نذیر وایي چې ضیاءالحق ورته وویل چې هغه به په افغانستان کې د دغه هېواد د دفاع په مورچل کې وجنګېږي.
د ملک نذیر دې وینا چې ضیاءالحق ته یې د شهید خطاب کړی دی په رسنیو کې د خلکو غبرګون را پارولی او ملک نذیر یې د ګوډاګي، خاین او مزدور په نومونو یاد کړی دی.
ویل کیږي چې د پاکستان وژل شوي دکتاتور ضیاءالحق د دغه هېواد د نظامي استخباراتو د ادارې له لارې د افغان تنظیمونو او د افغانستان د وخت د حکومتونو تر منځ د نفاق اور ته تر هغه وخته پکي ووهل چې لکونه افغانان ووژل شول، لسګونه زره نور معیوب او یتیم شول او افغانستان داسې یوه حالت ته ورسېد چې د ځمکې پر مخ د هر چا احتیاج شو.
د (یږ لومه) په نامه کتاب چې پاکستاني ډګروال یوسف او مارک ادکین په ګډه لیکلی لیکي چې د ضیاءالحق د وخت د آی اېس آی د مشر جنرال اختر عبدالرحمان شعار دا وو چې «کابل باید وسوزي» او داسې وسوزي چې لوګي او لمبې یې له پاکستان نه ښکاره شي (وګورئ لېنک). که څه هم چې اختر عبدالرحمان په ۱۹۸۸ کال کې له ضیا سره یو ځای د الوتکې د چاودلو او نسکورېدلو په پېښه کې ووژل شو خو دا هیله یې د هغوی په لاس جوړو جهادي تنظیمونو په ۱۹۹۰مو کالونو کې پوره کړه، لسګونه زره کابل ښاریان ووژل شول او کابل په کنډوالو بدل شو.
