امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له دندې استعفا وکړه او د 'زرغون بهیر ' په نوم یې یو مرکز جوړ کړ.
بل لور ته تر شپږ میاشتو انتظار وروسته د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون نوي مشر نن خپله دنده پیل کړه.
پر دغه دنده د ښاغلي نادر نادري د ټاکلو حکم د روان لمریز کال په زمري میاشت کې د ولمشر لخوا لاسلیک شو، چې هغه وخت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د مخالفت له امله پلی نه شو.
خو نن خپله عبدالله عبدالله د ښاغلي نادري د معرفي لپاره اداري اصلاحاتو ته ورغلی و.
ښاغلي نادري چې له دې مخکې یې د افغان ولسمشر د ستر سلاکار په توګه دنده تر سره کوله د تېر اګست میاشت کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون د مشر په توګه وټکل شو.
خو داسې ویل کېدل، چې ګواکې د افغانستان حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله دغه مقام ته د نوموړي د ګومارنې مخالف کاوه.
تېره وږي میاشت کې افغان حکومت اعلان وکړ، چې ښاغلی نادري د عمومي او ستراتيژیکو اړیکو برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی او له دې مخکې نوموړی د بیان ازادۍ لړ کې د افتخاري سفیر په توګه ګومارل شوی و.
نوموړي له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند په توګه هم دنده ترسره کړې.
نادر نادري څلور کاله مخکې د قانون پلي کېدو او قضايي چارو کې د لیبیا حکومت سلاکار په توګه دنده تر سره کړې او وروسته یې افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو ( فیفا ) د مشر په توګه دنده تر سره کړې ده.
