WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

عرضه او تقاضا

د مثال په ډول داوړو نرخ که ډير هم پورته لاړ شي، خلک مجبور دي چې اوړه وپيري او ددې له امله  داوړو د نرخ د ډيرو جګيدلو په اثر غوښتنه کې څه خاص توپير نه راځي، همدا راز که دواړو نرخ ډير ټيټ هم شي خوخلک (خپلې هماغې يوې اندازې څخه زيات نه پيري د تقاضا د ارتجاعيت په باره کې مو چې څه وويل د هغې څخه داسې څرګندېږي چې غوښتنه (تقاضا) په عمومې ډول دژوند د ضروري څيزونو لپاره لکه (اوړه، لرګي، د اغستولو جامې) او داسې نورو د پاره ارتجاعي نده خو د داسې څيزونو غوښتنه ارتجاعي ده چې هغه د ژوند لومړني اړتياوې نه، بلکې تجملي څيزونه وي، د غوړيو، غوښو او داسې نورو څيزونو غوښتنه هم عموماً ارتجاعي وي د مثال په ډول که د ژيړو غوړيو او د پسونو دغوښو نرخونو جګ شي خلک به د هغو پرځاى دلم غوړي او د نورو څارويو غوښي زياتې وپيري  دا هم بايد ووايو چې د څيزونو حياتى او تجملى کيدل هم د خلکو د ژوند په ډول يا د ژوند په سطحه پورې اړه لري.
د مثال په ډول يو مليون شخص چې د اعلي سګريتو د څکولو عادت لري، که هغه اعلي سګريت ورته ونه رسيږي. ژوند يې ترخيږي، مګر يو غريب شخص ته چلم هم يو تجملي څير دى خو بيا هم کومه قاعده چې د حيـــــاتي او تجملـــــــي څيـــــــــزونو په باره کې پاس وويـــــــل شوه په زياتره څيزونو کې يو شان ده .
دتقاضا (غوښتنى) قانون:-
د تقاضا (غوښتني ) قانون دا وايې چې د يوه څيز د نرخ پورته تلل د هغه غوښتنه (تقاضا) کموي او د دې په عکس د کوم څيز بيه (قيمت) چې څومره ارزانه کېږي غوښتنه يې ډيرېږي دا قانون که څه هم په عمومي ډول صحيح دي، خو د دې نه بايد دا مطلب وانه خيستل شي چې هرځاى چې نرخونه جګ شي غوښتنه يې هرومرو کميږي.
ځکه کېــــــداې شي چې دځينو بهرنيو اثراتو په اثر دغه قاعده ماته شي . دمثال په ډول د ځينــــــــو څيـــــــزونو غوښتنه موسم ، دود ، رواج ، ذوق او خوښې تابع کيږي.
لکه دا چې اوس د پټکى (لنګۍ) غوښتنه د پخوا په شان ډيره نده خو دا کار  د پټکى (لنګۍ) دغوښتنې دبيخى ټيټوالي او جګوالي سره هيڅ اړه نلري، بلکې د رواح د بدليدو په اثر دا کار شويدى. د راديو او تلويزونو د غوښتني ډيروالي د هغو د نرخونو د کښته کېدلو نتيجه نده، بلکې سبب يې د خلکو خوښه ده، يا دا چې په دوبي کې د يخي (يخ) غوښتنه د هغې د ارزانۍ سبب نه ده، بلکې د تودوخې د مجبوريت په اثر ده د دې له امله نو وينو چې کلــــه کلــــه غوښتنـــــــه نه يوازي د نرخونو د بدلـــــون په اثر توپير لري بلکې د خلکـــــــو د خوښــــــې، ذوق يا د هغـــــــه څيز د اهميـت او ګټــــوروالي په اثر هم توپير کوي.
 
د عرضې او تقاضا تر منځ انډول:-
که چېرې سخت انحصار او د حکومت څارنه اوکنترول نه وي، نو په بازار کې د يوه څيز بيه (قيمت) د هغه څيز عرضه او تقاضا ټاکي او هغه داسې چې که ديوه څيز د پاره تقاضا ډيره او عرضه لږه وي، د هغه څيز نرخ به پورته ځي او پلورونکي چې په بازار کې نرخ جګ وينى، نو بازار ته د هغه څيز د زياتې اندازې د وړاندې کولو په کار کې يو له بل سره سيالي کوي او هرنفر زيار باسي، چې د جګ نرخ څخه فايده واخلي او په بيړه له نورو مخکې ډير مال بازار ته وړاندې کړي، خو چې کوم وخت په دې ترتيب عرضه زياته شي نرخ په خپله ښکته کيږي ترڅو چې په پاى کې عرضه اوتقاضا سره انډول شي نوقيمت هم ټاکلي اندازې ته ورسېږئ، که چېرې نرخ ارزانه ووينى زياته اندازه پيري او په دې ترتيب عرضه ورو ورو کمېږي او تقاضا زياتېږي او په نتيجه کې يې نرخ پورته ځي تر څو چې عرضه او تقاضا سره انډول شي.
 
 
 
 
 
 
عرضه (توپ)              د متر قيمت په افغاني                    تقاضا په (توپ)
10                                                                                      12.00                                                                                                   1000
180                                                                                 13.50                                                                                                   800
220                                                                                 14.00                                                                                                   770
340                                                                                 14.40                                                                                                   720
410                                                                                 14.60                                                                                                   630
500                                                                                 15.50                                                                                                   500
50                                                                                      15.50                                                                                                   430
580                                                                                 16.00                                                                                                   250
700                                                                                 17.00                                                                                                   140
په پورته مثال کې وينو چې په اول کې د يوه متر سان قيمت (بيه ) 12 افغاني وه او ټول 100 توپه سان بازار ته وړاندې شويوو، خو د خلکو تقاضا ټوله 1000 توپه وه په دغه حال کې کوم کسان چې سان ته ډيره اړتيا لري . هغه د خپلې اړتيا وړ اندازه سان په جګه بيه پېړۍ اونور کسان به هم د هغه پيروي کوي او په دې ډول د سان نرخ پورته ځي او يو متر په 13.50 افغاني کېږي، د سان نرخ چې پورته شي پلورونکي د ګټې په عرض زياته اندازه سان بازار ته وړاندې کوي (يعنى 180 توپه ) ، عرضه چې تر دې اندازې زياته شوه خلکو تقاضا څه ناڅه لږېږي (يعنې 800 توپه به شي) خو څنګه چې تقاضا لاهم زياته ده نرخ په هم لا مخ پوره ولاړ شي يعنى (14 افغاني به شي ) پلورونکي به بيا هم د زياتي ګټې د لاس ته راوستلو په عرض ډېر سان بازار ته وړاندې کړي يعنى (220 توپه ) او په دې ترتيب به نرخ لا پسې پورته لاړشي ترڅوچې عرضه د تقاضې اندازې ته رسېږي پورتني مثال کې (500) توپه اوقيمت يې هم په هماغه انډول ټاکي يعنى 15 افغاني .
 
ورځينى نرخ اوعادي نرخ Normal, Market Price:-
ورځينى نرڅ د څيزونو هغه اندازه بيه ده چې په يوه ټاکلي وخت کې په بازارکې وي، د مثال په ډول (پنځه افغاني) چې په پاس مثال کې ورځينى نرخ ټاکل شويدي خو دا چې بيه کولاى شي چې هره ورځ په عرضه يا تقاضا يا دواړو کې د بدلون د پيښيدلو سره سم بدل شي که چيري مال داسې نور د عرضې اندازه څخه زيات څه دځان سره ونه ساتي او هم به يې ورځينې نرخ ډېر لاندې باندې کيدونکى دى کوم څيزونه چې ساتل کيدلى شي او ژر نه ورانيږي يعنې ژر نه خرابيږي  نرخ هم کيداى شي چې دموسم په بدليدلو سره زيات اوکم شى چې ځينې مالونه ممکنه ده په ځينو وختونو کې په تاوران سره هم وپلورل شي مثلاً کله چې پلورونکي ديوالي (مفلس ) شي مجبوريږي  چې خپله يوه برخه مالونه په ارزانه بيه په تاوان  وپلوري ، يا چې کله ځيني نوي  شرکتونه د خپلو حسابونو دپاکولو (تصفيه ) په عرض خپل پاتې مالونه ليلا موي نو هغه هم په ارزانه بيه پلورل کيږي خو بياهم د کومو څيزوو چې غوښتنه (تقاضا) منظمـــه وي ترڅه وخت پورې وروسته دهغو نرڅ مستقل شي چې په ځـــــاى ودريږي چې هغه ته (عادي نرخ) ويل کيږي او د اوږدې مودي نرخ يې هم بولي
په بازار کې تعادل:-
څرنګه چې مخکې موهم د عرضې او تقاضا په هکله بحث کړيدى ومو ليدل چې د تقاضا په  زياتوالي سره قيمتونه لوړيږي او متشبشين هڅه اوکوشش  کوي چې زياته مقدار ټوکي بازار ته وارد کړي چې زياته ګټه لا س ته راوړي او د عرضې په زياتوالي سره قيمتونه ښکته يعنې راټيټيږي چې دلته قيمت ثابت نه پاتې کيږي قيمت د تغير په حال کې واقع کيږي که چيرې دعرضې اوتقاضا ترمنځ تناسب په وجود راغى، نو قيمت هم ثابت پاتې کېداى شي د زياتې توضيح لپاره د لاندې جدول څخه استفاده کوو چې تقاضا او عرضه د بادامو په مختلفو قيمتونو سره ښودل شويده، په نظر کې نيسو چې د 15 قيمتونو سره د عرضې او تقاضا اندازه د تعادل په حالت کې ده يعنې يو برابر ده، نو دغه قيمت ته تعادلي قيمت ويل کېږي چې څلور کيلوګرامه بادام د بازار تعادلي بادام بلل کيږي او د 15 افغانيو څخه په زيات قيمت سره دعرضې .زياتوالي ښودل شويدى چې په لاندي جدول کې په څلورم ستون کې دقيمتونو زياتوالي اوکموالي ليکل شوي دى ليدل کېږي، چې د بادامو د 10 افغانيو په قيمت سره د تقاضا زياتوالي 3 واحده دى او د 20 افغانيو په قيمت سره د بادامو 3 واحده ده او يا د عرضى زياتوالي چې 3 واحده اضافه شويده.
قيمت په افغاني
دتقاضې مقدار
دعرضې مقدار
دتقاضا زياتوالي
0
7
0
7
5
6
0
6
10
5
2
3
15
4
4
0
20
3
6
-3
25
2
8
-6
30
1
10
9-
35
0
12
-12-
ادم سمیت  او د ده پيروان په دې معتقد وو چې بازار د يو اتوماتيک ميکانيزم پواسطه اداره کېږي چې په بازار کې د عرضی او تقاضا قانون فعاليت کوي نو د دې قانون پواسطه اداره کېږي هغه وخت چې عرضه او تقاضا مساوي وي تعادلي قيمت په وجود راځي هغه وخت چې عرضه زياته شي اوتقاضا ثابته پاتې شي قيمتونه ټېټيږي اوکه عرضه ثابته پاتې شي او تقاضا لوړه شي په دې وخت کې قېمتونه لوړېږي.
 
تقاضا او سپلای Demand, Supply and Market Equilibrium
 داسې ورځ به نه وي چې په بازار کې د توکو یا کالیو د قیمتونو د لوړیدو او ټیټیدو په هکله خبرونه وا نه ورو. خو آیا په بازار یا مارکیټ کې د قیمتونو د ټاکلو له میکانیزم او هغه قواوو څخه چې نوموړي قیمتونه ټاکي خبریاست؟   د ازاد بازار په اقتصادي سیستم کې د قیمتونه ټاکنه د نوموړي بازار د دوو لوریو عرضې او تقاضا په وسیله ټاکل کیږي.
په دغه بحث کې به په همدې موضوع غږیږو چې په ازاد بازار کې قیمتونه څه ډول ټاکل کیږي خو دا چې خبره د بازار یا مارکیټ راغله چې نوم به یې ټولو اوریدلی وي او ورسره به اشنا یاست، خو بیا هم دلته یې د لا روښانتیا او پیژندلو لپاره یو څو لنډې خبرې کوو. مارکیټ هغه ځای دی چې د اخیستونکي او خرڅوونکې ترمینځ  د اجناسو او خدماتو راکړه ورکړه  پکې صورت نیسي. نن سبا د مارکیټ د رامینځ ته کیدو لپاره فزیکي شتون شرط نه دی او مارکیټ د یو ځانګړي توکې د اخیستونکو او خرڅوونکو د ټولګې یا ګروپ د رامینځ ته کیدو او د دوی تر مینځ د معاملې د تر سره کیدو په  مانا دی. اړینه نه ده چې دا معامله یا راکړه ورکړه دې لاس په لاس او د یو ځانګړي موقعیت پورې تړلې وي بلکې کیدای شي نوموړې راکړه ورکړه د نړیجال یا انټرنیټ او یا هم د تلیفون له لارې صورت ونیسي.
د مارکیټ د رامینځ ته کیدو او فعال پاتې کیدلو لپاره دازاد بازار د اقتصاد د دوو محرکو ځواکونو عرضې او تقاضا شتون اړین دی چې د دغه دواړه قواوو په وسیله د بازار دریم عامل یا قیمت price ټاکل کیږي. دا چې تقاضا او عرضه څه شی دی،  په بازار کې د قیمت د ټاکلو په لړ کې څه ډول عمل کوي، د بازار د توازن  یا د عرضې او تقاضا د برابرۍ نقطه څه ډول رامینځ ته کیږي، مجموعی  تقاضا او عرضه څه ډول محاسبه کیږي او داسې نورې پوښتنې به مو د نوموړي بحث تر پایه په بشپړ ډول ځواب شي.
تقاضا Demand : په عامیانه ژبه کې مونږ تقاضا د غوښتنې او خواهش په مانا کاروو خو د اقتصاد له پلوه د بازار تقاضا د نوموړي مفهوم څخه له یوې مخې بدله ده. دلته د تقاضا څخه موخه  د یو جنس لپاره د غوښتنې سره سره د هغه د اخیستلو توان هم باید موجود وي. خبره به لږه ریاضیکی کړو: دا خیستلو یا رانیول توان+غوښتنه =  تقاضا Demand = Desire + purchasing power اوس نو تقاضا په لاندې ډول تعریفوو: تقاضا د هغه مقدار اجناسو څخه عبارت ده چې لګښت کوونکی یې په یو ټاکلي وخت  او یو ټاکلي قیمت کې د اخیستلو غوښتنه او ځواک ولري.
په تعریف کې د موجودو قیمت او غوښتنې یا تقاضا ترمینځ  یوه معکوسه رابطه او تړاو شتون لري. یعنې د جنس د قیمت په لوړیدو سره ورته تقاضا کمیږي او د قیمت په کمیدو سره یې تقاضا زیاتیږي. د قیمت او تقاضا نوموړی معکوس تړاو د تقاضا د قانون یا law of demand په نوم یادیږي او د تقاضا او قیمت د همدغه معکوسې رابطې یا د تقاضا د قانون له مخې د یو وګړي د تقاضا مقدار په یوه اونۍ کې د بیلګې په توګه د پسه د غوښې لپاره په لاندې جدول کې مطالعه کوو.
 

مونږ د پسه د غوښې د تقاضا لپاره پورتنی جدول تیار کړی خو د هر جنس د تقاضا او قیمت د سنجولو لپاره همداسې جدول جوړیږي چې د تقاضا د جدول یا demand schedule په نوم یادیږي
د تقاضا منحنی Demand Curve :
که د تقاضا د جدول ارقام د وضعیه کمیاتو په مثبته ربع کې وضعه شي کومه کرښه چې لاس ته راځي د تقاضا د کرښې یا منحنی په نوم یادیږي. د نوموړې کرښې هره نقطه  په یو ټاکلي قیمت کې د تقاضا ټاکلی مقدار ښایی داسې چې قیمتونه په عمودي یا Y محوراو د اجناسو مقدار په افقي یا X محور ښودل کیږي. که فکر وکړو د تقاضا د منحنی میل یا slope ښکته لوري ته دی، لامل یې هم دا دی چې مصرف کوونکی په ټیټ قیمت کې زیاتو اجناسو ته تقاضا لري.

په پورتنی شکل کې د D کرښه  د پسه د غوښې لپاره د تقاضا کرښه ده. که قیمتونه په P1, P2, P3…. Pn   او د تقاضا مقدار په Q1, Q2, Q3 …. وښایو نو په ټولیز ډول د هر توکي د تقاضا لپاره لاندې ګراف صدق کوي:
د تقاضا پورتنۍ کرښه یوازې د د یو تن تقاضا ښایی خو ښکاره خبره ده چې په بازار کې د یو توکي لپاره یو تقاضا کوونکی نه وي، اوس پوښتنه دا ده چې د بازار یا مارکیټ تقاضا څه ډول سنجول کیږي؟ د بازار تقاضا Market Demand: د بازار تقاضا په بازار کې د ټولو مستهلکینو او مصرف کوونکو د تقاضاوو د مجموعي څخه لاس ته راځي. د بیلګې په ډول که مونږ فرض کړو چې مونږ د پسه د غوښې لپاره درې تقاضا لرونکې A, B اوC   لرو نو په دې صورت کې: Market Demand = DA+DB+DC  
                                    که نوموړي تقاضا کوونکي د 250  په قیمت هر یو A درې کیلو، B څلور کیلو او C شپږ کیلو د پسه غوښه د یوې اونۍ په دوران کې رانیسي نو د هغوی د تقاضاګانو د کرښو څخه د بازار د تقاضا کرښه یا منحنی په لاندې ډول لاس ته راځي:
 
 
 
د دې لپاره چې د بازار مجموعي تقاضا لاس  ته راوړو نو د پورتنیو ټولو مصرف کوونکو د تقاضا مقدارونه جمع کوو:
 
Market Demand = DA+DB+DC= 3+4+6 = 13
اوس د پسه د غوښې لپاره د ټول مارکیټ د تقاضا د مقدار چې په یوه اونۍ کې دیارلس کیلو کیږي ګراف په لاندې ډول رسموو چې همدغه ګراف د پسه د غوښې لپاره په یوه اونۍ کې د ټول مارکیټ  د تقاضا ګراف دی.

په تقاضا کې تغیرات:
د یو تن او د بشپړ بازار د تقاضا د پوهیدلو څخه وروسته غواړو په دې پوه شو چې کوم عوامل په تقاضا کې د بدلون یعنې کموالي او زیاتوالي او یا د تقاضا د بشپړ اوښتون Shift  لامل ګرځي .هغه عوامل چې د تقاضا د تغیراتو سبب ګرځي عبارت دي له
۱ – د جنس یا توکي قیمت: لکه څنګه چې د تقاضا قانون بیانوي د یو جنس قیمت د هغه د تقاضا په تغیراتو کې مهم او کلیدي رول لري
۲ – د نورو اړونده  توکو په قیمتونو کې تغیرات: د جنس سره د متبادلو اجناسو په قیمتونو کې بدلونونه هم دغه جنس ته د تقاضا د بدلون لامل کیدای شي. د بیلګې په ډول که د چرګ یا د غوايي غوښه ډیره ارزانه شي نو کیدای شي د یو مصرف کوونکي تقاضا د پسه د غوښې لپاره یو څه را ولویږي او باالعکس که د چرګ د غوښې قیمت لوړ شي نو د پسه د غوښې لپاره په تقاضا کې زیاتوالی راځي.
هغه توکي چې د یو د قیمت په زیاتیدو سره د بل یو په تقاضا کې زیاتوالی  راځي د متبادلو اجناسو یا Substitutes goods  په نوم یادیږي چې بیلګه یې همدا پورته د پسه او چرګ غوښه او داسې نور کیدای شي. ۳ – د مصرف کوونکي په ذوق کې بدلون: د لګښت کوونکې د ذوق اوطبعې بدلون هم د یو جنس د تقاضا د مقدار د بدلون لامل کیږي په دا پورتني مثال کې د بیلګې په ډول که د مصرف کوونکي په ذوق کې د پسه د غوښې لپاره بدلون راشي او د اونۍ په دوران کې د پسه د غوښې پر ځای د خوراک لپاره یو بل څه وټاکي چې دا هم د یاد جنس ( د پسه غوښه) تقاضا راکموي او بالعکس یې د پسه د غوښې لپاره تقاضا زیاتوي. یادونه باید وکړم چې دلته مونږ د لګښت کوونکې د ذوق او یا هم ترجیح په اړه فیصله نه شو کولی ځکه دا د هغه د ذات پورې تړلې خبره ده چې د یو مصرف کوونکې د رواني ځانګړنو څخه سرچینه اخلي او ټاکل یې د اقتصاد د توان خبره نه ده. ۴ – د لګښت کوونکو په عاید کې بدلون: دا طبیعي خبره ده چې د عاید په زیاتیدو سره د وګړو تقاضا زیاتیږي او په کمیدو سره یې تقاضا کمیږي. ډیر عاید په دې مانا چې مونږ د توکو د رانیولو لپاره ډیره پانګه لرو ځکه خو د هغه کورنیو چې عاید یې لوړ وي تقاضا هم لوړه وي او د کم عاید لرونکو کورنیو تقاضا کمه وي. ۵ – د لګښت کوونکي امیدونه: د راتلونکې لپاره امیدونه هم د یو لګښت کوونکي د تقاضا د تغیر لامل کیږي. که مونږ په راتلونکي کې د ډیر عاید د لاس ته راوړلو چانس لرو نو د بیلابیلو توکو لپاره مو خپله موجوده تقاضا زیاتیږي او د همدغه لاس ته راتلونکي عاید په امید مو موجوده لګښتونه لوړیږي. دا خبره بیا د ثابت عاید لرونکو وګړو لپاره سرچپه ده، هغوی چې په راتلونکې کې د عاید د لوړیدو امید نه لري تقاضا یې بدلون نه کوي او حتی په ځینو مواردو کې یې تقاضا کمیږي هم. پورتنی عوامل په تقاضا کې دوه ډوله بدلون رامینځ ته کوي: لومړی -  که د تقاضا د بدلون نور عوامل لکه د مصرف کوونکي عاید، ذوق، د هغه امیدونه او د نورو توکو قیمتونه ثابت په نظر کې ونیول شي او یوازې د تقاضا د بدلون کلیدي عامل یا قیمت بدلون وکړي نو د قیمت د بدلون له امله د تقاضا په مقدار کې تغیر رامینځ ته کیږي چې په لاندې بیلګې کې یې کتلای شئ که قیمت د ۲۰۰ څخه ۲۵۰ ته لوړ شي نو تقاضا د A د نقطي څخه B  نقطې ته بدلون کوي چې په دې صورت کې د تقاضا د قانون له مخې د تقاضا مقدار د څلورو څخه دریو ته راښکته کیږي. تاسو یې په لاندې ګراف کې کتلای شئ.

یادونه: دا چې ځینې متحولین ثابت فرض کیږي او یوازې یو کلیدي متحول بدلون کوي د Cetris Pribus  په نوم یادیږي. دا یوازې یوه فرضیه ده چې په عام ډول د اقتصادي مسایلو په تحلیل او ځینې نورو برخو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. دوهم – په تقاضا کې دوهم ډول بدلون د تقاضا اوښتون یا انتقال Shift دی چې د تقاضا د پاتې څلورو عواملو عاید، ذوق، امیدونو او د نورو توکو د قیمتونو څخه په یو کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي چې په ترڅ کې یې د تقاضا منحنی ښي یا کیڼ لوري ته انتقال مومي.
 
که د پورتنیو متحولینو څخه په ټولو یا یو کې کموالی راشي د تقاضا منحنی چپ لوري ته شیفټ او که پکې زیاتوالی راشي د تقاضا منحنی ښي لورې ته شیفټ یا انتقالیږي. دلته لومړی انتقال یعنې کیڼ لوري ته د تقاضا د منحني نقلیدل د یوتن او یا د ټول بازار د تقاضا کموالی او دوهم انتقال یا ښي لوري ته لیږدیدل یې د تقاضا زیاتوالی ښایي. په پای کې لاندې څو ټکې په پام کې ونیسئ: د وګړو د تقاضا منحنی ګانې یو ډول نه دي ځکه د وګړو عاید، ذوق، امیدونه او نور سره توپیر لري د بازار د تقاضا منحنی هم ښکته خوا ته میل لري ځکه چې نوموړي منحنی د وګړو د تقاضا ګانو د منحنیاتو د ترکیب څخه لاس ته راغلي. د پیریدونکو شمیر یا نفوس د مارکیټ تقاضا ټاکي چې په زیاتوالي یې د تقاضا مقدار زیات او په کمولي یې کمیږي. همدرانګه د ځان د ارزیابۍ په موخه لاندې پوښتنې ځواب کړئ: د تقاضا د منحنی میل ښکته خواته یا منفي دی، ولې؟ کوم عوامل په تقاضا کې د بدلون لامل کیږي؟ تقاضا څه شی دی؟ آیا د اقتصادیانو تقاضا زمونږ د ورځنی ژوندانه د مانا څخه بیله ده؟ د تقاضا قانون څه شی دی؟
(Supply)
لکه څنګه چې مو مخکې وویل مارکیټ دوه اړخه لري چې د تقاضا او عرضې یا supply  څخه عبارت دي په تقاضا مو مخکې خبرې کړي دلته غواړو د مارکیټ په دوهمې خوا یا عرضې یو څه بحث وکړو.
که د بازار یا مارکیټ اړیکو ته ځیر شو، لیدل کیږي چې د مارکیټ دواړه لوري تولیدوونکي او مصرف کوونکي د خپلو ګټو زیاتوالی او خوندیتوب په پام کې نیسي. تولیدوونکی باید د ګټې دلاس ته راوړلو په منظور بازار ته خپل تولید عرضه کړي چې د تولیدوونکې له لوري همدا د تولید وړاندې کول یا د بازار عرضه په لاندې ډول تعریفوو:
عرضه د تولیداتو هغه مقدار دی چې یوه تولیدي اداره یې د بیلابیلو قیمتونو له مخې په یوه ټاکلي دوره کې بازار ته د خرڅلاو په موخه وړاندې کوي.
څرنګه چې عرضه کوونکی غواړي زیاته ګټه لاس ته راوړي له همدې امله د لوړ قیمت په حالت کې د مولد عرضه زیاته او په ټیټ قیمت کې یې عرضه کمیږي چې د کالیو دعرضې او د هغوی د قیمت تر مینځ نوموړی مستقیم تړاو او رابطه د عرضې د قانون supply law په نوم یادیږي. د عرضې د نوموړي قانون پر بنسټ د یو تولیدي شرکت د عرضې (البته دلته د غوښې عرضه په نظر کې نیول شوې) جدول په لاندې ډول راکړل شوی داسې چې د قیمت په ټیټیدو سره پکې د عرضې مقدار کمیږي او په لوړیدو سره یې دا چاره باالعکس ده.

پورتنی جدول د عرضې د جدول یا Supply Schedule په نوم یادیږي.
د عرضې منحنی یا کرښه Supply Curve :
د عرضې منحنی د یو تولیدي واحد د تولیداتو د خرڅلاو د مقدار او د هغه لپاره د بیلابیلو قیمتونو ترمینځ اړیکي او تړاو په ګرافیکی بڼه ښایي. څرنګه چې یوازیني عامل چې د عرضې په مقدار مستقیم اغیز لري د قیمت څخه عبارت دی نو د قیمت نوموړی اغیز او بدلون او له امله یې په عرضې کې بدلونونه په همدې منحني باندې د حرکت له مخې ښودل کیږي. د بیلګې په ډول که د پورتني جدول نقطې د وضعیه کمیاتو په محور کې کیږدو، له سره تړلو څخه یې د عرضې منحني لاس ته راځي او د نوموړي منحنی هره نقطه په یوه ټاکلي قیمت کې د عرضې مقدار ښایي.  په لاندې ګراف کې عرضه یا سپلای د S   توري په وسیله ښودل شوې.

که د پسه د یو کیلو غوښې قیمت د 250 نه 300 ته لوړ شي نو د عرضې مقدار د C نه D ته لوړیږي او همدارنګه د نوموړې منحنی پر مخ د حرکت څخه  په یو ټاکلي قیمت کې د عرضې یو ټاکلی مقدار لاس ته راځي. د عرضې د منحني میل مثبت او پورته ښي لوري ته دی ځکه چې د قیمت په زیاتیدو سره عرضه زیاته او په کمیدو سره یې عرضه کمیږي.
د مارکیټ عرضه Market Supply  :
د یو مارکیټ عرضه په مارکیټ کې د شاملو ټولو عرضه کوونکو د عرضو د مجموعي څخه عبارت ده.   که د A, B او C او داسې نور عرضه کوونکې ولرو نو:
Market Supply = SA+SB+SC+………. +SN
د مارکیټ د عرضې د ښه روښانه کولو لپاره د همدغو A, B او C په نومونو د دریو تولیدي شرکتونو عرضه د بیلګې په ډول په نظر کې نیسوچې د نوموړو شرکتونو عرضه په بیلابیلو قیمتونو مثلاً 250 او 400 کې په نظر کې نیول شوې. د دغه دوو قیمتونو لپاره د یاد شوي هر یو تولیدي واحد د عرضې منحنی او مقدار په بیل بیل ډول په لاندې شکل کې ښایو:

اوس دوه سوه پنځوس او څلور سوه په قیمتونو کې د بازار عرضه د پورتنیو درې سره تولیدي واحدونو د عرضې د مقدارونو د مجموعي څخه په لاندې توګه لاس ته راوړو:

د پورتني جدول په نظر کې نیولو سره د مارکیټ د عرضې ګراف په لاندې ډول رسمولی شو:
 

په عرضه کې بدلون
لکه د تقاضا په څیر په عرضه کې هم دوه ډوله تغیرات او بدلونونه رامینځ ته کیږي چې یو د عرضې په مقدار کې تغیر یا بدلون او بل په ټوله عرضه کې اوښتون دی. د نوموړو دوه ډوله بدلونونو توپیرونه باید وپیژندل شي.
د عرضې په مقدار کې تغیرات یوازې په قیمت کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي او دغه تغیرات مونږ مخکې د عرضې په کرښه د حرکت له مخې مطالعه کړل چې د قیمت په زیاتیدو عرضه هم زیاته او په کمیدو سره یې کمیږي. خو دا په داسې حال کې چې د عرضې نور عوامل چې وروسته ترې یادونه کوو ثابت Cetris Paribus په نظر کې نیول شوي وي.
دوهم ډول بدلون د عرضې بدلیدل او اوښتون یا شیفټ shift  دی چې د لاندنیو عواملو څخه په یو کې د تغیراتو له امله رامینځ ته کیږي:
۱ – د تولیدي ټیکنالوجۍ تغیرات
۲ – د تولید د عواملو یا منابعو قیمتونه
۳ – د نورو توکو قیمتونه
۴ – د راتلونکې لپاره د مولدینو او عرضه کوونکو امیدونه
۵ – د عرضه کوونکې تصدۍ موخې او مقاصد چې ایا غواړي د کالیو د عرضې له مخې ګټه لاس ته راوړي او کنه څه نورې موخې هم لري.
۶ – په بازار یا همدغه ځانګړي صنعت کې د نورو تولیدوونکو شمیر او تعدد
که د قیمت څخه پرته په پورتنیو یادو شوو عواملو کې بدلون زیاتوالی او یا کموالی رامینځ ته شي نو له امله یې عرضه هم زیاتوالی او کموالی کوي چې د زیاتوالي په وخت کې د عرضې منحنی ښي لوري او د کموالي په صورت کې کیڼ لوري ته انتقال یا شیفټ کیږي. لکه په لاندې ګراف کې چې د عرضې کرښه (S) د زیاتوالي په صورت کې (S1) او د کموالي په صورت کې د (S2) موقعیت ته اوښتې ده.

په پای کې په لنډیز سره وایو چې: د یو جنس په قیمت کې تغیرات د هغه د عرضې په مقدار کې د تغیراتو سبب ګرځي چې د عرضې په منحنی باندې د حرکت له مخې لاس ته راځي.د عواملو په قیمت، د نورو کالیو په قیمت، ټیکنالوجۍ، امیدونو او نورو کې تغیرات د عرضې د کرښې د انتقال یا شیفټ لامل کیږي.
متوازن قیمت یا د بازار توازن
 Market Equilibrium
تر اوسه مو د یو وګړي تقاضا، د مارکیټ تقاضا، د یو فرم یا تولیدي واحد عرضه، د ټول مارکیټ عرضه او هغه عوامل چې په تقاضا او عرضه کې د بدلون لامل کیږي مطالعه کړل. په دې برخه کې دې پوښتنې ته ځواب وایو چې زمونږ د بیلګې پر بنسټ د پسه د یو کیلو غوښې قیمت او یا د بازار د بل هر توکي بیه څه ډول ټاکل کیږي؟ د مارکیټ دوه ګوني ځواکونه تقاضا او عرضه د یو توکي لپاره د مارکیټ د متوازن قیمت د ټاکلو لپاره څه ډول عمل کوي؟ خو تر هر څه له مخه غواړو متوازن قیمت وپیژنو.
متوازن قیمت د هغه قیمت څخه عبارت دی چې د تقاضا مقدار پکې د عرضې د مقدار سره مساوي وي یعنې:
Quantity Demanded (Qd) = Quantity Supplied (Qs)
په یو رقابتی بازار کې دا ډول قیمت د عرضې او تقاضا د شریکو اغیزو له امله رامینځ ته کیدای شي. په لاندیني جدول کې 350 د بازار متوازن قیمت دی ځکه چې د عرضې او تقاضا مقدارونه پکې سره مساوي دي.

د پورتني جدول څخه په مشترک ډول د تقاضا او عرضې ګراف رسموو او ځینې هغه مسایل چې د عرضې او تقاضا له امله رامینځ ته کیږي تر څیړنې لاندې نیسو:

د ګراف هغه نقطه چې د تقاضا او عرضې منحني ګانې پکې یو بل قطع کوي د بازار د توازن د نقطې یا د متوازن قیمت څخه عبارت ده چې دلته د (E) توري په وسیله ښودل شوې. زمونږ په پورتني مثال کې نوموړې نقطه پنځه ده چې د تقاضا او عرضې مقدارونه پکې سره مساوي او ګرافونو یې پکښې سره قطعه کړیدي. که قیمت د توازن د حالت څخه کم یا زیات شي نو په یایله کې یې کمښت یا Shortage او زیاتوالی یا اضافه والی Surplus رامینځ ته کیږي.
Shortage: هغه حالت ته ویل کیږي چې په موجوده قیمت کې د عرضې د مقدار څخه د تقاضا مقدار زیات شي یعنې
Qd > Qs
Surplus یا excess supply: هغه حالت ته ویل کیږي چې په موجوده قیمت کې د عرضې مقدار د تقاضا د مقدار څخه زیات شي.
کمښت او زیاتوالی د بازار هغه دوه حالتونه دي چې په متوازن قیمت کې د بدلون له امله رامینځ ته کیږي. د ښه روښانتیا په موخه فرض کړئ چې د پسه د في کیلو غوښې قیمت د یو وخت لپاره 250 ته رالویږي. نوموړی هغه قیمت دی چې د جدول له مخې پکې د یاد جنس تقاضا (9)ده په داسې حال کې چې د غوښې عرضه کوونکي په دې قیمت کې یوازې دوه واحده (کیلو) عرضه کوي ځکه خو دلته د 9 او دوو 2 تر مینځ د تفاوت(9 -2 = 7)  یعنې اوو 7 په اندازه اضافي تقاضا رامینځ ته کیږي.

همدارنګه که قیمت د 350  څخه لوړ د بیلګې په ډول 450 ته لوړ شي نو د جدول له مخې مارکیټ 9 کیلو غوښه عرضه کوي په داسې حال کې چې مصرف کوونکي په دغه قیمت کې یوازې یو کیلو غوښې ته تقاضا لري او د اته کیلو په اندازه اضافي عرضه یا excess supply او یا هم Surplus رامینځ ته کیږي.
د بازار دا ډول عدم توازن تل دوام نه کوي او د بازار دواړه اړخونه یو وخت یو ځل بیا د تعادل نقطې ته رسیږي. که قیمت د تعادل د قیمت 350 څخه ټیټ شي نو اضافه تقاضا یا excess demand رامینځ ته کیږي. څرنګه چې د مولدینو عرضه نسبت تقاضا ته کمه ده نوطبیعي ده چې قیمتونه لوړيږي او د بازار دواړه خواوې عرضه او تقاضا یو ځل بیا د بازار د تعادل یوې بلې نقطې 300 ته رسیږي.

 
ماخذونه:
 
 
 
پوهنیار یوسف الدین کال ۱۳۶۵اقتصاد انتشارات پوهنتون کابل ص ۷۱ – ۷۲
 
۲: نورحسن حارث کال ۱۳۸۰ بازاریابی صنعتی مترجم:محمد ابراهیم ګوهریان انتشارات امیرکبیر ص -۱۰ ۱۵- ۱۲۰-۱۲۵
 
۳: سعیدی پوهنیار سید قیاس کال ۱۳۸۸ بازار موندنه چاپ ټولنی تخنیکی څانګه ځای مومند خپرندوی
 
۴:صدر الاشرفی ،دوکتورمهریار کال ۱۳۷۵ مدریت حسابداری وبازاریابی
 
۵: لیوال پوهنمل رحیم الله مترجم محمد شفیق کلیمزی کال ۱۳۸۶ دشیخ زاید پوهنتون اداری اوتجارت دپوهنځی دڅلورم ټولګی عملی لکچرنوټ
 
 
 
 
 
انترنیت
 www.wikipedia.com
www.nusc.bloguna.tolafghan.com
www.mashal.org
  Normal 0 false false false false EN-US X-NONE AR-SA /* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-priority:99; mso-style-qformat:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin-top:0in; mso-para-margin-right:0in; mso-para-margin-bottom:10.0pt; mso-para-margin-left:0in; line-height:115%; mso-pagination:widow-orphan; font-size:11.0pt; font-family:"Calibri","sans-serif"; mso-ascii-font-family:Calibri; mso-ascii-theme-font:minor-latin; mso-hansi-font-family:Calibri; mso-hansi-theme-font:minor-latin;}

 
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه بیست و یکم دی ۱۳۹۵ و ساعت 8:13 |