د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د تیاتر او تمثیل د ښځینه ممثلانو نقش
نارینه وو ته سپارل کېږي. دا څه حیرانوونکې خبره نه ده. هندوستانیانو ته هم سل
کاله پخوا ښه نه ښکارېده چې ښځې په فلم کې کار وکړي. د هندي سینما په لومړني فلم
کې چې نندارچیانو د ۱۹۱۳ کال په پسرلي کې
لیدلی و، د ښځو نقش نارینه وو لوباوه.
د هند لومړنی فلم راجا هریشچندرا نومېده چې کیسه یې له هندي اسطورو را اخیستل شوې وه. دغه فلم د هغې زمانې د نورو هغو غوندې بې غږه او بې اوازه فلم و. هندیانو په راتلونکو اوولس، اتلس کلونو کې شاوخوا دولس سوه چوپ فلمونه جوړ کړل.
د هند لومړنی غږن فلم نورجهان نومېده چې په ۱۹۳۱ کې تولید شو. نورجهان د یوه صفوي منصبدار غیاث بېګ لور وه چې په ۱۵۷۷ کې په کندهار کې دنیا ته راغله. دغه وخت د دوی د کورنۍ مادي حال ډېر خراب و او د مور یې زړه و چې نوې زېږېدلې لور په میدان پرېږدي خو لږ وروسته یوه مغول سردار له غیاث بېګ سره مرسته وکړه او دربار ته یې وروپيژاند. غیاث بېګ د کابل صوبې دېوان( خزانه دار) وټاکل شو او وروسته بیا لا مهم پوستونه وروسپارل شول. ده د خپلې لور تعلیم او تربیې ته زیاته توجه وکړه.
لور یې د خپل وخت علوم او ادبیات ولوستل او له موسیقي او نڅا سره بلده شوه. دا په یوه مغول مقام شېرافګن واده شوه. د شېرافګن له وژلو وروسته د جهانګیر پاچا دربار ته راوستل شوه. جهانګیر د نوروز په ورځ په مینا بازار کې ولیده او زړه یې ورباندې بایلود.
نورجهان دغه وخت څلوردېرش کلنه کونډه وه.
نورجهان چې خورا هوښیاره او لایقه مېرمن وه، د خپل تریاکي مېړه په دربار کې
یې ډېر قدرت تر لاسه کړ او د هند د
اوولسمې پېړۍ د تر ټولې اثرناکې مېرمن په توګه راڅرګنده شوه.
نورجهان اته شپېته کاله عمر وکړ. قبر یې په لاهور کې دی. دې چې په فارسي ژبه شاعري کوله، د خپل قبر لپاره دا بیت ویلی و:
بر مزار ما غریبان نه چراغی نه گلی
نه پر پروانه سوزد ، نه صدای بلبلی
دغه بیت اوس هم د هغې په مقبره کې لوستلای شو. د نورجهان ژوند د یوه رومانتیک فلم لپاره ډېره ښه موضوع وه. په راوروسته لسیزو کې د هند په اکثرو فلمونو کې نڅا، موسیقي او رومانتیکې کیسې وینو، اورو.
هند په ۱۹۴۷ کال کې له انګلستان څخه خپله خپلواکي تر لاسه کړه. د ۱۹۴۷ او ۱۹۷۰ کلونو تر منځ وختونه د هندي سینما زرین وختونه ګڼل کېږي. په دې موده کې د هند د سینما تر ټولو پرمصرفه فلم، مغول اعظم، تولید شو. مغول اعظم چې په ۱۹۶۰ کې د سینما په پرده ظاهر شو، د خپلې غمجنې عاشقانه کیسې، عالي جنګي صحنو، ډېرې ښې اداکارۍ او نه هېرېدونکو مکالمو په خاطر تر اوسه پورې لیدونکي لري. په زرین دوران کې د مادر انډیاMother India په شمول نور شهکار فلمونه تولید شول.
په مادر انډیا کې مشهورو اداکارانو نرګس، راج کمار، راجیندرا کمار او سنیل دت کار کړی دی. د سنیل زوی سنجیو دت د اوسني وخت لوی اداکار دی.
د راج کپور غوندې لوی اداکار او د ساتیاجیت رای غوندې نابغه فلم جوړوونکی د هندي سینما د زرین وخت یادګارونه دي.
له ۱۹۷۰ کاله وروسته د هند په سینما کې ورو ورو اکشن فلمونو چې مستو ، مغرورو ، قهرجنو ځوانانو پکې کارروایانې کولې، د نڅا او موسیقي او ملوډرام فلمونو ځای ونیو.

په ۱۹۷۱ کې هند د نړۍ د تر ټولو لوی فلم جوړوونکي هېواد مقام تر لاسه کړ او همدا کال و چې هندي سینما د بالیوود په نوم یاده شوه. بالیوود د هندي سینما د لوی مرکز بمبۍ ( چې اوس یې ممبۍ بولو) د کلمې د لومړي توري او د امریکا د فلمي مرکز هالیوود د کلمې له ترکیبه رغېدلی ویی دی. امیتا بچن، هیما مالیني، امجد خان او دهرمندر د هندي سینما د دې دوران ځینې مشهور ستوري دي.
څو کاله وروسته د اکشن فلمونو په ځای بېرته د مینې او محبت د فلمونو بازار تود شو. (سلسله) چې په ۱۹۸۱ کې د سینما په مخ ښکاره شو، د همدې دورې یو مشهور فلم دی. دغه فلم په یوه سندره پای ته رسي چې پیغام یې داسې دی: عشق ایمان دی او ایمان تلپاتی وي.
د دې فلم په لوبغاړو کې ریکا، امیتاببچن او سنجیو کمار شامل دي. د بالیوود په دې دوره کې د تلویزیون عام کېدلو وېره پیدا کړه چې د سینما صنعت ته به صدمه ورسوي خو هندي سینما د تلویزیون او انټرنیټ له یرغله روغه راوتلې ده.
د فرانس پرس اژانس له راپور سره سم، بالیوود په تېر میلادي کال کې یونیم زره فلمونه تولید کړل چې دوه زره میلیونه ډالره ګټه یې وکړه او توقع کېږي چې پنځه کاله پس د دغه کاروبار ګټه د کال درې زره شپږ سوه میلیونه ډالرو ته ورسېږي. په وروستیو دوو لسیزو کې د هند د اقتصاد چټکې ودې د سینما د کاروبار له غوړېدو سره مرسته کړې ده. اوس په هند کې هره ورځ څورلس میلیونه کسان سینماګانو ته ځي.
هغه کسان چې په افغانستان کې یې تر جنګونو دمخه وختونه یاد دي، د افسوس کولو لپاره ډېر څه لري. دوی چې کله د سینماګانو مخې ته تېرېږي، پخواني وختونه وریادېږي چې د نوي هندي فلم د لیدلو لپاره به زلمي د یو بل په اوږو سپرېدل چې د ټکټ خرڅوونکي غرفې ته یې لاس ورسېږي. هندي فلمونو د افغانستان د لږ تر لږه څلورو نسلونو د زلمو د خیال دنیا رنګینه کړې وه او دا لړۍ لا روانه ده. زموږ په هېواد کې به اوس هم داسې سپین ږیري پیدا کړئ چې د مادو بالا ښکلا یې زړه وړی و.

مادو بالا پښتنه وه. اتیا کاله پخوا ( په ۱۹۳۳ کې ) په ډیلي کې دنیا ته راغله او په شپږ دېرش کلنۍ کې وفات شوه. دې په مغول اعظم فلم او ځینو نورو فلمونو کې رول لوبولی او د هندي سینما په تاریخ کې یې تلپاتی نوم ګټلی دی.
د هند د سینما ځینې نور لوی لوبغاړي هم په خټه افغانان دي. زموږ د تاریخ او ټولنې یو حیرانوونکی اړخ دا دی چې تر خپل وطن په نورو وطنونو کې ډېر فعال پاته شوي یو.
سرچینه : تاند ملی ویبپانه
