WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

که د ځینو سیاسي اصطلاحاتو په اړه مالومات نلرئ, نو دغه مطلب ولولئ!

۵- نازیزم: دوه غواګانې لرئ, دولت تر هغې جګړه درسره کوي, چې دواړه یې درنه اخیستې نه وي.
۶- آنارشیزم: دوه غواګانې لرئ, تاسې د همدې دوه غواګانو لخوا وژل کېږئ او هغوی خپل منځ کې یو بل لوشي.
۷- سادیزم: دوه غواګانې لرئ, په دواړو غواوو ډزې کوئ, شړئ یې او خپل ځان د شیدو په ظرفونو کې اچوئ.
۸- آپارټایډ: یوه سپینه او یوه توره غوا لرئ, دواړه شیدې کوي خو تاسې توره غوا لوشی.او شیدې یې سپینې غوا ته ورکوئ او سپینه غوا نه لوشئ.
۹- مرفه دولت: دوه غواګانې لرئ. دواړه لوشئ او بېرته یې شیدې همدغو دواړو غواوو ته ورکوئ.
۱۰- بوروکراسی: دوه غواګانې لرئ. دواړو ته د تابعیت تذکرې اخیستلو لپاره 17 فورمې به درې پړاونو کې ډکوئ, په دې کار د مصروفیت له امله وخت نه درته پیدا کېږي چې دواړه غواګانې ولوشئ.
۱۲- ملګري ملتونه: دوه غواګانې لرئ. فرانسه ستاسې د لوشلو حق ویټو (رد) کوي, امریکا او انګلیس غواګانې ويټو کوي چې تاسې ته ولې شیدې درکوي او نیوزیلند ممتنع رایه لري.
۱۳- ریالیزم: دوه غواګانې لرئ. واده کوئ خو بیا هم د غواګانو لوشل ستاسې پر غاړه دي.
۱۴- فمینیزم: دوه غواګانې لرئ, حق نلرئ چئ وې لوشئ.
۱۵- پلورالیزم: یو غویئ او یوه غوا لرئ. هر یو یې چې لوشئ فرق نکوي.
۱۶- لیبرالیزم: دوه غواګانې لرئ. شیدې لري خو نه یې شئ لوشلی, ځکه ازادي یې محدودیږي.
۱۷- مطلقه دموکراسي: دوه غواګانې لرئ. له خپلو کلیوالو رایه غواړئ چې ویې لوشئ او که نه? که مو اکثریت رایه وګټله لوشلی یې شئ او که نه نه یې شی کولای.
#نامعلومې_ملغلرې

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه سی ام بهمن ۱۳۹۵ و ساعت 11:12 |