- وظيفوي دوران :دکارکوونکو په منځ کي د دندو او مسؤليتونو ته بايد تغير ورکړو چې د دغه ميتود هدف دکارکوونکو دپوهې لوړول او انتقالول دي.
- ژيړي او آبي پاڼي :دا کورنيو او بهرنيو سرچينو له ليارې په اداره کي دپوهې ديوځاي کېدو وسيله ده
- زده کړل شوي درسونه :هغه پوهه اومهارت دی چې دکار په جريان کې دتجربوڅخه لاسته راځي،چې په ستونزو کې دمقابلي په خاطر په کار وړل کيږ ، هدف يې دادى چې هغه خطاوي چې دکارکوونکو څخه دکار په جريان کي پيښيږي کمښت پيداکړي.
- فکري نقشه :له تخنيکي جوړښت او د ليدو وړ پوهي نه عبارت دى يا دمعلوماتو داسي منظمول دي چې په اسانۍ سره داستفادې وړ وي ،دخطوط،شکلونو،کوچني رسمونو،رنګونو او تصویرونو په کارولو سره کولای شو دليدنې او اورېدلو حافظه تقويه کړو.
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه سوم مهر ۱۳۹۹ و ساعت
8:47 |
