د ګمارنې سرچینې :
دمناسبو اولايقه کارکوونکو دموندلو لپاره دوه ډوله سرچيني وجودلري.
الف : کورنۍ سرچيني ب : بهرنۍ سرچيني
داستخدام کورنۍ سرچيني :
پدې حالت کې اداره د ضرورت وړ خالي بستونه په خپلو موجودو کار کوونکو باندې په لاندې ډول ډکوي:
- ديوې شعبې څخه بلي شعبې ته دکارکوونکو بدلول : پدي ډول چې اداره دخپل کارکوونکي تحصيل یا زده کړې ،کاري کاري تجربه او مهارتونه په نظرکې نيسي اوبيا هغه مناسب بست ته تبديلوي.
- دموجوده بست څخه خالي لوړ يا خالي ټيټ بست ته تبديلول: هغه کارکوونکي چې دخپل بست څخه زيات استعداد او وړتيا ولري نو خالي لوړ بست ته ترفيع کوي او هغه چې لازمه وړتيا ونه لري نو موجوده خالي ټيټ بست ته تنزيل ورکول کيږي.
د ګمارنې کورنۍ سرچينو ګټي :
- دکارکوونکو درضايت او تشويق سبب ګرځي.
- کارکوونکى د اداري او شرکت په پاليسۍ او کلتور باندي ښه پوهيږي.
- مدير ته دکارکوونکى اخلاق او لياقت دمخکي څخه معلوم وي.
- په دي ډول استخدام کې وخت او مصرف کم مصرفيږي.
(د کورني ګمارنې زيانونه (نواقص):
- داخلي استخدام داداري ټول بشري ضرورتونه نشي پوره کولي ،ځکه د ده په ترفيع سره دده بست ( ځاي) خالي پاتيږي .
- بعضي اوقات داډول استخدام دکارکوونکو دنارضايۍ سبب گرځي ،يعني اداري ته دشک په سترگه گوري چې دواسطي څخه به کار اخستل شوي دى .
- دادري ته دنوي افکارو او تجاربو مخينيوي کوي ،ځکه چې نور کارکوونکى دځان سره نوي افکار،مهارت او تجربي داري ته راوړي .
د ګمارنې بهرنۍ سرچيني :
کله چې اداره د کورنیو سرچينو څخه دخالي بست يا ځاي د ډکولو لپاره مناسب او وړ شخص پيدانکړي نو بيا د ګمارولو داخلي سرچینو څخه استفاده کيږي ،نو ددي لپاره د ادارې يا شرکت مدير نه بهر شخص پيداکوي چې مخکې يې په نوموړې اداره کي کار نه وي کړی.
د بهرنۍ ګمارنې لپاره دلاندي سرچینو څخه استفاده کيږي.
- د پوهنتونونو او مسلکي ليسو څخه استفاده کول.
- دکارموندلو لویو ادارو څخه.
- دنورو ادارو ياسازمانونو د انساني سرچینو دبورډونو څخه.
- دملکي خدمتونو د تعيناتو د بورډ څخه.
د ګمارنې پروسه :
د ګمارنې پروسه په لاندې ډول ده.
+ نوشته شده توسط Naseer Ahmad Sapand در پنجشنبه سوم مهر ۱۳۹۹ و ساعت
8:50 |
