WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

د سبناري نه کول د صحت له منځه وړل دي

شکره:

د نهاري په نه کولو سره په شکري غوندي ژوند اخيستونکي ناروغۍ د اخته کيدو خطر زياتيږي په ځانګړي ډول د ښځو دپاره ډير زيانمن دی. طبي څيړونو ښودلې ده هغه ښځي چي نهاری نه کوي د شکري  ټاپ ټو ډول په ناروغي د اخته کيدو چانس تر هغهو زياته وي کوم چي نهاری خوري.    

د زړه ناروغۍ

هغه کسان چي هر ورځ سهارنۍ خوري په هغوی کي هغه عناصر چي د زړه د ناروغۍ سبب کيږي کموي يې، د يو طبي څيړني په ترڅ کي دا خبره په ثبوت رسيدلې ده، کوم کسان چي د سهار خوارک نه کوي دويني فشار يې زياتيږي، د ويني شکره يې لوړيږي او د انسولينو د مزاحمت سبب هم کيږي.

نيم سری ( د نيم سر دردر)

د نهاري په پريښوولو سره په بدن کي د شوګر کچه ډيره کښته کيږي چي له امله يې د ګلوکوز سطحه هم کښته کيږي، لکه څنګه چي مو مخکي يادونه کړې ده چي د سهارنۍ په پريښودلو سره د ويني فشار لوړيږي ځکه نو د نيم سر درد هم له همدغه څخه پيښيږي.

د وريښتيانو تويدل

سهارنۍ د ورځني خوراک ډيره اړينه برخه ده چي د وريښتيانو د ريښو په تقويه کولو کي خورا مهم رول لري، په لوړه کچه د پروټينو لرونکو خوړو په کارولو سره د وريښتيانو پر تقويه کولو منفي تا ثير کوي، له امله يې وريښتيان توايږي او د ويښتيانو د ختلو ( پک کيدو) خطر منځ ته راځي.

نوټ: دا ليکنه د عام معلوماتو دپاره ده، لوستونکي کولاي سي چي خپل د ډاکټر سره په دې اړه مشوره وکړي.

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در سه شنبه دهم اسفند ۱۳۹۵ و ساعت 8:14 |