لکه:دملګروملتونوسازمان په ( ١٩٤٥) م کي تاسيس شو.ولي ددي سازمان د پاي
نيټه معلومه نده چه څه وخت به خپل فعاليتونه بس کړي.اما د پروژي پيل اوپاي دواړه معلوم وي.
پروژه: Project :- پروژه د يو موقتي فعاليت څخه عبارت ده چه دټاکلي بودجي ،ټاکلي وخت
او د ټاکلي منابو پواسطه بشپړ شي.او يا په لنډډول پروژه د هغه نه تکراريدونکي فعاليت څخه عبارت ده چه
يو شروع اويو ختم ولري او عامل په حاصل بدل کړي.
د پورتنيو تشريحاتو څخه داسي څرګنديږي چه يوه پروژه بايدپه يوي ټاکلي اومعلومي موده کي خپل فعاليت پيل او په يوي معلومي مودي کي يي پاي ته ورسوي او دغه عمل د دوهم ځل لپلره تکرار نه شي.
مثلا: په ننګرهارپوهنتون کي د کمپيوټر ساينس پوهنځي لياره د دري پوړيز تعمير جوړولوپروژه جريان لري اما د بشپړ کيدو وروسته دوباره نه تکراريږي يعني تکراري شکل نلري.
دمنجمنټ يا اداري مفهوم
Definition of Management
اداره :- -:Management د اداري د علم نامتو پوه (Luther Gulik) اداره داسي تعريفوي.
اداره هغه علم(Science) او هنر) (Artدي چي يو زيات شمير خلګ يي د خپليﻻرښوني او کنترول ﻻندي راولي او هغوي ټول يي د يو ګډ هدف او مقصد دﻻسته راوړلوپه لور په ډله يزه توګه رهبري کوي.د يادوني وړ ده چه هنر په طبعي ډول په انسانانو کي وجود لري ولي سآينس دزده کړي پوسيله حاصيليږي.يعني دهنر د پرمختيالپاره سآينس ته اړتيا ليدل کيږي.
يا په بل عبارت : اداره د هغو فعاليتونو)پلان،تنظيم،رهبري،کنترول( مجموعه ده چه د سازمان د اهدافواو مقاصدو د ﻻسته راوړلو لپاره مختلفي منابع )بشري،مالي،فزيکي،معلوماتي(په منظم او پرله پسي ډول په کار اچوي.د يادوني وړ ده چه اداره يامنجمنټ يوه پرله پسي پروسه ده پاي او انجام نلري.
هغه فعاليتونه ) (Activitiesاو منابع) (Resourcesچه اداره يي د خپل هدف د ﻻسته راوړلو لپاره په کار اچوي په ﻻندي ډول تري يادونه کوم.
داداري فعاليتونه:Managerial Functions
١:- پلانول:-(Planning):- دسازمان د اهدافو ټاکل او تصميم نيول تر څودسازمان اهداف په ښه توګه ترﻻسه کړي.
٢:- تنظمول:-(Organizing):-د منابعو او فعاليتونو تر منځ دهماهنګي رامنځته کول دي يعني دپلان،تنظيم،رهبري،کنترول او اړونده منابع لکه بشری،مالي،فزيکي او معلوماتي بايدپه مآکول ډول هماهنګ او ګروپ بنددي شي.
٣:-رهبري:(Leading):-د مربوطه سازمان او پروژي د اعضآوو ياکاريګرانو تشويقول دي ترڅو په ډير شوق دلچسپي سره خپل خپل کارونه ترسره کړيزي.
٤:-کنترول:Controlling) (:-د پروژي د اړونده جاري فعاليتونه څخه څارنه کوي تر څو فعاليتونه
د نورم يا معيار مطبق سرته ورسپږي چه په نتيجه د هدف د تر لا سه کولو لپاره اسانتياوي رامنځه شي اوکوم
خنډونه واقع نه شي.
د اداري منابع :(Managerial Resources)
1: بشري منابع:-:Human Resources- د هغه منبع څخه عبارت دي چه د هغي څخه موږ د کار ځواک يا بشري نيرو ترﻻسه کولي شو.لکه: متخصيصين،پرسونل،مزدوران،پوليس،فوځ او داسي نور.
: 2مالي منابع :-( Financial Resources):- هغه نقدي پيسي يا پورونه چه د ډونرانو لخوا اداري ته د ټاکلي هدف د ترسره کولو لپاره ورکول کيږي يا په بل عبارت مالي منابع هغه منابع دي چي ديوي اداري لپاره مالي امکانات برابروي
-: A خپلني پانګه (Owner Equity)
-: Bپردي پانګه (Liabilities)
3 :- فزيکي منابع:- -:(Physical Resources)مثلا:ماشين آﻻت،تجهيزات،قرطاسيه،اومه او پاخه مواد،اپارتمان،ترانسپورت ،کمپيوټراو داسي نور.
4:- معلوماتی منابع:- (Informational Resources):- هغه منبع ده چه د هغي پواسطه يو سازمان يا پروژه دداخلي او خارجي محيط په هکله مربوطه معلومات ﻻسته راوړي.
مثلا : په داخلي محيط(Internal Environment) کي لاندي معلومات لاسته راوړي. لکه : دماشين آلاتو ظرفيت،دمزدورانو دڅرنګوالي په هکله معلومات،د بودجه مقدار،د منيجرانو د کار کيفيت او داسي نور.
او همدارنګه د خارجي محيط(External Environment) څخه داسي معلومات لاسته راوړي. لکه : د خلګو اقتصاد،کلتور،د يو هيواد داخلي او خارجي سياست ،Ecological Study،بازارموندنه،رقابت کونکي،مشتريان،دولت،د قيمتونو لست،عرضه او تقاضا،خطرات،opportunities اوداسي نور.
د پروژي منجمنټ :Project Management
دپروژي اداره:-) (Project Management:- د پروژي اداره د عامي اداري سره زيات توپير لري مثلا يو عادي يا معياري اداره د مرکزي اداري د منجمنټ په څير ټولي چاري په هماغه يوه بڼه ترسره کوي يعني په عادي منجمنټ کي موضوعات او فعاليتونه په موازي ډول خپل چينل موميىولي د پروژي منجمنټ هغه لوبي ته ورته دي چه پاي ته نژدي وي او د هدف ترلاسه کولو په خاطر پکي د تخنيکونو څخه استفاده کيږي.
د پروژي منجمنټ خلګ دې ته هڅوي چه په ټاکلي موده او ټاکلي بودجه يو ځانګړي هدف او مقصد کوم ته چي په ټو لنه کي ضرورت احساس شوي تر ﻻسه کړي .او پروژه هغه وخت رامنځته کيږي چه په ټولنه کي يو ضرورت احساس شي. اوس ګورو چي د پروژي اوعامي اداري توپيرونه کوم د ي
د پروژي داداري او عامي اداري توپيرونه
Deference between Project Management and Common Management
ديوي پروژي فعاليتونه په ډيرسادګي سره توقف کولاي شي ولي د عا مي اداري فعاليتونه ورځني چاري هيڅکه نشي معطل کولاي.مثلا:
د يوي پروژي فعاليتونه د باران له وجي د يو لنډي مودي لپاره توقف کولاي شي اما عامي اداري لکه :دولت(Government) خپل فعاليتونه نشي معطل کولاي.نو په نتيجه کي ويلاي شو چي اکثره پروژي لاندي مشخصات لري.
o : -Complexity: د پروژي اداره د عامي اداري په نسبت مغلقه وي.
o Specific Goal: - د پروژي اهداف حتما مشخص وي.
o -: Limited Timeد پروژي موده ټاکلي وي ولي د عامي اداري موده غيره معينه وي چه دا يي هم يو اساسي فرق دي.
o -: Specific Organizationپروژه ټاکلي تشکيلات لري.
o : Specific Personal & Limitationټاکلي غړي او محدوديتونه لري.
o : Uniquenessدعامي اداري سره توپير درلودل دی.
د پروژي د منجمټ مرحلي
د پروژي د ژوند دوران يا د پروژي اقتصادي عمر
Project Life Cycle
دپروژي د ژوند دوران يا اقتصادي عمر څخه هدف دادي چه يوه پروژه په هغه کي شروع او تکميل کيږي.پدي دوران کي د پروژي ټاپ ليول منيجر(Top Level Manager) مجبور دي چه د پروژي د تطبيق څخه مخکي او د پروژي د فعا ليت په جريان کي مختلف يروسيس Process) (طي کړي.د پروژي په دوران کي فعاليتونه په لومړي پيل کي ډير ورو ورو په منځني عمر په کي ډير چټک او په اخر عمر کي اعظمي حد ته رسيږي . د مو ضوع د ښه وضاحت او د پروژي د ژوند د دوران د پيژندلو لپاره لاندي ګراف په واضح توګه تشريح کوو.
|
Delivery |
Execution |
Planning |
Definition
|
|
|
|
|
|
|
Train Customer Transfer Documents Release Resources Lessons Learned
|
Status Report Changes Quality Forecast
|
Schedules Budgets Resources Risk Staffing
|
Goal Specification Tasks Responsibility
|
The project life cycle typically passes sequentially through four stages
Definition, planning, execution, and delivery. The starting point begins
The moment the project is given the go ahead. Project effort starts slowly, builds to a peak, and then declines to delivery of the project to the customers.
Definition stage: - Specification of project is defined, project objectives are established, teams are formed, and major responsibilities are assigned.
Planning stage:- The level of effort increase, and plans are developed to determine what the project will entail , when it will be scheduled, whom it will benefit, what equity level should be maintain, and what the budget will be.
Executing Stage:- A major portion of the project work takes place both physical products is produced (bridges, report, software program).Time, cost, and specification measures are used for control. Is the on schedule, on budget, and meeting specification? What are the forecasts of each measure? What revision/changes are necessary?
Delivery Stage:- Includes the two activities, delivering the project product to customer and redeploying project resources. Delivery of the project might include customer training and transferring documents. Redeployment usually involves releasing project equipment/materials to other projects and finding new assignments for team members.
١:- د شکل په اول کا لم کي دپروژي د ټولو مرپوطه مشخضاتو په هکله معلومات راټوليږي. لکه :دپروژي هدف ټاکل ، تصميم نيول،د پروژي ټيم جوړول، د پروژي د اعضآوو انفرادي داخلي او خارجي مسوليتونه په ګوته کول او همدارنګه Objectives)) کوچنی کوچنی پلانونو چه لوي هدف ته درسيدلو لپاره اسانتيا رامنځه کوي په دقيق ډول مشخص شي.
٢:-د شکل په دوهم کالم کي د پروژي د کاريګرانو او تجهيزاتو په ظر فيتونو کي لازم ې زيادښت رامنځته شي.په پلان شوي مو ضو عاتو کي لا ښه انکشاف رامنځته شي.پروژه بايد د کومو مو ضو عا تو څخه ژغورنه وکړي.کله چي په اول کالم کي فعاليتونه وتاکل شول نو په دوهم کالم کي بايد داسي پلان جوړشي چه نومړي فعاليتونه په څه وخت مهال ويش شيزي . خدمات او توليدات د چاه لپاره ګټور دي.په کوم کيفيت سرته رسيدلي دي.او فعاليتو نه د بودجي مطابق دي؟
٣:- د شکل په دريم کالم کي پروژه خپل فعاليتونه يا دکار جريان اعظمي نقطي ته رسوي.کله چه ديروژي کار%٩٠سرته ورسيږي نو په دي صورت کي د پروژي د فعاليت نحني بيرته نزولي مسير اختياروي.ځکه په دي موقع کي د پروژي منيجر د پروژي دختم (سپارلو)څخه مخکي د پروژي د منابو دانتقال لپاره فرصت پيداکوي.
٤:- د شکل په څلورم کالم کي دوه ډوله موضوعات د څيړلو وړ دي.
ا: د پروژي سپارنه مشتريانو ته
ب: د پروژي د منابعو انتقال
ا:- د پروژي سپارنه مشتريانو ته:- پدي مرحله کي چه څرنګه پروپوزل ليکل شويدي د هغه مطابق او ټو لو خصوصياتو سره سم پشپړ شوي توليدات او خدمات قراردادکونکي ته سپاري.په دي مرحله کي د پروژي منيجر د خيلو اړوند منسو بينو سره يو ورځني شورا(غونډه) جوړوي تر څو د پروژي د جريان مثبتي او منفي نقطي په ګوته کړي او په اينده پروژه کي دمنفي نقاتو څخه مخنيوي او مثبت نقاط عملي کړي.
ب:-د پروژي د منابعو انتقال:- په اخرني نيټه منيجر بايداړونده منابع چه د پروژي د تکميل کولو لپاره په کار اچول شوي وې په ډير مهارت او احتيتاط سره د پروژي د ټيم پواسطه انتقال کړي.او هغه ماشين الات چه په کرايه راوړل شوي وه بايد په تاکلي نيټه خپلو ماليکانو ته وسپارل تر څو يي کرايه اضافه نشي.
د پروژي د منجمنت عمده اصطلاحات
Project Management Key Term
لکه څنګه چي هر علم ځانته بيل بيل قوانين او اصطلاحات لري همدارنګه پروژه هم د يو خاص قانون برسيره ځيني مهم اصطلاحات لري چه په لاندي ډول تري يادونه کوو.
A. فعاليت -:(Activity)کار يا فعاليت د پروژي په جريان کي يو عنصر دي چه د پروژي د کورس په جريان کي سرته رسيږي.
B. د کار تسلسل - :(Activity Sequence)د پروژي د ټولو مربوطه فعا ليتونو تر منځ يو منطقي تسلسل موجود وي .مثلا: د يو تعمير د جوړلو لپاره پروپوزل جوړول ، پلان طرحه کول، اجرات کول او داسي نور.
C. د پيل او پاي نيټه محاسبه کول:(Back ward Pass) :- د پروژي د پيل او دپاي نيټه د پلان په نظر کي نيولو سره په ډير دقت سره محاسبه کول او هغه د يوه ډياګرام پواسطه ښودل.
D. قبولي يا موافقه:-:(Baseline)د قرارداد ليکلو په وخت کي د يوي خا صي او ټاکلي شوي ساحي څخه عبارت دي.مثلا: يو پروي د ننګرهار څخه تر تورخم پوري د لس پولچکونو د جوړولو او سړک قير کولو لپاره کړي دي.اما که چيري دولس پولچوکونو ته ضرورت پيداشي نو په دي صورت کي پروژه مجبور نده چه جوړ يي کړي.نو د دغه لسو پولچکونو قرارداد ته بيسلا ين واي.
E. مجموعي بودجه:-:(Budget at Completion) ددي څخه هدف دپروژي د اجرآ لياره توله بودجه ده.د پروژي بودجه د مستقيمو او غيري مصارفو ، د احتمالي پيښو او داسي نورو شرايطو په يام کي نيولو سره سم تاکل کيږي.
F. محدوديتونه :) (Constrain:- د پروژي د اجرا څخه مخکي هغه څه په ګوته کول چه د پروژي د اجرا لپاره خنډونه رامنځته کوي.مثلا:جنګ،امنيت،سيلاب او داسي نور.
G. د احتمالي پيښو ذخيره:-;(Contingency Reserve)د هغه پيسو د مقدار او د وخت د مقدار څخه عبارت دي . چه د احتمالي پيښو رامنځته کيدو په صورت کي د يروژي جريان دوباره جبرانوي . احتمالي پيښي کيداي شي چه مختلف اقسام ولري .مثلا: طوفان،موسمي پيښي ،امنيت ،سيلابونه،زلزلي،او داسي نور عوامل دي چه د يروژي په بشپړ کيدو کي خنډونه رامنځته کوي .نو د پروژي د پلان کيدو په وخت کي بايد د پروژي د اجرآ وخت د اصلي وخت څخه زيات تعين شي . ځکه که چيري د يو عامل له وجي معطل شي نو هغه اضافه پلان شوي وخت به ددغه ځنډ د معطلي جبران کوي .او همدارنګه که چيري يروژه د بودجي د کمښت له امله خپل فعاليت معطل کړي .نو هغه اضافه بودجه چه پلان شوي ده د هغي په ذريعه سره د پروژي فعاليت ته دوام ورکړي .البته د پروژي د پلان په وخت کي بايد نو موړي ټول خطرات په نظر کي ونيول شي.
H. قرارداد کونکي: -:(Contract) دا يو دوه اړخيزه منونکي موافقه ده چه د قرارداد کونکو يعني خرڅونکي او اخستونکي(Seller and Buyer) ،سپارونکي او اجرآ کونکي ترمنځ په ليکل ډول صورت نيسي . او قرار داد کيداي شي يه مختلفو طريقو صورت و نيسي .لکه: په کلي ډول قرارداد کول، په ساعتانه مزد قرارداد کول، او داسي نوري طريقي شته چه د هغي پواسطه قراردادونه لاس ليک کيږي .
I. نظارن:(Control):- د نظارن ېا کنترول له لاري موږ کولاي شو چي د پروژي د کار جريان په عملي ډول د First Level Manager پواسطه د پلان مطا بق کنترول کړو.او ددي لاري کولاي شو چي اجرا شوي کارد کيفيت ،کميت، او نورو ټاکل شووخصوصياتو له مخي چه په پلان او پروپوزل کي ثبت شوي دي ارزيابي کړو علاوه د دي څخه منيجر کولاي شي چي ددي لاري کاريګران هم تشويق کړي . او هدارنګه که چيري د يروژي په جريان کي کوم مثبت نوښتونه او کوم منفي کارونو په ستر ګو شوي وي دهغوي راپور و ليکل شي .
J. د مصرف تخمين:(Cost Estimating):- د يو قرارداد د لاسليک کولو څخه مخکي دپروژي ريس،لوړ رتبه منيجر او نور مربوطه غړي يپايد د پروژي تول مصارف په دقيق ډول سره تخمين کړي.مثلا:د جرمني دولت غواړي چه په ننګرهار پوهنتون کي د اقتصاد پوهنځي د پلان د ډيپارټمنټ لپاره دري پوړيز تعمير د ټاکل شوو خصوصياتو مطابق په ١٠٠٠٠٠مريکايي دالر بولي کړي.
نو پدي صورت کي به پروژي ريس ،منيجران ، انجنير او نور مربوطه غړي د نوموړي تعمير مجموعي مصارف د ټاکل شووخصوصياتو سره سم په دقيق ډول سنجوي اود هغه وروسته ګوري چه په نوموړي تعمير کي به زموږ تخميني ګټه څومره وي.نو بلاخره د پروژي ريس د نوموړي پروژي د اخستلو لپاره قرارداد لاس ليک کوي.
K. په مصارفو کي تغير:(Cost Variance)ددي تغير څخه هدف دادي چه د پروژي ريس بايد د حقيقي مصرف او تخمين شوي مصرف ترمنځ فرق پيدا کړي. د يروژي ريس چه کله پروژه پيل کوي نو د هغوي لپاره يي د حقيقي مصرف څخه زياته بودجه تخصيص کړي وي.ځکه حقيقي بودجه د تخميني بودجي څخه هميشه کمه وي .نو په دي ځاي کي يو تفاوت موجودي.چه دغه تفاوت پيدا کولو ته کاسټ وېرينس يعني(Cost Variance) وايي.
L. کمښت :(Crashing) :- ددي هدف دادي چه د پروژي په اقتصادي عمر کي کمښت راوستل دي .يعني کله چه يروژي خپل فعاليت پيل کړي نو د پروژي منيجر کوشش کوي چي د يروژي په عمر کي څه نا څه مناسب کموالي راولي تر څو د پروژي په نهايي او تخمين شوي مصرف هم کموالي را منځته شي. د يا دوني وړ ده چي د وخت کموالي د پروژي د ريس او منيجر په لياقت او ځيرکتيا پوري اړه لري ځکه ځيني وخت دغه کمښت د يروژي لپاره خطرناکه هم ثابت کيداي شي.
M. Critical Path: - The total duration of the critical path determine the project duration. Float is equal to zero on the critical path .FLOAT: is the amount of time that an activity can be delaying the completion of the project.
M. تسليم يا سپارښت(Deliverable):=پروژه بايد د هغو توليداتو او خدماتو ذمهواري په غاړه واخلي کوم چي پروژه يي توليدوي ددي مطلب دادي چه پروژه بايد د خپلو مشتريانو لپاره اجناس او خدمات په تاکلي وخت،ټاکلي نرخ، او ټاکلو خصوصياتو سره د سپارلو ذمه داري او مسوليت په غاړه واخلي.
N. جريان:(Duration):-د هغه کاري ساعتونو د مقدار څخه عبارت دي.چه د پروژي د عنا صرو د پوره کولو لپاره ورته ضرورت ليدل کپږي.يا په بل عبارت د هغه کارونو د مجموعي څخه عبارت دي چه د يو عنصر يا کار د بشپړ کولو لپاره ټاکل کيږي.مثلا: د يوې اداري تو له مربوطه فعاليتونه(عناصر) د کومو د بشپړ کولو يا تکميل کولو لپاره چي کومي هڅي کيږي.عبارت د جريان يا ډيوريشن څخه دي.
O. هڅه يا هاند:Effort) ( :-د يوي يروژي د عنصر يا فعاليت يا يو بل لازمي ضرورت د پوره کولو لپاره هره يروژه يو کاريګري واحدونو ته ضرورت لري.ددغه واحدونو په ښه طريقي سره پره کولو ته هاند يا هڅه وايي.
P. عنصر:(Element):-د پروژي ټول جريان عبارت د عنصر(فعاليت) څخه دي.يعني د پروژي په اصطلاح دپروژي هر کار يا فعاليت ته عنصر وايي.
Q. استثنايي راپور:(Exception Report)
R. د فعاليتونو مسلسل اجرآت:-;(Fast Tracking) هغه فعاليتونه چه ديلان جوړوني پر وخت ګروي بندي شوي وي بايد د يو منظم تسلسل يه اساس يه مخ يوړل شي.يعني يو کار د بل کار څخه وروسته يا مخکي نه شي.مثلا:يلان داسي ترتيب شوي دي چي لمړي به د جلال اباد او تورخم سړک قير کيږي او ور پسي به پولچکونه جوړيږي داسي نه چي دا کار سرچيه اجراشي .
S. : Floatد هغه مقدار وخت څخه عبارت دي. چه د پروژي جريان نه يکي معطل کيږي.اما د پروژي په جريان کي د فعاليتونو د مجموعي څخه يو فعاليت معطله کيږي.مثلا: په ننګرهار پوهنتون کي د کمپيوتر ساينس دپوهنځي تعميرکار جرپان لري.که څه هم ساختمني برخه يي بشپړه شوي نده اما د پروژي ټيم د پروژي ساختمني کار معطله کړي دي.او د نجاري کار يي د ساختمان د بشپړ شوي برخي په ساحه کي پيل کړي دي.ولي په مجموعه کي د پروژي فعاليتونه نه دي معطله شوي يواځي او يواځي د ځينو فعاليتونو د مجموعي څخه يو فعاليت معطله شوي دي.چه دغه جريان ته (Float)وايي.
T. د پروژي چارتر:-:(Project Charter)د هغه سند څخه عبارت دي.چه د منيجرانو له خوا په رسمي ډول د پروژي د رامنځته کيدو لپاره اجازه ورکول کيږي.يا په بل عبارت کله چه يو پروژه رامنځته کيږي.هغه بايد دمربوطه سازمان له خواياد مربوطه دولت لخوا د فعاليت کولو رسمي اجازه ورکوي ځکه بدون د رسمي سند څخه هيڅ يوه پروژه نه رامنځته کيږي اونه د فعاليت کولو حق لري.
U. مهم فعاليت:(Baseline):- د يوکار يا فعاليت د انکشاف او يپرمختګ لپاره تر تولو مهم ترينه موضوع ده يا په بل عبارت هدف ته د رسيدو په منظور مهم ترين فعاليت يا کار ته وايي.او يا په لند ډول سره ويلاي شو په پروژه کي تر ټولو اساسي کار ته وايي.
V. د پروژي د منجمنټ ګروپ:(Project Management Group):- د پروژي د هغه ټولو منسوبينو او يا کاريګرانو څخه عبارت دي. چه مستقيما د پروژي د منجمنټ يا اداره کي په فعاليتونو بوخت وي.مثلا: د يو تعمير د جوړولولپاره چه کوم انجنيران منيجران کاريګران چوکيداران او داسي نور مربوطه غړي مستقيما په کار بوخت وي.نو همدغه ټوله ګروپ ته د پروژي د منجمنټ ګروپ وايي.
W. د پروژي پړاو:(Project Phase):- دا هغو فعا ليتو نو مجموعه ده چي د پروژي سره په منظقي ډول ارتباظ يا تړاو لري.خصوصا هغه فعاليتونه چه د هغوي يواسطه پروژه تکميل او سپارل کيږي. هره پروژه د پنځه پړاونو سرته رسولو وروسته پاي ته ته رسول کيږي.چه په لاندي ډول تري يادونه کوو.د پيل پړاو،دپلان پړاو،د نقشي له مخي د اجرا پړاو،د نظارت او کنترول پړاو،د پروژي د تړلو يا تسليمولو پړاو.
X. د پروژي جدول:(Project Schedule):-په دي جدول کي دوه ډوله نيټه ثبت کيږي.(١ ) د پيل لپاره پلان شوي نيته (٢) د پاي لپاره پلان شوي نيټه
١ ) د فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د نيټي پلان کول.
د فعاليتونو د تکميل کيدو لپاره لپاره د نيتي پلان کول.
Y. Project Scope: د پروژي اجناس او خدت مات کوم چه پروژه يي تو ليدوي بايد د پروپوزل او ټاکل شوو خصوصياتو مطابق قرارداد کونکي ته و سپارل شي.
Z. د پروژي د ژوند دوران::(Project Life Cycle)- د پروژي د ژوند دوران يا د پروژي اقتصادي عمر څخه هدف دادي چه پروژه به څومره وخت کي پاي ته ورسيږي. د پروژي اقتصادي عمر خپل فعاليتونه داسي ګروپ بندي کوي.چه په لومړي مرحله کي ډير بطي وي په منځني مرمحله کي ډير ګړندي وي ولي په ا خرني مرحله کي بيرته خپل فعا ليتونه کرار کرار سرته رسوي .د يا دوني وړ ده چه هره پروژه خپل اقتصادي عمر يا د ژوند دوران د يو ګراف په شکل ښيي.
د پروژي پلان جوړونه:Project Planning
پلان جوړونه د مربوطه اداري،سازمان يا يو موسيسي د اهدافو د ټاکلو او د هغوي لاسته راوړلولپاره د تصميم نيولو څخه عبارت دي.تر څو د ټاکلي مودي په ترڅ کي دغد اهدافو ته د رسيدو لاري چاري هم په ګوته کړي.پلان يوه پيش بيني ده چه ټاکلي اهداف په څه ډول لاس ته راړي.پلان د هر قسم پروژي لپاره لومړني مهم عنصر دي.او هره اداره مجبوره او مکلفه ده چه چي د هرخه څخه مخکي خپل اهداف وټاکي او د هغه وروسته د پروژي مربوط نور لوازم لکه : د تشکيل جوړول، د دفتر لوړم،د مصارفو اټکل،محدوديتونه او داسي نور په پام کي ونسي.واقعا چي پلان هدف ته د رسيدو په خاطر د فعاليتونو د تر سره کولو لپاره يو ژمنه او تعهد دي.
پلان داسي يو تصميم دي.چه خه بايد اجرا شي.په دي معني چه پلان داسي يو تصور، خيال او طرحه ده چي مطلوب وضيت پکي پيش بيني او هغه ته د رسيدولاري چاري اټکل شي.د پلان يو جامع مروج تعريف:
پلان:-Planning:-پلان جوړونه د يو حالت او وضيت يا يو موضوع د بدلون په خاطر د عملياتو طرحه کول دي. چي د يو ټاکلي لارښود سند له مخي صورت نيسي.
د پورتنيو تشريحاتو څخه په استفاده داسي يو تعريف ذکر کوم تر څو د پلان ټول موضوعات پکي موجود او را نغښتي وي.
تعريف:- پلان د يوي ټاکلي مودي په ترڅ کي د عاجلو او ورځنيو لري او اږدي مودي اهدافو ته د رسيدلو په خاطر د تدابيرو هماهنګه او پرله پسي مجموعه عبارت ده چي د دغو تدابيرو په پرله پسي عملي کولو سره هدف او دوامداره پرمختيا ته رسيږو. چه دغه مطلب په لاندي شکل کي په واضح ډول روښانه کول غواړم.
|
موږ چيري يو |
څنګه به رسيږو |
کوم ځاي ته غواړو ورسيږو |
اوسني حالت مدنظر حالت
د پلان اهداف: Purpose Of Planning
ï د فعاليتونو د تنظيم په وسيله هدف ته د رسيدو د احتمال يا امکان لوړول.
ï د فعاليتونو د تنظيم په واسطه په لګښت،وخت،انرژي او کار کي مناسبه سپما راوستل.
ï د اهدافو او مقاصدو په لاسته راوړلو تمرکز(Focus) او اصلي مقصد ته ډير ځير کيدل او له اصلي مسير يالاري څخه د انحراف مخنيو ۍ.
ï د کنټرول او ارزيابي د لارو چارو برابرول.
ï د هماهنګي رامنځته کول.
ï د پلان تر تطبيق وروسته د راپور د چمتو کولو په خاطر د يوه معيار موجوديت.
د پلان جوړولو ګټي Advantage Of Planning:
E پلان موږ ډاډمن کوي،چي څه بايد وکړو او ولي يي ترسره کړو.
E د عمومو خلګو، نورو ادارو،حمايه کونکو،ډونرانو اودنوروداستفادي لپاره د پلان په ليکل شوي بڼه جوړول او د کارونو تشريحات او وضاحت.
E د چارو د کاميابي لپاره د پلان له مخي قضاوت کيداي شي.
E اهداف پکي ښودل کيږي،نو ځکه يي د پرمخ بيولو لپاره د يو معيار(Standard) په توګه ارزيابي کولاي شو.
E همکاري رامنځته کوي،او د وخت د ضايع کيدو څخه مخنيوي کوي.
E د کار موثريت زياتوي او په لګښت کي د سپما سبب ګرځي.
E د عامه مراجعينو له خوا په فعاليتونو کي د مناسبي همکاري د جلبولو سبب ګرځي.
E د راتلونکي لپاره د پروګرام جوړولو په خاطر د اصلاحاتو د رامنځته کيدو سبب ګرځي.
E د پروژي په عمومي جريان کي مثبت اضافه والي(Surplus), رامنځته کوي.
E د عواملو د منظم استعمال په نتيجه کي د حاصلاتو د زيادښت سبب کيدل.
د پلان سايکل Cycle Of Planning
|
ارقام راټولول |
|
ستونزه پيژندل |
|
د حل لاري چاري |
|
هغه مسايل راتولول چه بوښتنه يي وشي |
|
د کاري پلان چمتو کول |
|
د پلان عملي کول |
|
د نتايجو عملي کول |
|
د يلان کنټرول او پيش بيني |
|
د نتايجو ارزيابي |
|
1. هدف ټاکل |
|
Planning Cycle |
د شکل تشريحات
هر کله چه موږ وغواړو يو پلان جوړ کړو بايد لاندي ټکي په نظر کي ولرو
1. د ارقامو راټولول
2. د اهدافو ټاکل
3. د ستونزو پيژودل
4. د ستونزو دحل دلارو چارو موندل
5. د هغو مسايلو را بيلول چي بايد پوښتنه يي وشي.
6. د کاري پلان چمتو کول
7. دپلان عملي کول
8. د نتايجو ارزيابي
9. دپلان د پرمختګ کتنه او د راتلونکي لپاره پيشبيني
