WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

بازار   Market
 
          بازاريعني څه؟   Meaning of Market
په عام ډول سره بازارعبارت دهغه ځاي څخه دى  چی داجناسواخستل اوخرڅول صورت مومي.لکه دغلي بازار،دتازه ترکاري بازاردبرقي سامان الاتو بازاردلباس بازاراوداسي نور.مگرپه اقتصادکى بازاراصطلاح ډيره وسیع اوپراخه معني لري.په اقتصادکى د بازارڅخه مقصدکوم ځانگړي ځاي ندي بلکه ټول هغه ځايونه چي هلته پيرودل اوپلورل په ازادانه ډول صورت مومي اوپه خپلومنځونوکى سره رابطه ټينگوي بازار بلل کيږي    ولې  داضروري نده چی هغوي دي په خپلومنځونوکى سره وگوري دوي کولي شي چی ايميل، مبايل،فکس له لاري يودبل سره معامله وکړي.
ددي رابطي په اساس ديوجنس دقيمت دتعين په صورت کى بايدپه هغه ټوله منطقه کى يوشان صورت ونيسي.چی په همدي ډول سره دغه ټوله ساحه ددي جنس بازارجوړيږي چی دغه منطقه يوښارهم کيدي شي چی ددي حدودديوي ولسوالي،ولايت   اوديوه هيوادڅخه نيولي ترټولي نړي پوري رسيږي شرط پکى دادي چی پدي ټوله منطقه کى په يوه وخت کى ديوجنس قيمت يووي.
داقتصادمشهورعلمان ډيو  او کلور    Due and Clover د بازارتعريف په لاندي ډول کړي دي.
  تعريف : دبازارڅخه مقصدهغه ساحې  دي چيرته چي پيرودونکى اوپلورونکى په داسى کاروبارباندي تړلى وي چی په دغه ټوله منطقه کى ديوجنس دقيمت ټاکل اودنوموړي جنس تبادله پکى صورت ونيسي.
دفرانسي داقتصادماهرپروفيسرکورنوټ Cournot دبازاردقلمي وضاحت په لاندي ډول سره کړي دي.
دبازارڅخه مقصدهغه ساحه ده چيرته چى پيرودونکى اوپلورونکى په خپل منځ کى سره په ازادانه ډول رابطه ټينگوي.چی پدي اساس په دغه ټوله منطقه کى ديوجنس قيمت په تيزي سره يوکيږي.
دلته داخبره دزدکری وړده چی ديوشي په حمل ونقل باندي کوم مصرف راځي دغه مصرف دبازاريونوعه قيمتونه نشى متا ثره کولى مثلاَ که دافغانستان په شمال ولاياتونوکى انگورويوچارک قيمت ٢٠ افغاني وي که دغه انگوردجلال ابادښارته راوړل شى اودجلال آبادپه ښارکى ديوچارک انگورو قيمت ٣٠ افغاني شي نوپدي صورت کى دشمالى ولاياتوقيمت اودجلال آباد ښار قيمتونه سره يوشان دي ځکه دغه ١٠ افغاني دترانسپورت قيمت دي نوويلي شوچی دشمالى ولاياتونوبازارونه اودجلال آبادښاردشمالى انگورولپاره مارکيټونه دي.ځکه چى پدغه دواړوبازارونوکى په حقيقت کى يوقيمت دي.
په يوه بازارکى لاندي عناصر دذکروړدي.
١_   دخرڅولواواخستلوجنس بايدموجودوي.
٢_    پيرودونکى اوپلورونکى بايدموجودوي.
٣_    پيرودونکى اوپلورونکى ترمنځ بايد ازادانه رابطه وي.
٤_    داسي يوه منطقه چی هلته ديوجنس قيمت يووي.
              دبازارډولونه  Kind of Market :
بازار کولاى شو چې د مختلفو جنبو له مخې تقسيم بندي کړو:
د مختلفو قسمونو توکو او خدماتو تبادله چې په بازار کې تر سره کېږي، کولاى شو چې بازارونه په لاندې ډولونو سره تقسيم بندي کړو
          دبازارډولونه عبارت دي له:
الف:دوخت په لحاظ According to time
 ب:   دځاي په لحظ سره  According to space
      ج:    داجناسوپه لحاظ سره  According to Commodities
      د:     درقابت په لحظ سره  According to Competition
 چى هريواوس په لاندي ډول سره ذکرکوو.
  الف:دوخت په لحاظ دبازارډولونه: دوخت په لحاظ بازارپه لاندي قسمونوسره تقسيموو.
 
 
 
 
 
١_    ورځنى بازار  Day to day Market
ورځني بازاردهغه اجناسوبازاردي چی هغه دنهايي کم وخت لپاره دهغي اخستل اوخرڅول صورت نيسى.
دمثال په ډول غوښه،سبزيجات شيدي،ماهيان اوداسي نوردغه اجناس چی په هره اندازه بازارته عرضه کيږي بايد هغه ټول په خرڅلاوورسيږي يعني بازارددغواجناسوعرضه بايد معينه (Fixed)وي چی نه کموالي اونه زياتوالي راشي.نوويلي شوچی په تقاضاکى دتغيراتوله وجي قيمتونه هم ورځ په ورځ تغير کوي.
که کومه ورځ تقاضازياته شي نوقيمتونه هم ورسره لوړيږي.
برعکس دتقاضادکميدوپه صورت کى قيمتونه خودبه خودراټيټيږي.
 
٢_    لنډمهاله بازارونه   Shart Period Market
دلنډي مودي په بازارونو کى اجناس ديوي لنډي مودي لپاره ذخيره کيږي يعني دڅوهفتويامياشتولپاره په بازارکى ذخيره کيږي.
يادا دداسي اجناسوبازاردي چی دلنډمهاله یا  دڅوهفتويامياشتوپوري ذخيره کيداي شي ترهغه وخته پوري چی په تقاضاکى تغيررامنځ ته کيږي په عرضه کى هم په همغه اندازه تغيرات واقع کيږي.
څرنگه چى پدي بازارونوکى دجنس دذخيري وخت ډيرکم وي نوددي لپاره که يوشي ته تقاضا زياته شي دهغي دعرفي زياتوالي تريوحده پوري ممکن کيداي شي مثلا که وريجوته تقاضا زياته شي نو دوريجو ميلونه په دوه يادري شفټونو په چلولودوريجوعرفه تريومحدودحده پوري زياتيدلي شي مگرکه چيرته تقاضاډيره زياته شي
 نو په لنډوخت کى نوي تصدي په نسبولوسره دعرفي زياتوالي ممکن کيدلي نشي فلهذا په لنډه موده کي په مارکيټ کي دقيمت انحصار دعرفي په مقابل کى زياتره په تقاضاباندي وي.
 
٣_    اوږدمهاله بازار  Long period Market
دادداسي اجناسو بازاردي چی دهغوي په قيمتونوکى دعرفي اوتقاضااوږدمهاله تاثيراتواندازه اخستل کيږي.داپه دي معنئ چي ديوشي تقاضاترډيره وخته پوري به کميدوشي نو دتصديوخاوندان دنوموړي شي توليدات کموي چی پدي سره دعرضي مقدارکميږي چی پدي حالت کى دشي قيمت په چټکى سره نه ټيټيږي.
    برعکس که چيرته ديوشي په تقاضاکى دزيات وخت لپاره زياتوالي راشي نودتصديوخاوندان په خپلوتصديوکى دتوسع راوستلوبرسيره نوي تصدي هم جوړوي چی پدي سره ديوشي عرفه په مستقل ډول سره زياتيږي چی پدي سره ديوشي په قيمت کى په زياته اندازه اضافه والي نه راځي قلهذا په اوږدمهاله بازارکي ديوشي دتقاضاتغيرات په نظرکى نيولوسره دهغه شي دعرضي مقدارپه همغه اندازه باندي کميږي يازياتيږي ځکه چى ددغه شي په قيمت کى ډير زيات تغيرات نه واقع کيږي دمثال په ډول که چيري ترډ يري اوږدي مودي پوري  Water Coolerتقاضا کمه شي نودتصديوخاوندان به دغه توليدکم کړي يابه ددي کاروبارپريږدي اويوه بله نوي پيشه به اختيارکړي که چيرته په دغه موده کى Water Cooler ته تقاضازياته شي نودتصدي خاوندبه خپل کاروبارته پراختياورکړي ددي علاوه ډيردتصديوخاوندان به دWater Cooler نوي تصدي جوړي کړي چى پدي سره دعرضي مقداربه زيات شي چی پدي سره به قيمت لږيا زيات په يوي خاصي سطحي باندي برقرار شي فهلذا په يوه اوږده مودي کى ديو جنس عرضه دهمغه جنس په قيمت باندي زيات تاثير واردوي.
 
           ب:   دځاي په اساس دبازاراقسام
دځاي په اساس دبازاراقسام په لاندي ډول دي.
١_    محلي بازار  Local Market
هغه اجناس چی په يوه سيمه کى پيداکيږي اوپه همدغه سيمه کى په مصرف رسيږي يعني دسيمي دخلکولخواخريداری کيږي چي دي ډول بازار ته محلي بازارويل کيږي.چى په دي ډول بازارکى لاندي اصول پلورل کيږي.
شيدي،سبزي جات،غوښه اوداسي نور.چی ددغواجناسوانتقالول ديوي سيمي څخه بلي سيمي ته چی دخرابيدو امکانات لري بس ددغواجناسوبازارته دمحلي Local Market کلمه استعمالولى شوهمدارنگه په محلي بازارونوکى هغه اجناس هم شامل دي چی دوزن په لحاظ دزيات وزن لرونکى وي دمالي له لحاظه دډيري کمي ماليی لرونکى دي.لکه خښتى،ډبري(تيږي)اودځناوروکاروبارهمدارنگه ددغواجناسو اخستل اوخرڅول هم په محلي سطحه باندي کيږي.
 
 
 
٢        _    سيمه يزبازار  Regional Market
هغه بازارونه چى دهيواد په يوي برخي يا سيمي پوري منحصروي دسيمه يزبازارو څخه عبارت دي.
په عام ډول سره په دغه بازارونوکى داجناسوراکړه ورکړه دسيمي دخلکوپه رسمورواج اودهغوي دخوښي اوشوق پوري اړه لري.دمثال په ډول دکندهار په ولايت کى دکوټۍ دښارلاسى جوړي شوي خولي ډيري مروجي دي چی پدي اساس دکوټۍ دخوليوسيمه يزبازاردکندهارپه ولايت کى دکوټۍ دښارلاسي جوړي شوي خولي ډيري مروجي دي چی ددغه رنگه اجناسوبازارته سيمه يزبازارويل کيږي.
 
٣_    ملي بازار  National Market
ملي بازارعبارت له هغه بازارڅخه دي چی په هغي کى دهيوادوگړي خپل خپل اجناس په اسانى سره خرڅ اوواخلي دي نوعه بازارته ملي بازارويل کيږي.
په عام ډول سره ټول پيداوار اوکم وزنه اجناس په ملي بازارکى شامل دي ځکه چى دهيوادهري برخي ته ددغواجناسو رسول په اساني سره صورت نيسي.مثلاً:دافغانستان دسپين غرغوړيوتوليدات چی دهيوادټولو برخوته رسيږي اوپه ټولو بازارونوکى پيرودل اوپلورل کىږي پس دسپين غرغوړيوبازاردهيوادملي بازارتشکیلوي.
 
٤_    نړيوال بازار  International Market
هغه بازارچی دنړي دټولوهيوادونو اجناس پکى عرضه اوتقاضاصورت نيسي عبارت دي له نړيوال بازارڅخه.
نړيوال بازار:عبارت دهغه بازارڅخه دي چی په هغي کى دنړي دټولو هيوادونو اجناس پلورل اوپيرودل کيږي.
هغه اجناس چى دنړي په ټولو بازارونو کى پيداکيږي عبارت دي له موټر،راډيو،ريفريجريټر،ایرکنډيشن اوداسي نورچی دغه اجناس ډيرمقاومت لرونکى اجناس بلل کيږي اوديوه هيوادڅخه بل هيوادته دانتقال په وخت کى کومي ستونزي نه رامنځ ته کوي.اودنړي ټول وگړي دغوتوليداتو(اجناسو)ته تقاضالري چى ددغي اجناسوعرضه دتقاضامطابق دنړي هرگوټ ته رسيږي اوهمدارنگه دنړي ټول پيرودونکى اوپلورونکى په خپلومنځونوکى سره رقابت کوي اوددغواجناسونرخونه سره ټاکى.
            ج      داجناسوپه لحاظ دبازارډولونه
داجناسواوخدماتوپه لحاظ دبازارډولونه په لاندي ډول دي.
 
١ _    عام بازار General Market
دعام بازارڅخه مقصد داسي بازاردي چی په هغي کى هرنوع اجناس پيرودل اوپلورل کيږي.
دمثال په ډول په کابل کى د منډيي په جلال آباد کى دډنډغاړه اوداسي نور بازارونه چی دهيوادپه هرولايت کى وجودلري چی دخلکودضرورت هرنوعه اجناس پکى پلورل اوپيرودل کيږي چى دخرڅلاودارنگه ځايونوته عامه بازارونه ويل کيږي
اوهمدارنگه بازارونه په هرکلي اوهر ښارکى پيداکيږي ترڅودهغه ځاي دخلکوصرورتونه ددغوبازارونوڅخه پوره شي.
 
٢_    خاص بازار Specialized Market
هغه بازاريامارکيټ چی په هغي کى يوازي ديوجنس کاروبارصورت نيسي عبارت دي له خاص بازارڅخه لکه دوريجومارکيټ دمالگي مارکيټ غلجاتومارکيټ اوداسي نورمارکيټونه.
 
               ۵   دپانگي بازار  Capital Market
دپانگي دبازارڅخه مرادهغه بازاردي چی په هغي کى نوي کفالستونه (Securitize) اونوي بانډونه اخستل کيږي اوخرڅول کيږي.
 
                     ۶_   داسحاموبازار    Stock change
 ددي څخه مرادهغه بازاردي چی په هغي کى زاړه کفالستونه اوبانډونه اوهمدارنگه دموجوده کمپنيو اسحام اخستل اوخرڅول کيږي.
 
                  ۷  دعواملو بازار
 دعواملودبازارڅخه مرادهغه بازاردي چی دتوليداتوعواملو يعني ځمکه کارګرپانگه اواداري خدمتونه اخستل اوخرڅول کيږي اوددي تبادله دعرضي اوتقاضا په اندازوپوري تړلي دي .
 
                      ۸   دپيسو بازار Many  Market
دپيسودبازار څخه مراد هغه بازاردي چيرته چي مالي اداري (financial Institation) عامو خلکو اوکاروباري اداروته قرض په ډول ورکول کيږي.
 
                             ۹  دپيسودتبادلي بازار Foreign Exchange Market
دپيسو دتبادلي د بازارڅخه مرادهغه بازاردي چی دخارجي هيوادونوڅخه کرانتي اخستل اوخرڅول کيږي.
                   (  درقابت په لحاظ د بازارډولونه)
درقابت په لحاظ د بازارډولونه په دوه ډوله دي.
             الف: کامل رقابت بازار Perfect Market
دکامل رقابت بازارڅخه مرادهغه بازاردي چی هلته کامل رقابت موجودوي.
            ب:    دناقص رقابت بازار In perfect Market
             الف: دکامل رقابت بازار Perfect Market
 ‌يورقابتي بازارته ترهغه وخته پورى کامل رقابتي بازارنشوويلي ترڅوپوري چی په هغي کى کامل رقابت پلي شوي نه وي دکامل رقابت لپاره چی کوم شرطونه ضروري دي په لاندي ډول دي.
                دکامل رقابت شرطونه :
١  _    متجانس اشياء
٢_    داخیستونکواوپلورونکوپه مقدارکى زياتوالي.
٣_    په صنعت کى دتصديوازادانه داخله.
٤_   اخستونکى اوخرڅوونکى بايددبازاردحالاتوڅخه په مکمل ډول خبروي.
٥_    دتوليدپه عواملوکى په ازادانه ډول انتقال.
٦_    دعرضي اوتقاضاپه ازادانه ډول سره عمل کول.         
                                 الف :  دکامل رقابتى    ب:  بازارگټي اوتاوانونه:
             رقابتی بازارگـتی
١_    په کامل رقابت کى ديوهيوادوسايل په ښه ډول سره استعمال کيدي شي.
٢_     په کامل رقابت کى دعرضی اوښه معياری شيانوزياتوالي.
٣_     په کامل رقابت کى دنوواختراعاتو دحوصلي لوړول.
٤_     په کامل رقابت کى دبیروزگاري خاتمه.
٥_     په کامل رقابت کى دملي عايدمساويانه تقسيم.
 
     دکامل رقابتى بازار تاوانونه
١_     په کامل رقابت بازارديو هيواد دوسايلوضایع کيدل.
٢_     په کامل رقابت بازارکى دداخلي اوخارجي گټوڅخه محرومي.
٣_     په کامل رقابت بازارکى دقيمتونوټيټيدل اولوړيدل.
٤_     په کامل رقابت بازارکى دعامه گټولپاره نه مناسب  والي.
 
ب:    ناقص رقابتى بازار In perfect computation Market
         په عملي ژوندکى کامل رقابت ډيرکم ليدل کيږي نود دي لپاره ناقص رقابت په حقيقي ډول سره مخکى دي ددي علت دادي چی په کامل رقابت کى ديو شي ټول واحدونه يوډول وي اوقيمت يي هم يو وي چی نه اخستونکى اونه خرڅوونکى په خپل انفرادي عمل سره متاثرکولي شي نوپدي ډول په کامل رقابت کى دتصدي گټه کمه وي چی دهغي په واسطه د تصدي خاوندانو حوصيله کميږي نوددي سره په څنگ کى ديوشي يوشان والي له منځنه ځي پدي صورت کى دتصدي خاوندان خپل توليدات په مختلفو نښوسره جوړوي اوخپل ليبلونه پري لږوي اوبازارته يي دخرڅلاولپاره عرضه کوي اودمعمول څخه په زيات قيمت په لاسته راوړلوباندي کاميابيږي.
کله چى ديوشي ديوه نوعيت مختلف برانډ،نه په بازارکى په مختلفو قيمتونوسره خرڅشي نودي حالت ته ناقص کامل رقابت ويل کيږي.
 
            دناقص رقابتي بازارشرطونه:
دکامل رقابت برعکس دي چی په لاندي ډول سره دي.
١_   دمختلفوتصديوخاوندان چی کوم شي توليدوي دهغي ټول واحدونه يوشان نه وي بلکى هغه درنگ،وزن،ليبل اونورو خصوصياتو په اعتبار باندي ديو اوبل څخه فرق لري مثلاً دجاموصابون،ديوارډصابون اوداسي نور.
٢_   په صنعت کى نوي تصدي په اساني سره نشي داخليدلي نوهغوي هروخت دمخکنيو تصديو پيداشوي مصنوعي مشکلاتو سره مخامخ کيږي.
٣_   ديوجنس ديوبرانډاخستونکواوخرڅوونکوتعدادکم شي اويوهم دخريدارانو څخه په خپله تقاضآکى کموالي يازياتوالي راولي اويايودخرڅوونکوڅخه دخپلي عرفي په مقدارکى کموالي يازياتوالي راولي نودجنس په قيمت کى هم تغيرات واقع کيږي چی په همدي اساس په ناقص رقابت کى دمختلفوبرانډونو اجناس په مختلفو قيمتونوسره په خرڅلاو رسيږي.
٤_   اخستونکى اوخرڅوونکى د بازاردحالت څخه بي خبره وي يعني نه اخستونکى پدي پوهيږي چی دمختلفو اجناسودوکانداران ديوشي کوم قيمت لاسته راوړي اونه خرڅوونکى ديواوبل دخرڅلاو دقيمت څخه خبروي.
٥_   دتوليدعوامل:دتوليد دعواملو انتقالول ډيرمحدودوي يعني ديوه ځايه څخه بل ځاي ته ياديوي بيشي څخه بلي پيشي ته ډيرکم انتقال کوي.
٦_   عرضه اوتقاضآپه خپل منځ کى سره په ازادډول عمل نه کوي.خودولت اودتصديوخاوندان پدي باندي بنديزونه لږوي اوديوشي قيمت ټاکى.
             دناقص رقابت ډولونه
دبازار شکل
بازارونه دخپل شکل له مخې په بېلابېلو ډولونو ويشل کيږي :
هغه ډير عمده او مهم شکلونه يې عبارت  دي له  :
انحصار ، اوليګوپول  او پولي پول  يا زروي  رقابت څخه ،  اوس يې هريو په لاندې ډول ترمطالعې لاندې نيسو  . 
               الف:انحصار يا  Monopoly
هغه وخت چی ديو جنس توليد يوي تصدي پوري منحصروي اوهغه ددي ټوله عرضه کنټرولوي نودي حالت ته انحصار ويل کيږي.
يا انحصار کيدى شي چې تخنيکي شرايطو او دتصدى دتجسس په نتيجه کې منځ ته راشي  او يا دطبعي پديدو  او توقعاتو محصول وي  چې کولى شو هريو يې په لاندې توګه ترمطالعې لاندې ونيسو .
١. تخنيکي پرمختګ کولى شي چې انحصار منځ ته راوړي  البته داسې چې يوه موسسه  يو نوى شى اختراع کوي او تريوه وخته پورې  دپتنت (Patent)  او نورو له نګا څخه په دې مورد کې دانحصاري قدرت لرونکي وي  . مثلاً  ددوه امريکايي کمپنيو په وسيله  دکمپيوټر توليد  چې اوس هم دنړې تقريباً اتيا فيصده توليدات دهمدې دوه کمپنيو له خوا صورت نيسي  . په همدې هره اختراع تر يوه وخته پورې  دانحصار قابليت لري .
٢. په همدې ډول  طبعي شرايط هم کولى شي چې يوې موسسې اويا يو مملکت ته انحصاري قدرت  ورکړي  .
يا په بل عبارت  : طبعي شرايط  نوموړى  موسسه  يا هېواد  انحصاري قدرت قادر کوي  نه دانسان خلاقيت او ابتکار  . لکه دافغانستان لاجورد  او يادکاناډا  نکل  توليدوي .
٣. همدارنګه کيدى شي چې دتوافقاتو په وسيله هم انحصار منځ ته راشي . مثلاً  درې يا څلور هېوادونه چې قرقل توليدوي  کولى شي   چې په خپل منځ کې سره توافق وکړي او په دې توګه دتقاضا کوونکو په مقابل کې انحصاري قدرت لاسته راوړي  .
په خارجي تجارت کې انحصار اکثراً  پورتني درې شرطونه ځانته نيسي  .
ب:    اوليگوپول  Oligopoly
هغه وخت چی ديوجنس ټوله عرضه څو تصدي کوي دي حالت ته اوليگوپول ويل کيږي.څرنگه چي په اوليگوپول کى دتصديوتعدادکم وي نوددي لپاره يوه تصدي په زيات مقدارسره اجناس توليدي اوبازارته يي عرضه کولي شي نوپدي ډول ديوي تصدي يواځني عمل ديوشي په قيمت باندي تاثير اچول دي يعني که چيرته يوه تصدي عرضه کمه يازياته کړي نوپه قيمتونوکى زياتوالي اوکموالي راځي.
 
په انحصارکى رقابت  Monopolistic Computation
کله چي ديوشي عرضه ډيري تصدي تياروي اوهره يوه تصدي دخپل ځان لپاره يوه تجارتي علامه جوړه کړي وي اوهغه ددي علامي په واسطه خپل اجناس په مختلفوقيمتونوسره په خرڅلاورسوي چى دي حالت ته انحصارانه رقابت ويل کيږي.په انحصارانه رقابت کى دشيانوپه کيفيت کى دمره تغيرات نه ليدل کيږي خوبياهم دتصديوخاوندان اخستونکى دمختلفو برانډونو داعلانونوڅخه متاثره کوي اواخستونکى خپل ځانونه ديو خاص برانډپوري تړي او په هرقيمت باندي ددغه تصديو دبرانډاخستلو ته ترجيح ورکوي څرنگه چی په انحضارانه رقابت کى دتصديو تعدادزيات وي خوبيا هم ديوشي په عرضه کى کوم کموالي اوزياتوالي په قيمت باندي ډيراثرات غورځوي مثلاً:تلويزون چی مختلفي تصدي يي توليدوي اوهره يوه دځان لپاره مختلفي تجارتي نښي جوړي کړي لکه فلپس،هټاچي Rga,sharp,sony اوداسي نورچی هره تصدي دخپلي تجارتي نښي قيمت تعين کړي اوهره تصدي ددي نـښي (ليبل)په اساس په بازارکى سره رقابت کوي.
 
دانحصارډولونه  Kind of Monopoly
 
             1-  طبعي انحصار  Natural Monopoly
طبعي انحصارهغه انحصارته ويل کيږي چی ديوشي دټولي عرضي يوه زياته برخه دنړي په يوه هيواد کى پيداکيږي اونوموړي هيواد ددغه جنس په ټولي عرضي اوتوليد باندي کنترول ولري چی دغه حالت ته طبعي انحصار ويل کيږي.دمثال په ډول په نړي کى دپنبي دټول توليد يوه زياته اندازه په بنکله ديش کى توليديږي نو دبنگلديش هيوادپه پنبه باندي طبعي انحصارلري په همدي ډول په برازيل کى دقهوي توليد،په سريلنکاکى دچايوتوليد اوپه ماليشياکى دربړپه توليد باندي طبعي انحصارلري.
 
٢_    ټولنيز انحصار  Social Monopoly
دټولنيزپرمختگ په خاطرهغه وخت چی ديوشي توليدات اودهغي دتقسيم ټول واک يوي تصدي ته ورکړل شي اونوروتصديوته ددي جنس د توليد مجازنه وي نوپدي حالت کى ټولنيز انحصارواقع کيږي دمثال په ډول په افغانستان کى په برق باندي ددولت انحصارهمدارنگه په ټولنيز انحصارسره دغيري ضروري رقابت ميلان ختميږي اودولتي ضرايع له منځه نه ځي.
 
٣_   قانوني انحصار  Legal Monopoly
هغه وخت چی يوشخص يونوي شي توليدکړي نوهغه ثبتوي چی پدي سره داشخص په خپل جوړشوي شي باندي قانوني انحصارلري اوبل شخص يااداره داحق نه لري چی دنوموړي شخص داجازي پرته دغه جنس ياشي توليداويا يي نقل وکړي که چيرته کوم شخص داکاروکړي نوقانوني چلندبه ورسره کيږي دمثال په ډول يوليکونکى په خپل کتاب باندي قانوني انحصارلري يعني ددي کتاب ټول حقوق دکتاب په مولف پوري محفوظ دي.
 
٤_  خودساخته انحصار Implied Monopoly
خودساخته انحصارديوي لويی تصدي د انحصارانه ميلان څخه لاسته راځى کله يوه لويه تصدي خپل داخلي اوخارجي کفايتونوکى خپل دتوليدقيمت دومره راټيټ کړي چی ددي په رقابت کى وړي وړي تصدي دتاوان کولوسره مخامخ کيږي اوخپل توليدات دروي چی پدي سره لويوتصديوته د انحصارموقع په خپله پيداکيږي چي دي ډول انحصارته خودساخته انحصارويل کيږي.
 
د انحصارگټي اوتاوانونه  Merats and Demerit Monopoly
الف:د انحصارگټي
١_داخلي اوخارجي کفايتونه: انحصارکوونکى يوشي په ډيره پراخه اندازه توليدوي چی پدي سره په زيات مقدارداخلي اوخارجي کفايتونه پيداکيږي مثلاً:خام موادپه ټيټوقيمتونوباندي اخستل دبانگ څخه دقرض په اخستلوکى اسانتياوي دپانگي اوکارگرښه استعمال چی پدي سره دتوليدمصرف کميږي.
٢_په سرمايه گذاري کى زياتوالي:درقابت په نه موجوديت کى رقابت کوونکى په تجارتي ا علاناتو باندي ډير کم مصرف کوي چی پدي سره يي گټه زياتيږي اونوي تصدي پرانيزي.چی دنووتصديوپه جوړيدوسره په هيوادکى سرمايه گذاري زياتيږي.
٣_په قيمتونوکى استحکام:په انحصارکى ديوشي قيمت په زيات ياکم فرق باندي قايم وي ځکه چى انحصارکوونکى دتقاضآکوونکى په مقابل کى دعرضى په مقدارکى تغيرات هم راولي چی ددي تغيراتوپه راوستلوسره دهيوادپه داخل کى دقيمتونو په ټيټوالي اوجگوالي کى کومک کوي.
٤_تجربه اوتحقيق:دمنحصرياانحصارکوونکى مالي وسايل ډيرزيات وي اوهغه دکاروبارلپاره دنوو طريقوپه پلي کولوسره دتحقيق اوتجروبي څخه کومک اخلي چی پدي ډول سره نوي اختراعات منځ ته راځي.
٥_دعامه گټولپاره مناسب والي:دعامه گټولپاره ځيني شيان اوخدمات د انحصارپه ډول راوړل کيږي چی نه ټولنيزمسايل پيداشي اونه ملکى منابع ضايع شي لکه پوسته خانه اوبه برق محکمه د انحصارپه ډول پيداکيږي که چيرته پدي شعبوکى رقابت پيداشي نوهره يوه تصدي به ځانته دبرق لينونه دريل پټلي غزوي چى په هرځاي کى به ددي شيانوجال خورشي اوپه ټولنيزژوند کى به ستونزي راپيدشي.
 
 
 
     ب:  دانحصارنواقص
١_دټولنيزپرمختگ مخنيوي.
انحصارکوونکى په عام ډول سره دشيانوعرضه کمه ساتي چى دهغي په نتيجه کى قيمتونه لوړيږي او انحصارکوونکى ډيره زياته گټه لاسته راوړي چى دهغي څخه ټولنيز اوسياسي مسايل رامنځته کيږي اودهيوادثبات دخطرسره مخامخ کيږي.
٢_ددولت متمرکزکيدل:دانحصارپه صورت کى ديوهيواددسرمايي زياته برخه ديوڅو انحصارکوونکوپه لاس کى پريوزي اودهغه هيواد زيات وگړي په غوربت کى ژوندکولوباندي مجبوريږي چی دهغي په واسطه اقتصادي اوسياسي مسايل پيداکيږي.
٣_دتوليددعواملوانتقال:د انحصارپه صورت کى دتوليدعوامل يوخاص نوعه اجناس اوخدمات توليدوي چی په هغي کى دتوليد دعواملوانتقال ميلان کميږي اوهغه په خپل کارکولوسره زيات نه يازياته معاوزه نشي اخستي نوهغه د انحصارکوونکى په ټاکل شوي معاوزه باندي اکتفاوي.
٤_دنووتصديودخاوندانونه تشويق کول.
په خپل اقتصادي قوت سره په بازارکى انحصارکوونکى دومره غالب وي چی چاته دهغوي سره په بازارکي درقابت کولو توان نه پيداکيږي څرنگه چي دنووتصديوخاوندان دخپل کاروبارپه شروع کولوسره په خپل ځان کى ددي توان نه لري چی دلويو تصدي سره رقابت وکړي بله داچی دنووتصديوخاوندان په بازار کى خپل ځانونه بي ملگري اوبي کومکه احسا سوي نودوي په دي باندي مجبوريږي چی دبازارڅخه تيښته وکړي اوبازارپريږدي.
٥_دنوواختراعاتوکموالي:په کامل رقابت کى دتصديوخاوندان يودبل څخه درقابتى گټودلاسته راوړلوپه خاطرنوي نوي اختراعات کوي چی په هغي باندي دسرمايي دپيداکولوپه خاطر نوي نوي ميتودونه منځته راوړي مگرپه انحصارکى دنوواختراعاتوامکانات وجونه لري.
٦_دمصرف کوونکواستحصال: انحصارکوونکى چى کوم جنس توليدوي اوبازاروته يي عرضه کوي نومصرف کوونکوته اجناس په لوړ قيمت واخلي برعلاوه انحصارکوونکى مصرف کوونکوته اجناس په لوړقيمت اوپه ټيټ کيفيت سره يي عرضه کوي چی پدي سره مصرف کوونکى داستحصال ښکارگرځى.
دانحصاردگټواوتاوانونودمقايسه کولو څخه داسي معلوميږي چى ددي تاوانونه تريوډيرحده پوري واضح اومعلوم دي خوگټي يي تريوه حده پوري دي ددي علت هم دادي چی انحصارکوونکى دعامه اوملي گټوپرځاي دخپلوشخصى گټولپاره کاروبارکوي اوپه خپلوکارگرانوانحصارکوي دنووتصديوخاوندانوته اجازه نه ورکوي چی مارکيټ ته داخل شي دنوواختراعاتواوکشفیاتوپرځاي دټول هيوادشتمني ځان ته جذبوي چی ددي پراساس ديوهيوادشتمني په غيري مساويانه ډول سره تقسميږي اوعام خلک په اکثريت ډول سره دغربت په ژوندکولوباندي مجبوريږي چی ددغوخوارواوغريبوخلکولاسونه دانحصارکوونکوپرگريوان پوري رسيږي چی پدي سره هيواد په سياسي اواقتصادي لحاظ سره وروسته پاتي کيږي نوددي گردجن حالت څخه دوتلولپاره په يوه سرمايه دارانه اقتصادي نظام کى بايد ديوجنس دانحصارکوونکو پرمختگ ته اجازه ورنه کړل شي ددولت چارواکى اودجنس مصرف کوونکى بايددانحصارکوونکودکاروباردمخنيوي لپاره لاندي گامونه پورته کړي.
 
١_دمتبادل جنس لټه:
لکه چي انحصارکوونکى دخپلي گټي په خاطر ديوجنس دقيمت لوړول وغواړي نودصرف کوونکودفروخت قوت کميږي نو پدي حالت کى درقابت کولوپه خاطرديوجنس متبادل جنس لټول پکاردي چی په انحصارکى خرڅيدونکى جنس ته تقاضآکمه شي اوقيمت يي پورته لاړنه شي.
٢_درقابت دحوصلي لوړول:
انحصارکوونکى هميشه درقابت څخه ويره لري که چيرته انحصارکوونکى دخپل جوړشوي توليد قيمت په خپله خوښه لاسته راوړل وغواړي نودولت ته پکاردي چی دهغوتصديوخاوندانوحوصيله لوړه کړي چی په خپل صلاحيت سره دانحصارکوونکى رقابت وکړي شي اودغه تصدي وکړي شي چی په بازارکى دانحصاري تصديوسره په رقابت کى خپل اجناس په ټيټ قيمت سره وپلوري اوپه دي باندي وتوانيږي چی انحصاردتل لپاره دمنځه يوسي.
٣_دقيمت تعينول:
دولت دانحصارپه صورت کى داجناسولپاره قيمت تعينولي شي چی پدي سره انحصارکوونکى دگټوتعين هم کيدي شي اودتعين شووقيمتونوڅخه دلوړقيمت لاسته راوړلوپه صورت کى ددولت له خوادقانوني چلند سره مخامخ کيږي چی پدي سره انحصارکوونکى دخپلي خوښي قيمت په لاس نشي راوړلي.
٤_دتقاضاشکل:
دانحصارکوونکى په واسطه جوړشوي جنس ته تقاضاکه چيرته غيري ارتجاعي وي نوپدي سره ديوجنس قيمت لوړيږي اودزياتي گټي دلاسته راوړلوموقع پيداکيږي نوددي په خاطر يوجنس بايدزيات نه زيات ارتجاعي کړي شي چی پدي سره کيدي شي مصرف کوونکى دخپلي تقاضآمقدارپه خپله خوښه کمه کړي ياددي جنس يومناسب متبادل جنس بازارته عرضه شي اوياديوجنس تقاضآارتجاعي شي چی پدي سره دانحصارکوونکى قوت کميږي.
 
٥_دمصرف کوونکى ضدعامل:
دانحصارڅخه دخلاصي په خاطرمصرف کوونکى په خپل منځ کى سره اتحادکولي شي اوهغه قيمتونه چی دانحصارپه اساس رامنځته شوي په خپرونوکى ددي خلاف خپل دناخوښي اظهاروکړي ددي ضرورت په وجه انحصارکوونکى مجبوريدلي شي چی خپل اجناس په مناسبوقيمتونوسره وپلوري.
٦_دولتي کړي:
که چيرته کوم انحصارکوونکى دزياتي گټي په خاطرديوشي کيفيت کم کړي اوياپه بازارکى ديوجنس مصنوي کموالي پيداکړي نودولت دعامه گټولپاره خپله دولتي مشينتري راوړي اودانحصارکوونکودغه عمل دناکامي سره مخامخ کيږي.
 
٧_منطقي انحصار:
دپورتنيوکړنوبرسيره که چيرته انحصارکوونکى دولت اوعاموخلکوسره کومک نه کوي نودولت په مختلفوډولونو سره دغه انحصاري عمل په خپل لاس کى اخلي اوددغواداروشتون له منځه وړي.

 
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و یکم دی ۱۳۹۵ و ساعت 7:59 |