جاري اوثابت قيمت (Current and fixed price):
که چيري اقتصادي متغيراتو ياتغير منونکوته دورځي ددوامدار نرخ له مخي ارزش ته قابل شو اودا ارزش دقيمت په توګه قبول کړو نودې قيمت ته جاري قيمت ويل کيږي اوکه چيري دنوموړي اقتصادي متغيراتو ارزش په يوه ټاکلي اقتصادي دوره مثلاً يوکال کې ترڅيړنې لاندي ونيسو اوکلنى ارزش ددې اقتصادي متغيراتو لپاره دقيمت په توګه قبول کړو نو داډول قيمت ته ثابت قيمت ويل کيږي.
ياپه بل عبارت پوهيږو چې هر اقتصادي متغير ارزش دهغې په مقدارکې دهغې دقيمت دضرب دحاصل څخه په لاس راځي.
ددي اساس له مخې که چيري دورځي ددوامداره قيمت څخه استفاده وکړو نو جاري ارزش په لاس راشي اوکه چيري دقيمت سال يا (بشپړ کال) څخه استفاده وکړاى شي نومتغير ارزش په ثابت قيمت سره حاصليږي.
سال ياپه يوه ټاکلي اومعلــــــوم کال دي چې دهغي کال څخه وروسته دمتغير زمــــــــاني رول يا په نظــــــــر کې نيـــول شـــــوو متغيـــــــراتو زماني دوره شروع کيږي.
دمثال په ډول که چيري په محاسبه کې په 1374 کال کې دمتغيراتو اوحقيقي ارزشونو په مورد د (1369) کال د قيمتونو څخه استفاده وکړو پدغه صورت کې 1369 کال دسال پايه دکال په نوم سره نومول کيږي. البته په يوه ځانګړي زماني دوره کې يو کال په عنوان داساس سره انتخاب کيږي چې په هغه کال کې د دورې دنوو کالو په نسبت اقتصاد په ډيرو ښو شرايطو کې قرار درلود اود ښه يا زيات ثبات څخه برخمن وو.
ثابت قيمتونو ته دتوحه کولو اهميت پدي دليل سره کولاى شو توضيح کړو چې په ملي حسابداري کې هر هغه څه چې ډيره توجه ورته اړول کيږي، دمتغيــــــراتودارزش واقعــــــــى تغير يعنى دهغـــــــوي دحجــم يامقدار د تغير څخه عبارت دى .
نو ددې اساس له مخې ددې لپاره چې دمتغيراتو د ارزش د نوي رنګ په تحليل کې موغلطي نه وي کړي او دا چې د قيمتونو دنوي رنګ څخه لاس ته راغلي تغيرات دمتغيراتو د واقعي ارزش دتغيرپه توګه په نظر کې ونيه نيسو نو د (سال پايه) دقيمت څخه استفاده کوو. پدي ترتيب سره د(سال پايه) دقيمت په اساس شره دارزشنونو نوي محاسبه شوي شکل اورنګ به ، دمتغيراتو دواقعي ارزش دتغير په نښه کوونکى يا ښوونکى وي ځکه چې ثابت قيمت موپه نظر کې نيولي دى .
اوس د ثابت قيمت دساده او اسان مفهوم د پوهيدلو په خاطر له يوه ساده مثال څخه استفاده کوو. فرض کړي چې ديو کيلو وريجو قيمت به 1369 او 1374 کالونو کې په ترتيب سره برابر يامساوي ددوه زره افغانيو اوشپږ زره افغانيوسره دي پدي صورت کې په 1374 کال کې د (10) کيلوګرامه توليد شوو وريجو ارزش د (1369) کال په جاري قيمت او ثابت قيمت په لانديني ترتيب سره دى.
د توليد شوو وريجو اندازه په 1374 کال کې X د وريجو قېمت په ١٣٧٤ کال کې د وريجو توليد په جاري (اسمي) قېمت په ١٣٧٤ کال کې
60.000.000=10000×6000
د توليد شوو وريجو اندازه په 1374 کال کې د x د وريجو قيمت په 1369 کال کې دوريجو توليد په ثابت (حقيقې) قيمت په 1374 کال کې 20.000.000=10000×2000
دبازار قيمت اودعواملو قيمت
(Market Price and factors price):
دکالو قيمت د توليد په محل او ځاى کې پرته له دې چې په کالو باندې مصارف او ماليات حساب شي د عواملو د قيمت په نوم سره يادېږي. پداسې صورت کې چې اداء کړي شوي قيمت د مصرف کوونکو لخوا چې پدغه قيمت کې په کالو باندې ماليات هم شامل دي د بازار په قيمت سره مشهور دى، دد ې دوو ډولونو قېمتونو تر منځ تفاوت هغه پيسې دي چې د توکي يا خدمت مصرف کوونکى يې د غير مستقيمو مالياتو په شکل تاديه کوي اوورکوي اوهمدغه خالص ماليات په نظرکې نيول کيږي يعنى دغه خالص ماليات په مصارفو اويا دکالاوو او خدماتو په خرڅولو باندې ماليات دي دپورته دوو مقصدونو رابطه کولاى شو په لاندي ډو وليکو.
خالص غير مستقيم ماليات + دعواملو قيمت = دبازار قيمت
خالص غير مستقيم ماليات + دبازار قيمت = دعواملو قيمت
د قيمتونو ميکانيزم او د پيسو حجم (مقدار):-
ذاتي يا اتوماتيکي ميکانيزم دطلا د معيار شرايطو لاندي دقيمتونو او پيسو دمقـــــدار دميکانيزم له لاري منځ ته راځي. ددغه ميکانيزم دکار شيوه اوطريقه د تادياتو دبيــــــــــلانس دتعــــــادل د نشتــــــــوالي د لري کولو لپاره لاندي ډول ده .
څرنګه چې دپيسو عرضه دطلا دمعيار، محتوا او کاغذي پيسو د شرايطو لاندي دطلا د پشتواني درلودونکي وي پس د پيسو عرضه په هغه مملکت کې چې دطلا کسر لري کمېږي او د هغې عرضه په هغه مملکتونو کې چې د طلا ما زاد يازيوالي لري لوړېږي، د دې په نتيجه کې د هغې مملکت صادرات چې د طلا کسر لرې تشويقيږي او تر يوه وخت پوري يې واردات کميږئ ترڅوچې د هغې مملکت د تادياتو د بېلانس کسرله منځه لاړشي دپيسو د عرضه دکمولو له لارې د تادياتو د بيلانس د کسر له منځه وړلو او کمولو نظريه دپيسو دحجم يامقدار په نظريه باندې ولاړ دي پداسې ډول چې دا نظريه د Mv=PQ په معادله کې خلاصه شويده، پدې ځاى کې (M) د پيسو مقدار ياحجم (v) دپيسو دلاس پلاس دراکړي ورکړي يادوران سرعت پدي معناچې دپيسو يوواحد په يوکال کې په اوسط ډول څوواره لاس په لاس بدلې شويدي ، (P) په اوسط ډول دقيمتونو انډکس او (Q) داجتماعي توليد څخه عبارت دى د کلاسيکياتو عقيده لرله چې (v) يا د پيسو د دوران سرعت د تادياتى عنعناتو او رواجونو څخه ثابت شويدي، په همدې ډول هغوي ويل چې بې غير د موقتى اختلالاتو څخه په عمومي صورت بى غير دپولي توارم دموجوديت دکامل داستخدام تمايل وجود لري (دغه عقيده دازادو قيمتونو په حرکاتو ، مزدوريو ، سود ، کرايې ، اجارې ولاړه وه ) مثلا ً دبيکاري خواته هره کږيدنه دمزديا مزدوريو دکموالي اوددې په نتيجه کې استخدام دزياتوالي موجب يا سبب ګرځي . په دي صورت کې Q يا اجتماعي توليد دکامل استخدام په سطحه موجود وي هرکله V او Q ثابت وي پس دپيسو په مقدار کې يوتغير دقيمتونو په سطحه کې د متناسب تغير باعث او سبب ګرځي، يا په بل عبارت سره د پيسو يامقدار د قيمتونو د سطحي سره مستقيماً متناسب دى.
په هغه صورت کې چې يو مملکت د کسر لرونکى وي ، طلا له لاسه ورکوي، د هغې د پيسو عرضه مقدار کمېږي او د دې سره په متناسب ډول قيمتونه راټيټيږي مثلا ً که چېري د پيسو مقدار 10% کم شي نو د قيمتونو سطحه هم 10% راټيټيږي، دغه حالت د صادراتو د تشويق او واريداتو د کموالي سبب ګرځي دغه حالت په هغه مملکتونو کې چې د تادياتو بيلانس څخه دطلا زياتوالي پکې موجود وي برعکس شکل وجود لري، دغه جريان په هر مملکت کې ترهغه وخته پورې پيداکوي چې ددوي دتادياتو دبيلانس کسر اويا مازاد له منځه ولاړ شي .
بايد پوه شو چې داتوماتيکي ياذاتي توافق پروسه په هغه وخت کې چې يو دتعادل نشوالي دتادياتو په بيلانس کې پيداشي ، په کار اچول کيږي. ليکن هغه وخت چې دتعادل نشتوالي له منځ لاړ شي دغه ميکانيزم هم توقف کوي اودريږي همدا ډول بايد وپوهيږو چې نوي توافق د مازاد اوکسر لرونکو مملکتونو د داخلي قيمتونو په تغيراتو باندي بناءً او ولاړ دي پداسې حال کې چې د تبادلي د ازا د نرخ د تبادلي په اثر سره کوم توافق چې منځ ته راځي نوهغه په خارج کې د داخلي پيسو په ارزښت پورې ارتباط پيدا کوي، برسېره پر دې د طلا د معيار د شرايطو لاندې چې کوم توافق رامنځ ته کيږي په زياته اندازه سره په صادرونکو او واردوونکو مملکتونو کې د صادراتو او وارداتو د ارتجاعيت په څرنګوالي او د قيمت په اساس پورې ارتباط لري پدې ډول که چيري ارتجاعيت لوړ وي، پس صادرات او واردات د قيمت د تغير له مخې ډير زيات تغير خوري.
دقيمت ميکانيزم او د قيمتى فلزاتو جريان په 1352 م کال کې د“David Hume” پواسطه سره پيژندل شوي دي داميکانيزم دمرکانتاستانو دبى مفهومه اوبى معنا عقيدې دښودلو په غرض تراستفادي لاندي ونيول شي مرکانتاستانو عقيده درلوده ، چې يومملکت په هميشه توګه سره کولاى شي چې دسروزرو خپلې ذخيري په وارداتو باندې دصادراتو په زياتوالي سره بداى او زياتى کړي . ليکن “Hume” څرګندوي چې هغه وخت چې په يوه مملکت کې دطلا ذخيري زياتى شي نوداخلي قيمتونه ترهغه وخته پوري لوړيږي ترڅوچې دصادراتو زياتوالي له منځه يووړل شي مثلاً ((هيوم )) پدي برخه کې فزيکى توضيح هم ورکوي ، پداسى ډول که چيري څو لوښې (ظروف ) دنلونو په ذريعه سره يوله بل سره وصل شوي وي داوبو سطحه په هيڅ يو لوښى کې دنورو لوښو په نسبت نه لوړيږي اواو به په ټولو لوښو کې په يوه ټاکلي سطحه باندي پاتي کيږي پس که چيري لوښي دمملکتونو اونلونه دخارجي تجارت په حيث فرض کړو.چې يو اوبل پخپل منځ کې سره نښلوي . اوطلا داوبو په حيث وپيژنو پس په هر لوښي (مملکت) کې دطلا مقدار په يوه سطحه موجود دي.
ليکن دطلا دمعيار په سيستم کې حکومتونه داقتصادي اوپولي سياستونو څخه په کار اخيسته باندي ندي بريالي شوي ترڅوکامل استخدام تامين او د پيسو د پړسوب (توارم) څخه مخنيوي وکړي هغوي به يوازي دطلا د معيار د فعاليت سيل کوونکى او تماشاچيان يو له بلې خوا بې غير د پيسو دپړسوب (توارم) څخه د کامل استخدام د تامين لپاره د اقتصادي سياست د وسايلو څخه په استفاده کولو سره د حکومتونو کمزوري د کلاسيکانو د مجموعى عقايدو سره تطابق کوي ځکه هغوي عقيده درلوده، چې په اقتصادي سيستم کې بې غير د پيسو د پړسوب څخه د کامل استخدام د تامين لپاره يو اتوماتيکي يا ذاتي تمايل وجود لري.
