WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

زموږ مضره ګاونډیان - صالح رحیمي

د سپین بولدک او چمن تر منځ یوه دروازه ده چې پاکستانیانو ورباندې د باب دوستي نوم ایښی دی. تېره اونۍ چې په رسنیو کې افغانستان ته د پاکستاني مقام سرتاج عزیز د سفر خبرې تودې وې، باب دوستي ته نږدې د یوه جومات څنګ ته یوه زوروره چاودنه شوه چې لږ تر لږه دوه کسه پکې ووژل شول او اته تنه ټپیان شول. ټپیان د چمن روغتون ته ورسول شول او دغه وخت پولیسو روغتون ته څېرمه یو بل بم کشف کړ چې د روغتون د تباه کولو لپاره ایښودل شوی و. پاکستاني مطبوعاتو په دې باره کې څه نه دي ویلي چې دغه بمونه چا ایښي وو خو په دې باندې هر څوک خبر دي چې په پاکستان کې داسې قوتونه هم پیدا شوي دي چې د ډیورند د کرښې دواړو غاړو ته په جوماتونو کې بمونه الوزول او په روغتونونو باندې انتحاري حملې کول ورته بده خبره نه ښکاري. د دغو قوتونو ښکاره مرکز په شمالي وزیرستان کې دی او نیم ښکاره مرکزونه یې له کوټې رانیولې تر کراچۍ او پیښوره پورې په مختلفو سیمو کې فعال دي. دا مرکزونه که څه هم د دې لپاره جوړ شوي دي چې د افغانستان د خلکو وینې ورباندې وبهوي خو کله کله د دغو شیطاني مرکزونو بمونه له ( باب دوستي ) څخه راتیر نه شي او هورې وچوي.
پاکستان چې په تاریخي لحاظ د یوې توطیې او دسیسې په اساس جوړ شوی دی، متاسفانه تر اوسه پورې د توطیو او دسیسو وطن دی. د پاکستان پوځ د دنیا په خورا ډېرو جنایتکارو پوځونو کې شمېرل کېږي. نن سبا چې په بنګله دېش کې د دوه څلویښت کاله پخوا جنایتونو د ځینو بنګالي شریکانو محاکمه روانه ده، د هغو جنایتونو په باره کې ډېر اسناد وړاندې شوي دي چې په ۱۹۷۱ کال کې په اوسني بنګله دېش کې تر سره شول. اوسنی بنګله دېش په هغه وخت کې د پاکستان برخه و خو څرنګه چې د پاکستان قدرت همېشه د پنجابیانو په لاس کې و نو د پاکستان په پوځ کې د بنګالیانو د ځبلو شوقیان کم نه وو او دغه شیطاني تمایل د دې سبب شو چې د هغه وخت د شرقي پاکستان یعنې اوسني بنګله دېش خلک د حکومت په خلاف مظاهرې وکړي او پاڅونونه وکاندي. د بنګله دېش رسمي اسناد ښیي چې په نوموړي کال کې په شرقي پاکستان کې تر درې میلونو پورې انسانان قتل عام شول. دغه قتل عامونه د پاکستان پوځ تر سره کړل. دغو پوځونو تر دوو لکو پورې بنګله دېشۍ نجونې او مېرمنې بې عزته کړې او داسې وحشتونه یې تر سره کړل چې د انسانیت تاریخ ورباندې شرمېږي.
نو سوال پیدا کېږي چې دغه پوځ او دغه قوت چې له بنګله دېشي مسلمان سره یې چې په شریک ملک کې ورسره اوسېده، دومره جفا وکړه، له افغان مسلمان سره به څه وفا وکړي؟
د پاکستان په تاریخ کې جنرال محمد ضیا الحق په دې مشهور دی چې اسلامي جذبه پکې پیاوړې وه او د افغان مجاهدینو ملګری و خو له اسلام او مسلمانانو سره د دغه جنرال د رحم او کرم کیسې هم د اورېدو دي.
د ده د اسلام دښمنیو او مسلمان کشیو صرف یو مثال به راوړو. جنرال ضیا الحق په ۱۹۷۰ کې د پاکستان د حکومت له خوا اردن ته استول شوی و چې د هغه ملک د پاچا حسین مرسته وکړي. پاچا حسین په خپل ملک کې له دېره فلسطیني مهاجرو سره جنجال درلود. ملک حسین په خپل ملک کې داسې څوک نه لرل چې فلسطینیان ورباندې قتل عام کړي. ځکه یې نو له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې پوځیان ورواستوي. پاکستان د فلسطینیانو د قتل عام لپاره په خپلو منصبدرانو کې جنرال ضیا الحق غوره وباله او اردن ته یې واستاوه. په دې شخړه کې چې د فلسطین په تاریخ کې د تور سپتمبر په نوم یادېږي، د فلسطین د مشر یاسرعرفات په قول د لس زره او پنځه ویشت زره تر منځ فلسطینیان قتل عام شول. د دغه قتل عام ( افتخار) د همدې ضیا الحق په نصیب شو چې لس کاله پس یې د افغانانو د قتل عام لپاره نوې دسیسه جوړه کړه. ضیا الحق به په جومات کې په دروغو اوښکې بهولې او چې په الوتکه کې به یې سفر کاوه نو ملا امام به هم ورسره و چې لمونځ په جماعت باندې ادا کړي.
ضیا الحق چې د فلسطینیانو له قتل عامه پاکستان ته راستون شو، د خپل وخت پاکستاني مشر ذوالفقار علي بوټو په اردن کې د خپلو کارنامو په ویاړ د پوځ لوی درستیز کړ.
د پاکستان د لنډ او تنګ تاریخ یوه لویه ځانګړنه دا ده چې تظاهر په اسلام باندې کوي مګر په معاصر تاریخ کې بل هیڅ اسلامي هېواد دومره مسلمانان نه دي وژلي لکه د پاکستان پوځ چې وژلي دي.
سرتاج عزیز افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې یو ځل بیا هڅه وکړه چې افغان مقاماتو ته ووایي چې پاکستان د افغانستان خیر غواړي. دغه مقام د سولې په هڅو کې د همکاري او د تجارت د پراختیا خبرې وکړې او ویې غوښتل چې ولسمشر کرزی د نواز شریف بلنلیک ومني خو ولسمشر کرزي پاکستان ته تګ له شرطونو سره غوټه کړ.
تېره اونۍ د ولسمشر ادارې رسنیو ته وویل چې حامد کرزي د پاکستاني لوري بلنه په اصولو کې منلې ده مګر شرطونه یې ایښي دي. شرطونه دا دي چې تر سفر د مخه باید ایجنډا وټاکل شي. ابتدایي اقدامات وشي او د ایجنډا په سر سر کې باید له تروریزم سره د جدي او اغېزمنې مقابلې موضوع شامله وي.
پاکستان چې خپلو داخلي حالاتو وارخطا کړی دی او بل شاید له افغانستان سره د هند د امنیتي همکاریو زیاتېدو هم اندېښمن کړی وي او طبعا د امریکا او افغانستان تر منځ په احتمالي امنیتي تړون باندې هم خوشحاله نه دی، اوس یو ځل بیا غواړي چې افغان مقامات په هغه دغه تېر باسي او د دوستي خبرې وکړي خو دوستي یې یوازې هغه وخت د منلو ده چې د باب دوستي له لارې نور د بمونو له را استولو لاس واخلي. یو ملک چې زموږ لپاره داسې ډلې روزي او ساتي چې په جوماتونو کې ، په روغتونونو کې ، په بازارونو کې او په لویو لارو کې راته چاودنې کوي، د دې وړ نه دی چې اعتبار ورباندې وشي.

www.tolafghan.com

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در یکشنبه سیزدهم مرداد ۱۳۹۲ و ساعت 12:33 |