دوشنبه ٣٠ غويی ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
د چين صدراعظم به هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ كې د افغانستان پر مسايلو هم بحث وكړي.
تېره
ورځ د هند د بهرنيو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي چې د
يكشنبې په ورځ د چين صدراعظم نوي ډهلي ته رسېدلى دى.
ویل کېږي چې د
چين صدراعظم ښاغلی لي کي کیانګ به د خپل سفر په ترڅ کې له هندي واکمنو سره
په خبرو اترو کې د دوه اړخیزو اړيکو مسالې او په افغانستان کې د حالاتو په
ګډون یو شمېر نړیوالې ستونزې وڅېړي.
د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت
ویاند سید اکبرالدین ویلي، موږ د چین دې ګام ته په لوړ ارزښت ګوروځکه چې
موږ پر دې باور یو چې زموږ دواړو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه سیاسي تبادله
زموږ ترمنځ د همکاریو د پراختيا لپاره مهمه ده.
كه څه هم دواړه هېوادونو
په تېرو څو لسيزو كې په خپلو كې ظاهري ډپلوماټيكي اړيكې درلودې، خو د
لومړي ځل لپاره يې تېره مياشت د افغانستان په اړه رسمي ليده كاته تر سره
كړل.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتلو او په دغه هېواد كې د
ګډوډۍ وېرې چين په دې قانع كړى چې له پاكستان څخه ور ته د ترهګرۍ متوجه
ګواښ له پامه نه شي غورځولاى.
بزنس سټنډرډ ورځپاڼې ليكلي، چين او
هندوستان پرېكړه كړې چې د افغانستان پر سر به په خپلو كې سره خبرې كوي او
دا هغه څه دي چې له ډېر پخوا راهيسې يې تمه كېده، خو لا تر اوسه دا روښانه
نه ده چې دواړه لوري به مشخصآً د افغانستان په اړه پر كومو مسايلو بحث
وكړي.
نوي ډهلي او بيجنګ منلې چې ترهګري د نوي ډهلي او بيجينګ د ملي
ګټو پر وړاندې يو ګواښ دى، ځكه چې پاكستان د خپلې بقا او ستراتيژيك عمق د
خونديتابه لپاره له ترهګرۍ څخه ملاتړ د ځان قانوني حق ګڼي.
په تېر كې
ښايي نوى ډهلى له بيجنګ نه په دې ناهيلى و چې د پاكستان پر ترهګريزو كړنو
سترګې پټوي، خو په دې وروستيو كې د چين په ځينو مسلمان مېشتو سيمو كې په
پاكستان كې د روزل شوو ترهګرو را څرګندېدل دا ښيي چې د پاكستان پر وړاندې
خپل سياست بدل كړى دى.
د چین د صدراعظم لي کي کیانګ، چې په مارچ میاشت
کې واک ته رسیدلې، دا انتخاب چې خپل لومړني سفر هند ته کوي د دې څرګندوی
دی چې د پاكستان په پرتله د بېجنګ لپاره له هند سره د اړیکو رغول څومره مهم
دي.
بزنس سټنډرډ په يوه تبصره كې ليكي، د افغانستان بې ثباتي به نه
يوازې په كشمير كې محسوس شي، بلكې سينكيانګ ايالت به يې هم له بې اغېزې
پاتې نه شي، ځكه چې دلته د ختيځ تركمنستان اسلامي تحريك له چين څخه د
خپلواكۍ مبارزه پر مخ وړي.
چين او هندوستان په بيا بيا ويلي چې د بهرنيو
ځواكونو له وتلو وروسته د افغانستان د ثبات لپاره د سيمه ييزې كړنلارې را
منځ ته كول اړين دى.
د رپوټو له مخې، دواړو هېوادونو هوكړه كړې چې له
يوې خوا به د شنګهاى تړون ملاتړ كوي چې په افغانستان كې پراخ رول ولوبوي او
له بلې خوا به د استانبول د پروسې په چوكاټ كې چې په ۲۰۱۱ كې پرې هوكړه
شوې وه، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په هكله خبرې اترې كوي.
ياده رسنۍ
وايي، د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره په دې وروستيو كې په مسكو كې د
چين، هندوستان او روسيې تر منځ درې اړخيزه مشورتي غونډه هم وشوه.
كه څه
هم دا هڅوونكې خبره ده چې چين بلاخره په دې اړتيا پوه شوى چې د افغانستان
پر سر له هندوستان سره ګډ كار وكړي، خو نوى ډهلى به له بيجينګ سره په دې
برخه كې ډېر په احتياط مخ پر وړاندې لاړ شي.
چين د افغانستان پر وړاندې د
نه لاسوهنې پاليسي خپله كړې ده او دا يې غوره ګڼلې ده چې ډېر بار د امريكا
پر اوږو وي او همدا راز نه غواړي چې په افغانستان كې ښكېل شي، خو د دې
پلوى هم نه دى چې په افغانستان سخت دريځه ډلې بريالۍ شي، ځكه د سينكيانګ
ايالت له بېلتون غوښتونكو څخه وېره لري.
كه څه هم چين په افغانستان كې
بليونونه ډالره پانګونه هم كړې، خو نوى ډيلى بايد له بيجينګ څخه داسې تمه
ونه لري چې د افغانستان پر وړاندې به خپله پاليسي داسې عياره كړي چې د
هندوستان له ګټو سره سر وخوري.
تمه كېږي چې دواړه لوري به یو لړ تړونونه هم لاسلیک کړي، خو د دغو لاسوندونو د منځپانګې په اړه لا څه نه دي ويل شوي.
ټاکل
شوې ده چې د چين صدراعظم نوي ډهلي ته له رسیدو وروسته له صدراعظم من
موهن سنګ سره وګوري او دواړه هېوادونه به د خپلې خوښې پر مسايلو بحث نن
دوشنبه پيل كړي.
له خدمتگار ورحپانه نه په مننه سره
