WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

اسدالله خالد: پاکستاني استخبارات د افغان دولت پرضد نوي پلانونه جوړوي
 

نوموړي دغه څرګندوني د طالبانو له خوا په کابل، هلمند او کندهار کې د وروستیو ځنځیري بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

نوموړی چې اوس مهال په کابل کې دی وايي، د کندهار د برید په اړه د دوي معلومات داسي دي چې ګواکۍ دغه برید د پآکستان استخباراتو له لوري د طالبانو د کویټي شورا د غړو په نیغه همکارۍ تر سره شوی دی.

په دغه برید کې چې تیره اونۍ تر سره شو د کندهار د والي مرستیال په ګډون نږدې لس تنه مړه او تر لسو ډير ژوبل شول.

په برید کې د عربي متحده اماراتو پینځه دیپلوماتان هم مړه شوي ول.

اسدالله خالد وايي  تر کومه ځآیه چې دی معلومات لري دغه برید د پاکستان له لوري تر سره شوی ځکه دی او ملګري يي خبر ول چې ګواکي پاکستاني استخبارات پلان لري په کندهار کې یو خونړی برید تر سره کړي.

خو دا چې برید موخه او ځای به کوم وي په اړه یي څه و نه ویل.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق هم د پاکستان استخبارات په دغه برید تورن کړل او دا یي په ډاګه کړه چې دوي په کندهار کې د یوه احتمالي برید په اړه خبر شوي وو .

د افغانستان د استخباراتو دغه پخوانی مامور چې په خپله هم څو کاله دمخه په یوه ځانمرګي برید کې سخت ژوبل شوي وو ټینګار کوي چې د کندهار، کابل او هلمند وروستي بریدونه ټول د ډیورنډ د کرښي هغه غاړي ته پلان او جوړ شوي ول.

ښاغلی خالد وايي د پاکستان استخبارات د نوي کال لپآره د افغانستان د حکومت پر ضد نوي پلانونه لري او دغه پلانونه به یو پر بل پسي پلي کوي تر څو په دغه ملک کې  ډار او وحشت خپور کړي.

ښاغلی خالد دا په ډاګه نه کړل چې دغه پلانونه به له پخوانیوهغو سره څه ډول توپیر ولري لیکن هغه یي ډیر خطرناک وښودل.

په همدې حال کې د کندهار د وروستۍ پیښې د پلټني په اړه د بریټانیي د سکاټلنډیارد پولیسو یوه ډله هم کندهار ولایت ته را رسیدلي ده .

دغه ډله د امارتو د دولت په غوښتنه راغلي تر څو د دغې پیښي څرنګوالي وڅیړي او په اړه یي د اماراتو دولت ته معلومات وړاندي کړي.

د اماراتو دولت بهرمیشتي دیپلوماتان له دغه لوړ تحقیقاتي امنیتي سازمان سره بیمه دي او د اړتیا په صورت کې د هغوي مرستي ته وردانګي.

همدا راز د دوبی د پولیسو یوه مشر څخه په نکل ځينو رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي چې ګواکي هغه د کندهار برید د افغانستان د دولت کار بللی دی.

له دغه چارواکي په حواله په افغانستان کې دننه په  ټولینزو رسنیو کې راغلي چې ګواکي دغه برید د افغان حکومت د داخلي عناصرو په مټ تر سره شوی او اماراتو ته په کار ده چې له افغانانو سره له نږدې نه بلکې له لري مرسته وکړي.

تر اوسه پوري کومي خپلواکي سرچینې د دغه اماراتي چارواکي د خبرو سپیناوی نه دی کړی.

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه سی ام دی ۱۳۹۵ و ساعت 10:55 |