د پلان په وسیله کولی شو چې په منظم ډول فعالیتونه مالوم کړو تر څو چې د یوې پروژې یا ارګان مدیر د هغه پلان په وسیله خپل اهداف په اسانۍ سره لاس ته راوړي.
.پلان د مدیریت له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي چې د یوې ادارې مدیر یا د یو ارګان یا پروژې مدیر د خپل پلان په ډیزاین یا جوړولو کې مهم رول لري
په لنډه توګه ویلی شو چې د یوې ادارې یا ارګان لپاره پلان د ملا د تیر حیثیت لري چې نوموړې اداره د پلان په وسیله خپل اهداف ټاکي او د پلان د عملي کولو په وخت کې خپل اهداف لاس ته راوړي.
یو مدیر په خپل پلان کې کې دا شاملوي چې یو فعالیت په یوه اداره یا ارګان کې د چا لخوا، چیرته، څه وخت، ولې، او د څه لپاره اجرا شي.
د چا
دا مانا چې یو فعالیت د چا په وسیله اجرا شي؟ یانې کس احمد یا محمود د پلان په وسیله مشخص کېږي.
چېرته
د پلان په وسیله ځای باید مشخص وي چې په کوم ځای کې ترسره شي.
څه وخت
وخت چې تر ټولو ډیر مهم دی د پلان په وسیله مالومېږي چې پلانی فعالیت څه وخت اجرا شي؟ یانې میاشت ورځ او ساعت باید مالوم وي.
ولې
دا په د مانا چې یو کار د څه لپاره کوو. یانې هدف باید مالوم وي چې ددې کار یا فعالیت په اجرا کولو سره یوې ادارې ته څه ګټه رسېدلی شي. د ولې اصل مانا داس کېدلی شي چې د څه شي په خاطر یو فعالیت باید اجرا شي.
څه لپاره
هر کله چې یو څوک کوم کار ترسره کوي تر شا یې هدف موجود وي. یو څوک به یو کار د ګټې لپاره کوي یو څوک به یو کار د خیر او ښېګنې لپاره کوي. کله چې
یو مدیر چې څه وخت پلان جوړوي هغه باید په خپل پلان کې دا مشخص کړی چې نوموړی فعالیت د څه لپاره کوي د هغه تر شاه د ادارې ګټه څه ده؟
دوخت په اساس دپلان ډولونه
اوږد مهاله پلان :
دا هغه پلان دي چې د پنځو(٥) کالو څخه پورته وي چې دي ته ستراتژيک پلان هم وايي .لکه د سردار داؤد خان پيځه کلن پلانونه .
منځ مهاله پلان :
دا هغه پلان دي کوم چي د يوکال څخه تر پنځوکالو پوري وي .
لنډمهاله پلان :
دا هغه پلان دى کوم چې د يوي ورځي څخه تر يو کال پوري وي او لاندي ډولونه لري .
(ورځيني پلان ، ميا شتني پلان ، ربعي وار پلان ، کلني پلان )
