WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

پاکستان د ژرندې د پلونو په منځ کې  خوشحال آصفي

پاکستان د همدغو هڅو په لړ کې اوس غواړي له کابل سره په ټپه ترخې اړيکې يې له سره ورغوي. د همدې همدف د ترلاسه کولو لپاره يې څه موده وړاندې اوازه خپره کې چې د افغان حکومت په بلنه د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه کابل ته روان دی او له افغان حکومت سره به سختي خبرې وکړي. همدراز په وروستيو کې يې د جماعت دعوه مشر او د هند د ممبۍ د خونړیو بریدونو مشکوک طراح حافظ سعید نظر بند کړ، بل لور ته ويل کیږي چې د پاکستانه له قيد نه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شکيل د خوشې کولو لپاره د پاکستان پوځي چارواکو سره د امريکا پټې خبرې روانې دي. شکيل آفريدی هغه څوک دی چې په پاکستان کې يې له امريکا سره د ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې القاعدې د مشر اسامه بن لادن په درک لګولو کې يې مرستې کړې وې.  

که څه هم پاکستان په ښکاره وايې چې دا هڅې یې د کوم بل هېواد په خوله یا فشار نه دي ترسره کړي خو د پاکستان تير تاريخ ته په کتو داسې ښکاري چې دغې هيواد تل له نړيوالو فشارونو څخه د خلاصون په موخه لوی لوی قدرتونه په خپل مکر دوکه کړي دي. اوس هم غواړي د امريکا له نوي ولسمشر سره لوبه وکړي او له جاله يې ځان خوندي کړي. د پاکستان تير تاريخ ته وکتل شي دغه هيواد په تېر کې ډېری داسې کسان نه یوازې د امریکا په غوښتنه بنديان کړي بلکې هغوی ته یې سپارلي هم دي. ښه بېلګه يې په دغه هيواد کې د طالب مشرانو ترور، نيول، بنديانول او امريکا ته په لاس ورکول دي چې له جملې يې په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفير ملا عبدالسلام ضعيف دی. 

اوس چې په وروستيو کې ټرمپ پتيلې چې ګواکې نړۍ به د ترهګرو له شتونه پاکوي؛ د ټرمپ دغې اعلان په پاکستان سياسي زلزله راوستې او ويره لري چې ممکن ټرمپ به په دغه هيواد کې د ترهګرو د ځالو په نښه کولو لپاره لاس په کار شي. همداراز ټرمپ يو بل کار هم وکړ چې له راتګ سره سم يې پر اوو مسلمانو هېوادونو د ویزې بندیز ولګاوه. که څه هم پاکستان په دغو هيوادونو کې شامل نه دی خو داسې ښکاري چې په دغه هيواد کې د حقاني شبکې چې په افغانستان کې تر ډيره امريکايې اهداف په نښه کوي، افغان او پاکستاني طالبانو، لشکر طيبه او جماعت الدعوه چې په ډیری په هندوستان کې ورانکاري کړنې ترسره کوي؛ شتون به ټرمپ دې ته اړ کړي چې د پاکستان په خاوره کې په خپله د دغو ترهګرو په نښه کولو ته ملا وتړي. 

اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د ټرمپ دا پرېکړه، چې ګواکې نړۍ به د مسلمانو ترهګرو ډلو له شتونه پاکوي، په تړاو وايي، ترهګري باید له کوم هېواد او مذهب سره ونه تړل شي. خو زیاتوي، هیله من دي، چې د ټرمپ له راتګ سره به د پاکستان او امریکا اړیکي ښې شي.  

لکه څنګه چې پاکستان په تير کې هم د امريکا د خوشحاله کولو او ورڅخه د پيسو د شکولو لپاره هر څه ترسره کړي دي نو اوس هم په وروستيو کې په دغه هيواد کې د حافظ سعيد په کور کې نظر بند کول، د ډاکټر شکيل آفريدي د خلاصون په تړاو له امريکا سره پټې خبرې او له افغان حکومت سره د اړيکو د دوباره ښه کولو هڅې د همدې لپاره وي چې پاکستان غواړي په يو نه يو ډول د ټرمپ له جاله ځان خلاص کړي.   

 

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه بیست و یکم بهمن ۱۳۹۵ و ساعت 10:44 |