WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

د معلم درواغ -لیکوال : نثار احمد صمد
Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

 

 

د تعلیمي کال په لومړۍ ورځ مېرمن تامپسن چي نوې مګر وظیفه شناسه معلمه وه، پنځم ټولګي ته ورغله. د زده کوونکو سره یې تر خبرو اترو او معرفۍ وروسته وویل چي پر ما ټوله یو ډول ګران یاست او هیڅ کوم فرق یا امتیاز یو پر بل نه درکوم. لاکن هغې درواغ وویل، ځکه یو هلک چي (ټیډي سټیوارټ) نومېدی او بې پروا غوندي ناست وو، د معلمي ښه نه ځني راتله دا ځکه چي هغه تېر کال هم په همدې صنف کي وو او ناکام سوی وو.

ټیډي به تل خیرن کالي اغوستل، د نورو هلکانو سره یې مجلس، لوبی او مینه نه ښودل. رویه یې نامطلوبه وه او تل به ډېر بې پروا وو. مېرمن تامپسن ډېره ورڅخه ناراضه وه او همدا علت وو چي هغه ناکام سوی او سږ کال بیا په همدې ټولګي کي ناست وو.

ولي مېرمن تامپسن یو نوښت دا وکړ، چي د ده د تېرو څلورو صنفونو سوابق یې مشاهده او ولټول. له دې کاره د هغې مطلب دا وو چي د ده د سبق نه ویلو علت پیدا کړي او د هغو نیمګړتیاوو څخه ګټمنه سي.

د لومړني صنف ښوونکي د ده په پارچه یا تصدیق پاڼه کي لیکلي وو، چي ټیډي یو هوښیار، نېکمرغه او با استعداده شاګرد دئ. خپلي ستونزي ډېري ښه حلوي او کړنه یې ډیره ښه ده «بشپړ رضائیت!»

د دوهم ټولګي ښوونکي لیکلي وو، چي ټیډي یو فوق العاده ښه متعلم دئ. پر خپلو ټولګيوالو ډېر ګران دئ لاکن د خپلی مور د هغي ناروغۍ له امله چي د رغېدو نه ده او په کور کي ورته پرته ده، روحي مشکل لري.

د درېیم صنف معلمي لیکلي وو، چي د ټیډي د مور مړینه پر ده باندي ډېره سخته تمامه سوې ده. دی د سبق ویلو لپاره خپل ټول کوښښ کوي مګر پلار یې د ده په درس او تمرین کي هیڅ مینه نه ورسره ښيي. که د ده د کور شرایط بدلون و نه مومي نو ډېر ژر به د ستونزو په غېږ ورسي.

د څلورم ټولګي ښوونکي لیکلي وو، چي ټیډي درس زده کول پرې ایښي دي او د مکتب سره مینه او علاقه نه لري. ډېر دوستان هم نه لري او زیاتره وخت په صنف کي بیده وي.

مېرمن تامپسن د ټیډي د دې پارچو په لوستلو سره د ده اصلي ستونزه پیدا کړه او دا چي ډېر وروسته یې د ده مشکل درک کړ، ځان یې ملامت وباله.

تصادفاً سبا د ښوونکي ورځ وه او ټولو زده کوونکو هغې ته خپل خپل سوغاتونه راوړل. د نورو هلکانو او نجونو تحفې په ښو رنګارنګ کاغذونو او فیتو کي پیچلي او ښکلي سوي وې. خو د ټیډي سوغات په یو عادي کاغذ کي په بې ډوله توګه پېچلی وو. مېرمن تامپسن د ټولو زده کوونکو تحفې د صنف په مخکي خلاصي کړې. کله چي یې د ټیډي صندوقچه خلاصه کړه نو په هغه کي یو بنګړی وو، چي څو غمیان یې ورڅخه لوېدلي او ځایونه یې تش پاته وو، او یوه هم د عطرو ښیښه وه چي تر نیمایي زیات یې مصرف سوي وو یعني خالی کېدو ته نږدې وه.

زده کوونکو چي دا وران حالت ولید نو ټولو وخندل مګر تامپسن بېله ځنډه د زده کوونکو خنداوي تم کړې او د بنګړي په ستاینه یې پیل وکړ. وروسته یې هغه په لاس کړ او د عطرو څخه یې هم یو څه په ځان ووهل. ټیډي چي متأثره غوندي وو، د مکتب تر رخصتېدو وروسته د موټرانو پارکنګ ته ولاړ او کله چي مېرمن تامپسن راغله، نو هلک ورته وویل، چي: مېرمن تامپسن! تا نن زما د مور بوی کاوه یعني زما د مور ډول دې راته کاوه.

مېرمن تامپسن هم د ده صفت وکړ او ډاډ یې ورکړ او وروسته پخپل موټر کي سپره سوه. کله چي ټیډی ولاړ، نو هغې ډېر وژړل او د ده پر ژوند یې افسوس وکړ.

تر همدې ورځي وروسته مېرمن تامپسن ټیډي ته خاصه پاملرنه کوله او هغه یې هڅاوه. ټیډي هم ورځ په ورځ بدلېدی او په ټولو مضمونو کي یې زحمت او کوښښ شروع کړ او هم یې د ټولګيوالو سره راشه درشه پیل کړه.

په دې ډول څه موده وروسته د ټیډي ذهن او دماغ بیرته تازه او فعال سو. هر څومره چي به مېرمن تامپسن تشویق کاوه په هغه اندازه به ټیډي ښه غبرګون ښودی او ګړندی انکشاف یې کاوه.

ټیډی ډېر ژر د خپل صنف د لایق ترینو شاګردانو څخه وګڼل سو. که څه هم دوې میاشتي مخکي مېرمن تامپسن درواغ ویلي وو، چي ټوله یو ډول راباندی ګران یاست، خو نور نو ټیډي د محبوب ترینو او هوښیار ترینو شاګردانو څخه حساب سو. کله چي دا صنف پای ته ورسېد، نو مېرمن تامپسن ټیډي ور وغوښت او ډېر نصیحت یې ورته وکړ او د آینده ټولګیو او سبقونو لپاره یې ښه وهڅاوه.

یو کال وروسته د ټیډي یو خط ورته راورسېد او داسی یې ورته لیکلي وو:  «ته د هغو ښوونکو څخه چي ما تر اوسه لیدلي، تر ټولو بهترینه یې».

شپږ کاله وروسته د ده یو بل خط ورته راورسېد او داسي یې پکښي لیکلي وو:

«ما ښوونځی پای ته ورساوه او په ټولو کي درېیم شاګرد سوم او بیا هم ته د ټولو هغو معلمینو څخه بهترینه یې چي ما پخپل ژوند کي لیدلي دي».

تر دې څلور کاله وروسته مېرمن تامپسن ته د ده یو بل لیک راورسېد چي په هغه کي یې لیکلي وو، چي:

«سره له دې چي د سخت او مشکل حالت سره مخامخ یم، بیا هم پوهنځی نه ایله کوم او ډېر ژر به په ښه نمرو سره فارغ سم، او بیا هم ته تر ټولو هغو ښوونکو بهترینه یې چي ما پخپل ټول ژوند کي لیدلي دي».

څلور کاله نور هم تېر سول او یو بل خط یې ورته راورسېد او په هغه کي یې لیکلي وو، چي د دیپلوم تر اخیستلو وروسته بیا ما نور تحصیل هم پسی وکړ، او ته تر ټولو هغو معلمینو چي ما په ژوند کي لیدلي، بهترینه یې».

ولي دا ځل د ټیدي نوم د لیک په پای کي یو څه اوږد سوی وو، یعني داسي: ډاکټر تیودور سټیوارټ.

هو! د هماغه کال په پسرلي کي د ده یو بل خط هم ورته راغی او لیکلي یې وو، چي زما د یوې نجلۍ سره د  واده مراسم دي او پلار مي څو کاله پخوا مړ سوی دئ. نو لطفاً زما د واده لپاره کلیسا ته راسه او پر هغه ځای کښېنه چي د زوم د مور لپاره ټاکلی وي او بیا هم ته تر ټولو هغو معلمینو بهترینه معلمه یې چي ما پخپل ژوند کي لیدلي دي .       

مېرمن تامپسن هم بېله ځنډه دا بلنه ومنله او ورغله. دا مهال هغې د ده د مور هغه بنګړی په لاس کړ، چي څو دانې غمیان یې لوېدلي وو او هماغه عطر یې په ځان ووهل چي کلونه کلونه مخکي «ټیډي» ورکړي وو.

ټیډي چي دا صحنه ولیده، نو مېرمن تامپسن یې په غیږ کي ونیوله او په غوږ کي یې داسي ورته وویل: دا چي پر ما دې باور وکړ ډېر درڅخه ممنون یم، دا چي ما ته دې دا احساس راکړ چي زه هر څه کولای سم، ډېر درڅخه مشکور یم او دا چي زما څخه دې یو خدمتګار شخص جوړ کړ، لویه نېکي دې راسره کړې ده او ځکه نو د ژوند تر پایه ستا پوروړی یم.

مېرمن تامپسن چي تر سترګو یې اوښکی بهېدې، په غوږ کي داسي ځواب ورکړ: ټیډي  زویه! ته اشتباه کوې، دا خو پخپله همدا ته وې چي ما ته دې را زده کړه چي بدلون کولای سې. تا هغه مهال ما ته درس راکړ، چي د مکتب تر رخصتېدو وروسته دې په پارکنګ کي ترخه حقایق راته وویل. دا طاقت او ظرفیت په تا کي موجود وو، چي دې کامیابۍ ته ورسېدې. ډاکټر ټیډي وروسته مېرمن تامپسن ټولو ته معرفی کړه او هغه یې د خپل ژوند د بري اصلي منبع وبلله.

هو! ټیډي د امریکا د «آیوا» د طب په پوهنځي کي تکړه استاد سو او د همدې فاکولتې د سرطاني ناروغیو څانګه د ده په نوم سره نومول سوې ده.

هو! څه ښه یې ویلي چي که نن څوک په مینه سره وهڅوې، نو ضرور به یو وخت ستا همدا مینه او محبت درباندی راغبرګیږي.

  Normal 0 false false false MicrosoftInternetExplorer4

/* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:10.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-ansi-language:#0400; mso-fareast-language:#0400; mso-bidi-language:#0400;}

لیکوال : نثار احمد صمد

مأخذ : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ؛ لومړی ټوک ؛ ۲۰۱۰ کال ؛ ۱۱۳ ـ ۱۱۷ مخونه
/* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:10.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-ansi-language:#0400; mso-fareast-language:#0400; mso-bidi-language:#0400;}

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه هفتم اردیبهشت ۱۳۹۲ و ساعت 11:16 |