WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

افغانستان ته ورتګ تېروتنه وه ، خوهلته تر ۲۰۱۴ وروسته پاته کېده هم تېروتنه ده

افغانستان ته ورتګ تېروتنه وه ، خوهلته تر ۲۰۱۴ وروسته پاته کېده هم تېروتنه ده
تر دې سرلیکي لاندي د اروپا » آی پي جي« ورځپاڼي مقاله لیکلې :
ژباړه : احمدالله رحماني

کوم وخت چي د امریکا پر متحده ایالاتو په کال ۲۰۰۱ کي برید وشو ، نړي د شوک سره مخ شوه . ځکه امریکا هغه مغروره ټولنه وه چي هیڅ هیواد دهغې پروړاندي ګام نه شوای پورته کولای . خو د تاریخ جبر ښکاره کړې چي فرعونان هم نسکوره شوي دي . اسامه بن لادن د القاعدې مخکښ د اوسني زمانې پر فرعون (امریکا) واوښت او  هغوی یې و پوهول چي نور فرعونان هم شتون لري . تر دې برید وروسته امریکا وتوانېده چي بن لادن د نړي په نظر کي د بلا په شان و ځلوي او هغوی ټول د القاعدې پر وړاندي راوپاروي . پایله یې پر افغانستان د امریکا او ناټو یرغل وو ، که څه هم تر نن ورځي ثبوت نه شوه چي افغانستان د سپتمبر په بریدونو کي ښکیل وو . له هغې ورځي نه بیا تر دې دمه داسي ورځ نه ده تېره شوې چي پر ناټو او امریکا دي نیوکي نه وي شوي . جګړه دوام لري ، د ناټو عسکر ، افغاني ځواکونه او ملکي کسان وژل کیږي ، افغانستان پر مخ تګ نه دی کړی او د دې هیواد راتلونکي په اړه په ټوله نړي کي تاریکي وړاندویني کیږي . ددې ټولو بد بختیو پړه امریکا ته ور اړول کیږي .

ورځپاڼه لیکي : په دې وروستیو وختونو کي غربي هیوادونه د افغانستان په اړه په رواني ستونزو اخته شوي دي . داسی ورځ نه راځي چي د نړۍ په یوه ګوټ کي دي پر افغانستان خبري نه کیږي . دناټو د هر عسکر  وژنه ،په ټاکنو کي در غلئ ، د هیروئینو قاچاق او د طالبانو د زورورتیا په اړه خبري غربي هیوادونه د خپلو ولسونو له نیوکو سره مخ کړي او ولسونه یې  پوښتنه کوي چي موږ نور ولي په افغانستان کي پاته کېدل غواړو ؟ دا پوښتني په هغه وخت کي لا زور اخلي چي افغانستان ته د پیسو ورکولو په اړه غونډي کیږي . غربي ولسونه وایي ، پیسې ورکړی خو ځواکونه راوباسی  .

پاڼه زیاتوي : په دې کي شک نه شته چي طالبان زورور شوي او مخنیوی به یې اسانه کار نه وي . موږ پوهیږو چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان ښه وختونه ونه لري ، خو دا به زموږ غم نه وي . زموږ لپاره د خوشحالي خبرونه هغه دي چي ددې کال په پای کي به له افغانستان نه ټول ځواکونه و باسو او نور به دا غم راسره نه وي چي نن مو دلته سبا مو هلته عسکر وژل کیږي . ډیر کسان او سیاسي ټولني نیوکي کوي او وایي چي له افغانستان نه بیله کومي خاصي ستراتیژی وتل د غربي هیوادونو بدنامي ده . خو غرب دا خبره هېروي چي غربي هیوادونه لا هغه وخت بدنام شول چي افغانستان ته یې د ورتګ پریکړه وکړه . ټول پوهیږي چي پر افغانستان یرغل د غربي هیوادونو تاریخي تېر وتنه وه . د نړۍ پر بل هر هیواد یرغل به بریا راوړي ، خو نه پر افغانستان  . هر هغه څوک چي ددې هیواد تاریخ وګوري ، خپلي تیروتني به ومني . لوی اسکندر ، انګریز او شوروي خپلي تیروتني ومنلې ، د امریکا ماغزه به هم په آرامه پاتي نه شي .

پاڼه وړاندي زیاتوي : اوس به له افغانستان سره څه کوو ؟ طالبان زورور شوي او پر خپل دريځ کلک ولاړ دي ،ټاکني نه یواځي ردوي ، بلکه زیار باسي چي اصلاً ونه شي ، که څه هم افغاني ځواکونه د غرب په میلیاردونو ډالرو تنظیم شوي ، خو دومره پیاوړي نه دي چي د طالبانو پر وړاندي دي ودریږي او د افغان ولس امنیت دي ټینګ کړي . له بله پلوه افغان حکومت په خپل منځ کي یو لاس نه دي ، هره پارټي او هر قوم  د ځان ګټه ویني او هیواد یې هیر کړی ، افغان ولسمشر د غرب پر وړاندي احساساتي شوی ، امنیتي تړون نه لاسلیک کوي او په ولسمشریزه ټاکنو کي داسي کسان نوماند دي چي په زرهاوو هیواد وال یې وژلي او ښارونه یې چور کړي دي . دا هغه واقعیتونه دي چی غربي هیوادونه یې په سترګو ویني او بیا هم ټینګار کوي چي خپل ځواکونه هلته پریږدي . کومي ناخوالي چي نن ورځ په افغانستان کي رامنځ ته شوي دي ، د غربي هیوادونو له شتون سره نیغي اړیکي لري . غربي هیوادونه وایي له کال ۲۰۱۴ ورسته به له ۸۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰۰ زرو عسکرو پوري په افغانستان کي د امنیت د ټینګښت په موخه  پاتي شي . حقیقت خو دادی چي اوسمهال غرب لس چنده عسکر په افغانستان کي لري ، خو نه یواځي یې امنیت ټینګ کړی نه دي ، بلکه هره ورځ تر بلي امنیت خرابیږي . څنګه به یقین وکولای شو چي په ۱۲۰۰۰ زره عسکرو به امنیت را منځ ته شي .

پاڼه زیاتوي : د افغانستان ولسمشر کرزی امنیتي تړون نه لاسلیک کوي که څه هم لویي جرګې په دې اړه مثبته پریکړه وکړه . حامد کرزی پوهیږي چي نړۍ دوهم عراق په افغانستان کي نه شي زغملای او د افغانستان لپاره په ټوکیو کي منل شوي پیسې تر سوال لاندي راځي ،  خو بیا هم له لاسلیک کېدو نه ډډه کوي . دحامد کرزي ددریځ مانا داده چي موږ نور غربي هیوادونه په افغانستان کي نه غواړو . غربي هیوادونه نارې او سورې وهي چي که تړون لاسلیک نه شي ، موږ به ټول ووزو او پیسې به هم بندي شي . د غرب پاته کېدل یوه تیروتنه ده او د پیسو بندول یې بله تېروتنه ده . که ناټو ، امریکا او نور هیوادونه له افغانستان سره مرسته کول غواړي ، نو مرسته خو تر ځواکونو تر پاته کېدو په پیسو ښه کیږي . غربي هیوادونه باید بالاخره حقیقت او د افغان ولس هیلو ته غاړه کیږدي ، ځواکونه و باسي او پر خپله  ژمنه چي د پیسو د ورکولو په اړه یې کړي ، و دریږي .
پای

له تول افغانستان نه په مننه سره 

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در چهارشنبه شانزدهم بهمن ۱۳۹۲ و ساعت 14:18 |