WELCOME TO SAPAND WEBSITE دڅپاند ویبپاڼه ته ښه راغلاست

د تهيه او تداركاتو موخې

دتهيهاوتداركاتوتعريف

د تهيه او تداركاتو په اړه بیلابیل تعريفونه شتون لري چې دلته يې دوه تعريفونه وړاندې كوو:

د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت د تهيه او تداركاتو د قانون د درېيمې مادې په لومړي

بند كې تهيه او تداركات داسې تعريفوي:

) تهیه او تداركات، جنسونه، خدمات او ساختماني امور دي چې د ادارې لخوا په پرچون او يا د قرار داد په شكل د يوڅه په مقابل كې لاسته راوړل كيږي.)

 

په ټولیز ډول تهيه او تداركات عبارت دي له فرمايش وركولو، د اجناسو د لاسته راوړلو او همداراز د خدماتو او ساختماني امورو په مناسب كميت او كيفيت، په مناسب ځاى، مناسب وخت او په مناسب قيمت د حکومتونو، شرکتونو او اشخاصو د مستقیمې ګټې او منفعت د ترلاسه کولو څخه. په پورتني تعريف كې د كميت او كيفيت، د مناسب كميت، د مناسب محل، د مناسب وخت او د مناسب قيمت اصطلاحات لاندې معنى ګانې لري.

 مناسبكيفيت

په تهيه او تداركاتو كې مناسب كيفيت مختلفې معنا وې لري لكه ، مناسب ، ښايسته ، عالي ، ډېر ښه اوداسې نورې ،همدارنګه د كيفيت په اړه بيلابيل تعريفونه راغلي چې غوره او عمومي  يې د )د اړتیاوو سره برابر( دي.

د تهيه او تداركاتو په تعريف كې كيفيت د نورو ځانګړتياوو په لرلو له دې امله مهم دي چې  كله مناسب كيفيت نه وي اغيرمن فعاليتونه نه رامنځته كيږي .او موثر كيفيت ته د لاس رسى په موخه بايد لاندې ټكو ته پام وشي.

د محصول مطلوبيت يعنې هغه ځه چې اخيستونكى په خپله خوښه اخلي مثال د تلويزيون اخيستل چې څرنګه غږ او تصوير ولري.

په يوه معين وخت كې د ښه فعاليت امكانات، لکه د يو څه ترميمول په يوه معين وخت كې د كمپنۍ ستندرد ته ورته درجو جوړول، ملي ستندردونه، نړيوال ستندردونه، ستندرد جوړونه د كيفيت د تضمين په اړه ستونزې كموي او اقتصادي ګټې ډېر وي. نورې ځانګړتياوې لكه، شكل، درجه، د اعلانونو له لارې د خلكو د خبرولو درجه، د كمپنۍ شهرت او نور.

.

کمیت )مناسبهاندازه(

د اخيستونكي او پلورونکی له نظره مناسبه اندازه )فرمايش وركوونکي او فرمايش اخيستونكي( فرق لري د اخستونكي له نظره په مناسبه اندازه كې كموالى د وخت د ضایح کیدو او د مصارفو د زياتيدو لامل ګرځي نو د همدې لامل له مخې بايد په مناسب كميت كې لاندې ټكي په پام كې ونيسو. د ګټې اخيستنې اړخ ته په كتو سره د جنسونو د اخيستلو ځانګړتياوي، لكه په كم قيمت كوچنۍ پرزه جات ، د قيمت له پلوه عادې او لوى جنسونه ، چې د لوړو قيمونو د جنسونو ځخه بايد يوڅه اندازه زيرمه شي .

د فرمايش اقتصادي اندازه.

د ذخيرې لپاره د ګدام مصارف.

د ګدام د ضايعاتو مصارف.

د جنسونو څخه د ګتی اخیستنی د نيټې د تیرېدو او د هغوی له موده د لوېدو مصارف په ګرام دارۍ پورې ټرلی ټول مصارف.

مناسبځاى

په عمومي ډول په تهيه او تداركاتو كې مناس  ځاى د اهميت وړ نه دى او يواځې په لمس كيدونكو محصولاتو كې كارول كيږي.

مناسبوخت

په مناسب وخت تحویلول او تسلیمول په تهيه او تداركاتو كې د مهمو اوغوره اهدافو له ډلې شمیرل كيږي ځكه په وخت نه تسلیمول په توليد كې د ځنډ لامل ګرځي او د پروژې د بشپړيدو وخت له تأخیر )ځنډه( سره مخامخ کوی. په دې اساس لازمه ده ترڅو تهيه كوونكي په دې وپوهيږي چې څه وخت اجناس تسليم كړي ، ځكه نا مناسب وخت د پيسو په انتقال كې خرابي رامنځته كوي چې په دې صورت كې د پلورونكي ګټه له منځه وړي او له بلې خوا د اكمالوونكي د جريمې سبب ګرځي ځكه په مناسب وخت كې یې نه دي تكميل كړي. فرمايش وركوونكي يا اخيستونكي بايد د مناسب وخت له پلوه د خپلو تيرو تجربو ځخه څه ياد كړي چې د اړتياوو له مخې مناسب وخت څومره اهميت لري ترڅو د هغه پربنسټ تصميم ونيسي.

مناسبهبیه

په عمومي ډول د قيمت اصطلاح د خرڅېدو د بیې په معنى يا د هغې بیې په معنى ده چې يو جنس اخيستونكي ته ورباندې تماميږي . نو په لومړي قدم كې بايد د اخيستلو په بیه او په تمام شوي قيمت وپوهيږو. اخيستونكي بايد د اخيستلو قيمت ته پام وكړي، په ځينو وختونوكې اړتيا وي ترڅو ټول اجناس چې د مصرف لپاره ځانګړي کیږي سنجش او بیا تصمیم پرې ونیول شي. د اخيستونكو لپاره مناسب قيمت هغه قيمت دى چې د ارزونې وروسته يې د اخيستلو لپاره تصميم ونيسي ، نه هغه قيمت چې خرڅوونكي يې د پلورلو نه وړاندې مشخص كوي.

دتهيهاوتداركاتواساسيپوښتنې

څيړونكي او كارپوهان به د تهيه او تداركاتو په عملي ډګر کې د وړاندې كولو په وخت كې له لاندې پوښتنو سره مخامخ کېږي چې هره يوه يې كولاى شي د ادارو د تهيه او تداركاتو په پاليسۍ اغيزه وكړي.

په عمومي ډول لاندې پنځه پوښتنې د اساسې پوښتنو په توګه پيژندل شوي چې عبارت دې له :

۱- د کومو منابعو د ساتنې لپاره بايد زیاتې هڅې وشي؟

5۲- په حقيقي توګه د ادارې اساسې هدف څه دى؟

۳- منابع څرنګه او د چا لخوا چمتو كيږي؟

۴- كوم عاملونه د ګواښمنو عاملونو په توګه پيژندل كيږي؟

۵ – د تهيه او تداركاتو لپاره مناسبه او سمه لاره كومه ده؟

د مسئولو ادارو لخوا د قانع او منل شويو پوښتنو وړاندې كول ډېر مهم دي ځكه د تهيه او تداركاتو د برياليتوب او ناكامۍ په يادو پوښتنو پورې اړه لري . د تهيه او تداركاتو د روڼتيا لپاره پوښتنو ته په قاطع ډول ځواب ويل په ټولو دولتي، شخصي 

، ملكي ، پوځي او مرستندويه ادارو كې يوشان وي ځكه د منابعو په ساتنه كې د ادارو د بريا نه ترلاسه كول، غلط تشخيص او ذكر شوي پوښتنو ته په ټيټه سترګه كتل دي

تداخیستلودقيمتپرخلافدمالكيت )اکتساب( دقيمتدطرزاوتفكرعلتونه

تردې دمه ګڼ شمير كسانو ډېر ځله د تهيه او تداركاتو د اهميت په اړه بيلابيلې مفكورې ترسره او تعقيب كړي او علاقه لري چې د امكان تركچې پورې په كم رين نرخ خريداري وكړي او ياداچې كمترين قيمت وركړي، البته د دغه ډول افراد و دلیلونه په دې متكي دي چې په كم قيمت غوره ارزښت ترلاسه كړي، حال داچې دغه ډول نظرياتو د كلونو په تيريدو سره بدلون موندلى اود تهيه او تداركاتو متخصصان په دې عقيده دي چې په لاندې كم ترينو قيمتونو د مالكيت قيمت ترلاسه كړي. ت

تهيه اوتداركات يو څومرحله ييز پلان دى چې هره مرحله يې مصارف لري يعنې هره مرحله يې مصارفو ته ضرورت لری.

 

 

 

 

 

ت ت

قيمت په يواځې ډول د ارزښت د اندازه كولو كمزرې وسيله ده.

په تهيه او تداركاتو د ارزښت رامنځته كول مهم او اساسي رول لري.

د خرید قیمت هغه و مالکیت تمام شوی قیمت یا د اکتساب قیمت ندی ځکه د اکتساب په قیمت کې د سته بندۍ، عبارت دی د ترمیماتو مصارف د حفظ و مراقبت او عملیاتی مصارف او بې ګټې کېدلو مصارف شامل دی چې لومړی باید سنجش او وروسته له قیمت سره پرتله شی.

دنويعصرسرهددوديزه) عنعنوي ( تهيهاوتداركاتوتوپیر

تهيه او تداركاتو لومړيتوبونه او تعهدات د اوسني عصر سره زيات تو پیر لري چې څو عمده فرقونه يې په لاندې ډول دي:

په دودیزو تهيه او تداركاتو كې د خريد قيمت ته لومړيتوبونه وركول كيږي حال داچې د نوي عصر په تداركاتو كې د مالكيت تمام شوي قيمت ته لومړيتوب وركول كيږي.

په تهيه او تداركاتو كې د اخيستونكي او پلورونكي ترمنځ اړيكې د رقابت پربنسټ ولاړې دي خو د نوي عصر په تهيه او تداركاتو كې د مرستې او همكارۍ پربنسټ اړيكې شتون لري.

په عنعنوي تهيه او تداركاتو كې د وروستي عرضه كوونكي سره د اخيستونكي اړيكې ټينګيږي خو د نوي عصر په تهيه او تداركاتو كې دغه اړيكې د لومړي عرضه كوونكي سره ټينګيږي.

 په عنعنوي تهيه او تداركاتو كې جنسونه بايد د مشخصاتو مطابق تهيه او وړاندې شي خو د نوي عصر په تهيه او تداركاتو كې د جنسونو كاري خاصيتونوته لومړيتوب وركول كيږي.

په عنعنوي تهيه او تداركاتوكې كيفيت د اخيستونكي له لوري کنترولیږی خو د نوي عصر په تهيه او تداركاتو كې اخسيتونكي له تهيه كوونكي د جنس د كيفيت د بيمې غوښتونكى وي.

په عنعوي تهيه او تداركاتو كې اخيستونكى د توليد جريان له نږدې ګوري خو د نوي عصر په تهيه او تداركاتوكې په مشترك ډول په توليد كې د خرابيدو د پيښې مخه نيول كيږي.

اصطلاحات

دورکړېآمر

آمر هغه څوك دى چې د تهيه او تداركاتو د قانون په چوكاټ كې د جنسونو، خدماتو او ساختماني امورو د تهيه او تداركاتو د تړون د منظورۍ او يا د تعديل صلاحيت ولري.

داوطلب

داوطلب حقيقي يا حكمې شخص ته ويل كيږي چې د شرط پاڼې د موادو مطابق پخپله يا خپله قانوني استازى د آفر د وړاندې كولو په موخه د تهيه او تداركاتو د قانون په چوكاټ كې د تداركاتو په مرحلو كې ګډون وكړي.

آفر

آفر هغه سند ته ويل كيږي چې د تړون د لاسليك په موخه د دعوت يا مطالبې په مقابل كې د جنسونو، خدماتو او ساختماني امورو د تهيه او تداركاتو لپاره د داوطلب لخواوړاندې كيږي، چې په هغې کې شمېر، اندازه، مشخصات، د یوه واحد قیمت، مجموعي قیمت او نور ټول شرایط توضیح کېږي.

شرطپاڼه

شرط پاڼه هغه سند ته ويل كيږي چې په هغه كې د جنسونو، خدماتو او ساختماني امورو كميت، كيفيت او د جنسونوځانګړتياوې او همداراز د آفر شرطونه او د وړاندې كولو طريقه يې، له تهيه او تداركاتو وړاندې توضيح شي.

دپرچوننرخغوښتنه

هغه سند ته ويل كيږي چې په تهيه او تداركاتو كې د جنسونو، خدماتو او ساختماني امورو د پرچون نرخ غوښتلو لپاره وړاندې شي.

داوطلبي

هغه لاره ده چې داوطلب د هغې پراساس د شرط پاڼې د ځانګړتياوو په پام كې نيولو سره خپل آفر د پام وړ تهيه او تداركاتو لپاره اړونده ادارې ته وسپاري.

مقيدهداوطلبي

هغې لارې ته ويل كيږي چې په هغه كې محدود داوطلبان چې له درې كسانو كم نه وي ، د داوطلبي لپاره وبلل شي.

دواحدېمنبعتداركات

هغې طريقې ته ويل كيږي چې د هغې په واسطه د جنسونو، خدماتو او ساختماني امورو تهيه او تداركات له داوطلبۍ پرته په مستقيم ډول ترسره شي.

دتداركاتوتړون

هغه ليكلى هوكړه ليك ته ويل كيږي چې د جنسونو، خدماتو او ساختماني امورو د تهيه او تداركاتو په اړه د بريالي داوطلب او ادارې ترمنڅ لاسليك كيږي .

دتداركاتومرحلې

هغو فعاليتونو ته ويل كيږي چې د جنسونو، خدماتو او ساختماني امورو د تهيه او تداركاتو په خاطر د آمر له تصميم وروسته د تړون او شرط پاڼې د اصولو په پام كې نيولو پاى ته ورسږي.

دمشورتيخدماتودوړانديزغوښتنه

هغه سند ته ويل كيږي چې د وړانديز شرطونه او لارې چارې په كې روښانه وي او د مشورتي خدماتو لپاره ورڅخه ګټه واخيستل شي.

دتړونلاسليككوونكى )قراردادی(

هغه بريالي كس ته ويل كيږي چې د اجناسو، خدماتو او ساختماني چارو د تهيه اوتداركاتو لپاره د تداركاتي ادارې سره تړون لاسليك كړي.

ځوابويونكىآفر

هغه وړانديز دى چې د داوطلب لخوا د جنسونو ، خدماتو او د ساختماني چارو د تهيه او تداركاتو لپاره د شرط پاڼې داصولو مطابق وړاندې كيږي.

تأمينات

د هغهمنقولو اموالو جنسي ، نقدي يا مالي اړخ او يا هغه بانكي تضمين ته ويل كيږي چې د داوطلب يا د قرار دادي لخوا د ضمانت په ډول اېښودل كيږي.

داوطلبي

په تداركاتي غونډو كې د اشخاصو ګډون دى چې د تهيه او تداركاتو په قانون كې درج شوى دى.

دتداركاتوپلاوي

د رييسانو او د ادارې له ټولو مسؤلینو ځخه جوړ شوي وي چې د تداركاتو د امورو د تنظيم كولو او مخكې بيولو لپاره د آمر لخوا موظف كيږي.

دپيرودلوپلاوى

د ادارې د كاركوونكو څخه جوړشوى وي چې د تداركاتو ځانګړتياوو ته په كتوسره د آمر لخوا موظف شوى وي.

دآفردارزونېپلاوي

له هغو كاركوونكو څخه جوړ شوى وي چې د وړاندې شوو آفرونو لپاره د آمر لخوا موظف شي.

جنسونه

مختلف الډوله مصرفي او غيرمصرفي اموالو ته ويل كيږي.

9مشورتيخدمات

هغه فعاليتونه دي چې ذهني او مشورتي ماهيت لري

ساختمانيچارې

د يو كور له سره رغول ، تخريب ، ترميم ، د ساحې چمتو كول ، ژورول ، نصب مونتاژ، د زينت چارې، او همداراز ضمني خدمات لكه برمه وهل ، نقشه ويستل، تصوير اخيستل، د زلزلې په اړه څيړنې او دې ته ورته نور خدمات دي چې په تړون كې د ننه د درج شوو موادو په اساس سرته رسيږي خو په دې شرط چې د ذكرشوو خدماتو ارزښت د عمارت له قيمت څخه پورته نه وي.

وروستهپاتېآفرونه

له هغو آفرونوڅخه عبارت چې د شرط پاڼې د معين تاريخ او زمان په پاى كې رامنځته شي او بې له دې چې پرانستل شي داوطلب ته بیرته ورکول کیږي.

دتړوناسناد

له هغو ټولو اسنادو څخه عبارت دي چې له تړون څخه ترلاسه شوي وي او د هوكړه ليك په توګه د تداركاتو د ادارې او تهيه كوونكي ترمنځ موجود وي په دغو اسنادو كې د تړون سند، د دواړو خواوو له لوري لاسليك شوى رسمي سند چې عمومي شرطونه په كې وي، د تړون ځانګړي شرطونه، د دندو لايحه، د كميت سند، د وخت او نيټې جدول، د نرخ جدول، د تحويل شرطونه، د هرې غونډې دا سنادو كاپي ګانې، غوښتنليكونه، د ټاكل شوو كاركوونكو لنډې سوانح او نور اړونده هوكړه ليكونه.

دعامهګټېوړاقلام

له هغو موادو څخه عبارت دي چې په پرله پسې ډول د ډېرو ګټه اخيستونكو له لوري وكارول شي او ټاكل شوي معيارونه بشپړ كړي د بېلګې په توګه د قرطاسيې مواد، د دفتراړونده مواد، پريښودل شي.

 ت سرچینه : دتهیه او تدارکاتو کتاب

مولف: سردار محمد عدم

ژباړن: محمدجان عادل

 

+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در شنبه دوم دی ۱۳۹۶ و ساعت 10:9 |