WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

په پښتونستان څلولارې کې د پښتونستان لوحې ودرول شوې

خبریال:(ابوبکر جبارخېل):- د قبایلو وزارت، ملي تحریک ګوند، ژوندون تلویزیون او یو شمیر نورو فرهنګیانو له لوري د دوشنبې په ورځ کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د پښتونستان څلور لارې په څلورو څنډو کې د پښتونستان واټ په نومونو څلور لوحې ودرول شوې.

د کابل پوهنتون استاد، د ملي تحریک ګوند یو تن مشر او د ژوندون تلویزیون موسس پوهنوال محمد اسمعیل یون د یادو لوحو له درولو وروسته تاند ته وویل، چې د لوحو له درولو څخه یې ډیرې تاریخې  موخې وې چې ترسره شوې.

یون وايي د بلوڅو او پښتنو ورونو د پیوستون د ورځې په ویاړ، د پاکستان او ایران د کلتوري یرغل مخه نیولو او راتلونکي نسل ته د پښتونستان په اړه د ذهنیت ورکولو په موخه د پښتنونستان واټ لوحې ودرول شوې.

د هغه په وینا له څلویښتو کلونو راهیسې چې د پښتونستان څلورلارې په دې نوم نومول شوې، خو هیڅ راز لوحه یې نه درلوده او په خبره یې د یو شمیر کلتوري څټو له لوري دغه هڅه ترسره شوه.

یون زیاته کړه، چې د بلوڅو او پښتنو ورونو د پیوستون ورځ به د روان کال وږي میاشتې په نهمه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې و لمانځل شي.

یاده دې وي، چې د لر او بر پښتونستان د فلسفې په اړه په کوز او بر پښتونستان کې زرګونه ککرۍ خاورې شوې دي او له دغې ډلې خان غفارن خان د عدم تشدد فلسفه هم د یادونې وړ ده، چې د وخت انګریزي ښکیلاک پر وړاندې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې دي.

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه هشتم مرداد ۱۳۹۲ و ساعت 11:55 |