مينه والو ته يې خپل شخصيت د يو تلپاتی يادګار په توګه پرېښود. پښتون روح دې يې خوشاله وي
