له دغو كډوالو څخه يو هم پېژندل شوى ژورنالست، ليكوال او خوږ ژبى ژباړن محترم محمد زبير شفيقي دى، زه نه پوهېږم چې دى به د تلليو په كومه كټګوري كې شامل وي؟ اما دا ويلاى شم چې دى د پاكستان په جغرافيه كې د تنظيمي چوكاټونو يوه فعاله څېره وه، د ليكوالۍ، تحقيق، تنقيد او تخليق ترڅنګ ښه سياسي مبصر او شنونكى و، د ((سهار)) ورځپاڼې لس كلن مديريت يې د ژورنالېزم كارنامه ګڼلاى شي.
په سياسي ډګر كې فعاليت، له سياسي او جنګي څېرو سره نږدې ناسته ولاړه، ليكوالي او په خاصه بيا ژورنالستيكي ګرمې بوختياوې، هغه فرصتونه دي، چې سړى د مسيايلو، حالاتو، قضاياو، لوبو، تاكتيكونو او ستراتيژيو، پټو موخو او ارادو ژورو ته ورننباسي او د خاص الخاصو اګاهو او خبيرو اشخاصو د سر په كتار كې يې دروي، زما په باور ښاغلى شفيقي صاحب يو له دغه ډول سړيو څخه دى، چې دغسې چانسونه ور په برخه ول.
افغانستان ته چې امريكا راغله، د دموكراسۍ ډالۍ يې ورسره راوړه، د بيان او مطبوعاتو ازادي يې تضمين او تعميم كړه، نو څه وخت وروسته د ډېرو نورو وطنوالو په شمول استاد شفيقي صاحب ته هم د امريكا تر سيوري لاندې د كرزي د حاكميت فضا د ازاد تنفس وړ ښكاره شوه، ځكه يې د هجرت ديار ترك واهه او د كابل جان په غېږه كې يې د ((سهار)) تسلسل د ((ويسا)) په بڼه متداوم كړ او د نړيوالې ټولنې دموكراتيكو او اقتصادي فرصتونو درانه شفيقي صاحب ته هم د (( ويسا)) پر صفحو د خپلو عقايدو، افكارو او ارادو د تمثيل طلايي چانس په لاس وركړ، اوس ((ويسا)) ورځپاڼه نام خداى د كابل له سيالو هغو څخه ده، بې له خنډه و ځنډه، منظمو او مسلسلو نشراتو ته دوام وركوي.
دا به بېله خبره وي چې د ((ويسا)) پالېسي او نشراتي روحيه به زما يا بل چا د سياسي تفكر په تله پوره خېژي يا نه، ځكه هر څوك حق لري، خپله فكري كرښه ولري او په دموكراتيكه فضا كې يې د تبليغ او تعميم هڅه وكړي، خو د دغې ورځپاڼې د ۱۳۹۲ كال د وري د ۲۵مې ګڼې پر څلورم مخ كې مې چې د محترم شفيقي صاحب يوه ليكنه ((د سيرت النبي (ص) سيالي، د يوه ښه روايت پيلامه)) په نوم ولوسته، نو د هغه كلك تعهد له مخې چې افغاانستان او د افغان انسان ته يې لرم، دغې ليكنې ته يې اړ ايستم او حق لرم چې د خلكو د ذهنونو د روښنايي لپاره په دې باب ځېنې وضاحتونه وكړم او د خپل وطن، خلكو او ملي ارزښتونو پر وړاندې خپله غاړه پرانيزم، او د ليكنې ځېنې هغه برخې رااخلم چې د تعجب سر يې راباندې وګرځاوه.
((په عيدګاه جومات كې د جمعيت اصلاح په اهتمام د سيرت النبي (ص) د سياليو د پايلو د اعلان مراسم جوړ شول، د جمعيت اصلاح مسوولين وايي، شپږ زره ځوانانو او نجونو په كې برخه واخيسته.
د داسې غونډو جوړول واقعا نوښت دى، يوه لويه اړتيا ده... جمعيت اصلاح ډېر د ستاينې وړ دى چې د دغسې سياليو اوغونډو جوړولو هڅې كوي.
د سيرت النبي (ص) په سياليو كې د شپږو زرو تنو ګډون زموږ د مظلوم ولس يوه بله ستره نېكمرغي ښيي، په داسې ټولنه كې چې د فساد او بې لارۍ په لسګونو دروازې پرانيستې وي، اخلاقي فساد د رسنيو تر كچې د هر كور پر حريم ورننوتلى وي، د ازادۍ حدود په كې تر پښو لاندې شوي وي، د هنر او ابتذال، فساد او ارزښت كرښې سره ګډې وډې شوې وي، په داسې يوه بابركته مجلس كې د شپږ زره ځوانانو او نجونو ګډون ډېره لويه خبره ده، دا پراخ ګډون زباتوي، چې افغانستان د اسلام كور دى، د وخت د تزويرونو څپې به تېرې شي او دغه ولس به ان شاءالله خپل ارزښتونه او هويت ساتي.
.... اطلاعات و فرهنګ وزارت، د پوهنې وزارت او نور علمي او فرهنګي مركزونه بايد د جمعيت اصلاح له دغه نوښت نه زده كړي... په پاكستان كې هر كال د مبارك مېلاد په وياړ د سيرت النبي (ص) رسمي كنفرانس جوړېږي، چې د سيرت په اړه ليكل شويو مهم اثارو ته جايزې وركوي او دا ټول د تقليد وړ شيان دي.... په همدې كې له فساد او زواله د خونديتوب رمز او راز پروت دى.))
محترم شفيقي صاحب د سيرت النبي (ص) د لمانځنې په برخه كې د پاكستان حكومت د غوره تقليد وړ بولي او په همدې تقليد كې له فساده او زواله د خونديتوب رمز و راز پروت ويني.
بېځايه به نه وي چې د پاكستانۍ پالېسۍ دغه ځيرك مقلد ته يې ورياده كړم، چې موږ د پاكستان د مذهبي، سياسي پالېسيو پرستش په ۱۹۷۳ كال كې هغه مهال پيل كړ، چې مرحوم ذوالفقار علي بهټو د ارواښاد قاضي حسين احمد په همت او درايت سره، چې د لرګيو د تجار په نوم يې زموږ تعليمي موسساتو ته نفوذ كړى و، زموږ يو شمېر اخواني مسلمانان محصلين يې جذب او پر شهيد داوود خان يې د كفر فتوا وايسته او د ده حكومت يې فاسد او د جهاد وړ وباله.
دروند مشر شفيقي صاحب! د هغه جهاد لړۍ تر ننه په يوه او بله بڼه د يوه او بل پر لاس راروانه ده، ما زما ملت او دنيا ته خو فاجعه معلومېږي، ته چې هم مجاهد يې او هم د دغه جهاد په ماهيت ښه پوه يې او هم د پاكستان د رامنځته كېدو په منطق او د لوبېدو په كمال تر ما او ډېرو نورو ډېر پوه يې نه پوهېږم، نتيجه ګيري به دې څه وي؟
څه فكر كوې! كه انګرېزانو د پاكستان پلازمېنه ((اسلام اباد)) نه واى نومولې، كه يې دغه هېواد د شوروي په مقابل كې د اسلام مستحكمه كلا نه واى بللې، كه يې مذهبي ګوندونو ته مهم نقش نه واى وركړى، كه يې هلته په پېخر ديني مدرسې نه واى تخليق كړې او كه يې هلته د مبارك مېلاد النبي د رسمي لمانځنې پر مهال مهمود سيرت كتابونو ته جايزې نه وركولاى او ډېر نور نو ايا د پاكستان د وجود لپاره بل منطق وجود لاره؟ ايا د پاكستان له وجوده پرته د نړيوال استعمار او سرمايه دارۍ ستره لوبه زموږ په سيمه كې ممكنه وه؟ ايا د دغې لوبې لپاره به د افغانستان د انتخاب بل دليل و؟ ايا بيا هم د پاكستان مذهبي كړنلارو، تقليد چې شاته يې هغه كيسې پټې دي چې تر هر چا يې ته ښه ليدلاى شې، د يو مسلمان، يوه افغان او يوه اګاه انسان په توګه اړين دي؟
ته چې زما د افغانستان لپاره د پاكستان پالېسي د تقليد وړ په دې دليل بولې چې زموږ لپاره له فساد او زواله د خونديتوب رمز و راز په كې پروت دى نو:
ما او زما د وطن انسان ته دا جواب كړه چې ايا د پاكستان دغې تګلارې دغه ملك له هغه فساد او زواله ژغورلى دى چې تاته زما ټولنه ورباندې ككړه ايسي، خو پاكستان چې ستا د مد نظر فساد مجسمه جغرافيه ده، پر هغه تله تېروي.
اجازه راكړه چې يو څو پوښتنې مطرح كړم:
يو: ته و خداى، د پېښور په جنګي محله، كې د ((سهار)) ورځپاڼې په دفتر كې چې پر سينما روډ له پرتو سينماوو سره شا په شا پروت و، تا او ستا همكارانو په خپلو غوږو د سكس فلمونو د ګرمو احساساتو پاروونكي ږغونه نه اورېدل؟
دوه- ته و وجدان، چې تا د اسلام د مستحكمې كلا په زړه ((پنجاب او لاهور)) كې د بادشاهي جومات، داتا ګنج بخش زيارت او هيرا منډيي، مثلث نه دى ليدلى، چې د بادشاهي مسجد عظيم الشان عمارت پخپل ټول تاريخي تقدس سره ولاړ، په غېږه كې يې د اسلام د نابغه علامه اقبار ارامګاه موقعيت لري، په كې د سجدې شاهد نه پيدا كېږي، خو په سر پوښلو برنډو كې يې پېغلې او ځوانان بې حدوحدوده پيار كوي.
د داتا ګنج پير د دربار مخته پر عام سړك باندې هر ماښام بې وسه هلكان جسم فروشي كوي او د هيرا منډيي توصيف او تعريف ته خو اړتيا نشته.
درې- د مولانا اشرفي د شخصيت او طرز تفكر په باب خو ستا په ((ويسا)) كې هم خبرونه راغلل، هغه چې هماغه پاكستان كې د هماغه مېلاد النبي (ص) د رسمي لمانځنې مديريت يې مسووليت دى، چې ته يې زموږ د تقليد وړ بولې او ووايه چې هغه مولانا دې په انټرنېټ كې د هغه له بدمستو يارانو په منځ كې د مېلې پر مهال له پنډې خېټې او كوچنۍ نشه ككرۍ سره ونه ليد؟
داسې زرګونه پوښتنې او بېلګې نورې او زما باور دى چې د پاكستان په فساداتو به تر ما او ډېرو نورو ته ډېر خبر يې.
اوس نو قضاوت هم وكړه، چې پاكستان كې هغه د ميلاد النبي رسمي لمانځنې ولې ونكړاى شواى چې پاكستان د فساد او زوال له ژورو څخه راوباسي، چې ته يې د افغانستان د مسلمان ملت لپاره د تقليد وړ بولې؟
راځه! لږ منطق هم نه، بېخي يې په بې منطقه توګه راته ثابته كړه چې زما افغاني ټولنه د پاكستان په نسبت پنځه فيصده هم فاسده ده؟
موږ د يوه باناموسه او عزتمن ملت په صفت د يو مسلمان ولس په توګه او يوه تاريخي هويت په نوم څنګه كولاى شو چې له جمعيت اصلاح څخه يې زده كړو، هغه جمعيت اصلاح چې د پاكستان د رسمي پالېسيو تقليد كوي او له بده مرغه چې د مېلاد النبي (ص) په نوم، د سيرت النبي (ص) په نوم، د مذهب په نوم او په مجموع كې د دين په نوم يې كوي او هغه هم په يوه داسې شعار سره چې د دوى په باور او هم ستا په باور چې افغاني ټولنه يو مخ فاسده ده، لا هم بشپړه مسلمانه شوې نه ده او دوى د لومړي وار لپاره غواړي، چې د دين اصلي روح په كې پوه كړي؟
ګواكې زموږ پر ټول تاريخي برم، زموږ پر مجاهدو، مبارزو، شهادتونو، قربانيو، روحانيت او اسلاميت باندې واضحه چليپا راوكاږي او له سره مو سم مسلمانان كړي، هغسې مسلمانان، چې د پاكستان د رسمي پالېسيو د تعريف په چوكاټ كې فېټ راشو.
مجيد قرار، جمعيت اصلاح په افغانستان كې د پاكستان د جماعت اسلامي امتداد بولي او په حقه يې بولي، ځكه د دوى واضحه پالېسي د مولانا مودودي د اخوانېزم پر سياسي طرز فكر ولاړه ده او د پټېدو هڅه يې هم نكوي.
د مولانا مودودي وارث په پاكستان كې جماعت اسلامي مذهبي تنظيم دى او په افغانستان كې يې د جمعيت اصلاح په نوم برانچ پرانيستى دى او دوى خو دا كارنامه هم وكړه چې د جماعت اسلامي تنظيم د هغه مشر (قاضي حسين احمد) فاتحه يې په كابل كې له يو شمېر پاكستان ته وفادارو مجاهدينو سره يو ځاى علني واخيسته، چې هغه زموږ ټول جهادي رهبران د امريكا، اسراييلو، انګلستان او په مجموع كې كاپېټاليستي كفري دنيا په امكاناتو په ښه مېړانه او اخلاص تغذيه كړل.
دا د بحث لپاره يوه ناتمامه سوژه ده، تر خطرناكو هم خطرناك چلنج دى، بااحساسه او روښانه مغزونه يې په رسوايي مكلف دى خو محترم شفيقي صاحب!
زما ملت ته ووايه، چې په كوم منطق، كوم ايمان، كوم وجدان او كومه عقيده د سيرت او ميلاد په نوم د جمعيت اصلاح پر لاس د پاكستان د رسمي پالېسيو او كنفرانسونو تقليد وكړي؟
په ټول احترام
له تاند نه په مننه سره
۲- ۲- ۱۳۹۲
