WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

هغه تاریخي شحصیت چې مړینه ېې بل ژوند دی- ش،حصین

له نلسن ماندیلا داستعمار او نژاد پالنې پرخلاف داوږدې درنې اوبریو ته رسیدلې مبارزي له وتلي او تاریخي شوی شخصیت څخه خبرې کوو . هغه ماندیلا چې اوه ویشت کاله ېې په یوه لرې پرته جزیره کې په یواځې توب کې دجیل دتنبو شاته تیر کړل خو هیڅکله داستبداد، ظلم ،تیري او ناورا په وړاندې خم نه شو.ماندیلا هغه چې پرون يي د۹۵ کلونو په عمر له دي لړلې نړۍ سترګې پټې کړې، یواځي دافریقا دلويي  رنګارنګ استعمار ځپلې وچې «بابا» نه وو بلکې دژوند ویاړنو ېې دزماني دنارواوو په وړاندې هغه دملیونونو انسانو زړونو ته ور نږدې کړی و.په همدي خاطر دماندیلا مړینه دهغه دیادونو،مقاومتونو،بریو او ټولنیزو سیاسي مبارزودنه هیریدونکو درسونو په خاطر هغه ته نوی ژوند ورکړ.

دجنوبي افریق په ډیره شتمنه پراخه سیمه دانګریزي استعمار پاتې شونې داستعمار دمیراث خورو په توګه داپارتاید «نژاد پالنې» په لیوني غرورواکمنې وي. دافریقا په دې لویه او آباده سیمه کې دهیواد اصلي اوسیدونکي تورپوټکي له مخامخ استعماري واکمنۍ څخه خلاص شوي ښکاریدل خو په واقعیت کې هلته دزاړه استعمار نوي پراخه شوي سیاسي ، اقتصادي، تولنیزه او فرهنګي واکمني له پردو سره دڅو داړه مارو تور پوستو مشرانو په مرسته تل پاتې ښکاریده.ماندیلا او دهغه دلارې وتلو ملګرو په داسې حال کې داستعمار او اپارتاید خلاف غږ را اوچت کړ چې ډیرو انسانانو ته دسپین پوستو لږکیو او استعماري پاتې شونو په وړاندې دمقاومت خبره ډیره درنه او بري ته نه رسیدونکې ښکاریده. دماندیلا په مورني خاوره دپردو سپین پوستو واکمني دانګلیس په ګډون دټول لویدیځ په ملاتړ ولاړه وه او لویدیځې میدیا تر ډیره داولسونو دمقاومت مزي سست کړي و. ماندیلا په همدې زورونکو او له امیده لویدلو حالاتو کې دمبارزې آواز را اوچت کړ.لومړی ېې دمهاتما ګاندي دعدم خشونت لاره خپله کړه خو دغه لاره دافریقا دوچي داولسونو له تاریخي عصبیت اوقاطعیت سره نه جوړیده نو ځکه  ېې دافریقا دملي کانګرس او بیا دافریقا دخلکو دکانګرس له لارې دمخامخ او وسله وال مقاومت لوري ته ور وګرزید او دهمدې وروستۍ کنګري « دملت توري »دپارتیزاني ډلې لاره ېې خپله کړه.دوخت واکمنو ماندیلا له خپلو ۱۵۰ تنو ملګرو سره ونیوه او جیلونو ته ېې ور دننه کړل. همدغو واکمنو دامنلې وه چې دخلکو دملي کنګري دوسله وال پارتیزاني مقاومت څپې نشي درولی . دغې واکمنۍ په خپل وخت کې ماندیلا ته وړاندیز وکړچې واکمني چمتو ده چې تا له جیل څخه را خلاص او په واکمنۍ کې دپام وړ برخه درکړي. خو ماندیلا دوخت دواکمنۍ په دي وړاندیز وخندل او ويي ویل«زه دځان او خپلو ګټو په بیه دخلکو وسله وال دظلم او نارواضد پاڅون نشم پلورلی» .همدا خبره ددې موجب شوه چې ماندیلا نږدې درې لسیزي دجیل په تورو خونو کې پاتې شي. هغه باور درلود چې داولس د مقاومت څپې پراخیدونکې او بري ته رسیدونکې دي.

په کال ۱۹۹۹ کې چې له جیل څخه راووت او دوخت واکمنۍ دې ته اړ شوه چې دخلکو دملي کانګرس شتون په رسمیت وپیژني بیا هم ددغې واکمنۍ غوښتنه داوه چې ماندیلا به دوسلوال مقاومت دپای اعلان وکړي . خو ماندیلا په دې ښه پوهیده چې همدا وسله وال پارتیزاني ډوله مقاومت و چې حالات ېې دتور پوټکو په ګټه واړول، له همدې کبله ماندیلا له جیل څخه له راوتلو سره سم اعلان وکړ چې وسله واله مبارزه پای ته نه ده رسیدلې . ده له لږکیو سپین پوستو سره دګډ ملي برابر ژوند روغه جوړه وړاندې کړه خوورسره سم ېې ددموکراسۍ لاره دجنوبي افریقا دخلکو او اولسونودخوښې لاره وټاکله.دماندیلا له لوري دوسله وال توان په څنګ کې د پاخه ملي سیاست په وړاندې کولو سره دوخت واکمني دې ته اړ شوه چې ددموکراتیکو ټاکنو ژمنه ورکړي . دغې واکمنۍ چې ېې هم واک په لاس کې و،هم ېې ډیرې مزدورې ډلې روزلې وې او هم دوخت فرعوني واکمني او قاروني دلوټ او تالان درنې پانګې ېې در لودلې ، په دې باور وه چې ټاکنې بیاهم ګټلی شي او که داکار وشي نو داځل به دخلکو او اولسونو پاڅون ددموکراسۍ په پړو وتړي.دافریقا دملي کانګرس او دخلکو دکانګرس او په دغو جوړښتونو پورې تړلووسله والو تر دغه وخته ټولنه دومره را ویښه کړې وه چې نور نو خپل برخلیک استعماري پاتې شونو ته پری نږدي. په همدې دلیل انتخابات په لوی زیاتوالي ملي کنګرې وګټل اوهمغه زندانونوځپلی ماندیلا دجنوبي افریقا داولسونو انتخاب شو. دواک تر لاسته راوړلو وروسته هم ماندیلا په شخصي ژوند کې همغه پاتې شو چې و. دفکر ،ایمان او آرمان لاره ېې وانه ووښته. دلویدیز دنړیوالو نادودو په وړاندې ودرید اوپه ډاګه ېې اعلان وکړ چې« هیچا ته داحق نشته چې ځان دنړۍ یواځنی واکمن،یواځنی څارنوال او یواځني قاضی وبولي» ده داخبره دلاکروبي دپیښې دلیبیايي تورنو دمحاکمې په برخه کې وکړه او اعلان ېې وکړ چې دغه محاکمه دې داسلامي هیوادونو په محاکمو کې تر سره شي. هغه داخبره هم په ښکاره وکړه چې ډیرې اسلامي واکمنۍ په لودیځ پورې تړلې دي .خو له دې سره زما غوښتنه داده چې هیڅوک حق نه لري تورنو او دتورنو کورنیو ته روحي عذاب جوړ کړي. دانګلیس یا امریکا په جیلخانو کې دتورنو ساتنه دهغوی کورنۍ ددوی له لیدنو څخه بې برخې کوي او دا همدغو کورنیو ته روحي عذاب جوړونه ده.

دماندیلا داوروستۍ انسان پالنه مې په دې خاطر راوړه چې د«تمدن او دموکراسۍ» دزور دنیا همدا اوس داشغال شوو هیوادونو په دننه ،له دغو هیوادو څخه بهر په ټوله اروپا شمالي امریکا،آن په سمندري ټاپو ګانو کې له وحشته ډکې جیلخانې او زندۍ ځایونه لري او په زرګونو انسانان په زرګونو کیلومترو له خپلو خاور څخه لرې په مرګ کړول کیږي.دغه حالت نه یواځې تورنو ته مرګونی دی بلکې دهغوی کورنیو ته یو دردودنکی روحي عذاب دی.له بده مرغه په همدغو حالاتو کې یو شمیر افغان روښانفکران دانسانانو همدې درانه عذاب ته نه ګوري او غواړي دقلم په کوډواشغال ته عمر او مشروعیت ،او تردې هم ورتیر تلپاتې پوځې اوشبکه ېې اډې ورکړي. دغو افرادو او ډلو ټپلو ته باید ووایو چې یوځل دنلسن ماندیلا ژوند او مبارزې ته ور وګرځي او په خپل ایمان او باور یو ځل بیا یوه نوې کتنه وکړۍ.

د دعوت ملی ویبپانه نه په مننه سره

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه شانزدهم آذر ۱۳۹۲ و ساعت 14:42 |