د Politiken ( سیاست ) پنامه ډنمارکۍ ورځپاڼی په ۷ / ۱ / ۲۰۱۴ نیټه د
برټانیوي چارواکو له قوله تر دی سرلیک « موږ په هلمند کی جنګ بایلو »
لاندی چی د هلمند څخه تر وتلو وړاندی یی اعترافونه ښیی ، د دوی دغه
اعترافونه د یوه مطلب په ترڅ کی راوړي دي چي دسیاسي پلوه ډیر په زړه پوري
ښکاري . دا اعترافونه په ټولیز ( کلي ) ډول د ټول ناټو ، ایساف او په
افغانستان کی د ټولو شکیلو وسلوالو هیوادو د ټیټ مورال څرګندونه کوی . خبره
به نه اوږدوم . دا تاسي او دا هم د نوموړي لیکني پښتو ژباړه :
د
برټانیې لوړ پوړي قوماندانان او د لومړۍ لیکي سیاستوال په هلمند کی و خپلو
ماته خوړلو جنګیالیو ته چی د ډنمارکی وسلوالو ټولګیو سره په ګډه هلته په
جګړه بوخت دی ، خبرداری ورکوی .
د تیرو دوولسو کلونو په موده د
افغانستان په جنګ کی د برټانیویانو او ورسره یو ځای د ډنمارکیانو شکیلتیا
اوس یو داسی درسی کتاب دی چی له مخی یی باید زده کړه وشی چی څنګه یو جنګ
بایلل کیدلای شی . دا هغه څه دی چی د انګلستان یو پخوانی جنګیالي افسر او (
د برټانیې دلیبرال ګوند ) مشر ښاغلی Paddy Ashdown ویلی دي . دده دا
یادووني په نیغه د انګلستان د لومړی وزیر David Cameron د هغي ورستنۍ وینا
سره تړاو لری چی په افغانستان کی یی دخپل جنګي ماموریت د پایته رسیدو په
هکله کړي او ویلی یې وه : « ماموریت مو بشپړ شو » . البته دی ورته
څرګندوونی د ډنمارکي چارواکو په ګډون د ناټو نورو غړو هیوادونو چارواکوهم
کړیدي .
The Times پنامه په یوی برټانیوي ورځپاڼي کی ښاغلیو Paddy
Ashdown او ځینو نورو جنګ ازمویلو افسرانو یو نوی انتقادي بحث پیل کړي دی .
پدی بحث کي د افغانستان د جنګ په اړه د لویزوالو پر لاسته راوړنو او په
ځانکړي ډول د ۲۰۰۶ کال وروسته چي جګړې په لوړه کچه زور اخیستې دې ،
څرګندوني کیږي . د بحث مهمه موضوع د انګریزانو ، ډنمارکیانواو امریکایانو
قوتونه دی چی په هلمند او د افغانستان په نورو جنوبي سیمو کی ځای پر ځای
شویدی . انګریزانو خپل د ۴۴۷ تنو وژل شوو سربازانو لویه برخه په هلمند او
همدارنګه ډنمارکیانو هم د خپلو ۴۳ تنو وژل شوو سربازانو د ډلی نه ۳۸ تنه
یوازی پدغه ولایت ګي دلاسه ورکړیدي .
په هلمند کی ماته خوړل :
د
لیبرال ګوند مشر ښاغلي Paddy Ashdown چی یو پخوانۍ لوړپوړی سیاستوال او په
بالکان د ملګرو ملتونو پخوانی استازی دی د The Times ورځپاڼي ته ویلي : «
موږ به له هلمند نه د ځوړندي لکۍ سره وځو . تاریخ به دا وښیی چی موږ په
افغانستان کی پاته راغلي یو . موږ تیروتني وکړي . تر ټولو بده تراژیدي پدی
کي ده چی موږ کولای شوه دا جنګ و ګټو ، خو و مو بایلې » . دې زیاتوی ، دا د
سربازانو ګناه نده بلکه دا د سیاستوالو ګناه ده چی موږ ککړ او نوم بدي
پاته شوو . ډنمارکۍ پروفیسور Mikkel Vedby Rasmussen بیا د نوموړی
وړاندوینه نه تائیدوی چی خبره به دومره ورانه شي . دې وایي : « تر اوسه لا
وخت شته او ډیر څه کیدلاي شي . کیدلای شي د اولسمشرۍ تر راتلونکو ټولټاکنو
وروسته د طالبانو سره جوړجاړۍ وشي » . نوموړی پروفیسور د Paddy Ashdown دا
خبره هم نه تائیدوي چی د تیروتنو ګناه یوازی د لودیزو حکومتونو پر غاړه ده
او نظامیان پدی کی بیخي بیګناه دی . دې پدې اند دې چي : « برتانیوي ،
ډنمارکي او امریکایي عسکرو په افغانستان کی ټول هغه څه ندی ترلاسه کړی چی
غوښتنه یې درلوده . اصلي پروبلم دادی چی پدی کار کی د نظامی حل لاری د
دوامدارو ملکي سیاسي حل د ماډلونو سره همږغي شوي نه وه » .
ښاغلی
پروفیسور Mikkel Vedby Rasmussen وایي چی همدا اوس د هلمند ولایت زیاته
برخه د طالبانو او نشه اي توکو د کاروباریانو لخوا په ګډه اداره کیږي ، په
هلمند کي ننني حالات د ۲۰۰۶ کال د پسرلي نه وړاندی حالاتو ورته دی ، کله چی
ډنمارکي او برټانیوي قوتونه د لومړي ځل د پاره پدی ولایت کی ځاي پر ځاي
شول .
ډګرمن Richard Willams چی د برټانیې په ځانګړو قطعاتو ( SAS )
پوری تړاو لری ، د The Times په ورځپاڼه کی د سختو حالاتو شتون تائیدوي او
وایی چی کله ناکله موږ دی اړایستل شوی یو چی د طالبانو سره جوړجاړی وکړو او
شرایط یی ومنو . ددی ډول جوړجاړیو سره سم به طالبان پریښودل کیدل څو د
سنګین په اولسوالۍ کی چی دګرشک په شمال پرته ده ، د یوشمیر هغو کنترولي
پوستو اداره ترلاسه کړی چی پخوا به یی اداره ډ ډنمارکی قوتونو پلاس کي وه .
څو ورځی وړاندی د نوو جوړجاړیو د خبر په اړه د امریکا دفاع وزیر Chuck
Hagel خپل شدید تشویش څرګند کړ . اوس دا رسما تائید شویده چی افغانی
قوتونه له هغو ځایونو څخه لیری شویدي . د حالاتو دسختوالي په پام کي نیولو
سره دا ډیره سخته ده چی په هلمند کي د چارو سمه ارزونه وشي .
ډګرمن
Richard Willams زیاتوی : « دا به ماته ډیره د تعجب وړ وي که د هلمند نوی
والي د هغو ګروپونو سره نژدی تړاو ونلری چی موږ یي د طالبانو پنامه یادوو »
. دی په هلمند کی د برټانیوي قواوو حالت « ډیر زړه بوګنونکی » بولی او
وایي « موږ په افغانستان کی نژدی ۵۰۰ تنه د لاسه ورکړی چی لویه برخه یی په
هلمند کي ووژل شول . ددی ټولو ستونزو سره موږ مجبور یو چی هلمند داسی یوه
والی ته پریږدو چی هغه د طالبانو مینه وال دی . په ځانګړي ډول د هلمند
شمالي برخی د داسی کسانو ډکی دی چی توری ږیری لری او توری لنګوټې یی پر سر
دي . بیا نو زموږ دا ټوله خواری د څه په خاطر وه ؟ » . دا د هغه چا خبره
خبری دي چی په هلمند کي یی ډیر ځلي ماموریت تر سره کړیدی .
د برټانیوي
قوتونو پخوانی قوماندان جنرال David Richards په نوموړي ورځپاڼه کی په
ځانګړي ډول هغه خطر ته ګوته نیسي چی افغانی اردو ته د مرستو بندول او پر
هغوي باندي بې باوري به ډیر ژر د دغه اردو د سره پاشل کیدو لامل وګرځی . دی
زیاتوی : « که چیری د هلمند ځیني برخي د طالبانو پلاس کښیوزی ، موږ باید
پدی سره ډیر وارخطا نه شو او شوک و نه خورو . دا کار نباید د لودیزوالو ګډه
ماته وګڼل شی ، داځکه موږ خو ویلي دی چی طالبان باید د هیواد په سیاسی
پروسه کی ور ګډ شی او پدغه پروسه کی باید دوی خپل ټاکلی اغیز ولري » .
جنرال David Richards په ۲۰۰۶ کال ، کله چی د ناټو قوتونو د افغانستان پر
جنوبی سیمو یرغل یووړ او هلته ځاي پر ځاي شول ، د نوموړو قوتونو مشر وو .
د ژباړی پاي
د ژباړونکی یادوونه :
د
لوړي لیکني څخه دافغانستان د ماموریت په اړوند د لودیزوالو اوټول ناټووالو
سخته ناهیلي په ډاګه کیږي . دا هغه څرګندوني دی چی دشوروی یرغل وروسته
ګرباچوف او دده نژدی انډیوال ، د هغه وخت د خارجي چارو وزیر شوورنادزي به د
فرصت نه په ګټه اخیستلو سره کولې . د شورویانو وارخطایی تر یوه حده پر ځای
وه ځکه هغوی په ډاګه تجاوز وکړ ، یو ازادخیال اولسمشر حفیظ الله امین یی د
ماشومو بچیانو سره په ډاګه وواژه او خپل مامور ببرک کارمل یی پر ځای ورته
کښیناوه . ددی سره سم ټول افغان اولس او نژدی ټوله نړۍ د هغوی په وړاندی
ودریدل . خو داځل امریکا او ناټوواله ټلواله یی د ملګرو ملتونو تر سیوري
لاندی افغانستان افغانستان ته راننوتل ، اسلامی امارت یی وران کړ او ظاهراٌ
یی ټوله نړۍ پر خوا ودریدل . ددوی په وړاندی یوازی یو تحریک چی هغه طالب
جنګیالی وه ، ودریدل او د ۴۳ هیوادونو تر غاښو وسلوال قوتونه یی دومره
سرګردانه کړل چی اوس د پښو سپوکولو لاره ترې نه ورکه ده .
دا چی ښاغلي
Paddy Ashdown د یوه جنګ ازمایلی افسر او وتلې سیاستوال په توګه وایی : «
موږ به له هلمند نه د ځوړندي لکۍ سره وځو . . . » ، ددی خبری مانا داده ،
چی کله یوجنګي حیوان په جنګ کی ماته وخوری نو مخ واړوی ، لکۍ یی شاته د
پښو ترمنځ ځړیږی ، اوربز یی کښته نیولې او روان وی . ایا یو افسر ته به
څومره سپکه وی چی د ځوړندی لکۍ سره د میرمنی کټ ته ور پورته سي . دا ډیره
ستره ناهیلي ده . دا چي ډنمارکي پروفیسور Mikkel Vedby Rasmussen وایي : «
تر اوسه لا وخت شته او ډیر څه کیدلاي شي . کیدلای شي د اولسمشرۍ تر
راتلونکو ټولټاکنو وروسته د طالبانو سره جوړجاړۍ وشي » . دا خبره یوه
پوښتنه را پاروی . که د طالبانو سره د جوړجاړۍ ( سولي ) موضوع مطرح وی ، نو
بیا ولې دا اوس جوړجاړی نه کیږی چی کرزی یی شپه او ورځ د هر فرصت څخه په
ګټه اخیستلو سره نارې وهي او ان د امریکا سره یی د امنیتی تړون د لاسلیک په
اړه داګړی یواځنی شرط همدا د سولي په چارو کی مرسته ده . ولی داخبره تر
ټولټاکنو وروسته په پام کی نیول شوی ده ؟ دلته خامخا تر کاسی لاندی کومه
نیم کاسه پټه ده چی په هکله یی فکر کولو ته اړتیا ده او له مخی یی د
لودیزوالو نیک نیت تر پوښتني لاندي راځي .
دا چي د برټانیوي قوتونو
پخوانی قوماندان جنرال David Richards وایی : « که چیری د هلمند ځیني برخي د
طالبانو پلاس کښیوزی ، موږ باید پدی سره ډیر وارخطا نه شو او شوک و نه
خورو . دا کار نباید د لودیزوالو ګډه ماته وګڼل شی ، داځکه موږ خو ویلي دی
چی طالبان باید د هیواد په سیاسی پروسه کی ور ګډ شی او پدغه پروسه کی باید
دوی خپل ټاکلی اغیز ولري » ، دا یوازی په حلوا حلوا ویلو سره خپله خوله
خوږه کوی . په سیاسي پروسه کي د طالبانو د ګډون مانا داده چی دوی باید د
دولت په درې ګونو قواوو کی ونډه ولری ، نه دا چی کوم اداری واحد په زوره
ونیسي او هغه په سیاسي پروسه کی د دوی پر ونډه حساب شي . دا یادوونه د هغه
موزي سړی خبری ته ورته چی یوه ورځ یی ګیږکی ( یو مرغه دی ) دده دباغ د انځر
له وني نه یوه دانه په مښوکه کی اخیستی وه څو ویی خوری . موزي سړی هغه
ولیده او پسې ور منډه یی کړه . ګیږکه د انځر سره په خوله کی والوته او د
دښت پرخوا روانه شوه . سړی ورپسی منډي وهلی چی ګوندي انځر تری نه ولویږی او
دی یی بیرته ترلاسه کړی . ګیږکه ډیره لیری شوه او دی هم نور له منډو ولوید
. اخر یی ورناری چی خیر دی په ذکات کی یی قبوله کړه !
